له جګړو څخه د خلاصون کړنلارې

محمد انور ولید:   ۱۳۹۴ هجری لمریزکال ـ لړم  ۲۴مه

انساني ټولنې هغه مهال له تاو تریخوالي او جګړو څخه نجات موندلی شي چې د شر، فساد اوفتنو اچولو منابع یې تشخیص ، او د تمویل ، تجهیز او ودې لارې یې پر مخ بندې شي . پر ضد یې له اختلافاتو او شخړو سره د مناسبو او رغنده لارو چارو د ودې او په کاراچولوفرهنګ په کې عام شي . په ټولنیز سیستم کې د عدالت او حقوقو د تأمین له پاره اړین اقدامات په کې تر سره شي . خوددې ټولوکارونو د ترسره کولو له پاره ترهرڅه وړاندې اړونده پوهنه اوروزنه د ظرفیتونو د ارتقأ او لوړولو له پاره اړینه ده ترڅو په کلاسیک او مکتبي منل شوي شکل خلک د مور له ِغېږې څخه بیا آن تر ګوره پورې د سوله ییز ژوند پر اهمیت او ګټو باندې پوه وي .

کله چې د یوې ټولنې غړي او ډلې د اختلافاتو اوشخړو په وړاندې مناسبه رویه او چال چلند غوره کړي ـ  د خلکو له پاکو او خود جوشه احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي ، له شخړو او جګړو څخه د خپل تمویل او اکمالاتو شخصي ( ان جي او ) جوړه نه کړي  ، په هغه صورت کې همغې ټولنې یا ډلې ته مدني ټولنه یا مدني ډله ویل کېږي .

د مدني ټو لنې یا ډلې خصوصیات( ځانګړنې ) دادي چې :

ـــ زغم ، د یوبل منل ، د یوبل خبرو ته غوږ نیول او په سړه سینه او کاملاً آرامو ماغزو د مقابل لوري خبرې اورېدل ، پر خپلو کړو وړو باندې څار ، مراقبت او کنټرول باید عامه بڼه خپله کړي....

ـــ بدۍ او نورو ملکي او دولتي اړخونو ته زیانونه اړول بد وګڼي ، ور باندې وشرمېږي ، هغه عیب وبولي او دا فرهنګ په کې وده وکړي .

کله چې په ټولنه او ګوندونو کې ښه ذهنیتونه او کړنې پراخه وده وکړي اوبد ذهنیوتونه او کړه وړه په کې بد اوعیب  وګڼل شي ، نو بیا به شرم او حیأ په کې پراخه وده وکړي ـ او همدغه وده به بیا د سولې ، ثبات او سلامتۍ په پراختیا او وده کې ستر رول ادأ کړي .

په پورتنيوڅیزونوکې یاد شوي موضوعات ټول ممکن دي اوموږ ته به په ځانګړو او ټولنیزو دواړو اړیکوکې دداسې ذهنیتونو اوکړو وړو وده او پراختیا ددې وړتیا راپه برخه کړي څود پرله پسې تاو تریخوالي او جګړو پر ناخوالو باندې بری ترلاسه کړو . چې پرمټ یې بیا کلای شو د جوړوونکو مثبتو بدلونونو او تحولاتوله پاره لارې پرې هوارې کړو .

زموږ د اوسنیوکړنو او عامه ذهنیت حالت داسې دئ چې موږ خپله هغه مهال د شخړي ( منازعې ) په اړه فکر کوو ـ خو بیا هم په خپله په شخړه کې را ښکېل شو . ولې  ډېری وخت بیا داسې وو چې د شخړو د اغېزو په وړاندې سمدلاسه عکس العمل ښيو . زموږ ذهن یوازې په لیدونکو څيزونو باندې مصروفېږي . څه چې نه وینوهغوی ته هېڅ پام نه کوو او هغه د پام وړڅه له پامه په کې غورځوو چې د شخړو اصلي سر چینې جوړوي او یا شخړه د تاو تریخوالي او جګړې لوري ته بیایي .

ولې په لرلید او پایلو یې فکرنه کوو چې په راتلونکې کې څه ترې پېښېږي . او دا زموږ په ټولنو کې اوس یو دود ګرځېدلی چې د شخړو سرچینو ، تاو تریخوالي او جګړو ته د هڅوونکو عواملو څخه تر شخړو مخکې ، د فعالو شخړو پر وخت او یا له شخړو څخه وروسته د پام وړ پاملرنه نه کېږي .

مانا یې داده چې له شخړو څخه په سمه توګه منظمه زده کړه او سبق نه دئ اخیستل شوی ، له شخړو څخه پند او عبرت نه دئ اخیستل شوی ، د اړینو اصلاحاتو راوستو ته ډېر لږ پام ور اوښتی ، په ډېر لږ اختلاف سره د شخړو په وړاندې ناسم چلند شوی چې په پایله کې یې تراوسه پورې زموږ هېواد په دوامدار تاوتریخوالي او تشدد کې یرغمل ساتلی او زموږ خاوره یې د پردیو جګړوپه آزمون ځای بدله کړې ده .

په هره شخړه ، تاو تریخوالي او جګړه کې خو ځینې مسْلې او موضوعات په ډاګه او ښکاره وي،  خو ځینې مسْلې بیا د پورته نومول شویو پېښو په څېر بیا همداسې پټې (استخباراتي ) وي . خو موږ د شخړو او جګړو په حالت کې په ښکاره ( فزیکي ) شیانو باندې ځانونه مصروف ساتو اوهمغو ته زموږ پام ور اوښتی وي . و لې ددې پر خلاف د ځینو ډېرو نورو مهمو پېښوڅخه بیا سترګې پټوو . همدا علت دئ چې زموږ د شخړو او جګړو د سر چینو او محرکو برخو او عواملو رېښې زموږ د اړیکو او حافظو په ژورو کې په دوامداره توګه همداسې فعالې او ژوندۍ پاتې کېږي . کله چې زمینه او موسم ور ته مساعد شي ، د مېکروب په څېر خپل فعالیت له سره پیلوي .

 

ددې له پاره چې دوامداره سوله پراخه وده و کړي ، لاندې ټکوته هم پام په کار دئ :

لومړی : ـــ د یوه ځواکمن ، سوکاله او یو موټی افغانستان خیر په دې کې دئ چې ټولې خواوې یو پر بل باندې د بري او غلبې ذهنیت له خپلو دماغونو او کوپړیو څخه وباسي ، ځکه چې یو بل ته د ماتې ورکولو ذهنیت ډېرې خطرناکې پایلې لري . افغانانو ته په کار ده چې د ( یا ته او یا زه ) ذهنیت پر ( هم ته او هم زه ) ذهنیت باندې واړوي ، ترڅو د سرتاسري ريښتیني ملي یووالي له پاره د یو مهم بنسټ په را مینځته کولو ، جوړولو او ټینګولوکې مرسته وکړي . که چېرته د ( هم ته او هم زه ) ذهنیت په سوچونو او فکرونوکې نه وي ، تولد ـ ماشومتوب ـ ځواني ـ او زړبوډي یې په ځانځانۍ سره خپلسرې وده کوي ، نو دا بیا ډېره ستره ټولنیزه فکري خلاء ده او موږ باید سر له اوسه دا خلاء د ( هم ته او هم زه ) په ذهنیت سره ډکه کړو .

دا اټکل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دئ . نو په دې کور کې هېڅ افغان بیا له بل څخه کم یا زیات نه دئ او ټول ددې وطن اوسېدونکي دي . دا وطن د ټولو افغانانو مور ده . ټول افغانان ددې خاورې زامن دي . ټول د فزیکي او معنوي قوت لرونکي دي . دوی کولی شي له خپل وس او طاقت څخه د خپل وطن او خاورې په آبادولو کې کار واخلي ، ترڅوخپل ځان اوخپلووطنوالوته یې ګټه ورسېږي . لکه څنګه چې ساتنه یې پرهرمکلف افغان باندې فرص ده ، همداسې په کې د اوسېد و اوګټې اخیستنې حق هم لري . خو هغه افغان ډېر د قدر وړ دئ چې ددې مشترک کور د عزت او وقار په ساتنه او آبادۍ کې یې تل مټې را نغښتې وي . هڅه او هاند یې داوي چې له خپلو وطنوالو سره په دې سیالۍ کې ځان شریک کړي . خو د جګړه مارۍ، لوټمارۍ او فساد په له مینځه وړلو کې له یو بل سره په صادقانه توګه مرسته وکړي .

دوهم : ـــ ښه حکومت باید د ښو خلکو په لاس وټاکل شي او هغه باید وده وکړي . د ښه حکومت نښه داده چې د خپل ؤلس د رواني او حیاتي نیمګړتیاوو پوره کولواو اړتیاوو لیرې کولو په فکر او لټه کې وي . ترڅوخپل ؤلس ته د ښو خدماتو ښې پایلې وړاندې کړي .

درېیم : ـــ حکومت باید خپل ؤلس ته د خپلو ملي ارزښتونو او مقدساتو سره سم د حکومت په ټاکلو کې د ونډې اخیستو او سالم  نظر حق ورکړي ، عدالت خوندي وساتي او د ؤلس رأیو ته په درنه سترګه وګوري .

څلورم: ـــ ښه حکومت هغه دئ چې دؤلس د اړتیاوو او ښو خدمتونو له پاره په خپل حکومتي سیستم کې اړین بدلونونه راولي او د افغانانو په سوله ییزه روزنه او پالنه کې ټولې هڅې سره همغږې کړي . له افغان وسله والو مخالفینو سره دې ددې له پاره د سولې او ملي یووالي لارې پرانیزي چې جګړه پرې بنده شي او ؤلس ته په ګډه خدمت وکړي ، تر څو په ټول افغانستان کې د ټولو افغانانو له پاره  امنیت ، سوله ، عدالت او حقوق تأمین شي .

 

په سمندرکې د یخ غرونه ( د یخ لویې ټوټې ) :

د لاندې طبیعي جوړښت د توضیح او مطالعې څخه په ګټې اخیستو سره موږ کولای شو د تاو تریخوالي او جګړې څخه د یوې خلاصې ټولنې په جوړولو کې له یو بل سره مرسته او ګډ کار وکړو :

یوه ژوندۍ بېلګه : ـــ  په یخ تړلو قطبونو کې د هوا له تودوخې سره سم د غرونو په شکل د یخ ډېرې لویې لویې ټوټې را بېلېږي چې لږ تر لږه د هرې ټوټې اوږدوالی یې څو کیلو مترو ته رسېږي او ډېرې لوړې ارتفاع ګانې لري . د یخ له خورا سترو کنګلونو څخه دغه لویې لویې ټوټې په سلو کې (۱۰٪) داوبو له سطحې څخه د باندې را وتلې ښکاري ـ او په سلو کې ( ۹۰٪ یمه ) برخه یې په اوبو کې د ننه ډوبه وي ، خو د سمندري سترو څپو په زور سره په اوبو کې د لامبو په حال کې لیدل کېږي ـ چې کله نا کله له سمندري بېړیو سره په ټکر او تصادم کې واقع کېږي او زیات ځاني او مالي تاوانونه هم اړولی شي . ولې ځینې وختونه خو بیا ور سره ټکر شوې بېړۍ ډوبولی هم شي .

شخړې هم د یخ د کنګلونو همدغه را بېلو شوو ټوټو ته ورته والی لري ، چې (٪۹۰ ) یې پټې ، او (٪۱۰ ) یې ښکاره او څرګندې وي .

د یخ له غرونو سره د شخړو ورته والی : ــ 

شخړې په عام ډول ـ او ټولنیزې اوږدې شخړې په خاص ډول د همدغو سمندري کنګل شویو لویو ټوټو سره ورته والی لري . د یخ په هغه لویو ټوټو کې هم ځینې لږې برخې د اوبو تر سطحې د باندې ښکاري او خورا زیاتې برخې یې پراوبولاهو وي او هېڅ نه ښکاري . همداسې په شخړو کې هم ډېرې لږې برخې مشاهدینو ته ورمعلومېږي ـ او زښته زیاتې برخې ـ او د هغوی لاملونه تر هغو پورې چاته نه ور معلومېږي چې تر څو پورې د شخړه ییزو سمندرونو تل ته نه وي ور ښکته شوي . ځکه خو باید د شخړو ښکاره او بر سېرنې برخې ته په پام سر بېره د شخړې مبهمو ( ګونګو ) او پټو اړخونو ته هم باید پاملرنه وشي ، ځکه همدغه پټې برخې دټولنو ، ډلو ، هېوادنو او نظامونو تر مینځ د ټکر او تصادم سبب جوړېږي . او شخړې په جګړو اوړي . او جګړې آبادۍ له مینځه وړي .

د بېلګې په توګه:

د شخړې ښکاره برخې هغه دي چې د غوسې اوزور زیاتي پر مهال جګړې ترې پیداکېږي ، جګړې ښکېلو خواوو ته ځاني او مالي زیانونه ور اړوي . ښکېلې خواوې او نور خلک هم د جګړې همدغه ښکاره اړخ ته ګوري ، په ښکاره توګه خو د جګړې د همدغه پاسنۍ برخې ( ظاهري او فزیکي ) برخې د له مینځه وړو په تکل کې وي ، ولې تر جګړې لاندې ( پټې ) برخې ته هېڅ خیال نه ساتي ، چې کېدای شي د شخړې په همدغه پټه له پامه غور ځول شوې برخه کې د شخړې اصلي لاملونه او عوامل موجود وي .

د شخړې اصلي لاملونه اوعوامل تل د شخړې په لاندینیو او څنګنیو له پامه لوېدلیو برخو کې شتون او ځالې لري . کله چې د ټولنو ، ډلګیو ، ؤلسونو او هېوادونو روان عادي بهیر پرې برابر شي . له داسې ناڅاپي او نا پامه ټکر او تصادم سره یې مخ کړي چې یا ټولنې ، ګوندونه ، ؤلسونه او هېوادونه له مینځه په کې ولاړ شي ، او یا هم د شخړې پټې برخې ( فسق ، فساد او فتنې ) یا په بله ژبه : وېرې ـ شخصیتونو ته صدمې ـ د درناوي تهدیدول ـ د پېژندل شویو ارزښتونو وېره ـ پخوانۍ ترخې خاطرې ـ د نا امنیو محسوستیا ـ د شرم او بې عزتیو احساسول... او    ( د ژوند او روحي اړتیاووتهدیدول ) په کې ختم شي .

که څه هم په ښکاره خو په عام ډول ددغو برخو یادونه له سره نه کېږي . ولې په خصوصي او پټو غونډو کې یې بیا پرځینوبرخو باندې تبصرې روانې وي . د شخړو په ښکاره او ژورو برخوکې ځينې حساس عناصر لکه : ځواک ، دود دستور ( فرهنګ ) ، اصل او نسل ( هویت ) ، جنسیت او حقوق موجود وي چې له شخړو سره د تعامل او سولې په راوستو کې مهم رول لوبولی شي .

که چېرې موږ ظاهري تاو تریخوالی او جګړه بنده کړو ، د شخړو ژوروعواملواوعناصرو ته شا ور واړوو او له پامه یې وغورځوو ، کېدای شي ددې په څنګ کې لکه په افغانستان کې اختلافات ، شخړې او جګړي په بله بڼه سر را پورته کړي .

ددې له پاره چې دوامداره سولې ته سره ورسېږو باید په ژوره توګه د جګړې او شخړې عوامل تحلیل اوکره پاملرنه ور ته وکړو . خو دا هم بس نه ده چې موږ یوازې د ظاهري سولې په خاطر د جګړې درولوکوښښ وکړو ، بلکې ددې تر څنګ باید د شخړو ژورې خواوي او نور ژور نا ویلي مسایْل هم په پام کې وساتو او هغه سره وپېژنو ، ویې څېړو ، رېښې او پایلې یې پیدا کړو . که چېرته دغه رېښې د رغولو وړ او د رغولو ارزښت ولري ، نو باید ویې رغوو . او که د رغولو وړ نه وي ، ترموجودیت یې بیا نه موجودیت غوره وي ، نو یاید رېښې یې  ور پرې کړو .

په جګړه کې یو وخت داسې هم را رسېږي چې دواړه خواوې له جګړوڅخه ستړې شوې وي ، د جګړو پر بدو پایلو او زیانونو باندې سره پوه وي او د خپلې خوښې سوله غواړي . خو دداسې سولې او خپلو امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره دواړه خواوې جرګې ته خپل خپل شرایْط وړاندې کوي . دا سمه او پر ځای ده چې د سولې له پاره باید داسې شرایْط او اصول د تعادل په صورت کې را مینځته شي چې ټولنیزه خوا په کې په ټولیز ډول ونډه ولري . ځکه سوله خو د یوه شخص ـ یا یوې ډلې ( ګوند ) او یوه تن کار نه دئ ، بلکي سوله د ټولنې ، ګوند ، هېواد او نړۍ په کچه یو رغنده ټولنیزکار دئ چې په ژمنه او ښه نیت سره د ټولو خواوو روا او برحقو غوښتنو ، د ؤلس ( خاموش اکثریت ) حقوقو او اړتیاوو ته باید په متعادله توګه پاملرنه په کې وشي .

خو کله چې جګړه ختمه شي  بیا به هم د سولې او د شخړو د بېخپوره حل عملیه دوام مومي . ترڅو د سوله ییز خوند یتوب ، او سوله ییزو اړیکو د بیا رغونې له پاره تل پاتې پخلاینې ته لاره ور باندې هواره شي . ځکه که پخلاینه نه وي ، نووروسته به بیا څه پېښېږي ؟

ښکاره خبره ده چې :

کرکه او نفرت به ترشا پرېږدي ، درېیمګړي به خپل باور له لاسه په کې ورکړي ، یو پر بل باندې باور به په ښکېلو غاړو کې ډېر کمزوری وي ، د یوبل ترڅنګ د کارکولو روحیې به کډه ترې کړې وي ، او په ډېر لږ اختلاف او شخړې سره به بیا تاو تریخوالی زور واخلي او جګړې به بیا پیل شي . ددې مثال داسې دئ لکه یو ناروغ چې په ګېډه کې عملیات شي اوګېډه یې پاکه نه شي ، خو کله چې عملیات یې پای ته ورسېږي او ټپونه یې جوړ شي ، خو په ګېډه کې اصلي ناولتیا به یې د ننه په وجود کې په نویو بڼو سره د اوس په څېر نور سرایت هم وکړي او آخر به یې له مینځه یوسي .

که څه هم د پخلاینې له پاره کومه خاصه ( ځانګړې ) نسخه او حکومتي نمونه نه شته . خو د سوله ییزو څېړونکو ، حکومتونو او ټولنیزو نهادونو ( مؤسسو ) او د سولې د کارکوونکو دا دنده او وجیبه ده چې تر هغو پورې د پخلاینې له پاره خپل مدبرانه ، عاقلانه او له حکمته ډک ابتکارات په کار واچوي  څو پخلاینه او سوله په کرکه او بدلې اخیستو باندې بر لاسې شي . او په ريښتینې تو ګه عذر غوښتلو او پښلو ته لاره هواره کړي . چې دا په حقیقت کې د ښکېلو خواوو پر زړونواو ذهنونو باندې کارکول او د هغوی زړونه او ذهنونه تسخیرول دي .

حقیقي پخلاینې او تل پاتې رېښتینې سولې ته د رسېدو په هیله .

 

   

 


بالا
 
بازگشت