فاروق فردا

 

 

 

دالکساندر سرګییویچ پوشکین دوه شعره


د فاروق فردا ژباړه
+++++++++++++++


دیو

په تیره ورځ کې چې د ژوند ښکلا
او دبلبل زړه بوږنوونکي ،
د ځنګل د پيغلو سترګو آواز
زما تازه احساس یې وپارول،
په هغه ورځ کې چې دطبعي لوړتیا
دآزادې ،دبرم او مینې هنری الهام مې وینه تر ژورو په خوځښت راوستل،
زما دهیلو فصل،
سوریو ته واچول شول.
هیلو، خوندونه سره تار ومار کړل.
یو شېطاني نابغه شا ته یې وو.

 

.

کرن ...ته 

هغه عجبه شېبه ،
لا هم په یاد مې ده چې
 
د تښتېدونکي خیال
 
او بې مثالې ښکلا
 
په شان، ښکاره به ته په وړاندې زما د کسو شولې.

زه چې هر کله د ناپایه غم په شخړو کې غمجن به وم نو،
د ژوند مورئ به مې په نښه کړله
د تا زړه وړونکې غږ به تم شو پرما
ماته راګرانه ستا څېره به له خیالونو څخه وځلېده.

د زوروونکو طوفانو سره کلونه تېر شول
زما سپوږمیزه خام خیالونه یې خورې ورې کړې
دتا خدایي قد و قامته سره .
دتا تنکی غږ مې له یاده وایست.

«««««««
زما د بند او د تبعید
د زړه تنګیو، له هیبته له الهامه، دژوندون
له اوښکو ، مینو نه بې برخې
 
او بې پېښې ورځې وشړېدې.

اروا مې بیا ویښه شوه
او یو ځل بیا ته زما خواته راغلې
دتښتېدونکي خیال
او د ښکلا یوې ټوټې په شانې.

زړه مې بیا هم درزا کې شور آچوي
له هیبتونونه له ژونده له الهامه او له اوښکې او له مینې څخه
را پېداشوی احساس
بیا د هغه له تله سر راباسي.

الکساندر پوشکین

 

 

+++++++++++++++++++++

 

سپوږمۍ

دتا دسترگو د رڼا هسک ته خندله سپوږمۍ
ما چې دورېځو له موریو به لیدله سپوږمۍ
خود به څپې یې ستا دناز ډولئ ته ونڅېږي
دزلفو څنډ نه دې غوټئ راغوړېدله سپوږمۍ
ما مې د زړه درزا درزا کې یئ ګامونه شمېرل
دمنی پاڼه له سپېدارې ترهېدله سپوږمۍ
ورته مې لپه وه نیولې چې رڼا به راوړي!
چا وې دلمر پر سینې تږې غزېدله سپوږمۍ
دچا دزلفو دماښام سېوري کې ناست وم ورته
دشپې لمنه کې په شړقو ورېدله سپوږمۍ
دوېرېدليو سړو شونډو دمچکو په شان
زما له لپو اوښکه اوښکه څڅېدله سپوږمۍ

د ۲۰۱۵کال جولای ۲۸مه
مسکو

+++++++++++++++++

هينداره
مات شومه هینداره وم، ولېد مه به د ستا پر مخ 
اوس به څنګه و نیسمه ،وینه زړه د چا پر مخ
چا په کاڼو وویشتم جغزي جغزي ترپښو يې کړم
نشم درېدلی ستا د اوښکو د رڼا پر مخ

څو ځل د سهار د څڼو عطرو کې يې پرېوللې
چا چې ستا ښکلا يې ابدي کړله زما پر مخ
زما له تګ نه مخکې جنت کاکړه وه بل څه نه وه
وغوړېده هر څه د آدم او د حوا پر مخ
هسې کوه طور لکه د نورو غرونو تيګې دي
زه وم هلته لرې چې ښکاره شوم د موسی پر مخ
زما هرې کترې نه د رڼا وو سپرغي آلوزي
لارې  تيارو  زړونو ته را  کاږي د دنیا پر مخ
وګرزوه لپو کې ټوټې زما د مات زړګي
ستا د ښکلا څاڅکي څاڅکي، ساتي د ښکلا پر مخ
خود به ستا د زلفوڅنډ، د لمر رڼا ته رنګ ورکړي
ګوري ځان  ترپایه په هينداره  کې د تا  پر مخ
پرېږده چې یو خیال د زړه په وینو کې  مې  وساتم
نښه دې د  چا د مينې سره وي د فردا پر مخ

 

 


بالا
 
بازگشت