پاکستان د افغان سولې په اړه څه وایي او څه کوي ؟

محمد انور ولید : ۱۰ ـ ۳ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

له تېرو ( اتو) میاشتو را په ایسته پاکستاني چارواکي هم په مېخ وهي او هم په نال . په دې مانا چې هم یې له افغان چارواکو سره د خبرو او پرېمانه ژمنو دریڅه نیمکښه پرې اېښې  او سترګکې ور ته وهي  ، او هم یې په افغانستان کې خپلو نا اعلان شویو جګړو ته زور ورکړی .

له کله نه چې پر طالب رژیم ړنګولو باندې د پاکستان له خوا د انګرېزانو په دستور له امریکایانو سره معامله وشوه ، او د امریکې په مشرۍ نړیوالو اېتلافي ځواکونود هغوی رژیم د پاکستان په ملاتړ را نسکور او  ړنګ کړ ـ او طالبان یې د ډېورنډ کرښې ته پرې ور ټېل وهل ،  نو په افغانستان کې له (۲۰۰۱ ) زیږدیز کال څخه تر ( ۲۰۰۳ ) زیږدیز کال پورې څه نسبي آرامي موجوده وه ، اولامل یې هم داؤ چې پاکستان د طالبانو دپاتې شونو په بېرته سره راټولولو او منظم کولو باندې لګیا ؤ ، تر څو هغوی یې په افغانستان کې د جګړې له پاره په څوکته ګوریو سره ووېشل . یوه ډله مشران یې له ځان سره پټ وساتل . بله ډله مشران یې ځينې په خپلو زندانونو کې واچول او ځينې نور یې بیا ور مړه کړل . خو ځینې یې پر امریکایانو باندې وپلورل . د ځینوطالبانوکورنۍ یې د لاهور ، ملتان ، کوېټې ، اسلام آباد ، کراچۍ او پېښور په ځینو سیمو کې یرغمل تر ننه پورې له ځان سره ساتلې او دوی یې په افغانستان کې د جګړې دوام ته را لېږلي دي . خو ځینې نور یې بیا په امریکایانو باندې د قطرامریکایي اډې ته وړي دي . خو له ( ۲۰۰۴ )زیږدیزکال څخه تر ( ۲۰۱۳) زیږدیزکال پورې بیاپه افغانستان کې د پاکستان له خوا نا اعلان شوې جګړې ورځ تر بلې زور اخیستی چې د مرګ ژوبلو پایلې یې مو ږ په خپلو سترګو ولید لې او وینو یې .  

ماچې د تېرو (۱۳) کلنو تپل شویو پردیو جګړو د افغان قربانیانو د مرګ ژوبلو کومه احصایْوي شمېره کتلې . په هغې کې تر(نیم مېلیون ) زیاتو افغانانو ته د پردیو اهدافو له پاره داسې مرګ ژبلې ور اړول شوې دي چې په هرې ځاني او مالي قربانۍ ورکولو سره یې پاکستاني او نورو افغان دښمنه چارواکو خوندونه اخیستل .

د ښاغلي حامد کرزي ټوله (۱۳) کلنه واکمني په جګړو او اړدوړکې تېره شوه . خو په افغانستان کې د نړیوالو ددغې جګړه ییزې پروژې پر سر پاکستاني چارواکو یوازې خپل باجونه ، پیسې اوکرېدېتونه اخیستي او په بدل کې یې خاوره ، ملت او نظام ټول د افغانانو په کې خراب او تراب شول .

د تېر هجري لمریزکال د وري له ( شپاړسمې ) را په ایسته  د ښاغلي کرزي صیب د واک ټولې دورې قانوناً پای ته رسېدلې وې ، نوموړی خوشې په خوشې هسې خوشې چټي د واک پرګدۍ ترتېر میزان پورې ور ناست ؤ  . اوس دادي یوځل بیا د افغانانو د ملي وحدت حکومت مینځته راغلی ، ددې حکومت له جوړېدو څخه تر اوسه پورې ( اته ) میاشتې تېرې شوې ، پاکستاني لوړپوړي چارواکي په وار وار ( پینځه ځلې ) کابل ته راغلل او همداسې افغان چارواکي تر ؤلسمشر پورې پاکستان ته ولاړل . افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو څخه په افغانستان کې د تل پاتې سولې راوستو په اړه مرسته ـ او د افغان سوداګرو د مالونو د وړو راوړو له پاره ترانزیتي لاره وغوښتله . پاکستاني لوري په وار وار ور سره ژمنې وکړې ، او افغان ؤلسمشر ښاغلي غني پاکستان ته لومړی ( دری ) میاشتي ، او اوس یې ( یوویشت ) شپې وخت ورکړ ، خو زموږ یقین دئ چې پاکستاني ذمه وار رسمي لوري خپلې ټولې ژمنې د یخ پر تخته باندې پخوا هم لیکلې وې  ـ اوس یې هم لیکلې دي او وروسته له دې به یې هم ولیکي ، ځکه خو د پاکستان له لوري د سولې پر ځای په افغانستان کې جګړو نور هم زور واخیست .

هغه متل دئ چې وایي : (( د بې عمله ملا خبرې منه ، ځکه چې هغه ټولې خبرې د خدای (ج) اود هغه د رسول (ص) په اړه کوي . خوکوم عمل چې بې عمله ملایې تر سره کوي هغه په الهي متن او نبوي شرحه کې نه شته او د بې عمله ملا کړه وړه بیا ور سره په تضاد کې او بل څه وي . عمل یې بیا مه منه .  )) 

اوس موږ نه پو هېږو او ددې پوښتنې ځواب دې خپله پاکستانۍ اړونده اداره ورکړي چې پاکستاني چارواکو      ولې د خپلو کړو ژمنو دګفتار پرتابوت  باندې په بار بار مېخونه ټکوهلي او دکردار دروازه یې بیا د خپل ځان په وړاندې د خود مختاره انسان په څېر پر مخ خلاصه پرې اېښې ده ؟

افغان ؤلسمشر اشرف غني د پاکستان په وړاندې خپل ټول علمي او انساني مېتودونه کارولي . که نه نو د بین المللي نورمونو او قراردادونو له مخې هېڅ مجبور او مکلف نه دئ چې له داسې حرفوي معتادو ګاونډیانو سره دې خبرو ته کښېني ، ځکه افغان مشران هم د خپلو ملي مکلفیتونو او ذمه واریو له مخې مجبور دي چې د خپلو ګاونډیانو د پرله پسې سر غړونو او تېریو په اړه خپل شکایت نړیوالې دادګاه ته رسماً وړاندې کړي . نړیواله اداره هم ذمه واره ده چې د بین المللي قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو ، تېریو او خپلسریو مخه ونیسي او افغانستان ته د ور اړول شویو تاوانونو غرامت ترې واخلي .

د پاکستان پټ نامریْي استخباراتي لاسونه چې په سیاسي کچه سولې ته ـ او په نا اعلان شوې جګړه ییزه کچه تر کوم ځای پورې رسېدلي ، هلته بیا د طالبانو دریځ سمدلاسه بدل شوی ، داسې شرطونه یې د افغان سولې له پاره د پاکستاني استخباراتو او سیاستوالو په خوښه پر افغان حکومت باندې اېښي چې په هغو شرطوسره سوله له سره شونې نه ده . جګړې شدت موندلی ، او ځانمرګو بریدونو د بېګناه افغان ماشومانو ، نجونو ، هلکانو او نورو ملکي خلکو ژوند اخیستی . هره ورځ په افغانستان کې د مرګ ژوبلو پېښې را مینځته کېږي . ځکه افغان ؤلسمشر په خپلو خبروکې له پاکستان څخه افغانستان ته د حقاني شبکې د غړو او طالبانو د ور سپارلوغوښتنه کړې اوهم یې  ویلي چې د جګړې ځواب به په جګړې سره ورکړو . ځکه په افغانستان کې د بیا رغونې ، تعلیمي ، صحي ،کرنیزې ،کلتوري ، دیني ، تجارتي او نورې برخې د امنیتي ستونزو له امله یا خو په ټپه ولاړې دي ـ او یا هم له ستروګواښونو سره مخ دي .

پاکستاني چارواکوله یوې خوا د خپل مرموزسیاست په بهیرکې افغان نظام د خپلو ور پېښوکورنیو ناورینونوله امله مصروف ساتلی ، اوبلخوا لګیا دئ په طالبي او داعشي خوب ناموکې په افغانستان کې د افغان جهاد په نامه د خپل پخواني میراث ( سترا تیژیک عُمق ) تعبیرونه لټوي . چې ددې هدف تر لاسه کولو په بهیر کې یې کله نا کله خپل سرونه هم بایللي دي .

پاکستاني چارواکو ( صدر اعظم نوازشریف ، پوځي او استخباراتي مشرانو ) ټولو له افغان ؤلسمشراشرف غني سره د افغان سولې ، تجارتي مالونو ، ترانزیتي لارو ، افغان مهاجرو ، بندیانو ، ترهګرو او د هغوی پر پټن ځایونو باندې څو څو ځلې په افغانستان ، پاکستان ، قطر ، بیجېنګ ، ترکمنستان او سعودي عربستان کې خبرې وکړې او پاکستاني لوري ژمنې ور سره وکړې چې موږ به خا مخا د افغان سولې په اړه دا کارونه تر سره کوو . خو اوس د پاکستان پر هغو کړو ژمنو نږدې دری نیمې میاشې واوښتې ـ ولې په دغه ټوله تېره موده کې دپخوا په څېر پرته له وخت ضایْع کولو څخه په افغانستان کې د پاکستان له لوري نه کوم شین څراغ ولګېد ه ـ او نه یې تر اوسه پورې کوم بل داسې رغنده ګام پورته کړی چې د افغانستان درد ته دوا شي .

ځکه پاکستاني چارواکو دا ـ او دېته ورته نورې ډېرې ژمني هم ماتې کړې دي . دا ځکه چې د پاکستاني چارواکو د واک ریموټ کنټرول له ( آی اس آی ) سره دئ . د پاکستان حکومت خپلواک نه دئ . پاکستاني سر چارواکي د استخباراتو په خوښه یوازې د لاسلیک کولو حق لري ، نه د کوم بل عملي ګام پورته کولو . ځکه په اصل کې د پاکستان د تصمیم نیولو مُجریه قوه یوازې ( آی اس آی ) دئ چې په پاکستان او ټوله سیمه کې  د هر څه دکرلو او رېبلو صلاحیت او واک ور سره شته .

( آی اس آی ) یوځل د پاکستان د علمأ وو شوراته امر وکړ چې افغانستان دارالحرب ـ او پاکستان دارالامن ، او هم په افغانستان کې جهاد روا ـ او په پاکستان کې یې نار وا اعلان کړي . چې د پاکستان د علمأ وو مشر مولانا اشرفي همداسې وکړل . بیا یې په دې وروستیو کې ددې په خاطر چې د افغان چارواکو باور ور باندې پوخ شي همدغو علمأوو ته امر وکړ چې په افغانستان کې جهاد او ځانمرګي بریدونه ټول ناروا اعلان کړي .  

خو په اصل کې یې چې د داعش او اسلامي امارت خبرې را پورته کړې ، او سیمه ییزاو نړیوال غبرګونونه یې ولیدل چې طالب ، القاعده ، ترورېزم ، خلافت او امارت ټول له پاکستان څخه را ټوکېدلي ، یوازې سپینه جنډه یې په توره ور بدله کړې ـ نو د ځان سپینولو له پاره یې لومړی همغه زاړه طالبان د طالب او داعش په نومونو افغانستان ته را واړول ، ترڅو نړۍ ته وښیي چې د ترورېزم ځالې په پاکستان کې نه ـ بلکې په افغانستان کې دي . بل لور ته یې افغان حکومت ته ځان ددوست په جامه کې ور نږدې اوافغان سولې ته یې په درواغو مخه کړه ، خو پاکستان په هغې کې هم پاتې راغۍ .

دا ځکه چې ددوی هدف یوازې دا ؤ چې افغانستان له هند سره په ټکر کې راولي ـ تر څو د هند ټولې بشري او نورې مرستې له دې لارې پر افغانستان باندې بندې کړي او خپله خو یې یوازې له دوو سروېس موټرونو او تخریبي کارونو تر سره کولو پرته نور ه هېڅ مرسته نه ده کړې . خو هڅه یې داده چې په افغانستان کې د تل له پاره باید ددوی د خپلې خوښې حکومتونه موجود وي ، ترڅود افغانستان هوایي او ځمکنی حریم پرته له ټکس ورکولو د پاکستان په واک کې ورکړي ، چې پر مټ یې بیا په آسانۍ سره منځنۍ آسیا او نورو هېوادوته د خود ګردان پُل په څېر د خپلو موخو له پاره کار ترې واخلي .

هغه مهال خو افغان ؤلسمشر اشرف غني پاکستان ته دا موقع په لاس ورکړه چې دوی د خپلو لافو شافو سره سره د افغانستان د سولې په اړه څومره کوټلي ګامونه په عمل کې پورته کولی شي ، خو کله یې چې د سولې پر ځای د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د انتحاري او ډله ییزو بریدونو تسلسُل ته وکتل ، نو دېته اړشو چې باید پاکستاني واکمنو ته پر غوڅو مادو بنأ یو لیک ور ولېږي ـ څو د هغوی غوږونه پرې ورخلاص کړي چې افغانستان همدا شی غواړي کوم چې په دې لیک کې ورته لیکل شوي دي . ځکه تر اوسه پورې چې پاکستان هر څه کړي ـ هغه ټول د افغانستان ، د افغانستان د خاورې ، افغان نظام اوټولو افغانانو پر زیان وو . وروسته له دې به څرګنده شي چې پاکستان په خپل قول او عمل کې په تول څومره برابر خېژي ؟ آیا د افغانستان د سولې او ټیکاو راتلو په اړه به په خپل قول او عمل کې ثابت او صادق وي ، او یا به هم دخپلو حیلو ، مکرونو ، چل ول او تزویر  د دسیسو جوړولو پر اوښ سپور وي او په افغانستان کې به د نیابتي جګړو له پاره نغارې را ته ډنګوي ؟ ځکه پاکستان چې د افغان سولې په اړه څه وایي او څه کوي هغه دواړه یو له بل سره په تضاد او ټکر کې دي .

خوکه چېرې پاکستاني چارواکي د افغانستان ریښتینې سولې ، امنیت او ټيکاو ته مخ نه کړي ، کېدای شي چې ډېر ژر خپله په دې اورکې وسوځي .  

 

 


بالا
 
بازگشت