د افغانستان د سولې ریموټ د پاکستان په لاس کې دئ

محمد انور ولید : ۴ـ ۴ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

په افغانستان کې له کلونو را هیسې جګړې روانې دي . خو دغه جګړې کله پر افغان بې دفاع ؤلس باندې د زبر ځواکونو له خوا ور تپل شوې ، افغانان په کې وژل شوي ، ژوبل شوي اوکډه کېدو ته اړشوي ـ اوکله یې هم خپل مینځي اخ وډب او اړدوړ ته برابرکړي دي . دا چې ولې خپل مینځي شخړو ته سره اړشوي ، نو دا هم څو بېل اړخونه لري :

۱ : ــ  افغانان د شوریانو د بر بنډ یرغل له کبله مجبور شول چې د ځان او خپل هېواد ددفاع په خاطر له یو چا څخه مرسته تر لاسه کړي ، دوی پاکستان او ایران ته مخه کړه ، خو د افغانستان دغو دواړوګاونډیانو د افغانانو له مجبوریت څخه د تاریخ په اوږدو کې ناوړه ګټه پورته کړه .

۲ : ــ  ایراني چارواکو له پخواني شوروي اتحاد سره د امریکې پر ضد ځان نږدې کړ، او هم یې د شوروي اتحاد د ټوټه کېدو او د چېرنوبل د اتومي بټۍترچاودنې وروسته (۵۰ ) تنه روسي ساینس پوهان د خپلو یورانیمو د غني کولو په خاطرځانته په بیه را ونیول او خپل ریاکتورونه یې ور باندې ورغول ، دوي دخپل دې کار په بدل کې د پخواني شوروي اتحاد د خوشحالولو له پاره په پټه د مجاهدینو تر مینځ د ژبنۍ ، سمتي او مذهبي توپیر پروژې پرمخ بېولې .

 ۳ : ــ خوپاکستان بیا له افغان جهاد څخه ځانته لنګه غوا جوړه کړه ، په دې مانا چې هم یې له روسي ښکېلاک څخه خپل ځان پرې خلاص کړ . هم یې په اقتصادي ، پوځي او سیاسي لحاظ ځان ور باندې تمویل او تجهیز کړ ، او هم یې د افغانستان په اړه د خپل پخواني ستراتیژیک عُمق د خوبونو ريښتیا کولو په خاطرد مجاهدینو تر مینځ د نفاق او سره پاشلو نوي تخمونه وکرل . د ملي یووالي نظامي ، سیاسي او اقتصادي سنګر ونه یې ور ټوټه ټوټه کړل . ځکه افغانان په مفکوروي اتحاد له هېواده وتلي وو ـ  او په بې اتفاقۍ سره هېواد ته د ( مېستېري ،  بېنن سېوان ، لخدر براهیمي او پاکستان ) له طرحو سره سم  له خپلو ملېشو سره بېرته هېواد ته را غبرګ شول . 

۴ : ــ کله چې مجاهدینو واک تر لاسه کړ ، په خپلمنځي جګړو کې سره ښکېل شول . خپل ټول نظامي مهمات ، وسلې او نور دولتي تأ سیسات یې د قدرت نیولو د سر صدقه کړل . څه یې په خپله سره چورکړل ، څه پاکستان ترې یووړل او څه یې په خپله تخریب کړل . د پاتې نورو وسلو د ټولولو له پاره یې پاکستان بله پروژه دمخه ورته جوړه کړې وه . ځکه هغه مهال د مجاهدینو او ملت تر مینځ پوره بې باوري او زړه بدوالی مینځ ته راغلی ؤ ـ او پاکستان پردې باندې پوه ؤ چې نور د مجاهدینو له دولت سره د افغانستان د ملت ملاتړ نه شته . مجاهدین پوره څلورکاله په دغه خپل منځي اخ وډب کې سره اخته وو چې پاکستان د طالبانوپه جامه کې د (آی اس آی ) بله ډله پرې را خوشې کړه . پاتې وسلې او مهمات ټول هغوی ترې ټول کړل .

۵ : ــ  د پاکستان دې پروژې پينځه کاله دوام وکړ . خودافغانستان خلک له دې طالبي فرښتو هم تر دوو سپنګو پورې راغلل . ځکه هم یې افغانستان په پردۍ قومانده ور باندې بې وسلې کړ، هم یې د اسلام پر دین باندې ملنډې ووهلې ، هم یې د افغانستان عزت تر پښو لاندې کړ او هم یې افغانستان په ټوله نړۍ کې د انزوا اوګوښه کېدو خواته  پرې ورټېل واهه .

۶ : ــ  د طالبانو د خود سره رژیم څخه په سؤ استفادې سره چې هېڅ سیاسي بلوغ او نبوغ یې نه درلود افغانستان د نړیوال ترورېزم په ځاله بدل شو ، د نړۍ ترورېستان په پاکستان کې سره را ټولېدل ، ټرېنېنګېدل اوبیا په افغانستان کې جنګېدل .

۷ : ــ  کله چې د سپتمبر په (۱۱مه ) نړیواله پېښه وشوه او د القاعده شبکې نړیوال ترورېستي سازمان په کې ګرم وبلل شو ، نو طالبانوته د پاکستان له خوا وویل شول چې القاعده ستاسو مېلمانه دي ، او باید نړیوال ایتلاف ته یې ور تسلیم نه کړۍ ، ځکه په دې کار سره ستاسې افغاني او اسلامي غیرت ختمېږي ، خو ځانته یې دا ګوته نه نیوله چې القاعده هم همدوی راوستې وه ، دوی ساتل ، دوی پیسې له عربانو او شیخانو څخه پرې اخیستې او بیا یې ورباندې بدنام هم همدغه بې سیاسته طالبان کړل ، خو کرېدېت پاکستان ور باندې واخیست .

۸ : ــ  کله چې افغانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لومړی په روم ، قبرس او برلین کې ،  او ور پسې په بُن کې سره را ټول او نړیوالو یې ملاتړ وکړ ، پاکستان همزمان د جګړې له لومړیو لیکو څخه خپل پوځیان په هلیکوپټرو کې ترې انتقال او طالبان یې یوازې ور ته پرې ښوول . نړیوال ایتلاف (۴۵) ورخې پر طالبانو باندې هوایي بمبارۍ وکړې او طالبان یې څه په نیولو ، څه په مرګ او څه په فرار له افغانستان څخه وایستل . پر پاتې طالب دیپلوماتانو او جنګې پرزو باندې خپله پاکستان له امریکایي جنګي ماشین سره معاملې وکړې او ویې پلورل  .

۹ : ــ  له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۰۳ زیږدیز کال پورې په افغانستان کې څه نسبي آرامي وه . هغه هم داسې چې پاکستان له سره د طالب پاتې شونو پر را ټولولو او جګړې ته پر بیا تنظیمولو باندې لګیا ؤ .

۱۰ : ــ  خو په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې بیا پر افغانستان باندې د ځانمرګې بریدونو توپان د پاکستان له لوري را والووت او لومړنی ځانمرګی برید د صحت عامې پر چوک باندې تر سره شو چې په لسګونو مړه او ژوبل یې تر شا پرېښوول . په کندهار کې په سلګونو قومي مشران ترور شول . په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سیمه ییز ژورنالېست سېلاب محسود له قوله (۵۰۰۰) قبایْلي مشران ترور شول .

د پخواني ؤلسمشر کرزي پر چورلکه یې په ګردېزکې توغندیز برید وکړ ، خو هغه بچ شوه . په کندهارکې یې پرکرزي باندې بل برید وکړچې یو امریکایی ساتونکی په کې ووژل شو ، په حضوري چمن کې یې د ثور د اتمې د نمانځلو پر مهال پر کابینه او ددولت پر اراکینو باندې توغندیز برید وکړ . ځينې امنیتي کسان په کې ووژل شول خوکرزی ژوندی ترې وؤت . ور پسې د هدفي وژنو لړۍ پیل شوه . پر صبغت الله مجددي اواستاد سیاف باندې ځانمرګي ناکام بریدونه تر سره شول . استاد برهان الدین رباني یې شهید کړ . اکرم خپلواک ، مولانا سید خیلي ، خان محمد مجاهد ، او ځينې نور لوړپوړي چارواکي یې په ځنځيري هدفي وژنوکې ترورکړل . د خوست ، پکتیکا ، ننګرهار ، وردګو ، کندهار ، هرات ، کابل ، غزني ، بغلان ، او فاریاب ډله ییزې وژنې یې تر سره کړې . په لویه جرګه او پارلمان باندې یې بریدونه وکړل . په انتخاباتوکې یې د خلکو ګوتې او لاسونه ور پرې کړل . افغان دیپلو ماتان یې په سرحد صوبه کې وتښتول .

۱۱ : ــ  ځینې طالب مشران یې له ځان سره برمته وساتل او نوې سیاسي مشرتابه یې ور ته جوړه کړه . د ځینو یې جامې ، لنګوټې ، جنډې او نومونه ور بدل کړل . همدا اوس هره ورځ په افغانستان کې مرګونې جنازې بار او روغتونونه له ټپیانو ډک وي . سرونه پرې کېږي .

۱۲ : ــ  په ځمکنیو زېرموکې ترتصرفاتو وروسته غیر قانوني او غیر فني کیندنې روانې او د مخدرو موادو پر تمویلي منابعو او شارګونو باندې د پردیو استخباراتي شبکو نېښونه لګول کېږي .

دا  ، او دېته ورته ټول فشارونه له افغان حکومت څخه د امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره لګول کېږي .

۱۳ : ــ  په ترکیه ، سعودي عربستان ، او ترکمنستان کې د طالبانو له پاره ددفتر غوښتنه وشوه ، خوآخر په دوحه کې دا دفتر پرانستل شو . پاکستاني مشرانو طالبان ( ان چارج ) کړل او د خپل استقلال جنډه یې پورته کړه ور سره سم یې دفتر هم وتړل شو او د سولې خبرې په ټپه ودرېدلې . جرمني ترکمنستان او سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې ملاتړ اعلان کړ . چین یې د سولې کوربه توب ومانه . په ناروې کې د افغان حکومت او طالب مشرانوتر مینځ خبرې وشوې . په ډېرو ټکو د دواړو لوریو تر مینځ لومړنی توافق هم را غلی ، خو پاکستان بیا هم خنډونه په کې اچوي . او غواړي چې افغان سوله باید دپاکستان په کربه توب ـ د پاکستان په خوښه او د پاکستان په ګټه تر سره شي . ددې خبرو او فیصلو واک اختیارټول باید د پاکستان په واک کې وي . څه وخت چې پاکستان وغواړي افغان سوله به د یوې آلې او حربې په توګه استعمالولی شي . د پاکستان هدف دادئ چې :

لومړی : خو په افغانستان کې هېڅ سوله باید ونه شي ، ځکه چې که په افغانستان کې سوله راشي ، جنګ جګړې ختمېږي ، خود جوشه افغاني حکومت تشکیلېږي ، قانونیت او حاکمیت ثبات مومي ، اود پاکستان د بې کیفیته توکو د خرڅلاو مارکېټ له مینځه ځي .

دوهم : منځنۍ آسیا ته د ور ننوتلو او له طبیعي زېرمو څخه یې د خامو موادو ، ګازو او برېښنا تر لاسه کولو او واردولو له پاره باید پاکستان دافغانستان له ټکس څخه خلاص وي . چې دې هدف ته د رسېدو له پاره باید پاکستان تل په افغانستان کې یا بې ثباتي او انارشي راولي ، یا یې یوه داسې برخه له واک څخه وباسي چې له تاجکستان سره شریکه پوله لري ، ترڅو له هغې لارې څخه پاکستان ته د تل له پاره د خپلې اړتیا وړ توکي پرته له څه محصول ورکولو پرې انتقال او خپل پاخه مالونه منځنۍ آسیا او نورو اروپایي هېوادو ته پرې صادر کړي .

درېیم : که داسې ونه شي نو یاید په افغانستان کې ددوی په خوښه یوداسې حکومت منیځته راولي چې په ټولو ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو پرېکړو کې د پاکستان خولې ته د پاکستان په ګټه سلامي ولاړ وي .  

۱۴ : ــ  پاکستان په خپل دې خوب سره په اصل کې په ټوله آسیا کې د هغو (۵۰ ) هېوادو ټولواکه مشري غواړي چې طرحه او د بنسټ تيږه یې د جنرال ضیا ءالحق په وخت کې اېښودل شوې وه . پاکستان د هغو له مخې د منځنۍ آسیا ټولې زېرمې هم د ځان ګڼي . خو اوس مهال یې امریکې ، چین او روسیې ته زور نه رسېږي . که نه نو لا دمخه به یې پاکستان پر ضد ورته درېدلی وای .

د پورته (۱۴) وجوهاتو له مخې موږ ویلای شو چې د افغانستان د سولې ریموټ د پاکستان په لاس کې دئ . که پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله را تلای شي ، او که ونه غواړي په افغانستان کې سوله نه راځي . خو د افغانستان بې ثباتي به ټوله آسیا او ټوله نړۍ نا آرامه او بې ثباته کړي . په کار ده چې تر هر څه وړاندې لومړی باید پاکستان مهار او مجبور شي ، ترڅو په افغانستان کې دایْمي او ريښتینې سولې راوستو ته غاړه کېږدي . که نه نو د پاکستاني چارواکو په تلو راتلو سره په افغانستان کې سوله نه راځي .   

افغان حکومت ته هم په کار ده چې د سیمه ییزاو نړیوال فشار په واردولو سره پاکستان سولې ته را مات کړي .

 

 


بالا
 
بازگشت