عبدالقیوم

 

دیوه سیاسی مشرتابه تشه!

ځان نه پوهه کوو:

هغوته چی دسیاست  مینوال دی اوبیا په خاصه  هغو افرادو ته چی دیوی ډلي د مشرتابه مسولیت  ورپه غاړه دی هغوی دی ځان او وجدان ته تکان ورکړي.

ملت خپل مسولیت پیژندلۍ اوخپله وظیفه یی سرته  ورسول.که چیری دریاست جمهورۍ دپاره دتیرکال انتیخاباتي کشمکش یوځل تر منصانه نظرتیر کړو، د انتیخاباتو پروخت ولس دخپلي رائي په کارولو سره دا ثابته کړه  چی  ترپخوا زیات بیدار سوېدئ. ولس یوه صادیق  مشرتابه ته سخته  اړ تیا لري.

ولس خپله بیداری دریاست جمهوری لپاره په دوهم ځل انتیخاباتو کی وښول. ،سره لدی چی پرټولنه توپک واک چلوۍ،پردی لاس وهنی دهیچا پټي نه وې،بیاهم خلګوپه دغه سختوشرایطو کی دا ثابته  کړل چی دوی په خپل هیواد ګی دسولی دراوستو اوپرمختګ سره مینه لری.

پرټولنه باندی دپردو په مټ دمصنوعی جوړکړل سوو غټانو ،کلونه کلونه تبلیغ سوو منفور مشرانو دهریوه  وزن او اعتبار دولس په منځه  کی دغو د ریاست جمهوری انتخاباتی بهیردهغوی دمخونو پرده پورته کړل.دپخوانی پاچا دنوم او ادرسه زلمی رسول ،داول رئیس جمهور شهید سردارمحمد داود  خان دنوم اودرسه، سردار نادرنعیم میدان ته راوتي.

دجهاد له نوم څخه ګټه اخیستونکو راغلوتوپک سالارانو،سیاف اتحاد اسلامی،عبدالله جمعت اسلامی،      حزب اسلامی ،اسحاق ګیلانی دپیری اوجهادی ادرسه ،ګل اغا ،قیوم کرزی دقوم له ادرسه اوڅه توپیلی انسانان اسمعیل،محقیق،نادری، اکبری،انوری،خلیلی، مجددی، پیر،ارغندیوال،احدی یوه هم دخپلوباډیګاډانو اوموتروانانو ترشمیر زیاتی رائي خپلي نه کړی.

که چیری له دوی ټولو څخه زر، زور،پیسی ،وسلې او دپردو استخباراتي شبکو حمایه لیری کړی خدای سته چی په جامعه کی دیوتوت حیث او اعتبار نه لری. تاسی ټولو ولیدل چی  ورلس ورته رایه ورنه کړل. 

بدبختانه چی زموږ دټولني په  سیاسیونوکی زیات کمی سته چی تراوسه هم دوی نسی کولای په خپل کمال،لیاقت اوصداقت سره  دولس اعتماد اوباورپه خپل  لاس کی واخلي،دولس مشري خپله کړي.زموږ دټولني په سیاسیونوکی نقیصه سته هغه داچی هیڅ وخت خپل ځانته  دانتقاد ګوته نه نسی همیشه یی چرګ یوپښه لری.

بله  بده خبره داده چی هرکس او ناکس ځان سیاسی  سړی ګڼي اوپه سیاست کی ترټولو ځان بالابولي.دا منه چی څه به پردو جوړکړی وی اوپردوته  به کارکوی خوهغه چی دپردو تر اثرلاندی نه دی هغه هم  یوبل نه سره منی اونه سره یوکیږی.

دیوشمیر سیاسیونو اوسیاسی مشرانو کاراوفعالیت چی مثبته نتیجه نه لری علت یی ښکاره دی. هغه داچی  دوی  په خوله یوڅه وایی مګر عمل یې هغسي نه وی. سیاسیونو راځي ځانونه انتقاد کړو،ترځان غوښتنو تیر سوو.

ځوان نسل ته یو سم اوښه میراث پریږدو ،ځوانان سره  یو اومتحد کړو،سیاست او وطن ته نجات ورکړو.هر سیاستوال ته پکارده چی که غواړی سیاست وکړی دولس په  درد بایدځان خبر او پوهه کړی.افغانی سیاستمدار به هغه وخت بریالی وی چی دخپل ملت په ژبه (پښتو اودري) پوهه او خبری وکولای سی.

 اوکه دغه توان ونلری هغه سیاستوال به تل بی ګټي تلاښ کوی،چی هیڅ وخت به  ددرست ملت د اعتماد اوباور وړونه کرځي.

یوشمیر سیاسیون بیا دی ته ناست دی چی کله به دخاریج ملاتړ تر لاسه کی حتا وایی چی بیله خاریجی ملاتړپلاس راوړلوڅخه هرتلاښ بی ګټي دی.نودهیڅ بل حرکت سره دیوالی لاس نسی ورکولای.ومن الله توفیق.

 

 


بالا
 
بازگشت