عبدالرووف  ليوال

 

غټ ، غټ خبرونه

څرنګه مې چې یو نیم کال وړاندې دملا محمد عمردمړينې په هکله په طنزی بڼه خبرورکړی وو- اولوستونکو هغه خبر نه بلکې طنز ګڼلی ووـ نن بیاهم تاسوته په همدې شان خبرونه لرم ،ورته غوږ شی !

۱-  اسامه ژوندی دی .

دخبرونومینځ : دمسکو تربیون خبری سایت دوه ورځې وړاندې خبر ورکړچې عرب اوسامه دلادن زوی ژوندی اودستر سمندرپه هاماس ټاپو کې له چړچو ډک ژوند تیروی اوپه درز سره په میلو کې ډوب اودجنت حورې یې شاوخوا په نڅادی.

 ددې خبر اصلی سرچینه امریکایی رابرت اسنودن هغه درازونورسوا کوونکی دی چې اوس یې په روسیه کې پناه اخیستې ـ هغه په خپل کوډګرهنرسره دامریکا له ډیرو پټو رازونو پرده پورته کړې او له همدې امله امریکه ورته غاښونه چیچی اوخپل ستردښمن یې بولی .

هغه وړاندې هم دسی . آی .ای ډیر پټ اسرارډانګ پیلی کړی ول .

هغه داسې وایی (( سی .آی . اې دامریکا جاسوسی اډانه اوس هم اوسامه ته دمیاشتې یولک ډالر تنخا ورکوی چې دنړۍدسترو سوداګرودشخصی بانکی حسابونو په ذریعه په پټه توګه هغه ته رسی ))

۲- ملا عمرله آره ماؤیست وو:

دملاعمر آخوند له مړینۍ وروسته د آی . اس . آی له دفترونو څخه داسې نښې اونښانې پیدا شوی چې داخوند ډیرې پخې اړیکې دچین له ماؤویستانو سره ثابتوی – له همدې کبله دچین  دولت دهغه په مړینې لاتراوسه خواشینی دی اودهغه مړینه لویه ضایعه بولی .

۳- پاکستان افغانستان ته دشاتودمچیوپرځای هغه غټ مچان چې ژیړرنګ لری صادرکړی دا مچې (مچان) ددې پر ځای چې پرګلو کیښنی پر غولوکینی اومرداری را ټولو ی چې دپاکستان دې چلند افغان شات پلورونکی دوسپوږمو ته راوستی .

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت