د افغانستان هره ناروغي بایدمخکې له درملنې وقایه شي

محمد انور ولید: ۱۰ـ ۴ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

روغتیا او ناروغي دوې متضادې کلمې دي چې یوه یې له فطري سالم جوړښت سره اړخ لګوي ، او بله یې د فطرت خلاف له زوال او نابودۍ سره ځان مښلوي . روغتیا له رغنده ژوند سره سروکار لري او ناروغي له تخریب او مرګ ژوبلو سره . ځکه هره ناروغي له ځانه سره منفي پایلې لري چې د هر څه روغتیا او صحت ته صدمه رسوي . خو روغتیا او ناروغي هره یوه ځانته بېل ډولونه ـ بېل لاملونه او بېل علتونه لري چې موږ یې دلته په لاندې ډول څو بېلګې یادوو :

لومړی : انساني روغتیا : دغه روغتیا په اصل کې د ټول بشري نظام له پاره یوه داسې لویه پانګه ( سرمایه ) ده چې د سالم وجود په برکت یې سلیم عقل د ژوند ټولې ځانګړې او ټولنیزې چارې په پوره فکري قووت د انساني روا دود او قانون په پلي کولو سره تنظیم او پر مخ وړي . په ځمکه ، هوا او اوبوکې د خپلو همنوعانو له پاره پرته له ټکر او تصادم څخه بشر دوستانه معقولې او منل شوې لایْحې اومقررې وضع کوي . له انساني اړتیاوو سره سم د ځمکې ، اوبو ، هوا ، ځنګلونو ، نباتاتو ، څارویو ، ملکي ، نظامي ، طبّي ، تعلیمي او ترانسپورتي خدماتوپه تنظیمولواو انسجام باندې لګیا وي .

رغنده اړیکې جوړول وګړي له خپلوکورنیو ، کورنۍ له ټولنو ، ملتونه له حکومتونو ، او دولتونه له نړۍ سره تړي . کورنۍ او بهرنۍ پالېسيانې ـ او ددې پالېسیانوتطبیق او چلول د پستو او نرمو ژبو لرونکي استازي او وفدونه ټاکي . ځینې نهادونه او معروفې دستورې چې له خپلو اسلافوڅخه په میراث ورپاتې وي ـ د هغوبشپړه وقایوي څارنه او ساتنه کوي . د ځینو ترمیم او مرمت ته چې اړتیا لري ـ د هغوی رغنده پروژې پرمخ وړي او وده ورکوي . او د ځینو چې له سره بیا رغولو ته اړتیا لیدل کېږي ـ د هغوی بېخپوره بیا رغونې ته لاس اچوي .

د بېلګې په توږګه : (( سالم انسان او سلیم عقل هېڅکله هم خپل منل شوی انساني نظام بحران او بدمرغیو ته نه پرېږدي .کله چې د ( اېډز ) په څېرکومه وژونکې او ساري ناروغي ور باندې حمله ور وړي ـ نو دا ډول میکروب زيږ وونکې پنځمنه ناروغي د مخه د وجود په داخلي سیستم کې له هرډول مېکروبي ناروغیو څخه د ساتلو له پاره په خودکار او اتوماتیک ډول د سپینو کُرویاتو امنیتي کمربند جوړېږي اوپه خپل ټول توان یې وقایوي ساتنه کوي . ولې متأ سفانه د اېډز د لا علاجه نارغۍ خاصیت دادئ چې لومړی د وجود انتي باډي سیستم ( دویني سپین او سره کُرویات ) کمزری او له مینځه وړي ، بیا په خورا چټکۍ سره د وجود نورو ژورو برخو ته سرایت کوي . همدا علت دئ چې تر اوسه پورې یې د علاج له پاره نه کوم مسیحا پیدا شو ، او نه یې د خنثی کولو او مدوا له پاره کوم دارو درمل جوړ شوي ، ځکه دا یوه داسې مرموزه او نه پېژندونکې ناروغي ده چې قرآن (۱۴۰۰) کاله مخکې ددې ناروغۍ تار له جنسي ناروا اړیکو سره په ګوته کړی دئ  او د اېډز ناروغۍ د علاج له پاره یې تر ټولو ښه تشخیص کړی ، ځکه الله تعالی حکیم او علیم ذات دئ . او پر دې باندې یې علم قدیم درلود چې د اېډز د وژونکې او ساري ناروغۍ اصلي مېکروب په پردیو ناروا جنسي اړیکوکې شتون لري ، ځکه خو یې داډول ناروا اړیکې ټول بشریت ته ناروا اعلان کړې . او ټول بشریت ته یې په نه تر سره کولو باندې امرکړی دئ .

له نن څخه اته کاله وړاندې د نړیوالو مېډیاوو په خپرو شوو راپورونوکې د اېډز په ناروغۍ د اخته کسانو یوازې د یوکال قربانیانو شمېر ( دری مېلیونه ) ښودل شوی ؤ . په داسې حال کې چې دری مېلیونه قرباني په یوه کال کې په نړیوالو جګړو کې هم چا نه ده لیدلې . مانا یې داده چې د اېډز ساري او وژونکې ناروغۍ په انساني وژنوکې د نړیوالو جګړو ریکارډ هم مات کړی . خو سوال دادئ چې دغه ډول وایرس دداسې هدفي مرموزو ډله ییزو وژنو تر سره کولو په موخه د چا دا ناروغي خپرېږي .

د اېډز مخه نیول هم ډېره آسانه خبره ده ، او هغه داسې چې بد فعله خلک دې له بدلمنیو پردیوښځوسره ناروا جنسي اړیکې بندې کړي . د قر آن له تشخیص سره سم دا تر ټولو ښه نسخه ده چې هر څوک دې له خپلې منکوحې سره په خپل شرعي عقد کې ثابت پاتې شي . یو د بل حق او انرژي دې په نورو نامحرمو باندې نه مصرفوي . ترڅو د اېډ ز لمن ور ټوله شي . اېډز په کېنډمونو او نورو ناروا مصنوعي لارو چارو او خامو تدابیرو سره نه ورکېږي .  زنا پېشه ټولنې باید د نړۍ په سترګو کې خاورې ور وا نه چوي . ځکه چې د اېډز د خپرېدو یوازینۍ سر چینه همدغه ناروا جنسي اړیکې دي او بس . ))

همدېته ورته د انسانانو تر مینځ ټولې اړیکې باید له روا لارو څخه ټینګې شي . انساني اړیکې باید پر معروفو باندې بنأ وي . خوکه چېرته د اړونده انساني اړیکو په سیستم کې څه فتور او سستیا محسوسه شي کېدای شي چې د اېډز په څېر نورې نه جبیره کېدونکې تباهۍ مینځته راوړي .       

لازمه ده چې د ټولنې اولی الامر مخکې له مخکې لومړی د هغې تشخیص او پېژندلو ته لاس اچوي ، کله چې عامل او لامل یې ورته مالوم او څرګند او نسخه ور ته ولیکل شي ، بیا یې په مدوا او درملنه لاس پورې کوي . خو زما په آند به دکورنۍ ، ټولنې ، سیمې او نړۍ دې معالج طبیب ته د دا ډول ناروغیوتداوي په ډېره ګرانه بیه تمامه شي . ځکه چې که د ناروغۍ اصلي وایرس داخلي او ارثي اړخ ولري ـ نو ولې یې دمخه ورته پام نه کېده ؟ اوس چې وایرس په ټول وجود کې سرایت کړی او د وجود د سپینوکُرویاتو ټول مدافع سیستم یې په پټه مقابله کې داسې ور وژلی چې د وجود د واک ستنه یې دکاواکۍ د امپیر په صفر ورته درولې ده ، نوتداوي  یې هم بې وخته او د رغېدو ډېرکم چانس په کې تر سترګوکېږي . په داسې حاد حالت کې یې  معالج طبیب باید یوازې د ساري سرایت مخه ونیسي ، ترڅو نور انسانان او نورې ټولنې پرې اخته نه شي . اوکه وایرس په عارضي توګه له بهره ور باندې حمله کړې وي نوور ته لازمه ده چې د ورود دروازې او د تمویل سر چینې یې د وقایې په توګه ور وتړي . ترڅو د انساني بدن ، کورنۍ ، ټولنې ، هېواد او سیمې نورو برخو ته سرایت ترې ونه کړي او ټول خلک پرې مصاب او اخته نه شي .چې بیا به له دغه ډول ساري ناروغیو سره هم مقابله ګرانه وي او هم به یې تداوي امکان نه لري . هغه متل دئ چې وایي : (( د غله مقابله کورته تر داخېلېدو مخکې وکړه ، کله چې غل کورته در داخل شو ـ نو بیا د خپل ځان او خپلې کورني درنه مرګ ژوبله هم پرځان ومنه . ))

زموږ افغاني ټولنه هم د خپل تاریخ په اوږدوکې له دغه ډول اړیکو څخه متأثره شوې ده . خينې وخت افغانان د نورو لوېدیو انسانانو د پورته کېدو سبب جوړ شوي ، خو په ډېرو نورو وختو کې بیا ددوی بخت کوټه شوی ، له پردیو سره د خپلو بې سنجشه او بې توله اړیکو قرباني شوي او بیا یې د داسې نیمګړو اړیکو بیه د خپلو مېلیونو افغانانو په نذرانې ورکولو سره پرې کړېده .

ځکه کېدای شي ددوی اړیکې به یاخو نیمګړې ، او یا به په تول سمې او برابرې نه وې . په کار خو دا وه چې د افغانانو اړیکې باید تل تر پېښو مخکې وقایوي شکل لرلی . روغ افغانستان تر ناروغیو مخکې باید واکسین او وقایه شوی وای ، ترڅو د نننیو مهلکو او وژونکو ناروغیو د احتمالي حملو په وړاندې تل ژوندی او خوندي پاتې شوی وای . ځکه  وقایه د احتمالي ناروغیو د مخنیوي تر ټولو ساده ، آسانه او ارزانه لاره ده .

که چېرې افغانان دمخه له دې ډول مېتود څخه په خپله کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ کې د رغنده پالېسي جوړوونکي او پلان تطبیقوونکي مدیریت څخه برخمن شوي وای ـ نن به موږ له داسې کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو سره نه وای مخ شوي . تېرو نیمګړتیاوو زموږ د ژوند روان بهیر پڅ کړی او د خپلې راتلونکې په تمه یې د نړۍ له متمدن کاروان څخه بېرته ساتلي یو . موږ باید د خپل ځان او خپلې راتلونکې په خاطر له نورو سره اړیکو جوړولو ته په بنسټیزه توګه خپل پام ور واړوو ، تر څو د کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو تو طیؤښکار نه شو .

 

  


بالا
 
بازگشت