سويډن / مالمو

د۲۰۱۵ ز کال دسمبر ۲۰ مه

 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه !

 

دهلمند سقوط به دارگ دسقوط سره برابروي!

دآزربايجان ترسفر هلمند ته داشرف غنی سفرگټور بولو!

پدې شرايطوکي چې مي دملی امنيت له ناخوالو سره مخامخ يو  زموږ لپاره  آزربايجان ته  سفرکومه گټه نلري ،اشرف غني بايد هلنمد ته سفر وکړي ترڅودملت باور ترلاسه کړي  .

موږ  ته درارسېدلو معلوماتو له مخې دهلمند ولايت امنيتی حالت له جدی گواښ سره مخامخ دی .ددې ولايت ولسوالی دسقوط ،کلي او بانډې يې عملأ دپاکستاني روزل سوو طالبانوپلاس کښي دي . هلته ټولنيز ژوند گډوډ،ښوونځۍ اودرملتونونه تړلي دي دروغتيايي دکلينيکوخبر نسته  .

ولس ديوې ځانگړی پرېشانی او سرگردانۍ  په حالت کي شپي او ورځې تېروي .خوبل لورته دولتی چارواکي  ډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله همدا اوس دخپل ورځنی  سيالو په ميدان کي مصروف اوولس ورنه هيردی .

موږ  يوه اونۍ وړاندي د((هلمند هم افغانستان دی !)) ترنامه لاندي يو ياداښت خپورو کړ،خودولتی مشرتابه پرې غوږ ونه گراوه .

اشرف غني دټاپي په نوم ديوه عادي قراردادپه  لمانځني باندي ديولوي او تاريخي برياپه توگه مصروف دي اودعبدلالله لپاره خو هلمند بيگانه  سيمه دی .

موږ پدې ياداښت کي ددولتی مشرتابه پام هلمند ته راواړاوه خو راوانه وښت .داياداښت په لاندي ډول موږ خپورکړ:

هلمند هم افغانستان دی !

ددولتی مشرتابه اوهغودپاملرنی وړ چې دعمل پر ځاي يوازي په خبروسوله راولی!

دهلمند دزورېدلی ولس اوسنۍ حالت زورونکی دی .همدا اوس هلمدنيان دلعنتی اوپاکستان لخواتپل سوی جگړې په اورکي سوځی !

دډله ايزو رسنيودخبر له مخې همدا نن دهلمند په ټول ولايت کي دپاکستاسني روزل سوو نوکرانو لخوا چې ترغاښو په مډرنو وسلو سمبال دي امنيتی حالت له جدي گواښ سره مخامخ دي .په ولسواليوکي روغتيايي مرکزونه او ښوونځۍ تړل سوی .هلته ټول عام ولس دډيري بدی پرېشانۍ اوسرگردانۍ سره لاس په گرېوان دی .

دولت مکلفيت لری چې ډير ژر دهلمند ولايت امنيتی اوټولنيزو ستونزوته جدي پاملرنه وکړي ،ددې ولس دا ۱۵ کلنه غميزه يوه ورځ بايد دپاي ټکی ولري .

همدا اوس پر سنگين ولسوالی جگړه روانه ده هلته سربازان په شهادت رسېدلي پاته کسان که ددولتی ملاتړترلاسه نکړي سبا اويابل سبا هغوي هم له منځه ځی اوپه شهادت رسېږي .

موږ له سويډن څخه ددولتی مشرتابه نه په کلکه غوښتنه کوو چې دهلمند امنيتی حالت ته جدي پاملرنه وکړي .

دهلمند سقوط به دارگ سقوط سره برابروي ،که اشرف غنی ارگ دملت دوينو په قربانی نه پرېږدی بيادي نوددې ولايت دسربازانو او ولس دو ينوتويولومخه ونيسی .په هلمندکي دپاکستان لخوا دافغان ولس پر خلاف جگړه دطالب پوسيله په درب روانه ده .آزربايجان ته سفرزموږ لپاره پدې شرايطوکي کومه گټه نلري . اشرف غني بايد هلمند ته خپله سفر وکړي دولت  لمړی دملي امنيت ساتلو مسوليت لري بيادنړيوالو اړېکو .هغه دولت چې ملي ملاتړ نه محروم وی  اوملت ورنه سرټکوی څنگه کولاي سي په بهرنيو مسائيلوکي ځان دملت استازی معرفی کړي . زموږ هرگاونډ اوبل هرهيواد دافغان ولس اودولتی ادارې سره په اړېکو خبردي . ښه دابولوچې دولتی مشرتابه دملت  باورترلاسه کړي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت