صداقت د افغان سولې لومړی شرط دئ

محمد انور ولید : ۳ ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

د جنګ جګړو وروستۍ جمله سوله ده چې د انسانانو تر مینځ استعمالېږي . جنګ جګړې یو داسې عمل دئ چې انسان ته یوازې د مرګ ژوبلو زېری له ځانه سره لري او بس . خو نارمل او هوښمن انسان هېڅکله هم دېته تیار نه دئ چې ځاني یا مالي تاوانونه دې ور واوړي . ځکه داد انسان خپله فطري غوښتنه ده چې آرام ـ سوکاله ـ هوسا او بسیا مخ پر وده ژوند دې ولري . له جنګ جګړو هرڅوک ستړي کېږي اوله ناخوالوڅخه مړېږي . خو له خیر ښېګڼې او همزیستۍ څخه د هېچا زړه نه تورېږي ، بلکي تلوسه یې نوره هم ورته زیاتېږي .

افغانان چې له څه کم څلورو لسیزو را په ایسته په خپل کور کې پردۍ جګړې ور باندې تحمیل اود سر او مال زښته زیات تاوانونه ور اړول شوي دي . هېڅکله هم دېته تیار نه دي چې ددوی سر ، مال ، ناموس او خاوره دې د پردیو اهدافو د سر صدقه شي .

اوس چې د سیمې ځينې هېوادونو او نړیوالو په افغانستان کې د جګړې شالید وارزاوه ـ او خراب پس منظر ته یې ور پام شو ، نو له غځېدلو او دوام څخه یې په توقف او سوله کې د خپلې بقأ انځورونه هم تر سترګو شول . ځکه یې په افغانستان کې د ژر تر ژره سولې په اړه مټې را ونغښتې او د کوربه توب او مرستې په اړه یې ټټر وواهه .

ترکیه ، ترکمنستان او سعودي عربستان له هغو هېوادو څخه دي چې د افغان سولې په اړه یې د ملاتړ او مرستې اعلان کړی ، خو چین بیا د کوربه توب ذمه واري پر غاړه باندې اخیستې ده . امریکې د افغان سولې هرکلی کړی ، او افغان حکومت او وسله والو مخالفینو د سولې کولو له پاره ځانونه تیار کړي دي . انشاءالله العزیز چې ډېر ژر به په افغانستان کې د سولې خوب ريښتیا شي .

ځکه زموږ ګاونډی هېواد چين دېته ژمن دئ چې ژر تر ژره باید په افغانستان کې سوله راشي ، ځکه افغانستان د آسیا په زړه کې ددې وچې په مینځ کې له یوې خوا یو داسې څلور لاره او سترا تیژیک موقعیت لري چې په جیو پولیټیکي ( سیاسي ) ، اقتصادي او نظامي لحاظ ټوله سیمه او نړۍ سره مښلوي . اوله بله اړخه د افغانستان  له سولې سره د سیمې او نړۍ ټول امنیت او ټولې ګټې تړلې دي .

دا درېیم ځل دئ چې چین د افغان سولې کوربه توب کوي . چین یو داسې درېیمګړی هېواد دئ چې ټولو خواوو ته د منلو وړ ـ او پر پاکستان باندې یې ځانګړی اغېز شته . ویل کېږي چې راتلونکې پنجشنبه د افغان سولې په اړه یو ځل بیا په چین کې په لوړه کچه خبرې پیلېږي . په دې خبروکې به د سیمې د ذي دخلو هېوادونواړوند استازي له افغان سولې سره د مرستې په ډول هم وجود ولري .

د طالب استازو له لوري خو دا هم ویل شوي چې د چین له غونډې سره سم باید اوربند هم وشي . د افغان سولې دا غونډې دپخوانیو هغوپه پرتله ځانګړی توپیر لري ، ځکه چې پخوا به د سولې یوازي نوم او رسم زمزمه کېده . ولې اصلي سوله چېرې په ذره بین کې هم نه لیدل کېدله ، ځکه چې پخوا به پاکستان د سولې ګول ته خپله ولاړ ؤ ،کله به چې د سولې خبره یاده شوه ، هغوی به د ترهګرو بریدونو او جنګ جګړو په بدرقې سره بېرته پر شا و تمبوله . خو دا ځل پاکستان هم د خپل مجبوریت له مخې نوره دا بازي پرمخ نه شي وړلی . اوپاکستاني چارواکي  مجبور دئ چې د سیمه ییز او نړیوال نظم د اعادې په خاطر په یوه لاس کې له دوو هنډواڼو نیولوڅخه یوازې یوه یې ( خپل ثبات ) په لاس کې ونیسي ، او د نورو له نا آرامولو څخه لاس په سر شي .

د افغانستان خواته پر صفري سترا تیژیکو سیمو باندې نویې تاڼې جوړول ، چې پاکستاني چارواکو ته به ښایي د توسعه جویۍ ( ارضي پراختیا ) مانا ولري ـ خوپه اصل کې دوی د نړیوالو سرحدي نورمونو او د سیمې د قومي جوړښت د پرتوخلکو د روا غوښتنو خلاف عملونه تر سره کوي ، پر دې سره هېڅکله هم غصب کړې سیمې د دوی نه بلل کېږي . ځکه پر غصب شوې مُتنازع فیه پردۍ ځمکه باندې هېڅکله هم د هېچا له خوا بین المللي او شرعي قباله نه ورکول کېږي . نو پر همدې بنأ د ډېورنډ پرکرښه باندې د دوی ټولې خود سره آبادۍ هېڅ قانوني مانا ، مشروعیت او ارزښت نه لري ، او کېدای شي چې د ډېورنډ له دې تومک خوړلو سره د پاکستان ټوله خوله له چتراله تر بولانه پورې څېرې شي .

پاکستان ته لازمه ده چې پر ډېورنډ کرښه باندې د لانجو جوړولو پرځای له افغان سولې سره صادقانه مرسته وکړي . افغان طالبان دې نور پرېږدي چې د سولې د پروسې له لارې افغانستان ته راشي او د پردیو جګړو پر ځای نور پاتې عمر د خپل هېواد په نظام جوړولو او آبادولوکې په آرامۍ او سوکالۍ سره تېرکړي . ځکه افغان سوله د افغانانو تر مینځ حتماً را لنډېدونکې او را تلونکې ده ، خو صداقت په کې د بري لومړی شرط دئ .

که پاکستان دا ځل د چین خبره ونه مني ، او د افغانستان له سولې سره صادقانه مرسته ونه کړي ، مانا یې داده چې پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د چين مخ پر ودې سیمه ییز او نړیوال اقتصادي ماشین فلجول غواړي ، خو د پاکستان له دې مرموزو حرکاتو سره کېدای شي  چې چین هم په افغانستان او سیمه کې د خپلو زیاتوګټو په خاطر پاکستان ته شا کړي . چې له دې سره به بیا د پاکستان ټول اقتصادي او تولیدي شارګونه فلج او دپنجاب اداره به خپل نوزاد هېواد په لوی لاس تر سیمه ییزې او نړیوالې انزوا وروسته د ریښتیني کورني انحطاط او زوال سره مخ کړي .

چې هلته به بیا نه د څلور صوبو واک اختیار ور سره وي ، نه د ډېورنډ پرکرښه د نویو پوځي تأسیساتو جوړولو وس ، او نه هم د افغان طالبانو د برمته کولو او جنګولو زور . ښه داده چې پاکستان وروسته له دې د بدیو پر ځای باید له افغانانو سره ښه چلند وکړي ، د سولې په اړه له افغان حکومت سره صادقانه مرسته وکړي اوپه افغانستان کې نور پردیو جګړو ته د پای ټکی کېږدي . 

 

 


بالا
 
بازگشت