د ژوند اصلي معنا څه ده ؟

محمد انور ولید : ۱۳ ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

ادراک ، اورېدل ، لید لوری ، تجربې ، زده کړې او ټولې انساني اړتیاوې له ژوند سره تړاو لري . خو ژوند بیا دوه اړخونه لري :

لومړی : ــ ځانګړی یا فردي ژوند : په دې ژوند کې انسان لومړی د لوږو ، تندو ، سړو ، تودو ، درد ونو ، آرامیو ، غمونو ، خوښیو ، او نورو ورته انساني اړتیاوو احساس کوي . ور پسې د خپلوکمیو د پوره کېدو په احسا س او تفکرکې ډوبېږي . د پیدا کېدو او ترلاسه کولو په تکل کې یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي . ترډېرو آزمېښتونو او تجربو وروسته خپل ځان د یقیني ګټې یا تاوان په اړه د همغه شي وروستۍ پایلې ته رسېږي ، ترڅوپه علمي لحاظ په دغه فاني نړۍ کې د علم الیقین پر بنسټ د یوه منل شوي اصل  ( عقل ) په چوکاټ کې د عین الیقین مرحلې ته ځان ور ورسوي . چې له مخې یې بیا خپلې اړتیاوې او ستونزې پرې هوارې کړي .

د فردي ژوندانه په مرحله کې له انسان سره پرته له خپل عقل څخه بل کوم مشاور نه وي ، خو عقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ . ځکه همدغه عقل انسان ته د خپل ځان او نورو په هکله د ښې او بدې فیصلې او پرېکړې ور په ګوته او د مادې او معنا په اړه مشورې ور سره کوې . د انساني پديدې د پیدایښت پر اصلي غایه او مفهوم باندې د ویښ ضمیر له لارې نهایي فیصله او حکم ورکوي . دا ور په ګوته کوي چې انساني پدیده هم یوداسې ذمه وار الهې مخلوق دئ چې له خپلو ټولو اړوندو انساني اړتیاوو سره جوخت د پیدا کېدو ، ځوانېدو ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . ځکه چې که داسې انسان د بودا په څېرخپل ژوند ( تولد ، وړوکتوب ، ځواني او زوړوالی ) ټول په ځنګل یا کومه داسې دښته کې تېرکړی چې هلته یې د بل انسان نوم او نښه هم په سترګو نه وي لیدلې ، او نه چا د څه په اړه خبره ور سره کړې وي . خو بیا هم د خپل خدای ورکړي انساني تفکر او اندېښنې بر بنسټ د خپل پیدایښت او نورو کایناتو په اړه د توحید مفکوره ور سره پیدا کېږي . په دې معنا چې خپل ځان کم ، نیمګړی ، محتاج او مسؤول احساسوي ، او د خپل پرورښت او اکمال تر ټولو ستره مرجع هم خپل رب ګڼي . ولې په خپل ارزښت باندې هم د خپل عقلاني چینل د زاویې له کنجه خبر وي چې د څه په بدل کې د کوم هدف له پاره پیدا شوی دئ ؟ آیا دده وجود او خواوشا چاپېریال اونور پرېمانه نعمتونه هسې خوشې په خوشې پیدا شوي ؟ یا دا چې ددې تر شا کوم بل الهي زار پټ دئ ؟

که خبره د راز وي ، نو دا خو بیا همغه د توحید ، میعاد او رسالت خبره ده چې باید مکلف انسان پرې عقیده ولري او له دهري مفکورې څخه نور خپل ځان په ګنډلي ګرېوان آزاد کړي . ځکه که بنده ګي او اطاعت وي ، نو بیاخو تر ټولو ړومبی د همغه یوه خدای عبادت فرض دئ چې انسان او ورسره اړونده ټول کاینات یې په تسخیري ډول پرته له دې چې بیه ور باندې ورکړي د انسان د ګټې له پاره د خپل بالغه حکمت له مخې په تکویني ډول ور ته پیدا کړي او په واک کې یې ور کړي دي . ځکه د انساني هستۍ د ژوند همدغه روان بهیر خپله پردې باندې شاهدي وایي چې د خالق او مخلوق تر مینځ د حقیقي بادار او مزدور په څېر یوه اړیکه هم شته ، او هغه دا چې بادار پرخپل مزدور باندې د یوه کار د سم تر سره کولو امرکوي ، او مزدور د قرارداد له مخې د هغه کار د سرته رسولو په بدل کې له خپل بادار څخه اجر او مزد غواړي .

ددې خبرې معنا داده چې د خالق او مخلوق تر مینځ معامله د یوه بایْع او یوه مشتري په څېر ده ، چې په نغد یا جنس کې یې له یو بل سره کوي . که هغه معامله د دواړو تر مینځ په ښه شکل سره تر سره شي ، دواړه خواوې له یو بل څخه په ډاډمنه توګه راضي ښکاري ، او نورو راتلونکو خپلمنځي معاملو ته هم پرله پسې دوام ورکوي . اوکه معامله یې تر مینځ خرابه وي نو بیا هېڅکله له یو بل سره د راتلونکو معاملو قراردادونه نه کوي ، او رابطې یې سره وشلېږي .

داچې هر بادار د خپل مزدور په پرتله د خپلوذاتي شتمنیو له مخې ځواکمن او مزدورکمزوری وي . مزدور محتاج او اړ دئ چې د خپلو نیمګړتیاوو پوره کولو په خاطر د خپل بادار له آدرس څخه ځان تمویل کړي . خو ددې کار د تر سره کولو په موخه مزدور مجبور دئ چې خپل ټول فکري او جسمي قووت په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره د خپل بادار د خوشحالولواوکار تر سره کولو له پاره په کار واچوي ، تر څو له خپل بادار څخه د خپل کار په بدله کې بشپړ مزد تر لاسه کړي .

خو څرنګه چې الله تعالی یو مطلق معبود برحق ـ له بل هرڅه نه بشپړ او عادل ذات دئ ، او د هغه په نظام کې هېڅ ډول فتور او سستیا نه شته . هغه (ج) خپل مکلف بنده ګان د خپلو اوامرو پرتعمیل باندې مأمور او مکلف کړي . له همدې امله د هر مکلف انساني بنده اړیکې په حقوقي لحاظ له خپل خدای سره د حقُ الله په تار تړلې دي . ځکه خدایتعالی انسان ته په دې دنیا روغ وجود ، روغ ماغزه ، علم ، عقل ، رزق او د ژوند د نعماتو ټول اسباب او وسایل د خپل هغه تکوین له لارې برابرکړي چې پیداکېدل یې د انسان له وس څخه وتلی کار دئ . خو د استعمال اختیار او واک یې بیا خپله انسان ته سپارلی ، نو انسان هم باید د خپلو دغه خدای ورکړیو شتمنیو په بدل کې په خورا اخلاص او روغ نیت سره د خپل برحق معبود عبادت وکړي او خپلې ټولې مادي او معنوي شتمنۍ د خدایتعالی په لار کې مصرف او ولګوي . حقُّ الله له همدې لارې ادأ کېږي . او همدې بهیر ته د انسان فردي یا ځانګړی ژوند ویل کېږي . 

دوهم : ــ ټولنیز ژوند :

لکه څنګه چې انسان په عباداتوکې د (حقُ الله ) په اړه له خپل رب سره تړاو لري ، همداسې په معاملاتوکې د حقوق العبادو په چوکاټ کې  له آدمي ځوځات سره هم اړیکې لري . ځکه هر مکلف انسان ته له بل انسان سره د مرستې او تعاوُن کولو امر شوی . علت یې دادئ چې انسان په یوازې سرد انساني ضروریاتو له مخې له خپل ځان سره لازمه مرسته نه شي کولی ، نو د نورو اړتیاوې او نیمګړتیاوې به څه ډول ور پوره کړی شي . ددې معنا داده چې یو انسان د بل انسان داسې وزر دئ لکه دوه مات وزري مرغان چې کله د الوتو اراده وکړي ، نو دواړه یو د بل ندیم او ندم شي ، ځکه په یوازې ځان په خپل مات وزر  سره هېڅ هم نه شي کولی . خو کله چې د یوه جوړ وزر د بل له جوړ وزر سره ملګری شي ، دواړه ور باندې الوتلی او ځانونه په ګډه خپل مطلوب ځای ته پرې رسولی شي .

نیمګړی انسان هم له بل نیمګړي انسان سره باید د ژوند په ټولو معاملاتوکې د مات وزرو مرغانو په څېرسره غاړه غړۍ وي ، یود بل اړتیاوي له کورني ژوند څخه درواخله ـ بیا آن ترکرنیزو ، سوداګریزو ، صنعتي ـ تولیدي او ماشیني برخو ، ټولنیزو ، سوله ییزو ، رسمي او غیر رسمي دندو ، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پورې ټولې له روا لارو څخه ور پوره کوي . یو د بل له حال احوال څخه ځانونه سره خبروي . په غم او ښادیو کې ځانونه سره شریکوي . یو د بل مرستې ته ور دانګي . یو له بل څخه ددفاع په خاطر د زور واکو په وړاندې په ګډه په یوه سنګرکې سره درېږي . په ګفتار او کردار دواړوکې حق ته حق ـ او باطل ته باطل وایي او د هر ډول ناروا او نادودو په وړاندې په دې خاطر هر اړخیزه لفظي ، اقتصادي ، فکري او وسله واله مبارزه کوي چې انساني نظام او اړیکې یې صدمه ترې ونه ویني . ځکه اوسنی انساني نظام د انسانانو د زرګونو پېړیو د یو داسې محبت او الفت محصول دئ چې کورني ، ټولنیز ، دولتي ، سیمه ییز او نړیوال نظامونه یې ټول په ګډه سره وقایوي اړخونه تشکیلوي او باید اصالت یې ژوندی او خوندي وساتل شي ، نه دا سې چې په لوی لاس د نامطلوبواو غیر انساني حرفوي معامله ګرو  له خوا  له مینځه ولاړ شي ، ځکه د انساني ژوند اصلي معنا همدغه ده چې له پېله تر پایه پورې خپل دم او قدم هر څه په حساب پر مخ یوسي . او مخکې له دې چې له ده سره حساب وشي له خپل ځان سره حساب وکړي .

که چېرې د انسانانو تر مینځ د روابطو دغه اړخونه ضربې وخوري ، د انساني اړیکو او معاملاتو ټول مزي به ور سره وشلېږي ، چې بیا دغه ډول ژوند ته د انساني معاملاتو ژوند نه شو ویلی . ځکه بیا به په داسې ژوند کې د انساني معاملاتو هېڅ رابطه او اړیکه نه وي ، د معاملاتو ټول خوند او رنګ به له مینځه په کې تللی وي ، او ټولنیزانساني نظام به د تفرق او ځانګړتیا خواته له کرکو او نفرتونو سره یو ځای ور روان وي . چې په داسې ځانګړي ژوند کې بیا نه عزت شته ، او نه هم د چا د بقأ تضمین . ځکه چې اقتصادي ، امنیتي او نور ملاتړ به له ځانه سره نه لري ، له یوه لاس څخه ټک نه خېژي ، او په ځانګړي شکل له خپل ځان سره هېڅ ډول معامله نه شي کېدلی ، همدلته ده چې د انساني روا معاملاتو په نه شتون کې ټولنیز ژوند تر سوال لاندې راځي . ځکه ټولنیز ژوند هغه دئ چې وګړي یې له یو بل سره په راکړې ورکړې ، فکري او معروفو ټولو دودیزو برخوکې روا همکارۍ سره ولري . او د ټولنې پرهر وګړي باندې خپل وجدان او ویښ ضمیرحاکم وي .   

 

 


بالا
 
بازگشت