د اطلاعاتو اوکلتور وزیر جهاني صیب ته سرخلاصی لیک

مُبصر: د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د غبرګولي ۱۳ مه نېټه

په دې لیکنه کې د هېواد د رسمي ورځپاڼو په اړه د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر ـ د هېواد پیاوړي ادیب ، لیکوال او شاعر (عبدالباري جهاني ) ته څو د پام وړ ټکي لیکل شوي ، تمه ده ویې لولي او تر غور وروسته اجراأت پرې وکړي :

محترم جهاني صیب ! تاسو ځکه دې وزارت ته راوستل شوي یاست چې ددې پُست وړتیا ملت په تاسې کې لیدلې وه . د ملت استازو د تایْید رأیه درکړه ، ترڅو د ملت په ژبه ناست پردي پېریان له دې اصیلې ژبې نورکډه کېدو ته اړکړۍ ، ځکه لا هم زموږ د ژبې او فرهنګ ترجماني په غلطه روانه ده .

موږ او تاسې ټولو ته دا مالومه ده چې رسمي مطبوعات د دولت رسمي ژبه ده . اوددولت دغه سرکاري آدرس یوازې د دولت غوښتنې له ملت ـ او همداسې د ملت روا غوښتنې له دولت سره د یوه ثالث بالخیر په توګه شریکوي . په دې ماناچې مطبوعات په کور د ننه ددولت او ملت تر مینځ ـ او همداسې له کوره د باندې د ملت او دولت په استازیتوب له سیمې او نړۍ سره پرته له تحریفولو د یو پُل په څېر د خپل هېواد ، هېوادوالو او خپل نظام اړیکې په بشپړه فرهنګي ، علمي او پر واقعیتونو ولاړه ملي ژبه د یوه رسمي سند په توګه سیمې او نورې نړۍته رسوي .

د هېواد رسمي ورځپاڼې خو نه کومې شبنامې دي چې خلک پرې ووېروي ، نه د دوکاندارانو د رسیداتوکتابونه دي چې د پوراخیستونکو یاد داښتونه په کې لیکل شوي وي ، نه خو د کوم برښنا يي شرکت مصرفي بېلونه دي چې وروسته له هرې دورې خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکولو له پاره توزیع کېږي ، نه د کومې سینما ،کنسرت ، او کومې لوبې ټکټونه دي چې د هر فلم او یا هرې لوبې د لیدو او ننداې له پاره پر علاقه مندانو باندې وېشل کېږي ، او نه هم دکومې غونډې اشتهارونه اوپوسټرې دي چې خلک خپلو غونډو ورتلوته پرې تشویق کړي ، بلکې دا ورځپاڼې د راتلونکو نسلونو او نظامونو د ورځنیو روانو تودو پېښویو منل شوی ارزښتناک رسمي پېښلیک دئ چې له بدو یې پندونه عبرتونه اخیستل کېږي ـ او له ښو کارنامو یې د خپلې لارې مشال جوړېږي .

په افغانستان کې رسمي اخبار د امیر شېرعلي خان له وخت څخه را په ایسته خپرېږيچې مطبوعاتي قدامت یې تر سلوکلونوهم ور اوړي . دا زموږ د لرغوني هېواد افغانستان له پاره یو ستر ویاړ دئ چې عُروة الوثقی ـ سراج الاخبار ، حی علی الفلاح او سراج التواریخ یې تر ټولو سترې بېلګې دي . خو انیس ورځپاڼه سږ کال په کې (۸۸) کلنه ، هېواد ورځپاڼه په کې (۶۶)کلنه او اصلاح ورځپاڼه په کې ( ۹۴ ) کلنه شوه . هلته د یادو ورځپاڼو په ټولو کلیکسیونونوکې د خبر ، سیاست ، تبصرو ، علمي او فرهنګې اړخونو ټول مطالب د کلتوري ژورنالېستیکو ارزښتونو پر بنسټ چاپ شوي او موږ ته په میراث را پاتې دي چې په هغوټولومطالبوکې د ژورنالېزم ټول اصول په پام کې نیول شوي دي .

خو متأسفانه چې له تېرو څو لسیزو را په ایسته په تېره د دې وروستۍ لسیزې په دغو وروستیوکلونوکې پر مطبوعاتو باندې په عام ډول ملنډې وهل شوې دي . دلیل یې هم دادئ چې مسؤول مدیران یې له مسلک او لیاقت پرته په ناروا تنظیمي ، سمتي ، ژبني ، مذهبي او عقیدتي اړیکو سره ددې ملي امانت پر سر ورکښېنول شوي چې د لسګونوکلونو تاریخي لاسته راوړنې یې پرې له منځه یوېوړې .

دغو بې مسلکه  او بېسواده مدیرانوچې آن املایې هم نه ده زده کړې په خپلو ادارو کې د خپلې خوښې داسې تشکیلات جوړکړي چې ټول مسلکي او په کار پوه خلک یې د خپل یوه نالوستي غماز تر لاس لاندې ورکړي چې له امله یې هغوی له ټولو علمي او مستندو لیکنو پرې ایسارکړي هم دي . په مستعارواو خپلو نومونو سره له نورو پردیو پخوانیو مضامینو ، مقالو اوکتابونو څخه په مکرر ډول غیر ضروري ، بې ارتباطه او له ورځنیو حالاتو سره په ټکر کې په خپله خوښه مطالب را اخلي او خپروي یې اوحق الزحمې یې هم په خپلو جیبونوکې اچوي . دوی د ډاکټر صیب سید مخدوم رهین او ښاغلي خرم په زمانه کې پر دغو دندو ګومارل شوي او تر ننه پورې په دغو ملي ورځپاڼوکې خپلې غیر ضروري لیکنې خپروي .

د بېلګې په توګه : د هېواد ورځپاڼې مسؤول مدیر زلمی مایار ښاغلي رهین صیب د ملنګۍ ټيپ او سترې ګوتمۍ درلودو له برکته د هېواد ورځپاڼې مسؤول مدیر ټاکلی چې ترساقي خانې او مصنوعي ملنګي پروګرامونو پرته نورپه هېڅ باندې نه پوهېږي . تاسوکولی شۍ له نوموړي څخه یوه مسلکي آزموینه واخلۍ ترڅو خپله یې په خپلو سترګو ووینۍ . د هېواد ورځپاڼه او نورې دولتي ورځپاڼې ډېر مسلکي او په کار پوه تجربه کارکارکوونکي او غړي لري . خو یو کمی په کې شته ، او هغه دا چې چاپلوسان نه دي او واسطه نه لري ، بس همدومره . د هېواد ورځپاڼې اوسنی تش په نامه مدیر اوس هم سرمقالې او نور مطالب په خپلو نورو کارکوونکو باندې لیکې او بیایې د ځان په نوم نشرکوي ، حق الزحمه یې هم دا جناب په خپل جیب کې اچوي .

همداسې اجرالدین اقبال چې په نورو خلکو باندې یې ډېرکتابونه او رسالې ولیکلې او بیا یې اوس هغه د خپل ځان په نوم په وړو وړو رسالوکې نشرته سپارلې دي . خو له بل ځای څخه چې کوم وطنپرست افغان کومه ملي او پر ځای لیکنه ور ولېږي ، هغه هم نه نشروي ، ځکه ددوی حق الزحمه پرې کمېږي . د انیس او اصلاح ورځپاڼو هم همدا حال دئ . تاسو یې ترموږ ښه پېژنۍ ځکه هره ورځ دا ورځپاڼې خپله لولۍ او ګورۍ یې . دا ورځپانې د باختر آژانس ترخبرونو چپ د خپل ټيټ کیفیت له امله په هېڅ اداره کې هېڅوک هم نه لولي او لوستل یې خلک د خپل وخت ضایْع کول بولي . ځکه په یادو ورځپاڼوکې د مثبت غبرګون او انګېزې څه نه تر سترګوکېږي . چې په دولتي ورځپاڼوکې داحال دئ ، نو په نادولتي ورځپاڼوکې به څه حال وي . ځکه هغوی خو هنوز له دموکراسۍ او د بیان له آزادۍ څخه په استفادې سره څه یې چې زړه غواړي همغه نشرته سپاري او د خپل زړه بړاس پرې باسي . نور د دولت او ملت په آبرو پسې نه ګرځي .  

ښاغلی جهاني صیب ! اوس مهال له چاپي دولتي او غیر دولتي ورځپاڼو څخه د درامد یوه شخصي وسیله جوړه شوې چې پام ور اړول ور ته اړین دي . اطلاعات اوکلتور وزارت او اړوند خپرندویه تشکیلات یې ټول ددولت یوه معتبره د افهام او تفهیم رسمي وسیله ده . دا وسیله باید د تېر په څېر خپل اصالت ژوندی او خوندي وساتي . خو مسؤول چلوونکي یې باید لومړی وڅېړل شي ، او ور پسې وڅارل شي چې دوی پرڅه باندې لګیا دي ؟ ددوی اړتیا څه ده او چا مجبور کړي چې له پردیوکتابونو پردي مطالب را اخلي او بیا یې د ځان په نامه نشروي ؟ اوس خو هغه پخوانی وخت هم نه دئ چې چا به یوکار وکړ نور به نه پرې خبرېدل ، اوس انټر نېټ او پر مختللې ټکنالوجي افغانستان ته راغلې اوخلک هره ګړۍ په هر څه باندې پوهېږي او خبرېږي .

شاغلی جهاني صیب ؛ که غواړۍ چې اطلاعات او کلتور وزارت او رسنیزې ادارې مو یو ځل بیا په مسلکي توګه د محمود طرزي په څېر غښتلې شي یوه بېخپوره خانه ټکاني په کې وکړۍ ، ترڅو دا پرازیت ډوله طفیلي خلک له داسې علمي ځایونوڅخه لیرې شي او پر ځای یې علمي ، مسلکي او په کار پوه کسان وګومارۍ ، خو داسې هم نه چې تر دې بد خلک دې ادارو ته راشي او هېواد وال د مخکینو په ارمان شي .

                                                                                              و من الله التوفیق .        

 

 


بالا
 
بازگشت