دغني ویکي لیکس ( امنیتي تفاهم لیک ) او د افغانستان دجاسوسانو افشاکيدل

محمد انور ولید : ۳ـ ۳ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

له تېرو (۱۳ ) کلونو را په دېخوا پخوانیوافغان چارواکو د نړۍ له ټولو هغو هېوادو سره چې افغانستان دیپلو ماتیکې اړیکې ور سره لرلې ډول ډول قراردادونه لاسلیک کړي چې د ځینو هېوادو لوړپوړو پوځې او سیاسي مشرانو ته خو آن د  افغانستان افتخاري تمغې ( مډالونه ) هم په کې ورکړل شول ، خو هېچا یې په اړه هېڅ هم نه ویل . د رسنیو ، شنونکو ، پوځیانو او سیاسیونو ټولو په خولو باندې د سکوت ټاپې لګېدلې وې .

هغه وخت ماته ښه په یاد دئ چې د مجاهدینومشرانو خپل یو یو استازی د پاکستان مقاماتوته د خپلې سهمیې د اخیستو له پاره ور پېژندلی ؤ ـ په هغو کې یو هم د استاد سیاف نماینده ښاغلی موسی خان اکبر زاده ( د غزني والي ) ؤ ، چې له توبې څخه ترګوي تاڼې پورې ټولې معیاري هوایي عکاسي شوې پخوانۍ سرحدي نقشې یې له فتحه شویو افغان پُستو سره را نغاړلې وې ، ما خپله ورته وویل چې : پر دې نقشو باندې څه کوې ؟ ده په ځواب کې را ته وویل چې دا مقاماتو ته ور وړم ، ما ورته وویل چې : مقامات دا نقشې څه کوي ؟ ده په ځواب کې را ته وویل چې را څخه غوښتې یې دي . که موږ دا نقشې ور نه وړو ، موږ ته بیا ( فور بای فور ډاټسنې ، وسلې او پیسې) نه راکوي . ما ورته وویل : دا خوملي خیانت دئ چې تاسو یې کوۍ ؟ ده په ځواب کې را ته وویل چې څنګه وکړو .

همداسې فقید حاجې عبدالقدیر چې کله د ننګر هار والي شو ، په لواړګي کې د آسیا دتر ټولوسترکور څښتن ته یې دکور په تحفه کې نوی روسي ټانک ورکړ . همداسې اسماعیل خا ن ګل آغا شېرزي ، عطا محمد نوراو نورو هم دېته ورته ملي ضدکارونه له اړوندو ګاونډیانو سره تر سره کړي دي .

پاکستان په مشرقي او جنوبې سر حدونوکې د وخت د والیانو په موجودیت کې پاکستانۍ تذکرې پر افغانانو باندې وېشلې دي ، والیان پرې خبر وو .

همداسې ایران او تاجکستان هم ورته کارونه کړي دي . موږ او تاسو ټولو ته د هما سلطاني سریال ښه په یاد دئ .    

خپله پخواني ؤلسمشر ښاغلي حامد کرزي هم ډېر تړونونه لاسلیک کړي .

له امریکایانو او انګلیسانو سره امنیتي   تړون ښاغلي حامدکرزي لاسلیک کړ . د حامدکرزي ورور محمود کرزي خپله وویل چې ددې تړون ( ۹۹،۹۹٪ ) برخه خلاصه او لاسلیک شوې ، یوازې یو فیصد برخه یې پاته ده ، هغه هم داسې چې امریکا به زما د ورور شرط را سره مني . د ښاغلي حامد کرزي د پردې تر شا شرطونه دا ؤچې : یابه ما په قدرت کې پرېږدۍ او د واک موده به مې غځوۍ ، نوموړي ددې کار له پاره د اداري اصلاحاتو په پلمه امنیتي قوماندانان ، والیان او ؤلسوالان مقررکړل ، تر څو ددوی د خپلې خوښې خلک د لویې مشورتي جرګې په نامه په تالار کې سره را ټول کړي ، په خیمه کې را ټول خلک پر پنځوسو ډلو سره تنظیم شول ، خو هغه هڅه یې ناکامه شوه ، خلکو منفي غبرګون ور سره وښود ، بل شرط یې دا ؤ چې یابه د مِدودوف په څېر یو څوک    ( زلمی رسول ) راولم ، او د هغه ملاتړ به کوۍ ، زه به صدر اعظم وم او واک به له ما سره وي ، ځکه خو یې وار له مخه د صدارتي نظام له پاره د قانون نوې مسوده جوړه ، او له وزارت عدلیې څخه یې مشرانو جرګې ته ولېږله خو هغه هم وځنډول شوه . بل شرط یې دا ؤ چې یابه په واک کې غوښنه (۵۰٪)  برخه را کول کېږي . خو د نوموړي له دغو ټولو سرغړونو سره هېچا خپل مخالفت ونه ښود .

له امریکې سره په ( ۲۰۰۳ )  او ( ۲۰۰۵ ) کلونو کې د وخت د بهرنیو اوکورنیو چارود وزیرانوخپل سرو تړونونو لاسلیک کولو خوهېڅ پر وا نه لرله  ـ  ځکه هلته یوازې پښتانه په کې وژل کېدل . د تور خم پرځای د ګوشتې تر پله پورې ددروازې په پلمه د خاورې پلورل او د تر هګریزو تورونو په لګولو سره د لکونو خلکو وژل کېدل خو بیا هېڅ خبره نه وه .

( د ډېورنډ کرښه پخوا په رسمیت پېزندل شوې ) ، تر دې سر لیک لاندې چې په پرله پسې توګه بحثونه پرې کېدل ، مقالې خپرېدلې او تش په نامه سر محققینو یې جعلي اسنادوته د انګلیس په مشوره اصلي رنګ ورکاوه ،  هغه وخت هېڅ هم نه وو . د ( مروې او پنجده)  افغاني خاوره چې تر ننه پورې له موږ څخه په زورد تزاري روسانو په وخت کې  نیول شوې او (۲۲۰۰) افغان سرتېري او دوه تنه جنرالان په کې شهیدان شول ، پر هغوی باندې هېڅ نه ویل کېږي .د ( یولي) او ( رجوې ) قرار دادونو خو نوم څوک نه اخلي .          

اوس چې د اشرف غني دوره را ورسېد له ، د افغانستان د ستونزې او په افغانستان کې د پردۍ جګړې اصلي لامل او عامل یې په نښه کړل ، نو بیا وایي چې له پاکستان سره د امنیتي مالوماتو شریکولو دا قرارد خو تر ډېورنډ کرې هم بدنام دئ .

خو اصلي خبره داده چې په دې قرارداد کې به د امریکې د استخباراتي ادارې (سي آی اې ) د رازونو د افشأ کېدو په څېر ټول هغه پټ جاسوسي رازونه او څېرې افشأ شي چې په دې تېرو(۱۳ ) کالو او یا تر هغې هم لږ څه ور وړاندې کلونو کې یې پاکستان ته د خپلو ملي منافعو ضد جاسوسي کړې ده ، له ( آی اس آی ) څخه یې تورې پیسې اخیستې دي ، خپل نظام خپله خاوره اوخپل ملت یې د خپلو شخصي ګټو له پاره د پردۍ جګړې قرباني کړی او خپل ژوند یې پرې جوړکړی دئ .

 وایي چې خایْن خایْف وي . اوس همغه څېرې او همغه شخصیتونه وېره لري چې خامخا به ددغه استخباراتي تفاهم لیک له مخې د پاکستان څارګره اداره د افغان پټو جاسوسانو څېرې د ټول افغانستان خلکو او ټولې نړۍ ته ور لوڅې او افشأ کړي . دوی به د ملي خایْنینو په نوم وپېژندل شي .

ځکه دوی ټول اوس هڅه کوي چې د خلکو د فشار او پارلمان د مخالفت له لارې ددې هوکړه لیک مخه ونیسي . دې هوکړه لیک ته د خلکو په اذهانو کې د ډېورنډ د په رسمیت پېژندلو نوم ورکړي ، تر څو خلک یې پر ضد را پاڅي او ددوی څېرې هماغسې پټې پاته شي . یا لږ تر لږه یې په مادوکې تغیر راولي ، ترڅو ددوی منحوسې مافیایي او په فساد ککړې څېرې له ټول ملت څخه د پخوا په څېر همداسې پټې ـ او دوی تل په واک کې پاتې شي .

هو! اصلي خبره همدغه ده . دغو څېرو د بهرنیانود ( ان جي او ) ګانو په څېر په حکومت کې د ننه بل حکومت جوړکړی چې هېڅکله هم څوک سر ترې پورته نه کړي او تل لکه شدّ او مدّ د تصمیم ګیرۍد مرجع  پر سر ور ناست او چنګک وي .  

خو ؤلسمشر اشرف غني باید د یوه ملي مسؤول په توګه دې مادو ته تغیر ور نه کړي . چې بیا به دا څېرې په خپل هدف کې بریالۍ شي .

         

 

 


بالا
 
بازگشت