د شخړوښه مدیریت سوله ساتلی شي

محمد انورولید:  ۲۹ ـ ۹ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریز کال

 

موږ نه شوکولای چې شخړې ودروو او د ژوند او اړیکو له صحنې یې لیرې کړو او یایې له مینځه یوسو . موږ باید دا ومنو چې اختلاف او شخړه د ژوند او ټولنیزو اړیکو یوه مهمه برخه ده . شخړه له خپله ځانه سره د خوځېدوځواک او وړتیا لري . چې د شخړې دا ځواک او وړتیا د تخریب او ورانۍ یا نوښت او پرمختګ په لارو کې استعمالېدای شي . موږ د شخړو له ځواک او وړتیاوو څخه هغه وخت په مثبت نوښت او ترقۍ کې ګټه اخیستلای شو چې شخړې په ښه ډول مدیریت او په مناسبه توګه کنټرول کړو . شخړې هغه مهال د مدیریت وړ ګرځي چې موږ د شخړو په درک او د هغوی د څرګندولو ( اظهار ) په طریقه کې بدلون راوړو .

دا چې په افغانستان او نورو سیمو کې د شخړو رېښې چېرې وي ، او څه ډول پیلېږي ، نو دا به د ډاکټر ثواب الدین مخکښ په هغه لیکنه کې ولولوچې په (۲۰ : ۱۰ . ۲۰۱۵ ، ۱۲ . ۱۴ ) نېټه یې په ټول افغان کې د (( جګړې رېښې ( TAPI ) )) په نامه خپره کړې ده . لیکنه داده :

دجګړې ریښې(TAPI )

ډاکټر ثواب الدین مخکښ14.12.2015 10:20

ډاکټر ثواب الدین مخکښ وایي : (( دوستانو ! په سیمه کې جګړه په ځانګړې توګه افغانستان کې جګړه یوه پردۍ اوتصنعي جګړه ده افغانان یې نه غواړي اونه یې افغانانوددرولووس درلود ، نړیوالو کمپنیو په ځانګړې توګه دانرژي اوتیلو کمپنیو دغه جګړه توده ساتلې وه اودګټو جګړه وه ، اوس کیدای شي دټاپي پروژې سره دغه جګړه کې کمښت راشي اویاهم ورکه شي . په افغانستان ، منځنۍ آسیا اوختیځه آسیا کې دتیلو دجګړې په هلکه دپاکستاني ژورنالست حامد میر یوه لیکنه چې په دې هکله یې کلونه مخکې د"افغانستان دپایپ لاین دپولیسو " ترعنوان لاندي کړې هوبه هودرته راژباړم اوستاسو خدمت ته یې وړاندې کوم :

د1996 داکتوبر  میاشت وه غوښتل مې دافغانستان ، امریکا اوتیلو ترمنځ اړیکه باندې پوه شم . په اسلام آباد کې د Daily Pakistan  دسرمقاله لیکونکي په توګه مې دوخت له صدراعظمې بې نظیر بوټو سره دامریکا متحده ایالاتونو اوانګلستان ته سفر درلود . بې نظیر بوټو دهند ترؤلکې لاندې کشمیر کې دټاکنو ترسره کیدو پرضد سخته لابي کوله چې په حریت کانفرنس کې دټولو ګوندونو یاډلو له خوا رد شوه . بې نظیر بوټو په لندن کې دیو لکچر پرمهال ددې له امله چې دنوموړې حکومت دطالبانو په ښکاره ملاتړ کولو له سختو له شرمه ډکو پوښتنو سره مخامخ شوه . یوې پخوانۍ دبشردحقوقو پاکستانۍ فعاله عاصمه جهانګیر له بې نظیربوټو وپوښتل:

آغلې !تاسو دکشمیریانو دبشردحقوقو په هکله خبرې کوی ، دهغو افغان میرمنو دبشري حقوقو په هکله مو څه نظر دی؟ چې ستا دپوچ سترګي طالب دچړیانو په واسطه له ښوونځیو اوتعلیمی بنسټونو څخه منع شوې اوراګرځول شوې دي ؟

په دغه وختونوکې بریتانوي رسنیونه یوازې پرپاکستان نیوکې کولې بلکې دامریکا په څارګره اداره (CIA) یې هم ددې له امله چې په پټه توګه دطالبانو ملاتړ کوي سختې نیوکې کولې .  دThe Sunday Times او The Independent ورځپاڼو دامریکا دتیلو دکمپنۍ (Unocal) نوم یاد کړ اودغه کمپنۍ یې دهغې ځواک په توګه  چې دطالبانو امریکايي ملاتړ دی ، یاده کړه .

مګر په عین وخت کې کله چې بې نظیر بوټو دملل متحد په عمومي اسمبلۍ  کې دګډون له پاره نیویارک ته ورسیده دامریکایي رسنیو له خوا ترې کومه داسې پوښتنه ونه شوه چې دنوموړې دخفګان لامل شي .

اسلام آباد ته له راګرځیدو سره سم ما په دې هکله چې ولې امریکایان دطالبانو ملاتړ کوي یو کالم ولیکلو دغه کالم په 8 داکتوبر کال 1996 په Daily Pakistan  ورځپاڼه کې خپور شو. ما دبینظیر بوټو دحکومت پالیسي دطالبانو په مقابل کې ترنیوکې لاندې ونیوه اوومې ویل چې هغه طالبان چې په غربې اواروپایي رسنیو کې دامریکایې اجنټانو په نوم یادیږي ددوی له لاسه دپاکستان نوم خاورې شو . همداراز ومې ویل چې له یوې خوا امریکایانو اسامه بن لادن یو تروریست اوترهګر اعلان کړ اوله بلې خوا اسامه له طالبانو سره مرستې کولې اوامریکایانو په دغه حقیقت باندې سترګې پټې کړې وې .

څوورځې وروسته زه دمرکزي حکومت دکورنیو چارودوزیر نصیرالله خان بابر له خوا دغرمې ډوډۍ له پاره  وغوښتل شوم ، نوموړي غوښتل ما په دې قانع کړي چې ټول هیواد ته ژمن ژورنالستان باید دطالبانو ملاتړ وکړي ځکه چې دوی دپاکستان اقتصادي ګټې خوندي کوي.

دغه اقتصادي ګټې څه وې ؟

بابرماته وویل: افغانستان منځنۍ اسیا ته زموږ پل اولاره ده ـ اوایران غواړي دخپلوګټو له پاره دشمالې اتحاد (شورای نظار) له خوا دغه لاره پر موږ بنده کړي هغه زیاته کړه پاکستان غواړي دطالبانو له لارې افغانستان کنټرول کړي اوموږ کوښښ کوو چې دافغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته دګازدانتقال پروژه عملي کړو چې دبلیونونو ډالرو ارزښت لري . بابر ماته ډاډ راکړ چې طالبان به دامریکا له پاره لوبه نه کوي بلکې طالبان به دپاکستان له پاره لوبه کوي . مګر زه دبابر له دغه غرمني مجلس څخه په داسې حال کې چې قانع نه شوم راغلم .

په څوراتلونکو ورځو کې ماغوښتل دهغه راټوکیدلو اختلاف نظرونو چې دبې نظیر بوټو دحکومت اوپه پاکستان کې دامریکا دمتحده ایالاتو دسفیر Thomas W Simons Junior ترمنځ وو پوه شم . بې نظیرې دیوې ارجینټایني دتیلو کمپنۍ سره چې Bridas نومیدله دګازو دیوې پروژې لاس لیک وکړ په داسې حال کې چې دامریکا سفیر دامریکایې Unocal کمپنۍ له پاره لابي کوله سفیر په دغه باره کې له بینظیر بوټو سره تند ې خبرې هم وکړې . په دغه وخت کې دبې نظیرې دمرکزي حکومت دکورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر دې ته ډیر نږدې شوی وچې دطالبانو اودشمال داتحاد ترمنځ دروغې جوړې زمینه برابره کړي . دټولو خواوو په شمول یو ګډ مجلس په اسلام آباد کې په 6 دنومبر کال 1996 کې جوړشو ، له دې څخه یوه ورځ مخکې بې نظیربوټو درییس جمهور فاروق لغاري له خوا له حکومت څخه وایستل شوه .

څو ورځې وروسته دوخت دامریکا د متحده ایالتونو دبهرنیو چارودوزارت مرستیالې Robin Raphel په ملګرو ملتونو کې له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ . دغه اعلان زما غوندې ژورنالستانو ته چې طالبان مو دامریکا اجنټان بلل کافي ؤ . وروسته له دې چې په پاکستانیو رسنیو کې طالب ضد پروپاګند اوتبلیغات شروع شول دطالبانو ځینو خواخوږیو مذهبي مشرانو له هغو ژورنالستانو سره چې دطالبانو ضد لیکنې یې کولې تماسونه اواړیکې ټینګې کړې په دې لړۍ کې زه هم دطالبانو دتحریک دمشر ملاعمر له خوا کندهار ته وغوښتل شوم  .

ما هم غوښتنه ومنله د1996 دډسمبر دمیاشتې په نیمایي کې دطالبانو دارالخلافه ته ورسیدم ملاعمر خپله هڅه و کړه ترڅو ما قانع کړي چې طالبان امریکایانو ته کار نه کوي  بلکې خپلو خلکو ته کارکوي ، ماترې پوښتنه وکړه ولې RobinRaphel په ملګرو ملتونو کې له تاسو ملاتړ وکړ؟ هغه بلاناغه پوښته وکړه “ هغه څوک ده ؟” 

دیوې سترګې درلودونکي دکندهار حاکم دعوه وکړه چې امریکایي ډیپلوماټان دده لیدو ته راغلي وو اوورته یې وویل:  چې ته(ملاعمر) زموږ امریکايي دتیلو کمپنیو سره مرسته وکړه موږ به له تاسره مرسته وکړو.

ملاعمر که څه هم له ماڅخه یوه پوښتنه وکړه :

که موږچیرته دامریکایانو اجنټان وای  نوموږ ولې بیا اسامه بن لادن ته پناه ورکړه ؟

که څه هم دده داخبره لږ روغه ښکاریده مګر بیا هم مادانه شوه منلی چې اسامه بن لادن دې په افغانستان کې وي . ملاصایب له اسامه بن لادن سره زما دلیدو کتو وړاندیز وکړ اوویې ویل چې زموږ له میلمه سره له لیدو کتو وروسته باید  ته داسې لیکنې وکړې چې طالبان دامریکایانو اجنټان نه دي  .

ملاعمر له دریو میاشتووروسته په خپله ژمنه وفاوکړه اوجلال آباد ته نږدې سیمو کې د1997 په مارچ میاشت کې  ما له اسامه بن لادن سره لمړنۍ مصاحبه وکړه . په دغه مصاحبه کې داسامه اساسي پيغام داؤ چې امریکایي ځواکونه په سعودي عربستان کې میشت دي ترڅو دخپلو تیلو دکمپنیوګټې هلته خوندې کړي اوامریکایان باید دمسلمانانو سپیڅلې خاورې څخه ووزي .

داسامه بن لادن دیونږدې ملګري یا همکار دې خبرې زه بالکل هک پک کړم چې په کال 1989 کې موږ نواز شریف ته ددې له پاره چې دبې نظیرې په مقابل کې په پارلمان کې داعتماد اخستو اوبې باوره کولو یوحرکت په لاره واچوي  ډیرې پیسې ورکړې . اوددې په مقابل کې طالبانو له نوازشریف څخه وغوښتل که قدرت ته راغلې نو له طالبانو سره به مرسته اوملګرتیا کوئ . مګر وروسته له دې چې نواز شریف قدرت ترلاسه کړ طالبانو ته یې پیغام راولیږلو چې په افغانستان کې باید امریکایانو ته ستونزې جوړې نه کړي  .

دنوازشریف حکومت طالبان ترفشار لاندې راوستل ترڅو هغه تفاهم لیک چې له ارجنټایني کمپنۍ سره ییې لاسلیک کړی ؤ ـ فسخ کړي، دطالبانو یو وزیر ملاغوث مجبور کړی شو ترڅو دامریکادمتحده ایالاتو بوستون ته لاړشي  اودUnocal   له مامورینو سره وګوري .دیادولو وړګڼم چې امریکایي مامورینو خپل ټول امکانات په کار و ا چول ترڅو طالبان خپل دتیلو دلوبې له پاره د1997 کال دډسمبر ترمیاشتې پورې وکاروي  هغه وخت چې ملاغوث دطالبانووزیرامریکا ته غوښتل شوی ؤ دامریکا دمتحده ایالاتو چارواکیوداسامه بن لادن په نیولو یا وژولو کې هیڅ لیوالتیا نه ښودله  .

د1998 کال دفروري میاشت کې Unical    استازي دامریکا کانګرس یوې کمیټې  ته وغوښتل شول دغو استازیو دکانګرس دغې کمیټې ته وویل :

  “دطالبانو حکومت دګازو دپایپ لاین دهغې پروژې په مخ کې چې دکسپین له سیمې څخه هند بحیرې ته غزیږي یو بندش دی چې دغه پایپ لاین له افغانستان څخه تیریږي.”

 امریکایي پوځي ځواکونو وروسته بیا دغه بندش دتروریزم سره دجګړې په نوم له مینځه یوړ. د11 سپټمبر واقعې یوبل چانس امریکایانو ته په لاس ورکړترڅوپه افغانستان یرغل وکړي اوخپلې پوځي قرارګاوې هلته جوړې کړي .

حامد میر وایي : زه وروستی ژورنالست وم چې اسامه بن لادن سره مې په افغانستان کې مصاحبه وکړه . له مصاحبې وروسته په داسې حال کې چې عربي چای مو څښلو ، اسامه راڅخه دزلمي خلیل زاد په هکله پوښتنه وکړه . مادخلیل په هکله ځان تیرراوستو اوخبره مې تیره کړه ، ده راته وویل چې موږ به دافغانستان له سترو ښارونو څخه دیوګوریلایي جنګ له امله چې مخکې لرو بهر شو چې له دې سره به خلیل زاد په کابل میزایل راوشړي اوشمالې ټلواله به هیڅ ترلاسه نه کړی  .

دامریکایانو په واسطه دافغانستان له نیولو څو ورځې وروسته جهورریس بوش زلمی خلیلزاد دافغانستان له پاره دامریکا دخاص استازي په توګه راولیږلو. چې دغه ګمارنه امریکا ته یوازې دتیلو په مانا وه .د1990 کلونو په نیمايي کې خلیلزاد دUnocal مشاور ؤ اوپينځه کاله مخکې یې دطالبانو نماینده سره په بوستون کې دUnocal دچارواکي په توګه ولیدل  .

دیادولو وړده چې دبوش کورنۍ دتیلو ډیرښه پس منظر لري (تیلو سره تړلي دي ) همداراز دبوش ځینې تکړه ملګري هم دتیلو ښه پس منظر لري . دامریکا دمتحده ایالاتو دؤلسمشر له معاون Dick Cheney څخه نیولې تر دملي امینت دشورا درییسې Condoleezza Rice پورې اود بوش دادارې نورو ډیرو لوړپوړیوچارواکو پورې دتیلو امریکايي کمپنیو ته کاروکړ . دغه کمپنۍ دکسپین بحیرې  دمنابعو له پاره په یوه نړیواله سیالۍ کې دي .

روسي اوجرمنیو دتیلو کمپنیو کوښښ وکړ ترڅو دکسپین دسمندرګي له لارې یو پایپ لاین ختیځې اروپا ته تیر کړي مګر امریکایانو یو ګوسلاویا بمبارد کړه اودروسانو اوجرمنیانو دغه پلان یې شنډ کړ . روسانو له ایران سره دپایپ لاین دلارې ورکولو یوه معامله وکړه اوچین هم له قزاقستان سره دګازواوتیلو دیوپایپ لاین خبرې اترې پیل کړې  .

امریکایان غواړي چې له منځنۍ آسیاڅخه پاکستان ته یو پایپ لاین وغزوي ځکه داترټولو لنډه لارده .1271  کیلومتره غځیدونکی پایپ لاین چې له ترکمنستان څخه پیل اودپاکستان ترملتان ښار پورې غځول کیږي له هغه ځایه له یو شته پایپ لاین سره چې دکراچۍ بندر ته ځي وصل کیږي ، همداراز امریکایانو وړاندیز وکړ چې 66 کیلومتره باید دغه پایپ لاین دنوي ډهلي خواته وغزول شي ، ترڅو دهند بازارونه مشبوع کړي . مګر پاکستان دغه کار تشویق نه کړ ځکه چې دکشمیر په سر یې له هندوستان سره اړیکې ترینګلې وې  .

داخو جوته ده چې په منځنۍ آسیا کې دګازواوتیلو دذخیروپه شاوخواکې  نه یوازې روسیه اوایران بلکي چین هم دامریکایانو دنفوذ له ډیریدو څخه خوشحال نه دی . امریکایان یوازې په افغانستان کې خپل سرتیري نه لري بلکه په ازبکستان اوقزاقستان کې یې هم خپل سرتیري ځای په ځای کړي دي . داسرتیري په دغو هیوادونوکې ددې له پاره نه دي چې تروریزم سره جګړه وکړي مګر ددوی رښتینې  دنده داده چې دپایپ لاین دپولیسوپه څیر امریکایي دتیلو کمپنیو ته کاروکړي . امریکایان په افغانستان کې داوږدمهال له پاره پاتې کیږي اوداخطر چې افغانستان به د امریکایانو، روسانو اوایران دتیلو اوګازو دجګړې ډګر وګرځي له پامه نه شي غورځول کیدای . معلومه خبره ده چې پاکستان به په دغه جنګ کې له امریکایانو سره وي . مګر هندوستان ته به هم ستونزمنه وي چې پخواینو ملګرو روس اوایران ته مخه ښه ووايي .

د11 سپټمبر له پیښې یوکال وروسته دتیلو سیاست ددې مخه ونیوله چې سوله په افغانستان کې ریښې پیداکړي . ایران اوروسیې دشمالي اتحاد(شورای نظار) هغه وزیران چې په حکومت کې دي کاروي ، ترڅو کرزي ته چې دUnocal له پاره یې نه یوازې په کابل کې بلکي په کندهار کې هم امکانات برابرول ستونزې راولاړې کړي .

دکرزي پلویان دوه وزیران هریوعبدالرحمان اوحاجي قدیر دواړه په شپږو وروستیو میاشتو کې په کابل کې ووژل شول . دافغانستان ؤلسمشر کرزي خپل ټول افغان امنیتي ساتونکي وشړل ، ځکه چې نور یې پرې باورنه شوکولی . دنوموړي شخصي امنیت دپایپ لاین دپولیسو له خوا ونیول شو ، ځکه چې کرزی Unocal  ته ډیر مهم ؤ . دتروریزم سره جنګ دمنځنې آسیا دتیلو اوګازو په جنګ بدل شو. هغه ستونزې چې له 11 سپټمبر څخه وروسته راوټوکیدلې ، لاینحل پاتې شوې اونورې ډیرې ستونزې هم راپیداشوې .

نومړي د لاندې مأخذ پر استیناد خپله ټوله لیکنه را ټوله کړې ده .

ماخذ:

http://www.rediff.com/news/2002/sep/17guest.htm

مننه ))

 

 اوس به موږ دا درک کړې وي چې په افغانستان او سیمه کې د جګړو رېښې څه ډول را غځېدلې دي ؟ لامل او عامل یې کوم عناصر وو او دي ؟ او د کمونېزم ، اسلام ، جهاد ، طالب ، امارت او خلافت په نومونو زموږ خلک ، خپلواکي او خاوره د کومو کمپنیو د شومو اهدافو قرباني شول او کېږي ؟

خو پر موږ باندې لازمه ده چې د د شخړو له درک کولو وروسته په لاندې توګه یوه د حل بدیله  لاره ځانته پیدا کړو . 

 

 لومړی : د شخړې د درک په طریقه کې بدلون :

شخړې تل د شخړه ییزو موضوعاتو په هکله د سم یا ناسم درک ، تصور، فعالیتونو یا طرزالعملونو پر بنسټ ولاړې او را مینځته کېږي . ځینې وختونه نوموړي بنسټونه روښانه او دقیق وي ، خو ځینې وخت بیا دا بنسټونه پیکه او دقیق نه وي . د شخړې د موضوع په هکله ډول ډول تصورات او تعبیرونه د وضعیت د لا زیاتې پېچلتیا ، ابهام او مغشوشیت سبب ګرځي . ددې له پاره چې په شخړه کې بدلون راولو،

لومړی : باید د شخړې په هکله د خپل ځان او نورو په درک کې بدلون راوړو . د شخړې د لاښه وضاحت او روڼتیا له پاره باید موضوع ، تصورات ، اړیکې ، درک او د کړنو طرزلکه د پورته یادې شوې بېلګې په څېر  ښه تحلیل کړو ، تر څو د شخړو رېښه او بنسټ ښه روښانه او وپېژندل شي .

 

دوهم : د شخړې څرګندولو په روېښ کې بدلون : 

شخړې تل په یوه طریقه ( زور زیاتي، یا پرته له زور زیاتي ) څخه را څرګندېږي . که د شخړې په اړه روښانه او سم تحلیل ولرو ، او له خپلو ریښتینو مشرانوڅخه حقایْق په بډه ونه وهو .  نو نو بیا په ګډه سره کولای شو چې شخړه پرته له زور زیاتي څخه را لوڅه او د منطقي حل له پاره یې په اقدام لاس پورې کړو .

که د اختلاف یا شخړې د را څرګندولو له پاره د سالم ـ مدبر او پیاوړي مدیریت په شتون کې سالمه طریقه وټاکو او د مقابل لوري انساني اړتیاوو او عزت ته په درنه سترګه وګورو او د څرګندولو او حل له پاره یې له زور زیاتي پرته لارې ( بحث او خبرې، مفاهمه، منځګړتوب او مذاکره ) غوره کړو ، شخړې به کنټرول او مثبت لوري ته به بدلون ومومي . ځکه د شخړو ښه مدیریت ریښتینې سوله ساتلی شي . او سوله په امنیت کې خوندي کېدلی شي ، خو امنیت د ټول ملت په یووالي او اتحاد کې تضمینېدلی شي ، نه په اختلاف او نمایشي ایتلافونوکې . و لې اتحاد په پردیو فرمایشونو او ونډو هم مینځته نه راځي . او نه حکومت د بیت المال په خزانو هبه کولو او تقسیمولو باندې ټینګېږي . بیت المال ته باید په درنه سترګه وکتل شي . ځکه بیت المال د هېڅ چارواکي او دده د ټیم حق نه دئ . بیت المال د ملت شتمني ده . که نه نو افغانستان به تر پېړیو پورې د پردیو ښامار ته ورته کمپنیو په خوله کې پروت ، او د پرمختللو استخباراتي اهدافو قرباني وي . هو ! حقیقت همدغه دئ .

 

 


بالا
 
بازگشت