څلور اړخیزه غونډه ، او د سولې درنه بیه

محمد انور ولید : ۱۴ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجری لمریزکال

د افغانستان په نامه سولې باندې له تېرو څو لسیزو را په ایسته په افغانستان کې د ننه ـ او له افغانستان څخه بهر خبرې روانې دي . خو دا خبرې کله په تاو تریخوالي ، شخړو او جګړو ، او کله هم په ناندریو باندې اوښتې . چې اصلي لامل او عامل یې  بهرني ، سیمه ییز او کورني نمایْشي زدوبندونه ، د ملي او دیني ارزښتونو خلاف ځان واکي ، غلطې کورنۍ او بهرنۍ پالېسیانې ، د پردیو انحرافي غیر انساني او غیر اسلامي ملي ضد عنعنو رواجول ، غلط  امنیتي ـ تعلیمي او اقتصادي سیاست ، د سیمې او نړۍ پرد ۍ استخباراتي او پوځي لاسوهنې ، د افغانستان د نظام کاواکه او بې تضمینه غیر ارادي او غیر قانوني پښې ، او د کورنیو وسله والو او بې وسلې ځان غوښتونکو اوځان پلورونکو مخالفینو پرله پسې ورانکارۍ او ملي ضد خوځښتونه دي چې د سیمه ییز او نړیوال ښکېلاک او ځبېښاک له پاره یې لاره هواره کړې او زموږ مظلوم او بېوسه هېواد وال یې له تېرو ( ۳۷ )  کالو را هیسې په پردي سره  انګارکې یرغمل وریت کړي پاخه کړي دي .

هرکال په کال کې یویا څوځلې د افغان سولې خبرې په افغانستان کې د ښکېلوخواوو له لوري را پورته شي ، خو بیا د خبرو په مینځ ـ یا پای کې په شدیدو جګړو ، یرغلونو او ځانمرګې بریدونو باندې تقدیر او ونمانځل شي . په غونډه کې د سولې په نامه ترلاسه شوې مالي مرستې هم څه په کرېسمېسونو او نایټ کلپونوکې و لګېږي ، او څه د لوبې تودې ساتلو په خاطر مخالفو وسله والو ته په مستقیم ـ یا غیرمستقیم ډول ورکړل شي ، او څه د غونډې ګډ‌ونوال په خپلو مینځوکې سره ووېشي . خوکله چې لوبه سسته وویني ، نوبیا د افغان سولې په پلمه د بلې غونډې تابیا په کوم کوربه هېوادکې ونیسي . غونډه وشي ځوثمره یې نور وخوري ، او مرګ ژوبلې یې د افغانانو په برخه وي . چې زه ددې ډول سولې تسلسل د بیولوژي د نایتري پانګ باکټریا فعالیت ـ او یا هم د لېنېن د ( نفی بالنفی ) قانون ته ورته بولم . هلته هم باکریا په ګیا کې ځانته ځاله جوړه کړې وي ، ګیا پسه یا نور څاروي وخوري ، د پسه یا څارویو غوښه انسان وخوري ، اود انسان د فضله موادو سره هغه بېرته په ځمکه کې دګیاه د رشد اوتکامل سبب جوړېږي ، او دا تسلسل همداسې پرله پسې دوام مومي .

دلته په افغانستان کې هم مخالفتونه په جنګ جګړو ، اوجنګ جګړې په ځاني اومالي تاوانونو، ځاني اومالي تاوانونه په ملي ناورینونو او بې ثباتیو ، او بې ثباتۍ بېرته په مجبوریتونو او د سولې په خبرو ، د سولې خبرې په نا انډوله توګه د پردیو حرفوي معتادو مرکچیانو په خپلمنځي زدو بندونو ، معاملو او نورو ته په امتیازاتو ورکولو ، د سولې ثمره د مرکچیانو او مرکې د لېوانو خوراک ، او خوراک بیا د تاو تریخوالي او جنګ جګړو په سریال باندې بدلېږي .

ځکه خو په افغانستان کې پردۍ جګړه پای نه مومي . او له تېرو( ۳۷ ) کالو را هیسې دا جنګ پر افغانانو باندې ور تپل شوی . چې ګټه یې سیمه ییزو او نړیوالو زبرځواکونو او ښکېلو هېوادونو او عنارو خوړلې ، او د سر او مال د تاوانونو درنه بیه یې پرله پسې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو پرې کړې ده .

افغانان په لوی لاس سیمه ییزو او نړیولو لوبو ته ور ټېل وهل شوي . په خپلوکې یې په جنګ جګړو سره اخته کړي . پردی غم او پردی اور یې د دوی کورته ور وړی . د لوبې ډګر یې په خپل کورکې پر افغانانو باندې تود ساتلی . کور اوکورنی نظام یې د افغانانو په کې خراب کړي . ملي شتمنۍ د افغانانو په کې لوټ شوې . تورې یې پر افغانانو باندې وکړې ، خو غوړې مړۍ نورو په کې و وهلې . او د افغانانو پردۍ ښورواته یې پیاز په خپله بډه وهلي وو . افغانان هم وژل کېږي او هم یې حلوا وې قاتلین او د هغوی ملاتړي خوري .

په افغانستان کې نا اعلان شوې پردۍ جګړه په سیمه کې یوه پوځي استخباراتي توطیْه ده او ترشا یې سترې سیاسي ، اقتصادي ، او سترا تیژیکې موخې پرتې دي . چې هغه موخې د جګړوځپلې بېړۍ د ور باندې بار وزن او لنګر له امله د سیمه ییزو او نړیوالو توطیؤ په سمندرکې پټې او ډوبې دي . هرڅوک یې نه شي لیدلی . او نه یې بېړۍ چلوونکي چاته ورښیي . د ورانولو او ویجاړولو قوماندې هم د سمندر له تله په اوبتلوکې ورکول کېږي . چې هلته د ریښتینو مصلحینو ور تګ هم ناشونی دئ .

اوس چې دوي په خپلو کې د جوړ جاړي او معاملې کومه پرېکړه د مخه کړې ، په هغې کې افغان لوري ته دوی د یوه مجرم په سترګه ګوري . ځکه دوی افغان لوري ته وایي چې که بدبخت افغانان نه وای ، په سیمه کې به زموږ د اقتصادي غواګۍ ښکر ولې له ترورېسټي خنډونو سره مخ کېدل . په داسې حال کې چې ترورېستي استینادي دېوالونه هم د افغان حکومت او افغانانو د ریښتینې سولې په وړاندې دوی خپله درولي دي . ځکه دا مهال دوی هم کوزه ګِل ـ هم کوزه ګر ـ هم کوزه فروش خپله دي . د بل چا په کې څه آجت د حاجت نه شته .

خو بیا هم دا چې خپله امریکه او چین د افغانستان او پاکستان تر مینځ د لانجې پای ته رسېدو په موخه ډګر ته را وړاندې شوي ، افغانان او افغان حکومت ددوی دا ګام پورته کول نېک پال ګڼي ، خو شرط په کې دادئ چې باید بې پرې اجرأیي ضمانت هم په کې موجود وي ، ترڅو پاکستان د تېر په څېر یوځل بیا د سولې په نامه د خپل سترا تيزيک عُمق د خوبونو تعبیرونه په کې ونه ویني .

بل دا چې امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې ګوري ، خو دغه ګټې په دوه مخۍ کې نه شي خپلولی . دوی باید دا پلا د پاکستان ننګه ونه کړي . اوس دوی ته موقع په لاس ورغلې چې د مظلوم افغانستان پرځای پر پاکستان باندې اقتصادي ، سیاسي او حتي پوځي فشار راوړي ، پر پاکستان دې د ترورېستانو ځالې او د هغوی د ټرېنېنګ ځایونه له مینځه یوسي ، د تمویل مالي او د تجهیز پوځي سرچینې دې ور باندې بندې کړي ، ترڅو پاکستان د خپلو غوښتنو پرځای د امریکې او چین غوښتنې ومني . پاکستان دې په دې غونډه کې د ډېورنډ کرښې په یادولو ـ او سره پاشلو طالبانو ته په افغان حکومت کې د ونډې ورکولو په پلمه ځانته خپل امیازات نه غواړي ، او افغانستان دې د نړیوالو ، سیمه ییزو او خپلو ګټو نه قرباني کوي .ځکه همدا اوس پاکستان افغان طالبانو ته دستور ورکړی چې خپلې غوونډې دې سره همغږې کړي ، تر څو د اړتیا پر وخت پاکستان د خپلو اهدافو له پاره کار ترې واخلي .  چې دا کار د پاکستان په ګټه نه دئ . ځکه چې پاکستان هغو طبیعي زېرمو او خامو موادو ته اړتیا لري چې په پاکستان کې نه شته ـ خو په منځنۍ آسیا کې شتون لري . او منځنۍ آسیاته د پاکستان د لاس رسي لاره پر افغانستان باندې ده ، پاکستان مجبوردئ له افغانستان سره پر ریښتینې سولې او ټیکاو راوستو کې خپله صادقانه مرسته وکړي . که نه نو وخت به ور باندې تېر او سوله به په تل پانتې دښمنۍ بدله شي .

بل لورته چین هم په دې څلور اړخیزه غونډه کې خپله ونډه اعلان کړې ده . که چېرې چین په ریښتیا سره په دې غونډه کې د پاکستان پلوی ونه کړي ، که څه هم چین له پاکستان سره ډېرې زړې  پوځي ، تجارتي او سیمه ییزې اړیکې لري ، خو دوه سري پاکستان بیا هم د ګلګیت سر ـ او د ګوادر بېخ ته ونه کتل او ناڅاپه یې له عایْقو سیمو سر پرې را پورته کړ ، غوښتل یې چې د ایغورله سیمې چین ته نېښ ورکړي ، خو له نېکه مرغه چې افغان حکومت د ترورېزم دغه له زهرو ډکه مایه چین ته په ژوندۍ بڼه وسپارله . نو چین ته په کار ده چې په دې غونډه کې د پاکستان له ملاتړ او امتیاز تر لاسه کولو تېر شي . ځکه منځنۍ آسیا ته د ورېښمو لاره له واخان څخه چین ته تېرېږي ـ نه له پاکستان څخه . او افغانستان دا مهال د امریکې ، چین ، هندوستان او نورې نړۍ له پاره د اقتصادي شا رګونو ډک یو داسې د سرو زرو پُل دئ چې هېڅکله یې هم بیه له ټول پاکستان سره نه پرتله کېږي . بل لور ته پاکستان دا مهال له شمالي کوریا ، روسیې ، او ایران سره خپلې نوې یارانې جوړې کړې دي ، چې دا خواوږي بیا په افغانستان او سیمه کې د امریکې او چین له ګټو او له پاکستان سره ددوی د بېخرته مینې سره په ټکر کې د ه .

په کارخو داده چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې امریکا او چین دواړه د خپلوګټو له پاره دا سوله یوځل بیا افغانستان ته په درنه بیه فیصله نه کړي . که داسې ونه شي ، نو شونې ده چې په افغانستان او سیمه کې به امریکا او چین هم د خپلوګټو دروازې په خپل لاس په ځان پسې وتړي . ځکه د افغانستان ثبات او پر پښو درېدل د نړۍ او د سیمې د هېوادو پر پښو درېدل دي . او د افغانستان بې ثباتي د سیمې او نړۍ د بې ثباته کېدو او نړېدو په معنا ده .

په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د ریښتینې سولې ، ټیکاو او غښتلي ثبات په هیله .  

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت