فاروق فردا

 

 

 

 

د فاروق فردا دوه انځورونه

 

 

انځور

زموږ دکلي او د لمر دراختلو تر مینځ
یوازی غر دیوال دی
او شین ځنګل جلګه ده.
غر چې سهار د لمر د څرک د سترګکونو... ،
شال پر ځنګل واچوي.
ته مې د زړه د بیګاني خیالونو 
پر بلئ وخېژې او،
ګڼې چې زما د تن وږمې راټولوي دباد منګولو نه پخپل لمن کې.
په انتظار کینې خو،
ژیړ مازیګر چې کړي ږمنځ درته دزلفو سېوری،
مخکې له دې چې مې دزړه د ناهیلیو دماښام څادر پر سر راخور کړې.
سپینې سپوږمئ ته سپارښتنه کوې،
څو د سهار ستوري ته ووايي چې،
دشنه ځنګل د ويښېدلو سره،
دپیغلتوب خوب درنه وتښتوي.

مسکو،۲۰۱۵ د اکتوبر ۱۹

««««««

 

 

 

یو بل انځور

مور مې غوا ولشله،
خور مې ګلداره دسترخان کې د کور
دتناره تودو سوکړکو ...،
خدرئ يى و پيچله.
چې یې د غوا سره سم،
پر پادوان وسپارم.
د شامتولو ډلې،
دلمر سلام یې ،
دبوتکو زلمو لیندو او یا پټکو ته اورولي نه وو،
خو ما دشنه اسمان لمنو کې د سپینو ورېځو،
دپاغوندو په بوغبندوکې ستا انځور لټول،
لار کې مې چپه سترګه ورپېده،
پرې د غنمو سَوَارُو نه مې یو ډکې کېښود،
د فاتحې سوره مې تېره او په زړه کې مې د تا دلیدو فال ونیول.
غوا رانه وتښتېده
له بوساړې پر منډه واوښته او،
ستاسو د کور د څنګ شوتلو...،
پټي کې ننوته.
پلار دې دېرې ته څېرمه
دلوی آخوره سره،
د لور پر لاستي باندې پښه ایښې وه
او وړه ولې یې د بوسو سره،
د قلبه یانو دُرَشتِې ته له ترنګړه د شوتلو قودې.
چې زموږ پر غوایې سترګې ولګېدې،منډه یې کړه.
له ډېره قهره په ښکنځلو سر شو
له ناپامئ څخه یې ګوته پرې کړه
ماوې چې اوس به مې سبق راکوي.
ځکه مې څو چنده د غواپسې پښي ټینګې کړې خو،
چې دکلا پر دروازې مې سترګې ولګېدې
دتا د پلار نه هېره شوې وه چې،
د راوتلو سره پورې یې کړي.
ته په انګړ کې ګړونجئ تر څنګه ،
پر جانماز ناسته وي.
دلوپټې پېڅکه دې غاښ لاندې وه
تا د مستو مټئ کې مسته منداڼو وهله.
ما ستاد پلار ښکنځلې نه آورېدي.

 

مسکو د ۲٠١٥ کال د اکتوبر۲۱مه نېټه

 

 


بالا
 
بازگشت