۱۳۵۸ لمریز کال ، د کب درېیمه ، کابل د وینو حمام

محمد انور ولید : ۱ ـ ۱۲ ـ  ۱۳۹هجري لمریزکال

روسانو په ( ۱۳۴۲ ) لمریزکال کې په ظاهر شاهي نظام کې د کمونېزم بدنام وایرسونه ور تزریق کړل . په ( ۱۳۵۲ ) لمریزکال کې یې د افغانستان په داؤد شاهي نظام کې پرخپلو دغه ډول پرازیت ډوله وایرسونو باندې د چنګاښ شاهي کودتا وکړه . په(۱۳۵۸) لمریزکال کې خپله روسان د نړیوالو قوانینو پرخلاف د مرغومي په شپږم تور ماښام له دوشنبې ، تاجکستان او تورغنډۍ له لارې پرافغانستان باندې خپل ځمکنی ، او هوابي یرغل پیل کړ. ( ۱۲۰۰۰۰) سور پوځ افغانستان ته د ځمکې او هوا له لارې دا خل شو . د افغانستان مسلمان ملت ته د سرو روسانو دغه بربنډ تېری او د نړیوالو د هغه وخت پټه خوله نیول شین کفر ښکاره شو .

افغانانو نور هېڅ هم نه لرل ، یوازې خپل ایمان ، پخه افغاني  فولادي اراده او هوډ ، افغاني غیرت ، توده وینه او د قربانۍ حس ور سره ؤ . بس په تش لاس یې مټې را ونغاړلې ، د پلار له یوه دانپور ټوپک ، زنګ وهلې زړې پلرنۍ میراثي تورې ، لور او کولنګ سره د روسانو توپ ، ټانک او ناپالم (۱۰۰۰) کیلویي او ( ۲۰۰۰ ) کیلویي بمونوته ودرېد ل . خپلې سپېڅلې سینې یې د روسي ابرهه د فیلانو باروتي لتو ته د الله ( ج)  په مرسته سپرکړې . په ميلیونونوځاني مرګ ژوبلې ـ اوپه زرګونو میلیارده ملي او شخصي مالي قربانی یې پرځان ومنلې ، خوددې مالي او ځاني قربانیو نذانې اوس هم د ډول ډول سیاسي ، سپینو او سروکودتاګانو، زدو بندونو او نیابتي جوړجاړیود سرصدقه شوې اوکېږي .

آیډیالوژۍ ( سیاسي او مذهبي مفکورو ) ، قومي ، سمتي ، ژبني او د سیمې او نړۍ استخباراتي تحرکاتو همدا اوس زموږ ملي یووالی د نفاق او تفرق پر تخته باندې د تسلیخ له پاره څملولی اود افغان توحید د بدن غړي اودکار وړحجري اوسلولو نه یې په خپلوکې سره وېشي . پرجغرافیه باندې یې په هغو بډایو، سترا تیژیکو او متنازع فیه ځایونوکې د طول البلد او عرض البلد په څېر له توطیؤ ډکې فرضي کرښې را کاږي چې هغلته د چرخ زمان په نوم ( ۵۰۰۰ ) کلن لرغوني فعال ماشینونه هم وجود ولري . ولې د سیمې نوم یې د پل ګردیانو له خوا د فرمودا ترېنګل د اسرارو په څېر پټ ساتل کېږي .

هېڅوک نه پو هېږي چې زبرځواکونه زموږ په خاوره باندې څه ملنډې وهي . د خلکو پام بلې خوا ته پرې اړوي که څه ، خو افغانان یوازې دومره پوهېږي چې په کوموسیموکې د سیمې او نړۍد استخباراتو تر مینځ د کوم څه پر سر جګړه روانه ده ـ هغلته د مسلط زبرځواک د درامد کوم مهم له اسرارو ډک مرکز خا مخا شته چې د خپلو فعالو او پیاوړو مسلکي استخباراتوله خوا څارل کېږي . او ترشک لاندې خلک ددوی د دغه پټ راز د نه افشأ کېدو په خاطر په کې وژل کېږي .

هو ! افغانان د هداسې تاریخي توطیؤ ښکار شول . انګرېزان هم د همداسې سیاسي ، نظامي او اقتصادي تجارت او غلاګانو له پاره را غلي وو . د خپل عمر اوږدولو له پاره به یې د وخت شاهزادګان سره لوبول ، کله به یې د یوه پر سر بېواکه مصنوعي تاج ورکېښود ، اوکله هم د بل .

پخواني شوروي اتحاد هم د انګرېزانو پر پله باندې پل کېښود ، خو له انګرېزانو سره یې تو پير یوازې په دې کې ؤ چې انګرېزانو به د پريمانه شاهزادګانو په لاس خپله استعماري بېړي په افغانستان کې پر مخ بېوله ، او روسانو بیا له شاهزادګانوسره د خپلې خیالي مفکورې افغان مرتد مزدوران هم ملګري کړل ، او د کودتاوو لاره یې پرې خپله کړه . د مسلمانو افغانانو کرکه او نفرت ور سره پیدا شو .

لاسپوڅي روسي پلوه دولت له ملت سره دښمني اعلان کړه ، او ملت هم له تپل شوي دولت څخه فاصله ونیوله . دولت د ملت د ځپلو پروګرامونه جوړول اوفرمانونه یې را ایستل ، او ملت بیا د دولت په وړاندې د مقاومت لیکې او صفونه تشکیلول . خو خبر نه وو چې ترشا یې د برحق جهاد قومانده د چا په لاس کې لوېدلې ده . آیا هغه هم کوم مسلمان افغان دئ ـ که د لیرې نړۍکوم غیرافغان اوغیرمسلم ؟

روسانو په ادارو ، ښوونځیواو مرستونونو باندې د شپې او ورځې چاپې اچولې .کمونېستانو د عفیفو افغان نجونو او مېرمنو پت او عزت ته د سرو لښکرو پر مټ په سپکه سترګه کتل پیل کړل .

ماته ښه یاد دي چې دکورنیو چارو وزارت ته مخامخ د ملالۍ لېسې نجونوپه ډله ییزشکل د څوتنو افسرانو مخه ونیوله او دوو نجونو د خپل سرواړه د مکتب پوړني له سرونو را کش کړل او د ډکروال پر سر یې ور واچول ، او د هغو خولۍ یې پرخپل سر باندې کېښووله . بیا یې ورته وویل چې : له تاسو سره دغه فورم او نښان نه ښایي ، تاسې زموږ ټکري پرسرکړۍ او موږ به ستاسې خولۍ په سرکړو ، او د یرغلګرو په وړاندې به د خپل سر په بدله وجنګېږو . تاسو په همدغه فورم او نښان کې پر موږ باندې ناموس فروشي کوۍ ، سره روسان د شپې زموږ مکتبونوته را خي ، موږ په ډله ییز شکل له مکتبونو څخه له خپلو ځانو سره خپلو اردوګاه وو ته وړي ، او تاسو مړې سترګې ورته ګورۍ ، ځکه چې تاسو ته روسي روبلونه درکول کېږي . خو افغانستان ، د افغانستان ناموس . ملي خپلواکي ، ملي شتمنۍ او ټول دیني او کلتوري ارزښتونه ستاسو تر روبلونو ډېره بیه لري . 

د کب ( حوت ) درېیمه ورځ وه . ماښام د کب په درېیمه د رحمان مینې ،کارته نو، چنداولو، شاه شهید او د ښار له ګوټ ګوټ نه د نرو او ښځو له خوا د الله اکبرګډې نارې سورې ترآسمانه پورته شوې . ناهید ـ او د ناهیدې په څېر ډېرې نورې پېغلې او ځوانان په کې شهیدان او ټپیان شول . مرګ پر روس ، مرګ پر روسي متجاوز او اشغالګر استعمار ، شعارونه زمزمه کېدل اوکابل د وینو په حمام بدل شو . 

خو روسانو ددې پرخلاف خپل یرغل او اشغالګر وجود ته د اولی الامرپه سترګه کتل ، او پر افغانانو باندې یې د بسمچي ( یاغي او باغي ) نوم کېښود ، په داسې حال کې چې متمرد او یاغي دوی خپله وو . ځکه افغانانوخونه پرکبف ، باکو او لېنېنګراد باندې یرغل کړی ؤ ، او نه یې هم د روسانو په مارکسېستي رژیم باندې ، نو افغانانو ته یې ولې بسمچې ویل ؟ دا ځکه چې دوی ته په داسې هېواد کې چې هلته هم د حریت او خپلواکۍ مفکوره موجوده وي ـ او هم د مزدورانو اقلیت ، هېڅکله هم د منلو وړخبره نه وه ، دا دوی خپل ځانته حق ورکړی ؤ چې باید حریت پسنده مسلمان افغانان وځپي . ملحدین پرې باندې او مسلمانان ترې لاندې کړي .

ور پسې د حوت په (۲۴ تمه ) د هرات د مسلمانو خلکو پاڅون د شهید صفی الله افضلي تر مشرۍ لاندې وشو. (۳۳۰۰۰ ) مسلمان هراتیان په کې شهیدان شول ، چې بیا شهید افضلي د تسلیم شویو دستوري پوځیانوپه یوه د مخه جوړه کړې توطیْه کې په مشهد کې په شهادت ورسېد .

همداسې پرله پسې د بامیانو . وردکو ، لویې پکتیا ، کونړونو ، او د هېواد د نورو سیمو ټول هېواد وال په ټو لیزه توګه د روسانو په وړاندې ودرېدل . مسلمانو پوځیانواوعسکروهم خپلې وسلې مجاهدینوته کېښودلې او د مجاهدینوترڅنګ ودرېدل .  لنډه دا چې روسان روغ افغانستان ته په خورا لوړه پوځي تکنالوجۍ را غلل ـ او په ماتې خوړلې روحیه بېرته له افغانستان څخه وتلو ته مجبورشول .

غرب هم د وېتنام غچ په افغانستان کې له روسانو څخه واخیست ، او هم یې د خپل ځان له پاره د پاکستان او سیمې د استخباراتو په مرسته د راتلو زمینه پرې برابره کړه . خدای خبر چې وروسته له دې  به د استکباري او استعماري سریالونو څخه  افغانانو ته څه ور پېښ شي .

آیا بیا به هم په افغانستان کې وروسته له هرو څو لسیزو داسې ـ او یا دېته ورته جنګي ، استخباراتي ، مافیایي او له اداري فساد څخه ډک سریالونه تکرارېږي ، اوکه به د سلطان محمود غزنوي ، میر ویس نیکه او احمد شاه ابدالي په څېر نویې څېرې د افغانستان او سیمې دغې ور پېښې غمیزې ته د پای ټکی کېږدي ؟ آه خدایه ! د همداسې یو وخت په را رسېدو سره د همغه ډول څېرو په تمه . آمین ، ثّم آمین .  

            

 

     


بالا
 
بازگشت