ریښتینې سوله د ټولو نېکمرغیو مور ده

محمد انور ولید : ۲۰ ـ ۴ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

د افغانستان په ریښتینې سوله کې د ټولې سیمې او نړۍ خیر دئ . ځکه په ریښتینې سوله کې ریښتینی امن ، ډاډمنه بیا رغونه ، ډاډمن نظام ، د قانون یوخېل پلي کول ، ریښتینی ملي یووالی ، ملي هویت ، خود ارادیت او عزت پروت وي . دا مهال د افغانستان خاوره ، نظام ، ملت او حکومت ټول سولې ته تږي ناست دي  .

سیمه او نړۍ هم د اوسنیو نا امنیو له امله سره جړقېدلې ده . که چېرته زموږ په هېواد کې ریښتینې سوله راشي د ټولو افغانانودکلونو تنده به پرې ماته شي . ځکه  ریښتینې سوله زموږ په هېواد کې د ټولو نېکمرغیو، او نا امني د ټولو بدمرغیو مور ده .

دا چې نن موږ د بین الافغاني ، سیمه ییز او نړیوال سیاست او خپل مجبوریت د دریڅې له لارې د سولې دروازې ته سره رسېدلي یو ډېره غټه خبره ده . ځکه تر اوسه پورې له موږ څخه د سولې رسمي آدرس ورک ؤ ، او موږ خپلې غوښتنې د بل په خوله په نیمګړې او ډېره ژوبله ترجمانۍ یوبل ته سره رسولې ، همدا لامل ؤ چې پردیوبه له همدې تشې څخه په استفادې سره زموږ په هېواد کې اوبه خړولې او خپل کبان به یې په کې نیول . په افغانستان کې روانه پردۍ جګړ ه د بُن د نیمګړو قراردادونو له مخې پر موږ باندې تحمیل وه چې د سر او مال ټول تاوانونه یې د افغانانو په پچه رسېدلي وو ، خو رقابتي ګټې په کې بیا د نورو وې .

خوله نېکه مرغه نن سبا افغانانو ته د ا موقع په لاس ورغلې چې د ډاډمنې سوچه بین افغاني سولې له پاره پرته له پردیو فرمایشونو او غرضي مداخلو څخه په خپلوکې په خپلواکه توګه یو بل ته مخامخ سره کښېني ، پرخپلو تېرو او روانو ستونزو سره وغږېږي او یوه داسې ملي حل لاره یې را وباسي چې ټولو افغان خواووته د منلو وړ او د خپلواک افغانستان ، نظام او ټولو ملي ګټو په کې خیر وي .

دا د هر ذیدخل افغان او ټولو خبیروهېواد والو فرض دئ چې په خپل ټول توان د ریښتینې بین الافغاني سولې له پاره په صداقت او ایماندارۍ سره کار وکړي . 

جګړو ځپلی افغانستان د جرګو او مرکو یوداسې هېواد دئ چې اتباع یې له یو بل سره د سولې وړتیا او قابلیت په ځان کې لري ، خو شرط په کې دادئ چې د سیمه ییزو اونړیوالو رقابتونو له ډګره یې په خورا بصیرت ، حکمت او درایت سره نور د سیمه ییزو او نړیوالو رقابتونو له ډګره دباندې را وباسي . ځکه د افغان سولې اصلي وارثین او مالکین خپله افغانان دي ، نه نور خلک .

دا چې پخوا مو د مرګ ژوبلو او برخلیک واک اختیار د نورو په لاس کې ؤ ، خو اوس ددې وخت رارسېدلی چې د افغاني سولې وا ګې باید بل چاته په لاس کې ور نه کړو .

افغان مشرانو او سیاستوالو ته په کار ده چې د سولې دې پروسې ته رغنده وده ورکړي تر څو په یوه خوله ، یوه هوډ او متحدو لاسونو سره افغانستان د اوسني بُحران او پردیو رقابتونو له دې خونړۍ لوبې څخه را وباسي . افغانستان د پردیوسیمه ییزو او نړیوالو نیابتي سیالیوآزمون ځای نه دئ . بلکي په افغانستان کې تل باید سوله او ثبات موجود وي . ځکه د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ له سولې او ثبات سره مستقیم تړاو لري .

که په افغانستان کې سوله او ثبات موجود وي ، په سیمه او نړۍ کې به هم سوله او ثبات موجود وي ، او که په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي ، نو په سیمه او نړۍ کې هم سوله او ثبات نه راځي . ځکه د آسیا په وچه کې د افغانستان جغرافیوي او جیو پو لیټیک موقعیت داسې دئ چې ټوله سیمه او نړۍ سره مښلوي . که په افغانستان کې امن او ټیکاو موجود وي ، په ټوله سیمه او ټوله نړۍ کې به امنیت وي . اوکه په افغانستان کې بې ثباتي او فساد موجود وي ، نو ښکاره خبره ده چې ټوله سیمه او نړۍ به ور سره فاسده وي .

سیمه ییزو او نړیوالو سیاستوالو ته هم لازمه ده چې په افغانستان کې د سولې د سیالۍ تر څنګ په ټینګه ملاتړلي ودرېږي ترڅو په ټوله سیمه او تړۍ کې پوخ او باوري امنیت او سم سمکی راشي . خو په افغانستان کې باوري امنیت او رغنده سوله په بین الافغاني خپلواکه رغنده اراده او د سیمې او نړۍ د ذیدخلو خواوو په نیت پورې اړه لري . وروسته له دې به مالومه شي چې دا پلا به د افغاني سولې دغه بېړۍ د روانو سیمه ییزو او نړیوالو پېښو په دې توپاني سمندرکې چېرې خپل لنګر واچوي . خدای دې وکړي چې دا ځل کړې ژمنې عملي او د افغانستان د مظلوم ملت له ګرېوانه د ترورېزم او هر اړخیزې مافیا او فساد لاسونه نور ورلنډ شي . اللهّم آمین ثمّ آمین .        

 

 


بالا
 
بازگشت