د جدیې تور ماښام ، یا د زرتشتیانو ( ۳۷ ) کلنه آتشکده

محمد انور ولید : ۵ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

د سږنی جدیې په شپږم ماښام د روسي یرغل ( ۳۷ مه ) کلیزه پوره شوه .

تېر ماښام پر افغانستان باندې د سرو روسانو د پوځي یرغل ( ۳۷  مه ) کلیزه پوره شوه . خو پخوانی شوروي اتحاد څه شو ؟ او د سرو روسانو تودو اوبو ته د رسېدو خوبونه څه شول ؟ آیا ريښتیا هم روسانو د هند سمندر ګي ته ځانونه رسول که څه ؟ که داسې وه نوروسانو خو هند هم د ځان ملګری کړی ؤ او په ویتنام کې یې امریکایانو ته ستره ماتې ورکړې وه ، نو دوی د افغانستان له لارې څه ډول د هند سمندرګي ته ځانونه رسول ؟ له دېنه داسې مالومېږي چې روسانو په یوه تیر دوې فاختکې ویشتلې :

لومړی دا چې افغانستان به خپل ( پینځلسم ایالت اعلان ـ او طبیعي زېرمې به پرې د ځان کړي . دویم دا چې  د غرب او شرق ددوو امپراتوریو تر مینځ به عایْقه سیمه ونړوي او روسي امپراتوري به د آموله ځنډو څخه د ډېورنډ تر کرښو هم آخوا ور واوړي . د روسانو نظامي پېشقراول به په ګوادر بندرکې ور ته ودروي ، خو داسې ونه شول . روسانو افغانستان او افغاني سنتي ټولنه سمه نه وه درک کړې . له عجلې او بیړې یې کار واخیست . او ټول ملت یې پر ضد ودرېد . په دې بدمرغه سره شپه د ماکیاؤل زامنو ( پخواني شوروي اتحاد ) د برېژنېف تر غیر اخلاقي قو ماندې لاندې د هوا او ځمکې له لارې پوځي یرغل وکړ ، چې پیل یې له دوشنبې او بګرام څخه مستقیماً پر دارلامان ماڼۍ باندې ؤ . ځکه هلته همغه حفیظ الله امین ؤ چې پر سردار داؤد خان باندې د کودتا پر مهال یې قوه ْ چهار زرهدار ( اسلم وطنجار ) ، او د بګرام د هوایي ځواک یو صاحب منصب ( قادر ) ته د هوایي او زمیني یرغل قومانده صادره کړې وه ، چې د کودتا په بهیر کې د یحیی د کورنۍ ټغر د تل له پاره ور ټول ، خو د مظلوم ، بې دفاع مسلمان ملت ( خاموش اکثریت ) د نیولو ، ډله ییزو وژنو ، تبعید ولو او مهاجرتونو لړۍ په لوی لاس تر نن پورې همداسې غځېدلې پاته شوه .

روسانو د څه کم لسو کالو له پاره د ( ۳۶ ) کمونېستي هېوادونو په ملاتړ په افغانستان کې د ټانکونو غوبل جوړ کړی ؤ . د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره یې د مظلومو افغانانو په وینو ولړله . خپلې ذروي ، بیولوژیکي او کېمیاوي وسلې یې ور باندې وکارولې ، آتشي او (۲۰۰۰) کیلو یي  بمونه یې ور باندې وغوځول ، د کونړ د لرهالې ، او د وردکو د حسن بېک کليو په څېر یې کلي کورونه له بېخه پرې وایستل . افغانان یې ونیول ، د زندان تورو سلولونو ته یې واچول ، د زندانیانو عفیفې ښځې او د هغوی بېګناه ماشومان په زندانونوکې ولوېدل ـ شکنجه شول ، په څرخي پله زندان کې خو د مور په وړاندې یوکلن ماشومان د برقي منقلونو په سرو تبیو باندې کېنول شول او غوښې یې د منقل په تبۍ باندې لکه تور سکور پاتې شوې ژړا او چیغې ې تر اووم آسمان پورته شوې ، خو د بېرحه جلادانو او مستنطقینو په زړونوکې هغه مهال رحم چېرې ؤ . او هغه ماشومان  لا تراوسه پورې همداسې معیوب را لوی شول ، او ژوندي دي ، ځکه چې د هغه ماشوم مور تر شکنجو لاندې د نا حقې اقرار نه کاوه . په ډله ییزه توګه یې ژوندي تر ګلېډرو لاندې ښخ کړل ، هغه ځمکه به یو شواروز ښورېدله . چې په ډله ییزو قبرونو کې یې هډوکي او جسدونه اوس هم را خېژي . مسلمانان یې په زور باندې تبعید او مهاجرکړل ، خو اېل یې نه کړای شول . بلکې ورځ تر بلې روسانو ، د هغوی کورنیو مزدورانو او روسي ښکېلاک د افغانانو په زړونو کې کرکه او نفرت را وټوکول . ځکه د افغانانو وینې ، اوښکې او ساړه اسوېلي سره یوځای شول ، سیلابونه او څپانده دریابونه یې جوړکړل او د ماکیاؤل د زامنو ( ۷۰ ) کلنه سره امپراتوري او د مارکسېزم او لینېنېزم پوچه خیالي آیډیالوژي او مفکوره یې له یوې مخې له ځانه سره وېوړه .

خو متأسفانه چې د مجاهدینو ځینو مصونوعي او د مخه دېکتې شیو مشرانو د پردیو غیر افغاني پروګرامونو او سترا تيژیو په عملي کولو سره دا خاوره او ددې خاورې ثبات ، هویت او خپلواکي ټول په خطرکې واچول . د کمونېستانو او روسانو په لاس د ( دوه نیم مېلیونه ) بېګناه افغانانو پر شهادتونو ، ( دوه مېلیونه ) معیوبو ، او ( اووه مېلیونه ) مهاجرو باندې یې خاورې ور واړولې . د هغوی وینو ، معیوبیتونو او هجرتونو ته یې په سپکه سترګه وکتل ، کمونېستان اوس هغه خپل تېر جنایتونه جنایت نه ګڼي او ځانونه داسې سپین بازان او غیر مسؤول بولي ، ته به وایې چې هېڅ یې هم نه دي کړي ، او خلکو ته یوازې د کابل هغه له فتنو ډکې تپل شویې کورنۍجګړې ور په ګوته کوي چې د جګړو د پېښېدو اساس یې هم دوی په خپله ورته اېښی ؤ .

د شمال او جنوب ملېشې جوړول ، له یوې ډلګۍ سره سازش او معامله کول ، او بیا د هغوی په آدرس کمونېستانو ته عمومي عفوه اعلانول اوغربي نړۍ ته د اسلام آباد له لارې د لسګونو زره خادستانو وتل او د هغوی روزنه ، په تنظیمونوکې د تنظیمونو د نفاق او فتنو اچولو له پاره د پاکستان او ځینو سفارتي کړیو په مرسته د خادستانو ځای پر ځای کول ، د القاعدې ( ۱۲ ) مشرانو ته د افغاني هویت تذکرې ورکول او دکورنۍ جګړې پیل او بربادۍ ټول هغه څه دي چې فومولونه یې په بهر یا سفارتونوکې د حرفوي درواغجنو په لاس ور ته جوړ شوي ، د منافقینو په ژبه او لاس سره خپاره شوي او عوام الناسو باور ور باندې وکړ . ځکه خو دا ( ۳۷ ) کاله زموږ په هېواد کې د پردۍ نا اعلان شوې جګړې اورونه بل دي چې له کبله یې وچ او لانده ټول له یوې مخې په کې وسوځېدل .

اې افغانانو !  اې د شهیدانو اصلي وارثانو ! اې ژوندیو شهیدانو ( معیوبینو او معلولینو ) ! اې د شهیدانو کونډو او یتیمانو !  ستاسې پر ضد کورنیو ، سیمه ییزو او بهرنیو معامله ګرو او مافیایي کړیو یو بل ته لاسونه سره ور کړي ، او ځانونه د ستاسې ، ستاسې د شهیدانو او ددې سپېڅلې خاورې اصلي وارثین ګڼي ، پر تاسې او ستاسې پر ټولو قربانیو او حقه حقوقو باندې له پېله تر اوسه پورې سوړ تجارت روان دئ . د اصلي کوڼدو سپېڅلی عفت ـ سیرت او صورت او د هغوی تړمې تړمې اوښکې ، د حق د لارې د شهیدانووینې او هډوکي ، د مظلومانو ساړه اسوېلي ، د افغانستان خاوره ، سره ، سپین ، رېګ ، لوټه ، تیږه ، ځمکه ، هوا او خپلواکي یې ټول وپلورل . د هجرت او واک د ګدیو غلې یې ددې سبب شوې چې نن دوی او یا ددوی اولادونه او خپل خپلوان وزارت ، ولایت ، قوماندانۍ ، ریاست ، ؤلسوالۍ او پارلمان ته ځانونه پرې کاندیدولی شي ، سترې ټېکې او ستر تجارتونه هم ټول ددوی دي . ستاسي په اولادونو یې حتي د تعلیم دروازې در وتړلې . ځکه خو ستاسې اولادونه لوړو زده کړو ته لاره نه شي موندلی ،  اوددوی د اولادونو له پاره خو خاص کورسونه او د ځانګړیو هېوادونو بورسونه ددوی خپل کار دئ . ستاسې اولادونه مجبور دي چې یا ددوی ملېشه شي ، او یا هم د مخالفینو په لیکوکې د پردۍ جګړې اوږدولو له پاره ودرېږي .

هو ! په افغانستان کې دغه پردۍ تپل شوې جګړه نن سبا د حرفوي کورنیو ، سیمه ییزو او بهرنیو دلالانو له پاره دوبۍ ده  دوبۍ . که دا جګړه نه وي نو دوی به هم د نورو په څېر له لوږې مازیګر څملي ، او یا به له دې هېواده کډه کوي . ځکه چې دوی ته بیا په سګ شویْیو او نورو خشره کارونو تر سره کولو سره څوک دومره زیاتې پیسې نه ور کوي چې د خپلو بې بندو باره کورنیو خرڅ او خراجات پرې پوره کړي .

دا ، او دېته ورته ټولې بدمرغۍ د غوایي د کودتاوو او د جدیې د سره یرغل نتیجه ده چې افغانستان او افغانان یې ټول په ژبنیو ، سیمتي ، قومي او عقیدوي ډلګیو سره ووېشل ، بې ثباته او کاواکه یې کړل. په روسانو پسې پاکستانیا ن ، او ور پسې امریکایان او ټوله ناټو ټلواله راغله او دا هېواد او ددې هېواد ځمکه او هوا یې په خپل واک کې اخیستې ، خلک یې د نجات په پلمه یرغمل له ځانه سره ساتلي ، او افغانستان پرته څو تنو نور هم ور سره بدمرغ شو . موږ دا بدمرغې ورځې په سختو ټکو سره غندو . تل دې وي یو واحد ، خپلواک ، هوسا او بسیا افغانستان . تل دې وي د افغانستان یو واحد ملت ، تل دې سوچه اصلي اسلام . تل دې وي تلپاته آزادي ، سوله ، یو بیرغ او یوعملي قانون . مرګ په یرغلګرو پردیو استعماري ځواکونو .    

 

 


بالا
 
بازگشت