پاکستان بیا دسولې کاغذپران ته چیلک ور واچول

محمد انور ولید : ۱۶ ـ ۱۲ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

افغان ؤلسمشر آن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له خپل ؤلس سره ژمنه کړې وه چې : په هره بیه وي ، زه به افغانستان ته سوله راولم . خوکله چې په خپله انتخاباتي مبارزه کې بریالی راوؤت یو ځل بیا یې د لوړې پر مهال خپل ټول ؤلس ته په لوړ آواز وویل چې : زما لومړی کار افغانستان ته د سولې راوستل دي .

ددولت دکار له  پیلېدو سره سم افغان ؤلسمشر په عملي بڼه د سولې خبرې او په افغانستان کې د جګړې په تعریف ، لاملونو او عاملینو باندې یې له سره کره کتنې او څېړنې پیل کړې . په افغانستان کې یې د جګړې تعریف وموند چې دا جګړه پردۍ او پر موږ باندې له بلې خوا را تپل شوې ده . خو په افغانستان کې جګړه کورني ، سیمه ییز او بهرني اړخونه لري چې اړینه ده لاملونه او عوامل یې وموندل شي .

کله چې په افغانستان کې د جګړې عوامل او لاملونه وموندل شول ، سملاسي یې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو هڅې پیل کړې . خوکورنیو ، سیمه ییزو او بهرنیو ښکېلو اړخونو د موضوع له درک کولو سره سم د افغانستان سیاسي نظام ته یو چیلک ور واچاوه او د افغانستان خلک یې پر خبلو ټاکنو باندې مشکوک کړل . آن تر دې چې د  افغانستان سیاسي جوړښت یې له خطر سره مخ کړ او یو داسې نظام یې په دې خاوره کې مینځته را ؤړ چې د افغانستان په تاریخ او ملي وثیقه ( اساسي قانون) کې یې نوم اېښودلو ته نه پخوا ځای ؤ او نه یې اوس څه اړتیا لیدله کېږي .

په افغانستان کې ښکېلو اړخونو ځکه دا کا وکړ چې په دې هېواد کې د خپلوګټو په خاطرد تپل شوې پردۍ جګړې عمر پرې اوږدکړي . پوره دوه نیم کاله د ملي وحدت د حکومت تېر شول . د واک موده یې نیم په نیمه تېره شوه . خو سوله را نه غله . ځکه د سولې سر مزي او د اورلګیدو ډبلي د بل چا په لاس کې دي . هغوی که وغواړي په افغانستان کې په یوه ورځ هم د جګړې اور مړکېږي او سوله را ځي ، او که و نه غواړي تل به په دې هېوادکې د پردیوجګړو اورنه بل وي ، په کې سوځي به افغانان او افغان خاوره اوګټې به د نورو وي .

تر نیم مېلیون ډېر افغانان په دې جګړه کې ووژل شول . ملي شتمنۍ او ملي ارزښتونه یې د کوه نور د الماسو په څېر ټول لوټ شول . هېواد یې د بې ثباتۍ د مرګ پر تخته باندې پروت او د نا امنیو او فساد په سمندرونوکې ډوب دئ . ددنیا د ټولو بدبختیو او بد مرغیو ورته مخه ده . هر ډول مافیایي سیستمونه دلته فعال دي .

افغان حکومت ور سره جوخت د سولې د خبرو دروازه پرنستله . د سولې امکانات او لارې چارې لټول یې پیل کړل . د جګړې اصلي عاملین او لاملونه یې وموندل . آسیب پذیري يې نړۍ ته ور په ګوته کړه . د سولې دښمنان د افغانستان په دغه تپل شوې پردۍ جګړه کې رسوا او سپک شول . له افغان دښمنانو څخه پرته له سولې بله لاره ورکه شوه . د پلمو او دوکو ټولې لارې ور باندې وتړل شوې او نور پردې باندې پوه شول چې د دغې بې تعریفه ( ۱۷ ) کلنې جګړې ټول غرامت په اصولي توګه ترې غوښتل کېږي .

ځکه یې افغان مخالفین د نورو په ملاتړ په څو ټوټو سره ووېشل او په هغو مختلفو ځایونوکې یې ځای پرځای کړل چې ددوی تر خپل نفوذ لاندې دي .

پخوا پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې موږ به په صداقت سره په افغان سوله کې خپلې ټولې هلې ځلې او صداقت وکړو . ددوی ټولواکمن په ځلونو افغانستان ته را غلل ، خو له هر ځل راتلو سره د بېګناه افغانانو د وینو ویاتلې وبهېدلې . دوی هر ځل وا خبره کړې ده چې په افغانستان کې سوله ، ثبات او بې ثباتي د پاکستان ، سیمې او نړۍ له سولې ثبات او بې ثباتۍ سره تړاو لري . که په افغانستان کې امن وي ، په پاکستان ، سیمه نړۍ کې ورسره امن را تلای شي . او که افغانستان بې ثباته او نا امنه وي ، نو پاکستان ، سیمه او نړۍ هم ور سره نا امنه کېدای شي .

ولې اوس داسې ښکاري چې پاکستان تل افغانستان ته غړېت ورکړی . افغان چارواکي یې د سولې په تشو خبرو مصروف ساتلي  ـ  او دوی له خپل معمول سره سم د افغان نظام ، خلکو او خاورې له پاره نور دامونه د سولې په وړاندې ور ته اېښي دي .

یو ځل یې د افغان سولې خبرې سعودي عربستان ته وغځولې ، ور پسې یې ترکیه په کې دخیله کړه ب، یا یې د قطر پروسه پیل کړه ، خبرې یې له هغه بیجېنګ سره شریکې کړې چې په میلیاردنو ډالره پانګونه یې د ګلګیت بندر له لارې  په پاکستان کې کړې ده . وروسته له هغه یې د افغان سولې خبره تر اروپا او امریکې پورې ورسوله . بیا یې د طالبانود مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر د افغان سولې د سبو تاژ کولو په خاطر خپورکړ ، طالبان یې په څو ډلو سره ووېشل . په خپل منځي جګړو یې سره اخته کړل . د هغوی د یووالي زور یې ور اوبه کړ . د طالبانو په مشر تابه کې یې لوی لوی بدلونه نه را وړل . بیا یې د طالبانو استازي په مري کې له افغان پلاوي سره په غیر مستقیم او غیر رسمي ډول مخامخ کړل . پر دې پسې یې په اسلام آباد کې د سولې څلور اړخیزې بې نتیجې خبرې پیل کړې ، بل ځل یې په کابل کې دې خبرو ته دوام ورکړ. بیا یې نورې پلمې پکې ور ګډې کړې .

بل ځل یې بیا په اسلام آباد کې د سولې همدغو ځلور اړخیزو خبرو ته زور ورکړ ، بیا یې د سولې دغه ناروغ تابوت کابل ته راوړ . کله یې چې دلته ددوی په خپله خوښه درملنه ونه شوه ، نو وروسته یې  یوځل بیا د درېیو معالج طبیبانو ( امریکې ، چین او پاکستان ) په شتون کې د تداوۍ په خاطر اسلام آباد ته  انتقال کړ .

د مخه د پاکستان پخواني ؤلسمشر پروېز مشرف ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې ګوتې وهلې ، اوس له هغو طبیبانو څخه د یوه طبیب زاړه سلاکارسرتاج عزیز پر دې باندې اعتراف وکړ چې طالبان په پاکستان کې شته ، که د پاکستان خبره ونه مني ـ  له خپلې خاورې به یې وشړي .

د پاکستان د خبرې منل د طالبانو په خوله دادي چې طالبان دې تر هغو پورې له  افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي تر څو چې کابل د پاکستان اساسي شرطونه نه وي منلي . هغه شرطونه دادي چې ،کابل به لومړی طالبان په رسمیت پېژني ، د طالبانو بندیان به له بنده خلاصوي ، طالبان به وسلې پر ځمکه نه ږدي . قانون اساسي به ددوی په خوښه تغیرمومي . یوه برخه د افغانستان به طالبانو ته په واک کې ورکوي ترڅو د طالبانوآدرس معلوم شي ، بیا به له هغه ځایه دوی مستقیماً له افغان حکومت سره د سولې پرخبرو او نورو جزيْاتو باندې غږېږي .

خو دا خبرې هم له پاکستانیو شرطونو سره مستقیم تړاو لري : او هغه دا چې پاکستان به منځنۍ آسیا ته یو طرفه پرته له ټکس ورکولو څخه ترانزیتي لاره پیدا کوي . د ډېورنډ کرښه به په رسمیت پېژني . د افغانستان پر هغو اوبو به افغان حکومت بندونه نه رغوي کومې چې پاکستان ته بهېږي . په افغان ملي اردوکې به ( ۳۴ ٪ ) د پاکستان په خوښه افسران ځای پر ځای کېږي . له هند سره به ديپلو ماتیکې ، د بیا رغونې او سوداګرۍ اړیکې نه پالي . افغان حکومت به د پاکستان بې کیفیته توکي را نیسي او خپلې اړتیاوې به پرې پوره کوي . چې دا مادې بیا د افغانستان حکومت او ملت دواړو ته د منلو وړ نه دي .

دا ، او دېته ورته نور ډېر چیلکونه شته چې پاکستان د افغان سولې کاغذ پران ته له هرې خوا ور اچولي . غواړي د افغان سولې د پرواز تار له دې لارې څخه ور پرې کړي . خو دا ځل دا ګودي پراني دداسې چا لاس ته لوېدلې چې هغه د نړۍ د بام پر سر ورته ولاړ دئ او د پاکستان ټول کړه وړه آن تر اتومي پروګرامونو پورې ور څاري . او هم یې د ګوډي پران مخ د افغانستان له شمال څخه ور آخوا نورو سیمو ته ور اوښتی ، غواړي دا ځل په پاکستان کې کبان ونیسي او په افغانستان کې خپل حضور ثابت وښیي . هو! دا ځل اصلي لوبه همدغه ده . که پاکستان د افغانستان په اړه پر خپلو غلطو سیاستونو له سره غور ونه کړي ، دوی به په خپله په دغه تلک کې ونښلي .   

 

 

     


بالا
 
بازگشت