اې افغانانو! افغان یتیمان د یتیمولۍ اوبېسوادۍ له احساسه وژغورۍ!

محمد انور ولید : ۹  ـ ۴ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

نن سبا د شهادت کلمه ډېره عامه شوې او هرڅوک چې په هر ه مدعأ او هر مقصد باندې وژل شوی وي ، هغو ته شهید وایي . خو قرآن د شهید له پاره د ( فی سبیل الله ) لفظ استعمال کړی . معنا یې داده چې باید د حق په لار کې وژل شوی وي . که هغه دده خپل حق وي ، یا د نورو خلکو حق ، او یا د الله تعالی حق . یعنې وژل شوي غله ، حرفوي قاتل ، جنایتکار ، غاصب ، مُخل د امنیت ، مشهور پر فساد ، او مُضر جامعه ته شهید نه ویل کېږي .

او په حدیثوکې هم د قرآني آیتونو په استیناد دشهید په اړه داسې باریکیو ته اشاره شوې ده چې که چېرې د نبوي شریعت په تله د فاعل ګفتار ، کردار او نیت ټول سره وتلل شي ، نو ډېره سخته ده چې دومره په آسانۍ سره دې څوک د شهادت درجه تر لاسه کړي شي . ځکه د الله تعالی رسول (ص) خپل صحابه کرام (رض) د څپلۍ د یوه پَسَکي ، یوې ستنې ، یوې قدیفې یا شړۍ په غلاکولواو بالفعل اځل رسېدو سره خپل اصحاب په اورکې بللي ، یو سړی چې د بل د ښځې کونډېدو او ځانته په نکاح کولونیت یې درلود  او په همغه وخت کې اځل ور ته ورسېد او نیت یې د جهاد نه ـ بلکې د بل د ښځې خپلولو نیت یې درلود ، هغه هم شهید و نه بلل شو . نو دا د تنظیمي او چپي غدیو غله او ملېشې به څه ډول د الله تعالی په نزد شهیدان و بلل شي ؟ !

خو اولادونه یې بیا معصوم او یتیمان دي . هغوی هم خپل پلرونه له لاسه ورکړي . باید د انساني عاطفې له مخې ور سره داسې چال چلند وشي چې د شهیدانو د اولادونو او د وطن د نورو ټولو یتیمانوپه شمول پرته له څه توپیره هغوی د ښوونې او روزنې په اقداماتو تر سره کولو کې د یتیموالي کوم احساس ونه کړي .

په یتیمانوکې د ملکي او نظامي خلکو ټول ماشومان شامل دي . دا حقیقت خو موږ ټول هره ورځ په خپلو سترګو وینو چې د افغانستان اکثره نارینه او ښځینه ماشومان د پردیو شومو اهدافو او لاسوهنو له امله د یتیمۍ بېرحمه څپېړو له یوې خوا ، او بېوزلیواو نه هیلیوله بلې خوا پر مخ داسې وهلي چې سرتور سر ، لوڅو او یبلیو پښو ، څيرې ګرېوانونو ، لوږو ، تندو ، د ژمي سړو او د دوبي تودو یې د خپل فطري ماشومتوب هوښ او هوس چورلټ ترې وړی او په معصومو سترګوکې یې یوازې د نه هیلیو او نامالوم برخلیک انځور لیدل کېږي او بس .

دا مهال که څوک افغان یتیمان په څپېړو باندې ووهي هم د دفاع څوک یې نه شته ، له سهاره تر ماښام ـ او آن تر ډېر ناوخته پورې یا د پردیو موټرو ښېښې پاکوي ، یا په موټر شویْیوکې ولاړ وي ، یا له کثافاتو څخه توکي را ټولوي . مکتب او مدرسه خو په خوب کې هم نه ویني . او یوازې د شتمنو او سرپرست لرونکو ماشومانوکتارونه او ډلې یو ه یوه ترخپلو بې وزله سترګو تېروي او اریان دریان ورته ګوري . نور یې هېڅ پر وس پوره نه ده .

که له لوږې مازیګر په لاروکوڅو او پیاده روونوکې څملي ، سپېرې خاورې یې توشکه او خپل ماشومانه چاچکي ( لاسونه ) یې بالښت اودخپلې بې سرپرسته کونډې مور بېوزله او زارحالت ، بې کوري ، بې وسي ، بې روزګاري ، د نوروماشومانوخوشالۍ ، اخترې اومستۍ او ددوی ددغه زار حالت په وړاندې د نورو بې احساسه خلکوبېرحمي په خوب کې ویني ، او کله نا کله خو بیا له لوږې د خپل زړه له درده ، اوکله هم د ډېرې یخنۍ یا تودوخې او باران او واورو له امله له خواږه خوبه په ژړا را پاڅي او بېوسه مور یې هېڅ درد نه شي ور دوا کولی . ګناه یې هم داده چې د سر سړی یې د جګړو او بمونو خوراک شوی او خپله دکونډې د حیأ پوړنی دا مهال له سره لوېدلی دئ . په یوه مړۍ وچه ډوډۍ پورې حیرانه ده . له کومه یې کړي ؟ چاته ودرېږي ؟ څوک یې ورکوي ؟ ترکومه پورې ؟

له سهاره ترماښام پورې په سوال او فقرټولولو باندې لګیا وي ـ خو هغه هم څوک په روغ زړه او روغ نیت نه ورکوي . دا خو د هغوکونډو او یتیمانو حال دئ چې په ښارونوکې اوسېږي او یا له بل ځایه ښارونو ته را غلي دي . اوس به خپل پام لږ لیرې پرتو سیمو ، کلیو او بانډو ته هم ورواړوو چې هلته څه تېرېږي ؟

په لیرې پرتو سیموکې بیا دکونډو او یتیمانوحال له دې نه هم بدتر اوداسې زړه بوګنوونکی دئ چې په لیدو یې د سړي غوني ورته زیږه شي . هلته یتیمان او کونډې ټول له یوې خوا په شپو شپو په نهاره تېروي . د صحت او تعلیم خو یې هېڅ بندو بست نه شته . له دې ورآخوا یې د سر تضمین د جګړو د شدت له امله نه شته ، او د حیأ تضمین یې د زورواکواو لنډه غرو له لاسه وجود نه لري ، چې د شنه کافر هم ددوی په دغه زار حالت باندې زړه سوځي .  

داسې پېښې هم شوې دي چې بې سر پرسته یتیم ماشومان د امنیت د نشتوالي له امله د سړي تښتوونکو او پردیو استخباراتي کړیو په دام کې ور لوېدلي . هغوی یا د بدن غړي ترې پرې کړي ، یایې بمونه ور پورې تړلي ، یا یې د خښتو په بټیوکې شاقه کارونو ته اچولي ، یا یې د بدلمنۍ او کاسیرتوب له پاره پر نورو مافیایي بانډونو باندې پلورلي او یا یې د خپلې خوا سړولو په خاطر جنسي تېري ور باندې کړي دي . د هغوی ـ او د هغوی د کونډو میندو  د ژوند ټولې  هیلې او اسرې یې ور نیمه خوا او پر اوبو ورته لاهو کړې دي .

یوې خواته د ور پېښو مجبوریتونو توپان پسې اخیسي ، بل لورته د نا امنیو په خونړي سېلاب کې ور لوېدلي ، او له بلې خوا یې د علم ډېوه په لوی لاس ورمړه کړې او د جهل او ناپوهیو په تورو تیارو کې لا لهانده او سرګردانه بې هدفه سره اوړي را اوړي .

که چېرې په هېواد کې امنیت نه وي ، دا لړۍ به همداسې دوامداره غځېدلې پاتې شي . ځکه نا امني د ټولو بدمرغیو ـ او امنیت د ټولو نېکمرغیو مور ده . امنیت ډاډمن ژوند ته د ورتلو پُل دئ . امنیت دښوونې او روزنې ، پالنې ګروېږنې ،کار روزګار ، بیا رغونې ، عرضې او تقاضأ ، تولید او اقتصاد دروازه ده چې باید تل د اړوندو چارواکو له خوا د ملت پر مخ پرانستې وي .

که امنیت نه وي ، یادکارونه یو هم نه شي تر سره کېدای . خو د امنیت په څنګ کې ور سره ښې چارې د دولت او ملت تر مینځ د پاخه باور سبب جوړېږي او ملت یې په سر او مال تر څنګ درېږي . کله چې دولت خپل ملت ترڅنګ ولري ، هم یې نړیوال اعتبار زیاتېږي او هم د خپل ملي قووت په برکت اصلاحې بقأ او پایښت مومي . ځکه چې دولت به د قانون او ملي سترا تیژۍ له مخې په خپل هېواد کې لنډ مهال ، منځمهال او اوږد مهال ملي پلانونه په خورا آسانۍ او چټکۍ سره پرله پسې تطبیقوي . هېواد او ؤلس به همزمان وده ور سره کوي او د خود کفأ کېدو پر لور به پاخه ګامونه اخلي .

هلته به دولت دکونډواو یتیمانو یو ريښتینی وصي وي ، او یتیم اوکونډه به بیا له خپلو ټولو انساني او تابعي حقوقو څخه د محرومیت احساس نه کوي . یتیم به ددولت په خاصې پاملرنې سره په ډاډه زړه مدرسې ، ښوونځۍ ، او پوهنتون ته لاره پیدا او په خپل هېوا د کې به د له لاسه ورکړي خپل پلار تشه د پوډریانو او انتحاریانو پر ضد په علم سره ډکه کړي .

ځکه هلته به بیا یتیم د پوډرو او ځانمرګي واسکټو پرځای قلم په لاس کې نیولی وي . خپل علم به یې د لارې مشال وي . خپل ځان ، خپلې ملي منافع او خپل دښمن به ښه په آسانۍ سره ور باندې پېژني . په داسې حال کې به بیا هم د یتیم او شهید ريښتینی حق ادأ شوی وي ، هم به یې د کونډې مور آرمان پوره شوی وي . او هم به دولت او ملت ته خپله لومه په غاړه کې نه وي ور لوېدلې . هو ! د افغان یتیمانو د یتیمولۍ او بېسوادۍ له احساسه د ژغورلو تر ټولو غوره لار همدغه ده  او بس .     

 

 


بالا
 
بازگشت