عبدالرووف  ليوال

 

درې سری ښامار

(القاعدې لپاره ویزه)

 

Micheal  Springmanهغه څوک دی چې له۱۹۸۷نه تر۱۹۸۹پورې یې دامریکې دسیاسی استازی په توګه دناکډوالولپاره دویزې ورکولودڅانګې ریاست یې دسعودی دجدې په ښارکې پرغاړه درلود .

دسپتمبرد۱۱مې پیښې نه راوروسته ، هغه په کره توګه پوه شو چې ددندې پر مهال یې سترې ستونزې زیږولی اودانسانیت پرخلاف یې کړنې ترسره کړی ، نودضمیرپه راویښیدوسره یې د((القاعدې لپاره ویزه)) کتاب ولیکلویعنې دC.I.Aهغه کړنې چې نړۍ یې ولړزوله ، په دې کتاب کې ،هغه ترهګرواوافغان عربولپاره دامریکې لخواویزې ورکولولړۍ څرګندوی ، چې دلته یې هغه مرکه چې دGun and Butter(ټوپک اوکوچ) راډیو له خواښاغلی بونی فالکنرله مایکل سپرنګمان سره کړې ده .     تاسوته وړاندې کیږی :

بونی فالکنر: ښاغلی مایکل سپرنمان ! راډیوته ښه راغلاست !

مایکل : مننه !خوشاله اوویاړم چې تاسواوله دې لارې دتاسوله اوریدونکوسره مرکه لرم.

بونی : دتاسوکتاب ((دالقاعدې ویزه )) اغیزمن کتاب معلومیږی ،ددې کتاب ډالۍ به یو څه ولولم [داکتاب دافغانستان ،عراق ، لیبیا ،روسیې ، سوریې اویوګسلاویاخلکوته ډالۍ کوم ، دادیوې کوچنی یادښت (خاطرې) په توګه ددې بدمرغه هیوادوژوندیواومړولپاره وړاندې کوم ، په ځانګړې ډول دهغومیلیونونوکسانو لپاره چې امریکې وژلی ]

دتاسودلیکنوپربنسټ ، تاسودامریکې دبهرنی سیاست اواوسنۍ کړنلارې په اړه داندونولویه پانګه ځان سره لری ، تاسوپه مختلفوپړاوونوکې له امریکې نه بهردیپلوماتیکې سترې دندې پرمخ بیولی اودهغې جملې نه دعربستان په جده ښار کې .

پوښتنه : له۱۹۸۷ت ۱۹۸۹پورې --- څرنګه مودامریکې دباندینیو چارووزارت ته لارومونده اوکومې مهمې دندې موترسره کړی ؟

مایکل : دلیسې په پیر کې مې بهرنیوچاروسره علاقه لرله The Ugly American(ناوړه امریکا) د)بوردک) لیکنه کتاب مې ولوست اوپه دې فکرشوم چې دامریکې دباندینیوچارووزارت هغوکسانوته چې تنګ نظره اوسترګې تړلی نه وی ، اړتیا لری .

نودجورج ټاون په پوهنتون کې مې دباندینیوچاروپه څانګې کې زده کړې وکړې ، بیا مې آزموینه ورکړه ، څوځلې په تحریری آزموینه کې بریالی خوپه تقریری آزموینه کې ناکام شوم.

له بده مرغه دویتنام پخوانی سفیر(ایلسورت بنکر) چې دجګړۍ جارچی وو، دډیروګرویګنوله امله مې پوزې ته راووست اوپه غصه یې رانه وپوښتل چې ((دامریکې په اوسنی بهرنی سیاست کې کومې ستونزې وینې ؟))

ویتنام ته مې اشاره وکړه اوورته ومې ویل (  دامریکادولت خپلې کړنې دآسیا په سویل ختیځ کې له امریکایی ولس نه پټوی خودآسیادسویل ختیځ خلک ویتنامیان ، کامبوجیان اولاوسیان په دې ښه پوهیږی چې په ظالمانه توګه له بمباردلاندې دی ، په دې ځواب سره مرکه خرابه شوه اوزه دهغوی دنظرمناسب سړی نه وم .

وروسته کلونوکې مې څوځلې په آزموینوکې ګډون وکړ خوهرځل په تحریری آزموینې کې بریالی اوپه تقریری کې به ناکام شوم .

بونی : تاسودکتاب په سرلیک کې دالقاعدې په هکله لیکلی ، القاعده څه شی ده ؟

دخپلې څیړنې په لړکې چې دکتاب دلیکلولپاره مې کولې راته جوته شوه چې (شاینه ستینجر) په جده کې دقونسلګرۍ مامور ،د۱۱م س‍تمبردپیښې یولسو حمله کوونکوته ویزې ورکړی اودې کار هک پک کړم .

مایکل : القاعده یو سوداګریزنوم ، دترهګرودروزلولپاره ،اودامریکې دویزې ورکولو‍پروګرام وو  ، په لمړی سرکې مجاهدین دنړۍ له ګوټ ،ګوټ نه استخدام کیدل ، په امریکې اوپاکستان کې له روزنې وروسته افغانستان ته لیږل کیدل ترڅوپه هرهغه څه ډزې وکړی اویا هر هغه څه ویجاړاووچوی چې دشوروی پلوی ستیری پکې وی ، ددې کسانوسوداګریزنوم په القاعده بدل شو، خودوی هماغه بنسټ پالی مسلمانان ووچې دامریکې له خوا په لاره اچول شوی لیلام کې دیوګسلاویا ، عراق ، لیبیا اوسوریې دویجاړولولپاره وړونکی بلل شوی ول اواوس هغوی ته اسلامی خلافت اوداعش وایی ، داهماغه خلک دی چې د((افغان عربو)) دډلې په نوم یادیدل ، هغه عرب وګړی چې ۳۵کاله وړاندې دافغانستان جګړې لپاره استخدام شوی وو.

هغوی دامریکې دسمندری ځواکونوپه اندازه منسجم نه دی خووحشی کسان دی چې دامریکا له خوااستخدام اوروزل شوی ،سعودی اودخلیج هیوادونواونوروهغوی ته بسپنه ورکړې  اووروسته دهغودولتونو پرضدچې دامریکا نه خوښیدل، ورته ویې لمسول اوپرې ورخوښې یې کړل (ورکیش ،کیش) ترڅوهغه هیوادونه بې ثباته ، ویجاړ، بې فرهنګه اوتباه کړی اوګډوډی په کې منځ ته راوړی .

هغوی داکارونه په عراق اویوګسلاویاکې سرته رسول ، همدا چارې یې په لیبیاکې هم پلې کړې ، هغه هیوادکې چې دافریقایی هیوادونوپه کتارکې یې خلکوهوسا ژونددرلود ، اوداکاریې په سوریه کې هم وکړ ، چې اوس داهیوادونه په ډیر بد حالت کې قرار لری ، لږترلږه یومیلیون کسان په عراق کې ووژل شول ، اواوس څلورمیلیون عراقیان کډوال دی ، سوریایان هم چې ښکلی ژوندیې درلود له همدې وجې په بد حالت کې قرارلری ،څلورنیم میلیونه سوریایان له خپل ملکه بهرژوند کوی .

بونی : فکرکوم چې دترهګروروزل په بهرنی هیوادونولکه ترکیه ، اردن اونورو ځایونوکې سرته رسی په حقیقت کې ډیری تروریستان په خپله امریکې کې روزل کیږی ، نودویزې ورکول ترهګروته څنګه سرته رسیدل ؟

مایکل  : دا هماغه ټکی دی چې په پیل کې مې ورته نغوته وکړه ، چې ماته دنده راکړل شوې وه چې تر څو په جده کې یې سرته ورسوم ، هغوی همدغه استخدام شوی مجاهدین له منځینی ختیځ ، لرې ختیځ دلته راوستی ، هغوی ته داسې روزنه ورکړل شوې چې په هرشی ډزې وکړی اوانفجارورته ورکړی ، هغوی چې زرګونه کسان وو دامریکا په نظامی اډو  لکه شمالی کارولینا کې دسمندری ځواکونو په واسطه اویاهم ویلیامزبرګ ته نږدې په ویرجینیا ایالت کې دسی، آی ،ای اړونده یو سازمان چې د (کروندې) په نوم یادیږی روزل کیږی ، چې یوه ډله یې اوس په اردن کې په جنګ اچول کیږی ، دامریکې ځینې نورې اډې هم دهغوی په روزنه بوخت دی ، په ښکاره په ترکیه کې داسې اډې شته چې هغوی ته روزنه ورکول کیږی چې سوریه ورانه کړی ، همهاغسې چې مخکې یې لیبیا ورانه کړه ، په زړه پورې ده  ، تاسو فکروکړی چې بهرکې یې روزنه آسانه اوارزانه تمامیږی ، خوجوته نه ده چې هغوی نور څه په فکر کې لری .

بونی : په سعودی کې هغه درې دفترونه چیرته موقعیت لری ، تاسو په جده کې نورڅه کارکاوه ؟

مایکل : یودفتردې( دیراهان )په قونسلګرۍ کې وو ، چې زه هیڅکله پرې پوه نشوم چې څه دنده لری ، بل یې په ریاض کې وو، هیڅوک ونتوانیدل چې کره پته راکړی ، یواځې دښارونو پته یې رامعلومه شوه .

بونی : تاسو چې دځینوویزې ردکړې ، نوله ستونزو سره مخامخ نه شوی ؟

مایکل : ولې نه ! ماباید دویزې غوښتونکوته ، کوربه هیواداوهغه هیوادوته دسفرموخه ورپیژندله ماناداچې هغه دنده لری ، ښوونځی ته ولاړشی ، کوم کارباندې بوخت شی ، پانګونه وکړی ، ترڅو قوی دلیل شتون ولری چې وښئی   امریکې ته راغلی دبیلګې په ډول خلک دګرځندوی لپاره ، یادخپلوانو لیدنې په خاطراویاهم دسوداګرۍ قرارداد لاسلیک لپاره امریکې ته ځی ، هرڅوک چې وی هلته پاتې کیدای نه شی ، بایدبیرته راوګرځی ، ترڅو خپلې دندې سمبالې کړی.

په دې کسانو کې داسې کسان هم ول چې هیڅ ډول رابطه یې نه درلوده ، داسې کسان هم ووچې حتی دهغه ښارنوم څرګند واخلی چې ورته سفر کوی اوماته یې نه شو ویلای چې دڅه په خاطرهلته ځی  ، اوزه هم نه پوهیدم چې دڅه کارلپاره امریکې ته ځی ، فکرکوم یوځل مې چیِغې ووهلې چې [داډول کارونه دې باید ودرول شی]

بیاهم د۱۱سپتمبرراوروسته ، کله مې چې دخپل کتاب لیکلو لپاره څیړنه کوله ومې موندل چې (شاینه ستینجر) په جده کې دقونسلګرۍ ماموریوولسوهغوکسانوته ویزې ورکړی چې د۱۱م سپتمبرحمله یې ترسره کړه اوزه هک پک پاتې شوم.

دانترنت له لارې په څیړنه کې مې له هغو مبهمو ځوابونو نه چې شاینه ستینجرد(یوولسم سپتمبردڅیړنې کمیسیون) ته ورکړی وو پوه شوم چې خبره چیرته ده ، په زړه پورې خولاداده چې (ستینجر) اوس هم هغه دنده لری اوحتی رتبه یې هم لوړه شوې .

بونی : تاسووایی چې د۱۹وهغوکسانو چې دیوولسم سپتمبر حمله یې سرته رسولې یوولسویې  ......  ؟

مایکل : فکرکوم له نولسویاشلوحمله کوونکونه پنځلسو ته یې دسعودی عربستان نه ویزه ورکړل شوې اویولسو یې له جدې نه ویزه اخیستې وه .

بونی : تاسو لیکلی ((هغه څه چې ما پرې نیوکه لرله ، هغه داووچې سی، آی ، ای هڅه کوله ترڅو داسامه له خوا استخدام شوی ، امریکې ته بوځی ، هغوی بیا افغانستان ته استول کیدل ، ترڅو دشوروی پرضد وجنګیږی؟

مایکل : دقیقاٌ ، هغوی ټول له مجاهدینو سره ستانه شول ، دامریکې دولت هغوی استخدام اوروزنه یې ورته ورکړه ، اوپه دې ډاډمن شول چې موږ یوه ډله کسان روزلی اوپه ولکه کې یې لروچې کولای شی ددولتونو په ویجاړولواوپرځولوکې دنده ترسره کړی اوله دې کسانو څخه به په هغه هیوادونو کې چې ترینګلی حالت اوخراب اقتصاد لری ، ګټه پورته کړی ، په همدې خاطرووچې لومړی یې داکسان یوګسلاویا ته راوستل .

بونی فالکنر : د(افغان عربو ډله ) څه ډول پیژنی او دهغوی اصلی سټه له کوم ځایه پیل شوې ؟

مایکل  : ددې خلکو نوم په زړه پورې دی ، خوپه اصل کې هغه ترهګردی چې دامریکې په واسطه دسعودی اوپاکستان په مرسته  استخدام شول ،ترڅو په افغانستان کې جګړه وکړی  ، او په دوی یې (افغان عرب) نوم کیښود، دزلمی خلیلزاد دماندینې (شارل بینارد) په وینا [موږ هلته لاړواویواځینۍ لار چې شوروی له افغانستان څخه ووځی ، په دې کې وه چې له ټولونه وحشی اولیونیو بنسټ پالونه په کاراخیستنې سره دې موخې ته رسیدلی شو]په همدې خاطرنن ورځ په افغانستان کې مینځ لاری اوچپیان شتون نه لری .

هغه نور عرب هم له اندونیزیا اوفلپین نه افغانستان ته راوستل شوی وواودشوروی ضد جګړې ته وروزل شول ، داسې انګیرل کیده چې له دوی سره کارنسبت افغانانو ته آسانه ده اوله همدې کبله یې دافغان عربو نوم ورکړ ، چې وروسته د (افغان عربوډلګۍ ) باندې مشهور شول .

هغوی اسامه بن لادن او۵۰۰۰سعودیان یا له هغه نه هم ډیر ځان سره درلودل ، هغوی هغه کسان له ځان سره درلودل چې خپله یې روزلی وو اوله ناتوسره یو ځای يې یوګسلاویاویجاړه کړه .

د(جان شنګلر) په ویناچې دN .S.Iله کورنی امنیت اودسمندریزې جګړې له کالج د(رود )ټاپوکې یې د(پرویدنس ) سره کارکاوه ، هغوی دامریکا دولت په مرسته یوګسلاویا ته بیول شوی ووترڅوهلته واوسی ، وسلې اواستخباراتي معلومات یې په اختیارکې ورکړل  اوویې روزل ، وروسته بیاعراق ته واستول شول اومولیدل چې عراق له کوم بدمرغه برخلیک سره مخامخ شو ، لیبیا ته ولیږل شول ، دلیبیا بلواګرودانګلستان له پوځ نه ډیره وسله درلوده ، کله چې هغوی لیبیاته واستول شول دامریکا سفیر دهغوله خوا ووژل شو – ځکه هغوی ظاهراٌدخپل کار په نیمایی کې ول اوهڅه یې کوله ترڅووسلې له لیبیا نه سوریې ته ولیږدوی ، ترڅو هغه هیوادهم بې ثباته کړی ، دوی ښه فرصت درلود ترڅووسله وال هغو هیوادو ته ولیږدوی ،چې دوی غوښتل له شر نه یې خلاص شی اوترکیې ورسره مرسته کوله ، ترکیې وسلې اونظامی توکی دالوتکو اوکشتیوله لارې لیږدولې ، دسعودی الوتکوپه ذریعه هم لیږدول کیدې  اوداردن اوترکیې له الوتکو په ګډه کار اخیستل کیده .

بونی فالکنر : داهم دلیل نه شی کیدای چې ځینې هیوادونه خپل زندانونه خالی کړی اومجرمین یې افغانستان ته  لیږلی وی ؟

مایکل : بالکل سمه ده ، خوداکارمصر او څو نورو هیوادو کړی . فرض کړی تاسووحشیانوته اړتیالری ، باغیانوته ضرورت لری ، ښه موږپه ټولوزندانونوکې داسې کسان لرو.

بونی : عبدالله عزام دبنسټګرودمشرتابه دوهم کس اود (خدمتونوددفتر) بنسټ ایښودونکی څوک وو ؟ اودهغه رول دنړیوالې ترهګرۍ په منځ ته راتګ کې څه وو؟

مایکل : عزام هغه څوک وو چې اسامه بن لادن سره یې کارکاوه ، ترهغه ځایه چې زه یې په یادلرم ، هغه داسامه مربی اواستاد وو ، زه هڅه کوم چې را په یادیې کړم ،چې دکوم ځای وو؟.......ځنډ....هوهغه له اسامه سره یوځای کاروکړترڅو((دافغان عربو)) ډلګۍ سره دملاتړزمینه برابره کړی ، ترڅو هغه کسان چې په افغانستان کې دشوروی پرضد جګړه کوی ملاتړی ولری .

بونی فالکنر : د ((خدماتودفتر)) څه ډول دفتروو چې عبدالله عزام په مرسته جوړشو؟

مایکل : په اصل کې دادفتر ، اداری څانګه وه چې په ښکاره ډول یې دکسانو جذب اواستخدام ((عرب دافغانستان جګړې لپاره)) مخ ته بیوه .

هغه (عزام) په خپله یوه لیکنه کې ویلی وو هغه کسان چې پیسې لری په امریکاکې دی اوبې پیسو خلک په بې وزلو عرب ملکونو اودنړۍ اسلام میشته سیموکې اوسیږی ، موږ دهغوی مرستو ته اړتیا لرو ، غوره لاردامریکا نه مرسته غوښتل دی .

بونی : دتاله کتاب نه مې په یاددی ، چې هغه یوه مجله د(جهاد) په نوم هم خپروله ؟

مایکل : هو! داسمه ده ، دامجله په مختلفوژبو په ټوله نړۍ کې خپریده هغوی (دخدمتونودفتر) جوړکړ ،ترڅوداستخدام ،روزنې اوپه وسلو سمبالولو چارې مخ ته بوځی ، دبیلګې په ډول دافغان عربواستول بوسنیاته کنترول کړی .

عبدالله عزام دهغوی مخکښ فکری سړی و ، هغه دامریکاپه بروکلین ښار په یوه جومات کې د(الکفا )مرکزجوړکړاوهمدارازپه بوسنیااودبالکان هیوادونوکې دجګړه مارواستخدام یې پرغاړه وو ، الجهاد هغه مجله وه چې عبدالله عزام له پیښورنه خپروله اوپه ټولیزه توګه (دافغان عربو) دفعالیت انځوراودبنسټ پالو بانډونو لکه جمعیت اسلامی ، حزب اسلامی اواتحاداسلامی دکړنو،رپوټونه پکې خپریدل .

بونی : د (سایکلون عملیات ) څه شی دی او د(افغان عربوډلګۍ ) رول پکې څه وو؟

مایکل : دآسترلیایی خبریال (جان پلجر) په وینا دسی ، آی ، ای رییس ویلیام کیسی دپاکستان دآی . اس . آی له کرغیړنواوشریروبرناموڅخه په کلکه ملاتړ کاوه اودافغانستان په جهادکې یې ګډون ټولې نړۍ ته اعلان کړ، سربیره پردې چې داشریرې ډلګۍ یې په پاکستان کې روزلې دامریکې په ویرجینیا ایالت کې یې هم پیری کمپ camp perryاودکروندې The Farmپه نوم کمپونوکې ویلیامزبرګ ته نږدې نظامی روزنه ورکوله ، همدغه دسایکلون عملیاتوپه نوم یادیدل چې آن دې شوروی تر وتلووروسته یې هم په افغانستان کې دوام وموند.

بونی : آیا تراوسه هم دسایکلون عملیات دوام لری ؟

مایکل :  فکرکوم هو! ددې په نظرکې نیولوسره چې اوس هغوی نظامی کسانوته ورته ډلګۍ دسی. آی . ای له خوا په اردن اودامریکایی ځواکونوسره یوځای په ترکیه کې روزی ،  نوجوته ده چې اوس هم دوام لری ، ترهغه وخته پورې چې ددوی له مینځه څوک افشاګری وکړی ، خوبیاهم ډیرپه جریان کې نه یم .

بونی : دامریکې په کوم ځای کې اوچاترهګروته روزنه ورکوله ، تاسووړاندې دکوم ځای نوم واخیست ؟

مایکل : هو! هغوی دپیری په کمپ اوهمدارازدشمالی کارولیناپه نظامی اډه کې روزل کیدل ، زه فکرکوم په یوه ډول دبلک واتر خصوصی شرکت سره یې هلته فعالیت درلود .

بونی : څه فکرکوی نورڅوک ستاسو په کتاب کې  (green hat) او (دامریکې پوځ) څخه نوم اخیستل شوی ؟

مایکل :  هو! دامریکې ځانګړی ځواک هم په دې کارکې لاس درلود ، هغوی دا وړتیادرلوده چې له یوې وړوکې ډلې نه په ګټه اخیستو ، مشخص دولت راوپرځوی لکه څرنګه چې T.E. Lawranceداکارپه سعودی کې سرته رساوه.

بونی : دامریکې په بروکلن کې دالفاروق له جومات نه څه ګټه پورته کیده ؟

مایکل : داجومات داستخدام شویو کسانودلیږلویوه اډه وه ، دپیسو دلیږد ځای وو ، هغو په بوسنیا کې ترهګروته پیسې اووسلې ورلیږلې ،هغوی دامرکزوروسته له هغه جوړ کړچې دیوګسلاویاجګړه پای ته ورسیده  ، چې لوی مرکز وو ، هغوی په امریکا کې له امریکایانو ، مسلمانانواوعربونه پیسې ټولولې اودپیسو دمینځلو له لارې یې افغانستان – بوسنیا اودیوګسلاویا مختلفو سیموته لیږلې .

 بونی : آیادافغان عربوډلګۍ ، القاعده اوداعش یوډول خلک دي ؟

مایکل  :  تقریباٌ همداسې ده ، نومونو یې بدلون موندلی ، په اصل کې هماغه بنسټ پالی پکې دی چې دامریکایانو ، سعودیانو ، خلیجیانو ،ترکو ،اردنیانو اواسراییلیانو له خوا استخدام ، روزل شوی اوسمبالیږی ، شاید هغه کسان نه وی چې ۳۵کاله وړاندې یې استخدام کړی وه ، خودهغوشاګردان اولارویان دی اوهمهغوی روزنه ورته ورکړې .

بونی :  له تاسومایکل سرنګمان نه مننه !

مایکل : له تاسو نه هم مننه ، ویاړم اوخوشاله یم چې دریښتینو ټکوپه ویلو سره له هغو خلکوسره مرسته کوم چې داوریدویې لیوال وو.

پایله :پورته مرکه دازبات ته رسوی چې درې سری ښامار ـ دامریکې له خوا په لومړی ځل دشوروی دپرځولو په خاطر- په دوهم پړاوکې دبریداس پرځولو لپاره اوپه دریم فازکې داعش دمنځنۍ آسیا لورته دلمسون لپاره منځ ته راغلی وچې لوبغاړی یې هماغه عرب افغان ول اودی چې باید افغان کول هم له بدمرغۍ سره مخامخ ، اسلام وشرموی اوزموږشتمنۍ لوټ اوتباه موکړی چې تقریبآٌ خپلې موخو ته ورسیدل .

عبدالرووف لیوال .

سرچینه : ګلوبل ریسرچ او دټوپک اوکوچو راډیو.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت