افغان سیاسي فکري قووت او د سیمې او نړۍ استخباراتي لوبه

محمد انور ولید : ۲۲ ـ ۲ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

په افغانستان کې د ښاغلي کرزي په (۱۳) کلنه واکمنۍکې پاکستاني چارواکو دری څنګه اتڼ اچولی ؤ . یوې خواته یې د انګلیسانو په مستقیم ملاتړ د امریکې په مشرۍ له ایتلافي ځواکونو څخه پوځي او استخباراتي پروژې په اجاره را نیولې ، د ایتلافي ځواکونو له پاره یې خپله ځمکه او هوا دواړه په واک کې ور کړل او هم یې د اکمالاتي کاروانونو د تګ را تګ پروژې له کراچۍ څخه تر تورخم ، او له کراچۍ څخه تر بولدک پورې د یوه قرارداد له مخې د ټکس اخیستو په بدل کې په اجاره ونیولې .

پاکستان په ډېر چل ول د روسانو له فزیکي او مستقیم یرغل څخه خپل ځان ، خپل نظام او خپله خاوره بچ وساتل ، لومړی یې په تش لاس افغان مجاهدین د روسانو خولې ته ور واچول . د مدني ټولنو په څېر یې خپل ځانونه ور باندې اکمال کړل ، نړیوالې چندې دوی په خپلو جیبونو کې ترې واچولې او ور باندې شهیدان ، آواره ،  ژوبل او ټوټي ټوټې یې مجبور افغانان کړل . ځکه د افغان مجاهدینو تر مینځ د اختلاف او خپلمنځي شخړو او جګړو لومړنی بنسټ په پاکستان او ایران کې اېښودل شوی . د هغوی ټول مردمي ، اقتصادي ، سیاسي او پو ځي زور یې دنفاق په اور کې ور وسوځول . څه چې پاته شول ، هغوی یې پر طالبانو باندې له مینځه یووړل .

د ترورېزرم په پلمه به یې په میلیاردونو ډالر له امریکې څخه تر لاسه کړل ، چې پر هغو میلیاردونو ډالره  پیسو به یې کله له هند سره پر پوله د خپلو پوځیانو پر مختللي پوځي اکمالات او ټرېنېنګونه کول . اوکله به یې هم له افغانستان سره پر منحوسه نا منل شوې کرښه باندې یونیم لک پوځیان د پښتني قبایْلو د مشرانو د وژلو ـ د هغوی د اېل کولو ـ د خپلو ذروي وسلو آزمویلو ـ  د افغان او پاکستاني طالبانو د بیا راټولولو او له سره د هغوی د جوړولو ـ  په افغانستان کې د انتحاري بریدونو د تر سره کولو له پاره د هغوی د ټرېنېنګ ، تمویل او تجهیزول او نورو لویو او وړو پروژو په خاطر واچول ، ترڅو افغان حکومت د زور له لارې د ډېورنډ ناولې کرښې منلو ته پرې  اړباسي .

پاکستان د خپلو شومو اهدافو له پاره تل پر افغانستان او افغانانو باندې خپله ناروا معامله کړې او کوي یې ، مرګ ژوبلې او بدنامۍ افغانانو ته په کې ور اوښتې ـ  او جیبونه پاکستاني چارواکو پرې ډک کړي دي .

پردۍسیمه ییزه او نړیواله جګړه یې په افغانستان کې پیل کړه . افغانستان یې بې ثباته او له نړۍ څخه پرې ګوښه کړ . له افغاني ، سیمه ییز او نړیوال سیاست څخه ناخبره حتی بېسواده له خپل تاریخ او جغرافیې څخه ناخبره طالبان یې د غرب په دستور ـ خو په اصل کې د خپل سترا تيزيک ژور پلان د عملي کېدو په خاطر د افغانانو پر اوږو ورسپاره او واکمن کړل . دین ، دولت او ملت یې ټول د خپلو استخباراتي حرکاتو پر مټ ور باندې بدنام او وشرمول . ځکه طالبان نه په شریعت باندې پو هېدل او نه هم په سیاست . بس پاچاهي ګردشي یې جوړه کړې وه  دین یې په ظاهره یوازې په ږیره ـ لنګوټه ، اوږدو کالیو اوداسې امر بالمعروف کې را خلاصه کړی ؤ چې خپله به هم د سزا په حدودو نه وو خبر ، نور به ټول د  ( آی  اس آی ) فرمانونه په کې د شریعت تر نامه لاندې په یوه خوله پر طالبانو باندې عملي کېد ل . خو په اصل کې دوی د افغانستان مجاهد ملت ور باندې بې وسلې او بې صلاحیته کاوه . او ( آی اس آی ) اداره په خپل دغه کار کې بریالۍ هم شوه .

کله چې د طالبانو د واکمنۍ پروژه ختمه شوه نو بیا یې افغانان او افغان حکومت خپل ځان ، خپل ملت ، خپل نظام او خپلې خاورې جوړولو ته نه پرېښود ل . د ترورېزرم او ناامنیو دغه پروژه د پاکستان ، انګرېزانو او امریکې یوه ګډه پروژه وه چې په عملي کولو او پر مخ بېولو کې یې امریکې له افغانستان څخه پاکستان ته ډېره ترجیح ورکړېده ، ځکه ددې پروژې په عملي کولو او پر مخ بېولو کې پاکستان تل د امریکې او انګلیس په ملاتړ عامل ، طالبان ـ  القاعده او داعش آله ، او افغانستان په لوی لاس په کې معلول پاتې شوی .

نواز شریف د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په راؤلپېنډۍ کې په خپل بیان کې ویلي وو چې ما پاکستان ته ډېر ستر خدمت کړی دئ او هغه دا چې د افغانستان ( ۱۰۰۰ ) کلنه ملي اردو مې ور ړنګه کړه ( افغاني خادستان مې د مجاهدینو سیستمونو ته ور ننه ایستل ، بیا مې د همغو افغاني خادستانو پر مټ د افغانانو ټولې پوځې ذخیرې او وسلې له مینځه یووړې ) .

پاکستاني پوځیانود استاد برهان الدین د واکمنۍ پر مهال پر شمشاد سترا تیژیکه افغان تاڼه تېری وکړ او هلته د ننګرهار عمومي قوماندان عبدالسلام راکټي برید ور باندې وکړ او پاکستانیان ونښتېدل . شمشاد تاڼه تر اوسه د افغان پوځیانو په لاس کې ده .

د جهاد پر مهال پاکستاني پو ځیانو د سلام راکټي پر قرار ګاه باندې برید وکړ ، سټېنګر توغندي یې ترې غلاکول . خو پر ضد یې سلام راکټي د پاکستان له خاورې څخه تاڼه دار او ټول پو لیس ژوندي افغانستان ته لاس تړلي را وستل .

عصمت مسلم په سپین بولدک کې د پاکستان د تاڼه دار لاسونه ور وتړل او په مرګ یې وواهه .

 پاکستان د کرزي د واکمنۍ پر مهال څو څو ځلې د ډېورنډ کرښې د رسمي کولو هڅې وکړې . د بېنظیرې د حکومت پر مهال جنرال حمید ګل ته سپارښتنه شوې وه چې پر جلال آباد باندې د نیولو حمله وکړي ، دا خبره خپله جنرال حمید ګل له رسنیو سره شریکه کړې ده .

پروېز مشرف د امریکایي چارواکو په وړاندې کرزي ته د فیل مرغ خطاب وکړ ، او د ډیورنډ پرکرښه یې د اغزن سیم او دېوال جوړولو هڅه وکړه ، خو بیا ور باندې ونه توانېد .

په دې وروستیو کې یې د بلوچستان او افغانستان تر مینځ پرکرښه ( ۵۰۰) کیلو متره خندق کیندلی او هغه یې هم متأسفانه د محمود خان اڅکزي خپلوالو ته په اجاره ورکړی ؤ .

د تور خم دروازې د تړلو په پلمه یې پرګوشته ؤلسوالۍکې بندري دروازه جوړه کړه ، خو د قاسم خان په نامه یوه افغان سرتېري دا دروازه د خپل ځان په بیه ور دړې وړې کړه او پاکستاني پو ځیان پر شا شول .

پاکستاني پوځ د پکتیا پرګوي او څمکنوتاڼو باندې پوځي حمله راوړه ـ خو هلته زړورو پکتیا والو د خپلو عسکرو تر څنګ شرمېدلې ماتې ورکړه او پاکستانیان پر شا شول .

له تېرو درېیو کالو را په ایسته د پاکستان له لوري پرکونړونو ، نورستان او بدخشان باندې د درنو وسلو حملې روانې دي افغان تبعه یې کډه کېدو ته اړکړل ، شهیدان یې کړل ، کلي کورونه یې ور ړنګ کړل ، د افغان عسکرو سرونه یې ور پرې کړل ، ځنګلونو ته یې اورونه واچول ، چهار تراشې یې یووړې او د پاکستان په نوم یې په دوبۍ او نورو هېوادو کې وپلورلې ، د علیشنګ ،  الینګار او کونړ سیندونو ته یې دسیسې جوړې کړې ، د داسو بند یې ور ته پیل کړ ، له بانک جهاني څخه یې ( ۸۰۰ ) مېلیون ډالره پور ور ته واخیست ، تر څو د افغانستان اوبه پرې د ځان کړي .

د کرزي په زمانه کې یې د افغانستان د اپوزیسیون ځینې مشران پټ ور وغوښتل او هلته یې پرتحریک کولو سر بېره د حکومت په وړاندې د مزاحمت جوړولو په خاطر پیسې ورکړې .

د افغانستان د پارلمان ځینو پخوانیو مشرانو ته یې په مېلیونو ډالر رشوتونه ورکړل چې د ډېورنډکرښه په پارلمان کې ور باندې ومني ، خو له نېکه مرغه چې هغه خوب یې اوبو یووړ .

ځنځيري وژنې یې پیل کړې . تکړه افغانان یې له منځه په کې یووړل . د ډله ییزو چاودنو پروژې یې په لاره واچولې . د نجونو پر مخ یې تېزابونه وپاشل . ښوونکي او شاګردان یې یرغمل او شهیدان کړل ، د سرحدي سیمو په سوونو ښوونځۍ یې د نا امنیو له امله وتړلې . د افغان سوداګرو پر مخ یې خپلې لارې او خپل بندرونه ټول وتړل . د هند پر سفارت باندې یې برید وکړ . افغان سفیر یې د پښور په حیات آباد سیمه کې و تښتاوه . ارسلا جمال یې په لوګر کې ، وزیر جمعه محمد یې په پاکستان کې او استاد برهان الدین رباني یې په خپل کور کې ترورکړل . پر صبغت الله مجددي او استاد سیاف باندې یې ترورېستي بریدونه وکړل . انجنیر احمد شاه مسعود یې د عربانو په لاس د تخار په خواجه بهاؤ الدین سیمه کې شهید کړ . نسیم آخند زاده یې د پېښور په چراټ سیمه کې د نهر پر غاړه شهید کړ ، د حضرت صبغت الله مجددي زوی ، د افغان ملت ګوند مشر ، د اسمار د کوهي غنډ ( ۱۴ ) تنه فاتحین یې په دره کې شهیدان کړل ، ډاکټر بها ؤالدین مجروح او نور ګڼ شمېر افغان مشران یې په پېښور کې شهیدان کړل . ملا ګل آخند ، خان محمد مجاهد ، اکرم خپلواک ، حشمت خلیل کرزی او ځینې نور مشران چې د ټولو شمېر (۱۲۰۰) تنو ته رسېږي  په لوی کندهار کې شهیدان کړل .

د انتحاري عملونو تر سره کولو ، د بدن د غړیو پرې کولو اوپیسو تر لاسه کولو په خاطرد افغان ماشومانواو سړي تښتونومافیایي او طبي پروژو پر مخ وړل د ( آی اس آی ) د پټو شبکو له خوا تر سره کېږي .

د سلما او کمال خان بندونوپروژې درېدل د پاکستان او ایران د ګډو هڅوکار دئ . بالآخره په افغانستان کې د ټولو نا امنیو مسؤول پاکستان دئ ، ځکه چې دوی د افغانستان د بیا رغونې ، ملي یووالي او خود جفأ کېدو څخه وېره لري .

اوس چې د ملي محدت د حکومت ( اووه نیمې میاشتې ) بشپړې شوې او د ؤلسمشر اشرف غني ژوندیو هڅو له پاکستاني چارواکو خوب تښتولی ، دوی ته

یو ځل بیا د داؤد خان وخت ور په یادېږي . د ؤلسمشر اشرف غني سیاست لږ پر تفکر باندې بنأ دئ ، او د پاکستان په وړاندې یې د تصمیم نیولو په خپله خونه باندې قلف اچولی او د پاکستان له نفوذ څخه لږ خوندي ده . خو د کرزي صیب د کورني او بهرني سیاست دروازه تل د دوست او دوښمن دواړو په وړاندې د انډیوالانو د دېرې په څېر تر پایه پورې همداسې پرانستې پاتې وه .  همدا لامل دئ چې د پاکستان د پوځي او استخباراتي مشرانو او سلاکارانو مصنوعي تګ راتګ افغانستان ته زیات شوی . ځکه دوی وېرېږي چې یو وخت به دا سړی د خپلې پوهې ، درایت او مدیریت پر اساس دا هېواد په خپله واکمنۍ کې یوه اصولي سیستم ته برابرکړي ، افغانان به د آرامۍ او سوکالۍ احساس وکړي . د ملي یووالي په خونډ به پوه شي ، بیا به پاکستان هېڅ هم نه شي کولی ، او وېره لري  چې له پاکستان څخه به افغانستان ته د ور اړول شویو تاوانونو غرامت وا خلي . پاکستان د اشرف غني له جسامت څخه نه ډارېږي ـ بلکي له ماغزو او پلانونو څخه یې وېره او کرکه لري . دوی د افغانستان له پاره داسې په حساب برابر څوک نه غواړي ، ځکه د پاکستان خو په خپل ګاونډ کې تل نا امنه ، محتاج او ړنک افغانستان په کار دئ تر څو په آسیا کې ددوی دبې کیفیته توکو د پېر او پلورمارکېټ ورک نه شي . د پاکستانیانو د مشرانو ټولې وعدې د عبدالله بن ابی بن سلول وعدو ته ورته دي . همدا نن له یوې خوا دوی افغان حکومت ته د مرستو وعدې ورکړې ،  او له بل پلوه په شینډنډ ؤلسوالۍ کې همدا اوس جګړه روانه ده .  نو افغان مشرانو او سیاستوالو ته په کار ده چې په خورا ځیرکتیا ، زیات سوچ ، د پاخه ملي پلان او راسخې ملي او اسلامي ارادې په موجود یت کې له پاکستانیانو ، اېرانیانو د سیمې له نورو هېوادو اونړۍ سره په اړیکو کې ډېر په احتیاط پاخه ګامونه واخلي . د چا په تشو وعدو باندې ونه غولېږي . خکه د ا مهال په افغانستان او سیمه کې ددغې ګډې استخباراتي لوبې په وړاندې د افغانانو سیاسي مثبت فکري قووت او ملي یووالي ته ډېره اړتیاده  ، نه د څوکیواو واکونو وېش ته .             

 

  


بالا
 
بازگشت