غلام محمد جلال

 

فاجعۀ قتل فرخنده، قلب هر انسان با درد  را تکان داد

مراتب احتجاجیۀ مرکز کاری جامعه سراسری افغانها)دیاسپور افغانها)و کانگرس بین المللی مهاجرین در فدراتیف روسیه،مبنی بر محکوم کردن فاجعه ای که فرخنده قربانی اش شد

شهر مسکو،فدراتیف روسیه

فاجعۀ المناکی درآستانه سال نو و نوروز،قربانی ای گرفت که قلوب مردم افغانستان  و دنیا را جریحه دار ساخت. عده ای از اوباشان  شهر، با اتهام  نادرست بر بانو فرخنده حمله بردند و در حضورداشت دهها محافظ امنیت  شهر کابل ، وی را به  فجیعانه ترین شکل غیر انسانی و غیر اسلامی به شهادت رساندند.

مرکز کاری جامعه سراسری افغانها و کانگرس بین المللی مهاجرین در فدراتیف روسیه، در حالی که مراتب تسلیت وهمدردی خویش را به خانواده و اقارب مرحوم  فرخنده  ابراز می دارد،اظهار می کند که، بانو فرخنده ، دوشیزۀ منور افغانستان بود، او در علوم دینی تحصیلات داشت و چندین سپاره از قرآن عظیم الشآن را نیز حفظ کرده بود، مرگ مظلومانه آن معصوم، ضایعه بزرگ جهان انسانیت است.

جامعه روشنفکری و روشنگری افغانستان، به ویژه شیرزنان مبارز کشور، حرکت اوباشانۀ خرافاتیان را دست کم نگرفته،با تمام قوت و توان در برابر آنان قد علم کرده وحتی جنازه  قهرمان  شهید را بر شانه های خود حمل کردند وبا این حرکت دلیرانۀ شان درس بزرگی به جامعه مبارز وروشنفکری افغانستان بر جا گذاشتند. براثر تاثیر گزاری های آنان است که عاملین اصلی و حامیان عاملین قتل فرخنده به چنگال قانون سپرده شدند و منتظر سرنوشت ننگین خود می باشند.

مرکز کاری جامعه سراسری افغانها و کانگرس بین المللی مهاجرین در فدراتیف روسیه، عمل ننگین اوباشان را قاطعانه محکوم می کند واظهار میدارد که عاملین این حادثه به هیچ صورت قابل مدارا و بخشش نبوده از حکومت وحدت ملی  می خواهد، هر چه زودترآنها  را به سزای عمل  شان برساند ، تا عبرتی باشد بس بزرگ، برای کسانی که هنوز غرق در چنگال منحوس خرافات اند ومی خواهند جامعه را از راه راست به گودال ظلمت و جهالت سوق بدهند.

یاد فرخنده جاودان و روحش شاد

مرگ بر قاتلین آن مرحوم  و زنده باد جامعه مبارز و روشنفکر افغانستان

ومن الله التوفیق

غلام محمد جلال

رییس مرکز کاری جامعه سراسری افغانها

(دیاسپور افغانها)و کانگرس بین المللی مهاجرین در فدراتیف روسیه

 

*********

 

د خوست په ویر ویرجن یو

 

دخوست د وروستئ غمېزې په تړاو، دفدراتیفې  روسیې دپلازمينې مسکو ښار کې، د افغانانو د سراسري ټولني دکاري مرکز (د افغانانو دیاسپور)او دمهاجرینو د نړیوال کانګرس د رییس غلام محمد جلال د ډاډګرنې او خواشینئ مراتب

دتېرې اوونئ د پنځه نئ  په ورځ ،د خوست میشتو ښاریانو ، د ولسوالیو خلکو او ځوانانو په یوه سوله ایز لاریون کې ناځوانمردانه  انتحاري برید وشو چې  په پایله کې یې زموږ یو شمېر بی ګناه هېوادوال شهیدان او د ولسي جرګي د یوه ځوان کارنده غړي همایون  په شمول لسګونه نور هېوادوال ټپیان شول.

زه پخپل وار سره دخوستي ورونو په غم کې ځان شریک بولم او دغه غیر انسانی تروریستی عمل په کلکو ټکو غندم .

خوست یو له هغو ولایاتو څخه دی چې د افغانستان د جګړو او غمیزو په اوږدو کې یې خورا ستونزې او ناخوالې  زغملي او خلک یې ددغې غمېزی د تاریخي پړاوونو په هره دوره کې، زښت  مالي او ځاني تاوانونه ګاللي دي ،خو له بده مرغه د افغانستان د خاورې او خلکو د دښمنانو زړونه  ورباندې سوړ شوی ندی . دادې یو ځل بیا دغه سوله پاله او ورسره  د افغانستان ټول خلک یې د ویر پرټغر کینول.

خوست په تیرو دیارلسو کلونو کې د خپل ولس پر مټ،د پرمختګ د عمراني او معنوي بیا رغاونې لارې خپلې کړي، ټاکلیو بریالیتوبونو ته هم رسېدلی  او د هيواد له ښکلیو ښارونو څخه ګنل کېږي،چې دهېواد د دښمنانو حسادت پاروي ، ځکه خو یې لیدلای نشي او پر ضد یې نامردانه عملونه تر سره کوي.مګر خوست به خوست وي او خلک به یې د مېړانې او سولې له بهیره وانه وړي . دا داسې ړلس دی، چې سرونه به ورکوي خو د سولې سنګرونه به ټینګ ساتي. 

په روسیه کې د افغانانو کاري مرکز او په دغه هېواد کې د مهاجرینو د نړیوال کانګرس د مشرتابه هیات او زه پخپله ، د افغانستان د ملي وحدت له حکومت څخه په کلکه غواړو چې د افغانستان د سولې او آرامې د پاره لازم اقدامات ترسره کړي اوپه دې لړ کې د افغانستان دولسونو،روڼ اندو سیاسي- ټولنیزو سازمانونو او ملي شخصیتونو نظرونه ، اندونه، سره راټول او په هېواد کې د امنیت  در راوستلو دپاره یې پلی کړي،څو چې نور زموږ په هېواد کې  دښمنانو ته د دغسې ناوړه کړنو مجال بیا پېدا نشي.
اجازه راکړئ یو ځل بیا د خوست غم ځپلي ولس ته د دغې  ناوړې پېښې له امله د ډاډګیرنې مراتب څرګند کړم. د پېښې شهیدانو ته د لوی خدای له درباره،دجزیل اجر او پاتې کسانو، خپلوانواو دافغانستان ولس ته دتسلیت
مسئلت او ټپیانو ته د سمدستي روغتیاینې دعا وکړم.
هیله مند یم چې زموږ په هیواد کې ژر تر ژره د غمیزې ټغر ټول شي او د افغانستان زورېدلي ولسونه د خوښیو او خوشحالیو د شنه آسمان لاندې د سولې د لمر په وړانګو کې خدای عز اسمه ته د شکرانی دعبادتونو طهارت وکړي.

ومن الله التوفیق

 

 


بالا
 
بازگشت