حقیق

 

راځئ چې د کتاب قدرونه  وکړو

د غوایی دمېاشتې وروستۍ  اوونۍ دکتاب اوونۍ نومول شوې چې لومړۍ ورځ یې دکتاب ورځ هم ګڼل کېږي ، دکتاب لیکنې ، لوستنې ، خپرونې او چاپونې لړۍ په هېواد کې  ښه شوې خو لاهم دقناعت وړ نه ده . او په دی برخی کی لاهم ډیر ستونزې موجودی دي او ترټولو لویه ستونزه هم په خلکو کی دکتاب لوستلو دفرهنګ کمښت دی.

پخوا کله چی انترنت او تصویری رسنی دومره نه وې نو خلکو به ډیر کتاب لوستلوته پام کاوه خو اوس له بده مرغه دډیرو خلکو وخت په نورو بوختیاوو مصرفیږي. دنړۍ په هرګوټ کی که پرمختللی هېواد لیدل کیږی نو دهغوی پرمختګ دکتاب لوستولو ، لیکولو او خپرولو له لاري سرته رسیدلي . د نړي مشهور کسان هغه دي چی ښه کتابونه یې لیکی او دهمدغو کتابونو له لاري یی خلک پیژني او دهمدغو کتابونو له لاری خپل فکر نوروته ورکوي.

کتاب په حقیقت کی هم هغه ملګری دي چی خاموشه خوله له انسان سره دوستی کوي او پرته له ناوړه عکس العمل نه خپل مثبت معلومات نوروته ورکوي. څه ډول چی تل ویل شوي چی دافغانستان د بدمرغیو ډیر غټ عامل دپوهی او سواد دکچی ټیټوالی دی نو ډغه ټيتوالی یواځی دپوهی دکچي په لوړوالی سره ترلاسه کیدلای شي. څومره چی په یو هیواد کی تعلیم او تربیه او لوړې زده کړې مهمی وي په همدی کچه دکتابونو لوستل او خپرول مهم وي . دافغانستان اسلامی جمهور یت چی دافغانستان دتعلیمی برخی د لوړوالی ادعا لري باید چی د کتاب خپرولو او کتاب لوستلو مثبت فرهنګ په برخه باید ډیر څه ترسره کړي .

پوهنه او فرهنګ دیوهېواد دخلکو دپوهې او فرهنګ دکچې په لوړولو کې ځانګړی ارزښت لري ، څه ډول چې ومو ویل دنړۍ په هرګوټ کې چې کوم هېواد پرمختګ کړی هغه دپوهې او فرهنګ په مټ دی ، دولت زموږ لیکوالان ، پانګوال او خپرندویان دکتاب لیکنې ، چاپونې او خپرونې په برخه کې باید چې لا نور هم زیارونه وباسي ، څو چې زموږ دهېواد خلک په  پوهه سمبال شی او له دې لارې هغه ستونزې چې دجګړو بې اتفاقیو او دپردیو دمداخلو په برخه کې لرو له مېنځه ولاړې شي . له بل لوري موږ خپله ریښتنې خپلو اکي هم له همدې لارې ترلاسه کولای شو که چېرې دپوهې او فرهنګ له لاري خپل ملی یووالی ، خپل اقتصاد، خپل دولتی جوړښت او دهیواد نورې برخې پياوړې کړو نو ډاډه یو چې داوسنیو بدمرغیو لمن ټولولای شو.

لیک او لیکوالی، کتاب او خپرونې هغه لارې دي چې دافغانستان د فرهنګ وزارت، د علومو اکاډمی ، د معارف او لوړو زده کړو وزارت ، خصوصی برخه او نورې اړوندې دولتي او ټولنیزې څانګې یې باید چې په وده کې پوره پوره ونډه واخلي.

متاسفانه څه ډول چی تل ویل شوی زموږ تصویری رسنی او تلویزیونونه  چی ډیر خلک یی بوخت ساتلی او اکثرا هم په داسی مبتذلو خپرونو بوخت دي چی نه زموږ له فرهنګ او دین سره اړخ لګوي او نه هم زموږ کوم درد دواکولی شی. رسنۍ که هغه غږیزې وي یا انځوریزی باید چی دهیواد په خلکو کی دکتاب دفرهنګ او دلوستلو دفرهنګ په خپرولو کی ونډه واخلی .

یوه بله ستونزه هم متاسفانه زموږ په خلکو کی شته اوهغه زموږ دپوهو او لیکوالوانو په تیره بیا کتاب لیکونکو هڅونه ډیره لږه ده . موږ ډیر داسی لیکوالان لرو چی کتابونه یی لیکلی خو په چاپ یی توانیدلای نه شي او که بیا کوم لیکوال خپل کتاب چاپ هم کړی بیا دلوستلو لپاره یی دومره څوک نه وي.

راځی چی موږ هریو دفرد په توګه او دولتی او نورې ټولنیزې برخې د ډلو په توګه دکتاب دخپرولو ، لیکلو، لوستلو ، دلوستونکو دهڅولو په برخه کی له اوس نه ډیر کار ترسره کړو او دغه مثبت او دټولنی دستونزو دلیری کولو عامل ته لانوره هم وده وکړو.

په داسې حال کې چی دکتاب داونۍ دپیل او دکتاب دنړېوالې ورځې هرکلی کوو له ټولو هیوادوالو نه مو هیله داده چی په دی برخه کی نه ستومانه کیدونکی ګامونه اوچت کړي.

 زموږ دهیواد په ډېرو خلکو کې لیدل کېږي چې ددوی اکثره وخت په عبثو خبرواترو او په تیره بیا په داسې بحثونو  چې کله ناکله سیاسی بڼه هم لري تیریږی چی کومه پایله نه لري ، څه ښه به وی چی خپل یو څه وخت په کتاب لوستلو تیر کړو ترڅو چی زموږ د راتلونکی ستونزو دحل لارې آسانه شي.

خو اساسی دنده بیا دفرهنګی او رسنیزو برخو ده چې کتاب ته ارزښت ورکړي ، دکتاب لوستلو فرهنګ دود کړي او له دې لارې ټولنه یوې هوسا او پرمختللي ماوحول لورته بوځي.

سره له دې چې اوس انترنت ، ټلویزیون ، مبایل او نورې تخنیکي وسیلې ددې جوګه وي چې موږ یې له لارې زده کړه وکړو او معلومات زیات کړو خو دغه وسیلې بیاهم دکتاب ځای نشی نیولی که کتاب ونه لیکل شي او نه لوستل شي نو موږ به دتخنیکی وسایلو کارول هم زده نه کړو او بل داچې تخنیکی وسیلې تل زموږ په لاس کې نه وي ، سترګې هم ستومانه کوي او لګښت هم لري . پوهان وایی چې دبشر ښه اختراع همدا کتاب دی او دغه اختراع به کله هم زړه نه شي او تل به خپل ځانګړئ ځای لري.

الله ج موږ ته کتاب دهدایت زریعه ګرځولې او خپل کلام یې د عظیم الشأن قرآن له لارې په کتاب کې راښولی او دایی هم جوته کړې چې دا داسې کتاب دی چې هیڅ شک او شبه په کې نشته .

راځئ کتاب ولولو ، کتاب ولیکو ، کتاب وپلورو ، کتاب نوروته ورکړو او دکتاب لوستلو فرهنګ په خپل هیواد او ټولنه کې دیوه سوله یز پرمختللی افغانستان دجوړېدو لپاره دود کړو او  په دې توګه دکتاب  قدرونه  وکړو.

  


بالا
 
بازگشت