په بدخشان کې جګړې او د عسکرو قرباني د څه له پاره ؟ !

محمد انور ولید: ۴ـ ۵ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

زیاته موده وشوه چې د بدخشان د نا امنیو په اړه ضد او نقیض خبرونه اورېدل کېږي . د افغان حکومت موافق او مخالف لوري او شنونکي یې ټول په اړه ډول ډول تبصرې کوي .

څوک وایي د مخدرو موادو د قاچاقچیانو اوامنیتي ځواکونو تر مینځ نښتې روانې دي . ځکه د مخدرو موادولوی قاچاقچیان او د پوډرو او هېرویْینو د پروسېس وړې خارخانې او د خرڅلاو دوکانونه او بازارونه ټول له آومو سیند ور پورې غاړه په تاجکستان کې دي چې بیا له هغه ځایه نورو اروپایي هېوادو ته وړل کېږي . او روسانو په دې پلمه بیا خپل (۲۵۰۰۰ ) پوځ په تاجکستان کې د ناټو د مخنیوي په خاطر ځای پر ځای کړ .  

روسانو هم په څو تېروکلونوکې دوه دری ځلې په لوی ننګرهارکې د هېرو یٌْینو د فابریکو او قاچاقچیانو پر ضد خپل پټ غلچکي خپلسري عملیات تر سره کړل چې بیا د افغانانو له احتجاجي غبرګون سره مخ شول . د هېرویْینو دغه وړې فابریکې او لابراتوارونه د جهاد پر مهال پاکستان افغانستان ته را انتقال کړي وو .

خو سوال دادئ چې پاکستان ته دغه لابراتوارونه چا د کوم هدف له پاره ورکړي وو ، او پاکستان ولې دغه لابراتوارونه د افغانستان مشرقي او جنوبي سیمو ته ور انتقال کړل ؟ په افغانستان کې د ننه ـ او له افغانستانه د باندې د سیمې او نړۍ کومې کړۍ په دې مافیایي بافت کې سره شریکې او کوم رازونه په کې پټ وو ؟ 

څوک وایي په بدخشان کې د مخالفو وسله والو ډلو او پخوانیو سیالو قوماندانانو تر مینځ تښتې وشوې . څوک وایي د بدخشان د طبېعي زېرمو د غیر فني کیندنو او قاچاق پر سر د غیر مسؤولو وسله والو او زورواکو تر مینځ جګړه روانه ده .

ځینې وایي چې پاکستان دا جګړه په لاره اچولې ، هغوی د افغان حکومت د مخالفانو په پلمه خپل پوځیان د طالبانو په جاموکې د جمو ،کشمیر ، باجوړ او چترال له لارې د بدخشان پرسرحدي ؤلسوالیو باندې را پورته کوي او هلته خپلې حملې ځکه تر سره کوي چې دا سیمه د افغانستان له واکه وباسي او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي ، پاکستان غواړي د منځنۍ آسیا هېوادو ته له چین سره په ګډه د موادو د انتقال په خاطر ځانته له همدې سیمې څخه مفته لاره پیدا کړي ، تر څو د افغانستان له ترانزیت څخه ځان د تل له پاره پرې خلاص کړي .

بل لور ته پاکستان د افغانستان د اوبو او سترتیژیکو حاکمو نقطو خپلولو پر سر پرکونړونو او نورستان باندې خپل توغندیز بریدونه له تېرو څوکالو را هيسې جاري ساتلي او دغه تر وخت تېره تاریخ تمامه کرغېړنه کرښه یې له تورخمه تر واخان پورې ناآرامه کړې ده . همدا تېره شپه یې د کونړ د و لایتي شورا د غړي مړی په ګمبېري دښته کې په داسې حال کې موندلی چې سر یې پرې شوی ؤ . ګناه یې دا وه چې هغه به پرکونړ باندې تل د پاکستان د ناروا بریدونو مخالفت کاوه .

ځینې شنونکي بیا وایي چې دا ټوله نا آرامه سیمه د بېلکلېنټن د هغه جوړکړي پلان برخه ده چې د لوی بدخشان په نامه د تاجکستان بدخشان ، د افغانستان پخوانی بدخشان ، د سینګ کیانګ یوه برخه ، د پاکستان ( جمو+ کشمیر + چترال + باجوړ ) ټوله سیمه  په کې را نغاړل شوې او هلته د څلورم آغاخان په نامه نوی اسماعیلیه دولت جوړېږي . ځکه خو له افغانستان او پاکستان څخه ځينې خیریه مؤسسې له تېرو دوو کالو را هیسې هلته کوچېدلې او خپل فعالیتونه یې د تاجکستان او افغانستان په بدخشانونوکې ظاهراً د مرستو په نامه پیل کړي دي . له دېنه داسې برېښي چې په بدخشانونو کې د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو د تو طیؤ یوه بله غټه څپه په لاره لوېدلې ده .

ځکه خو د افغان سر تېرو سرونه په کې پرې کېږي او یا په ډله ییزه توګه دخپل ژوند نامالوم برخلیک ته تسلیمېږي .

افغان دولت هم په یاد ولایت کې خپل تصفیوي عملیاات تر سره کړل ، خو پایله یې پرون شپه د ( ۲۰۰  ) نورو عسکرو پر تسلیمېدو ډاګینه شوه .

له دېنه وړاندې په کندز او تخارکې ځینې پېښې وشوې ، چې په کندز کې خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال دوستم په ګډه د مخالفو وسله والو مقابلې ته ودرېدل خو وسله وال مخالفان لا هم په کندز کې شتون لري . و لې اوس وزارت دفاع اعلان وکړ چې په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د مخالفو وسله والو په وړاندې تصفیوي او چاڼيز عملیات پیلېږي . دا ځکه چې اوس ددغې پردۍ تپل شوې جګړې د تا نستې ماکو د ډېورنډ او آموسیند تر مینځ په غیر منظم ډول چلېږي . او ټول افغانستان یې له شماله تر جنوبه ، او له شرقه تر غربه پورې پرې نا آرامه کړی دئ .

هاغه د ايران د هسته یي پروګرام د هوکړه لیک پر سر د نذرانې په اړه خو لا څه نه دي ویل شوي چې غرب د حاتم طوایي له کیسې ( افغانستان ) څخه اېران ته څه برخه ور هبه کول غواړي . ځکه د افغانستان اصلي وارثان خو دا مهال نور خلک دي . هغوی به پرته له افغانانو څخه د تېر په څېر د افغانستان پرخاوره ، نظام جوړولو ، ړنګولو ، عزل اونصب ټولو باندې له افغان ګاونډیانو سره خپلې نا مقدسې او ناروا معاملې او سودابازۍ کوي . خو افغان چارواکي تل باید د هغوی دغه ډول زېرزمیني حرکتونه په پوره هوښیارۍ ، درایت ، بصیرت او سیاست سره وڅاري .

پوښتنه داده چې په افغانستان کې د ناامنیو لمن ولې ورځ تر بلې پراخېږي ؟ افغان دوستان خو د همکاریو پرځای ایله پر افغان عسکرو باندې خپلې بمبارۍ وکړي . پوره (۱۳) کاله یې د امنیت راوستو په پلمه افغانستان بې وسلې کړ . خو په بدل کې یې بیا اتوم لرونکی پاکستان په مالي ، سیاسي او پو ځي لحاظ تمویل او تجهیزکړ ، همدا اوس په میلیاردونو ډالر او درنې لیرې ویشتونکې وسلې د امریکې او انګلیس له خوا پاکستان ته ورکړل شوې دي .  

ولې د افغان ملي اردو او ملي پو لیسوتمویل او تجهیز ته یې بیا ملا ماته ده . بلکې د افغانانو خپلې دست داشته وسلې یې داسې له کاره ورته وغورځولې چې د پېړیو دښمنان به هم له چاسره دا سې عمل ونه کړي . ځکه امریکایانو اوځینې ګاونډیانو افغانستان ، افغانان او افغان حکومت په دوستي دوستۍکې داسې ووهل چې په سلګونو کاله به پرخپلو پښو ونه درېږي . مرګ پر داسې نامردو دوستانو چې تر مرستوکولو یې د تخریب ، درد او هر اړخیزه کلتوري او اداري فساد کثافت او پړسوب ډېر دئ .      

 

 


بالا
 
بازگشت