سولې ته ستره اړتیاده ، خو پیل یې له کومه اړخه

محمد انور ولید : ۱۸ـ ۳ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

په افغانستان کې پردیو تپل شویو جنګ جګړو زیات ځاني ، مالي او فکري تاوانونه خپله افغانانو ته ور واړول . ځکه افغانانودمخه کوم داسې سم مسلکي مدیریت نه درلود چې د خپلې افغاني سترا تيژۍ او پلان له مخې یې خپل هېواد ـ خپل نظام او خپل اتباع له نړیوالو او سیمه ییزو ورپېښو ناورینونو څخه پرې بچ ساتلي وای . د پردیو قربانۍ خو د افغانستان او افغانانو له پاره نه ـ بلکي ددوی د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو موخو له پاره وې . ځکه پردي پرته له خپل کوم هدف څخه خپل ځانونه د بل په مخ کې نه وژني . خو د افغانانو قربانۍ د څه له پاره او پرکومه بیه ؟ ولې افغانان د پردیو اهدافو له پاره له پېله تر ننه پورې په خپلو کې سره جنګول کېږي او وژل کېږي ؟ افغانان خو څه د څوارلسمې او پينځلسمې پېړۍ هغه ناخبره خلک هم نه دي چې شاهانو به یې د خپلو خوښیو او شرطونو پوره کېدو په موخه له ځناورو سره په جنګ اچول ؟ ځکه افغانان پينځه زره کلن تاریخ لري . د ننني بلخ یا پروني بخدي ( اُم البلاد )  په څېر تمدنونه یې تر شا پرې اېښي دي . افغانانوخو یو د بل تر څنګ د صبر ، زغم او مېړانې ژوند سره درلود . د اعرابو دجهالت ددورې د هوس او خزرج د قبیلو په څېر یې د سلګونو کلونوکومې خپلمنځي بدۍ او دښمنۍ هم نه سره لرلې ، نو بیا ولې د پردۍ استخباراتي لوبې قربانیان افغانان شول ؟

افغانانو ته په کار ده چې په یوه خوله او یو پولادي هوډ سره د خپل هویت او خپل وجود نیمګړتیاوو او د پردي نفوذ مخې نیولو ته مخ کړي ، لومړی دې د خپل ناروغ ځان علاج وکړي ، بیا دې خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي ، یو پر بل دې ریښتینی باور وکړي ، خپل دردونه او خپلې روا او شونې غوښتنې دې په خورا ځیرکتیا او ورین تندي سره  شریکې کړي ، تر څو افغانان په خپلو کې سره پوه شي چې دغه تحمیلي مرګ ژوبلې چا پر دوی باندې له کومو اړخونو څخه د څه له پاره ور تپلې دي ؟ ددې جګړو تر شا کوم مرموز لاسونه کارکوي ؟ زموږ خاوره او زموږ ؤلس د ځه له پاره ددې جګړو قرباني کېږي ؟ ولې نه شوکولای چې په ګنډلي ګرېوان نور له دې پردیو جګړوڅخه  خپل ځان ، خپله خاوره او خپل ؤلس را وباسو ؟ آیا افغانان خپله یو د بل په وړاندې په جګړه کې سره ښکېل دي او که بل چا د خپلو اهدافو تر لاسه کولو له پاره په خپلو کې سره اخته او پر فساد او فتنوککړ کړي دي ؟ دا جګړه د افغانانو له پاره څه مفهوم اوکوم پیغام له ځانه سره لري ؟ که دا بې تعریفه جګړه همداسې په افغانستان کې روانه وي ـ اثرات او پایلې به یې څه وي ، ړنګول ـ که بیا رغونه ؟ که چېرته په جګړو او نا مقدسو معاملو سره هېوادونه او نړۍ رغېدلی نو بیا د نړۍ ترټولو ستر تمدنونه ولې په کې له مینځه تلل ؟ د هغوی د زوال او نابودۍ عامل او لامل څه ؤ ؟ ولې ځینې  انسانان کله جګړوته هڅول کېږي او کله هم سولې ته ؟ یو انسان ولې د بل عامل شي ؟ آیا پرته له جګړې سوله ناشونې د ه که څه ؟ افغان سولې ته ولې  د سمتي ، ژبني ، ګروهي او مذهبي تعصُب وایرس ور ننوتی دئ ؟ ولې د ځینو انسانانو جګړه او د ځینو نورو بیا سوله خوښه ده ؟ جګړه څه ډول پیلېږي او سوله څنګه را تلای شي ؟  ولې افغانان مأیوس او د سولې په موجوده صورت حال باندي راضي نه ښکاري ؟

دا  او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې د ریښتینې سولې په وړاندې یې خنډونه جوړکړي . خو زموږ فرضي مکلفیت دادي چې باید سر له اوسه د ملي یووالي او ملي ګټو د خونديتوب او د راتلونکو نسلونو د برخلیک ټاکلو په خاطر د تفرق او جګړه ییز فساد جرړې او سټې د ریښتیني ملي یووالي پر مټ له بېخه را وباسو . کوم اور چې همدا اوس د سیمه ییزو او نړیوالو فتنو او فسادونو د فعال شتون په صورت کې پر موږ باندې بل شوی ، په هغه اورکې باید په هېواد او سیمه کې شته فتنې او فسادونه خپله په ایرو باندې بدل کړو ، ترڅو موږ ـ او زموږ راتلونکې نسلونه یې له شره خلاص شي . زموږ په موجودیت کې دا اور پر موږ باندې تحمیل شوی او  بل شوی دئ ، نوموږ یې د مړه کولو ذمه وار هم یو . ځکه همدا نن د هېواد د موجوده نظام او معصوم بېګناه کول ( نسل ) حفاظت او ساتنه موږ ته را په غاړه ده . او تاریخ هم چې هره پرېکړه او حکم کوي ـ پر موږ به یې کوي . ځکه خو ددې دندو تر سره کول زموږ تاریخي رسالت دئ چې باید په امانته توګه یې راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدو . خودغه رسالت لومړی د سوله ییزې زاویې له کنجه په څېړنیزه توګه پیلېږي . افغان چارواکي دې لومړی د سولې واقعي شکل ترسیم کړي ، بیا دې ددې سوله ییز شکل اصلي مرکزي نقطه او د هغې د جاذبې مؤثره ساحه د سوله ییزې شعاع او قطر په موندلو سره په کې په نښه کړي . د سولې ددې شکل له مخې دې د سولې کروي جسامت او ثابت منل شوی ملي محورتشکیل کړي . سوله ییزملي محورچې هم دسولې د متضادو قطبینو سره مښلېدلی او هم د سولې ټوله کره ور باندې څرخي باید خپل اصالت او سوچه والی ژوندی او خوندي وساتي . ترڅو د هېوادنۍ سولې دغه محور د سیمه ییزو او نړیوالوسترا تیژیکو عُمقونو تر تأثیر لاندې خپل روان سوله ییز فعالیت پرې نه ږدي . ځکه که چېرې د سولې محور خپل توازن او خاصیت له لاسه ورکړي ، نو بیا به د سولې ټوله کُروي پروسه له خپل اصلي مدار څخه د باندې ووځي او ټوله سوله او د سولې لاسته راوړنې به له زوال او نابودۍ سره مخ کړي .

لازمه ده چې افغان چارواکي لومړی خپلې سولې ته یوداسې ثابت ملي محور پیدا او وټاکي چې سوله د خپلې جاذبې په مؤثره ساحه کې له ټولو اړونده اړخونو سره په خوندي توګه تنظیم او وساتي . وروسته دې د سوله ییز حرارت ډېرې تودې ، ډېرې سړې او معتدلې فرضي کرښې په کې په نښه او د هرې ساحې له پاره دې  داسې مؤثر او وړکسان پردندو به کې وګوماري چې د خپل فعالیت حساب په ملي تله خپل ملت ته ورکړي . نه داچې د سولې دکُري دغه فرضي کرښې تش په نوم  د نمو د ، سټایل او مالي بودجې تر لاسه کولو په خاطرپه مصنوعي ډول ور باندې ترسیم شوې وي .

کله چې د سولې داشکل او دا کره تکمیله شوه ، بیا دې سیمې او نړۍ ته د سولې خپل اصلي مُدل وړاندې کړي ، تر څو نړیوال پرې باور وکړي چې په ریښتیا سره دا دیوې بشپړې افغاني سولې خپل چوکاټ دئ ، ذي دخله سیمه ییزاو نړیوال عناصر باید پر دې باندې پوه شي چې نور په دې افغاني سوله ییز مُدل کې سیمه ییز او نړیوال استخباراتي خوځښتونه او لاسوهنې نه ځایېږي . همدلته ده چې بیا به له افغانستان څخه سیمه ییزاو نړیوال غرضي لاسونه ور لنډېږي ، د کورنیو پرازیت ډوله عناصرو د تمویل او تجهیز سر چیني به پرې وچېږي ، او حکومت به په ګران افغانستان کې خپلو لنډ مهاله ، منځ مهاله او اوږدمهاله ملي پلانونوعملي کېدوته ؤزګار شي . خلک به سوکالي او امنیت په خپله احساس کړي ، پر خپل دولت به یې باور نور هم پوخ شي . ؤلس به په صادقانه ډول د خپل دولت تر څنګ ودرېږي . له دې سره به د افغانستان تېر برم او عظمت بیا را ژوندی او د نورو له بنډ او کولنډ ـ باج او خراج څخه به د تل له پاره خلاص شي . اللّهمّ آمین ثّم آمین .

      

 


بالا
 
بازگشت