زاړه کفن کښ ته بیا تبلیغ پیل شو ، خو څومره ژر

مفسر: ۲۶ ـ ۲ ـ ۱۳۹۴  هجري لمریز کال

وایي چې د پخوا ني شوروي اتحاد مشر ( برېژنېف ) به چې کله د افغانستان داشغال پر مهال دخپل سر وېښتان پر خپل خاص نایي باندې جوړول ـ نایي به ډېر ور سره په عذاب ؤ . خو آخر نایي د ښاغلي برېژنېف د سر د وېښتانو داسې کلي پیدا کړه چې کله به نایي غوښتل د برېژنېف د سر وېښتان د ده د غنچي خولې ته برابر او شخ ودرېږي نو بیا به یې په نرمه سره د افغانستان د موضوع په هکله ترې وپوښتنل چې : ښاغلیه ! ها د افغانستان مسْله څنګه شوه ؟ له دې سره به د برېژنېف وېښتان شخ ودرېدل . آخر یوه ورځ برېژنېف له خپل نایي څخه وپوښتل چې ستایې د افغانستان له مسْلې سره څه ؟ ته زما سر جوړولو ته را غلی یې ـ او که په سیاسي مسْلو کې غږېږې ؟ نایي خوارکي په ډېره عاجزۍ سره ور ته وویل چې :  نه نه صیبه ! زمایي له سیاسته سره څه . زه د خپل کار د آسانۍ له پاره د افغانستان د مسْلې په اړه له تاسو شاغلیو پوښتم . کله چې زه له تاسو څخه دا پوښتنه وکړم نو ستا وېښتان د افغانستان له نوم یادولو سره سم شخ ودرېږي او زما کار آسانه شي . د ږمنځې او نورو وسایلو کارولو څه حاجت ور ته نه پاته کېږي او پر خپله غنچي باندې یې ژر ژر جوړ کړم . بس همدومره .

خو نن سبا په افغانستان کې د ژور نالېزم مسلک د موچي غوندې کارول کېږي چې هره ورځ خواو شا ( ۲۰۰۰) پڼې د جوړولو له پاره له خلکو اخلي ـ خو یوجوړ پڼې هم نه شي ګنډلی . غږیزې او تصویري رسني خو شپه ورځ لګیا دي د ځینو کړیو ريښتیا ـ درواغ د خلکو غوږو ته ورسوي ، خو د کره مالوماتو وړاندې کول او خپل ژور نالېستیک رسالت چورلټ ترې هېرشوی چې د ناسمو مالو ماتو خپرولو ددوی ژور نالېستیک مسلک او باور ته څومره زیان اړولی دئ .

د ؤلس او حکومت تر مینځ هغه فاصلې چې په باوري او منصفانه توګه د ژورنالېزم په سپېڅلې ژبه را لنډېدلی شي ـ نورې هم سره لیرې کېږي .

د برېښنایي رسنیو ژورنالېستان دې لږ دېته هم خپل پام ور واړوي چې په افغانستان کې ډېر ښه ښه علمې او سیاسي شخصیتونه پخوا هم موجود وو ـ او اوس هم شته . خو دا چې د شخصیتونو د تاریخي واټ په دغه بهیرکې څه ډول له امریکې تر افغانستانه پورې د تخت او بخت دا باز د دستار د ټولو سړیوپر سر را تېر ـ او د ښاغلي حامد کرزي پر سر ورکښېنول شو ـ دا بیا بېله خبره او بېل سوال دئ . ځکه چې لرغونی افغانستان خو له قحط الرجال سره هم نه ؤ مخ . نو بیا دا ولې ؟ ګني داسې خو به نه وو چې هغه مهال افغانان په خپلو کې په جګړو سره اخته وو ، نو ځکه یې د یونیکال د کمپنۍ یو مأ مور پر سر ور مقررشو . 

د (۱۳۹۴ ) هجري لمریز کال د غوایي په ( ۲۶ تمه ) نېټه مې په ویسا نادولتي ورځپاڼه کې د ورځپاڼې په لومړي مخ کې یو سر لیک ولوست چې په کې لیکل شوي وو:

(( خلک د حامدکرزي په ارمان دي )) .

کېدای شي ددې ورځپاڼې ددې مطلب لیکونکي به داسې څه لیدلي یا اورېدلي وي . په دو سره واکمن حکومت کې چې په ټوله نړۍ کې یې بېلګه نه تر سترګو کېږي ددې ډول ارمانونو امکان هم شته ، ځکه چې په دوه بُعدي واک چلولو کې خامخا د خلکو حقوق تر پښو لاندې کېږي ، د کتمان حق امکان په کې شته ، خلک جګړو ـ ناخوالو او نادودو ډېر ځپلي ، نور یې د زغملو وس ور سره نه شته ، خو ددې نادودو د دوام اصلي سرچينه چېرې ده ؟

زه ټولو ژور نالېستانو ته د زړه له اخلاصه احترام لرم . کېدای شي دغو ژورنالېستانو به د کوم آدرس پر بنسټ دا مطلب خپورکړی وي . ورځپاڼه هم ددوی ده ـ او خوښه یې هم خپله ده ، خو زما په آندکه چېرې محترمو ژورنالېستانو ددې سرلیک او اړوند مطلب پرځای د برېژنېف د خاص نایي د هغه پورته یادې شوې پوښتنې په څېر له پخواني ؤلسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه هم ورته پوښتنه کړې وای ډېره به پرځای وه چې : (( ها غه د محمود خان کرزي د کابل بانک ، عینو مېنې ، ګلبهار سنټر ، ګازګروپ ، شهرک آریا ، د مخدرو موادو له مافیایي ګروپونو څخه د ملاتړ ، له اقتصادي مافیایي ګروپونوڅخه د ملاتړ ، له جنایتکارانو څخه د ملاتړ ، له سیمه ییز او نړیوال ترورېزم څخه د ملاتړ ، له کورنیو او سیمه ییزو ملي دوښمنانو څخه د ملاتړ ، د ونډو او سهامي شرکتونو له ادارو څخه د ملاتړ ، د ګوشتې دروازه او د کونړونو د سیندونو پر سر دداسو بند او ملابرادر له پاره له پاکستان ـ او د کمال خان د بند پر سر له ایران ، او د بدخشان پر سر له ناټو او پاکستان سره معامله ، او دمحمود خان کرزي په لاس د هرات د (۹۰۰۰) جرېبه ځمکې د غصب ، د شمال د پطرولیم د حوزې پر سر د کرزي د یوه خپل د مقررولو اود (۳۰۰) کسیز سپېشل فورس په ملاتړ د هغه د ساتلو ، د باختر بانک او پښتني بانک څخه د غلاکېدلو ، په هند کې د شیدا محمد ابدالي په لاس د ښاغلي کرزي د منقولو شتمنیو د ځاي پرځای کولو معاملې او دوسیې څنګه شوې ؟ د انتخاباتو د کمېسیون سناریو څنګه شوه ؟  د ( ۱۰۴ ) میلیارده بهرنیو مرستو ، په هلمند او کندوز  د بې دفاع ؤلس بې عزتي او دکود (۹۱ ) او (۹۵ ) کلېیرېنس ( صفایي ) څنګه شوه  ؟ او داسې نور . ))

زه د نوموړي د چپنې ، قره قل خولۍ او شخصیت مخالف نه یم ، ولې دا مې بیا هېڅ نه خوښېدل چې د ملت د لومړۍ درجې د مشر په توګه یې د افغانستان د جمهوري ریاست له آدرسه ولې کورني او بهرني دوښمنان په خپله تېره (۱۳ ) کلنه دوره کې تشخیص نه کړل ؟ په داسې حال کې چې همدا اوس هم د نوموړي ترچپنه لاندې په مادي او معنوي لحاظ له ده څخه سو ء استفاده کوي ، د نوموړي له خوا تمویلېږي . پخوانی ؤلسمشر همدغو کسانو تر خپلو وروڼو پورې خراب او تراب کړ ، هویت او شخصیت دواړه یې تر ږيره اوچپنه لاندې ور ترورکړل . څه چې له دغو خواخوږو انډيوالانو څخه وده ته په میراث ور پاتې دي ، هغه دده د ټولې واکمنۍ پر فساد د ککړ نظام بدنامي او په ملي او بین المللي کچه د مافیایي ګروپونو انډيوالي ده چې هېواد یې ( ۵۰ ) کاله نور هم شاته ور باندې وغورځاوه ، او دوی یې لا هم ځانونه تر ټولو خواخوږي او کلک ملګري ګڼي .

هو ! د ښاغلي کرزي واکمني خو همدغو د ارګ  اوخپلې کابینې موریانو ور وخوړله . واک یې ټول پرخپلوهغوبړېڅو باندې ور وېشلی ؤ چې د وخت ددغه حاتم طایي ملي بوجۍ او ګونۍ یې ټولې ور باندې سوړې سوړې ودرولې . ځکه نظام یې ټول د چور ، غصب ، اداري او اخلاقي فساد څخه جوړ کړی ؤ . له قانون څخه یې ورته د عنکبوت ( جولا ) جال جوړکړی ؤ چې غریب هېوادوال به یې په کې ښکار کول ـ وینه به یې ترې و ځبېښله او جسدونه  به یې ایسته وغورځول ، خو زورواکو به بیا دا جال ور دانګ دانګ کړ او د ښاغلي کرزي دری ګونې قواوې به تر ده پورې چېرې د خپل جوړ کړي قانون  په کوم تار پورې پټه خوله او غلې ځړېدلې .

همدا اوس د ښاغلي اشرف غني په نظام کې د ښاغلي کرزي د همغه زاړه نظام ځينې پرزې شته چې د پخوا په څېر یې د واک تر نیمه ټوکرۍ لاندې ځانونه غلي کړي او نویو نابلده او بې تجربې چارواکیو ته د پخوانیو وهل شویو او ځپل شویو بې واسطې مأ مورینو غیبتونه کوي . ځانونه یې په تقلب او چاپلوسیو ور وړاندې کړي او نور یې ور باندې وهلي دي . دوی د کنعان غوندې که اوبه یې تر زنې پورې هم ورسېږي ، بیا به هم د خپل معمول سره سم د خپل ځان بچ کولو په خاطرخپل سکه زامن هم ترخپلو پښو لاندې ږدي ،خو بیا به هم ګټه ور ته ونه کړي . ځکه دوی اوس توپان پسې اخیستي ، که نن وي یا سبا دوی په دغه توپان کې د خپلو تېرو اعمالو او خیانتونو له امله ور ډوبېږي . خو خدای دې وکړي چې ددغه چارواکیو ژر تر ژره دې تشې ته ور پام شي .

اوس چې د ښاغلي کرزي د واک موده رسماً او قانوناً پای ته رسېدلې ، خو نوموړی بیا هم هڅه کوي چې لومړی خپل ځان د اپوزیسیون په څېره کې را ښکاره کړي . دوی داسې آنګېري چې ګني دوی ته به اوس خلک دعاګانې کوي . خو خبر نه دي چې په تېرو (۱۳ ) کالو کې دوی د ملت ټولې تورې او سپینې ور پرې کړې دي . اوسنۍ نا امنۍ ، فقر او بېکاري هم ددوی د غلاګانو ، چور ، انډیولیو او واکمنو سهامي شرکتونو نتیجه ده . نو بیا به ملت پخوانیو آزمویل شوو غلو ته څنګه رأیه ورکوي ؟ څنګه به ګوتې مروړي  او څه ډول به یې شونډې ور پسې وځې ؟ که افغانان لېوني شوي وي نو په خپل سر دې داغ کېږدي .

په داسې حال کې چې دښاغلي کرزي په بدنام حکومت کې خلک بدنام ، بې ناموسه، بندیان او ووژل شول . ملي شتمنۍ لوټ شوې . غله تقویه شول . بدکار و بد کردارو وده په کې وکړه ، او نېکنام ټول ووهل شول . ښاغلي کرزي د عایداتو پر ټولو واکمنوسر چینواوڅوکیوخپل داسې ناولي ، غله او په اخلاقي او اداري فساد اخته کسان ور کښېنولي وو چې په هرو لسو روپیو کې به یې ( ۹ )روپۍ په خپل جیب کې اچولې ـ خپل تجارت او خپلې عیاشۍ به یې ور باندې کولې او پاتې یوه روپۍ به یې پر دولتي کارونو باندې لګوله . هغه هم داسې چې بیا به نړیوالو مرستندویانو پیسې نه ورکولې . ځينې مرستې خو داسې هم وې چې سپین چکونه به یې تر لاسه او په همغو هېوادو کې به یې په نورو بانکونو کې د حساب لرونکو خپل خپلوانو په نومونو باندې پانګونې وکړې . افغانستان ته هغه د سپینو چکونو پیسې له سره راوړل شوې نه دي .

لنډه دا چې د ښاغلي کرزي حکومتي چارواکي آن تر عادې ریْسانو او د ریْسانو تر معاونینو پورې ټول ملي خایْنان وو . ددې پرځای چې د راتلونکو ؤلسمشریزو ټاکنو له پاره تبلیغ او کمپاین ور ته وشي ، باید سره له خپلو غلو انډیوالانو یې ملت ته حساب کتاب ورکړي ، تر څو ټولې غلا کړې پیسې بېرته ترې واخلي او د دولت ملي خزانې ته یې په امانته توګه وسپاري . خو داسې هم نه چې ملت له څڅوبي څخه ناوې ته کښېنوي . او زاړه کفن کښ ته خلک دعا ګانې وکړي . چې دا بیا تر ټولو سترملي خیانت دئ .  

 

 


بالا
 
بازگشت