افغانستان د سیمې اونړۍ دستراتیژیکوڅېړنواوسیاستونوپه محورکې

محمد انور ولید : ۱۶ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

دا د انسان فطري خصلت دئ چې کله د کوم ساختماني کار د تر سره کولو اړتیا محسوسه کړي ، لومړی د کارسیمه سروې کوي او له سیمې معلومات را ټولوي ، بیا د هغه معلوماتو پر ټولو منفي او مثبتواړخونو له شک او شبهې وتلی کره نظر اچوي ، بیا یې د شونتیا په صورت کې د تر سره کېدو پلان او سترا تیژي جوړوي .

دکاري پلان د تطبیق له پاره په یوه ټاکلي وخت او ټاکلي ځای کې ممکنه پروپوزل ورته برابروي . د پروپوزل د مناسب تطبیق له پاره د همغه کار عمومي مدیریت ، د تمویل او اکمالاتو منبع ، متخصص مسؤول ،کاري پرسونل ( بشري منابع )، ؤلسي اود بانفوذه خلکو ملاتړ، او په اوږد مهال کې د خلکود زړه ترلاسه کولوله پاره دکارکیفیت اوڅرنګوالي ته د خپل نظارت او ځارنې په صورت کې مخه کوي . په دې توګه خپلو پرله پسې پروژو جوړولو او تطبیقولوته په سیمه کې دوام ورکوي .

همدا رنګه په افغانستان کې هم د یوې پروژې د پلي کولو او تطبیق په څېرکټ مټ همداسې سیمه ییزوې او نړیوالې استخباراتي پروژې روانې دي . خو له ساختماني پروژو سره یې توپیر یوازې په دې کې دئ چې ساختماني پروژې سیمه ودانوي ، او استخباراتي پردۍ پروژې سیمه او هېوادونه ورانوي . ځکه استخباراتي پروژې ټولې د هېوادونو او سیمو د نیواک او ځبېښاک له پاره جوړېږي . او د نیواک او ځبېښاک له پاره د تارګېټ شویو هېوادونوپر شا غورځولو اوکاواکه کولوته اړتیا ویني .

ځکه خو افغانستان د خپلو طبیعي زېرمو او ستراتیژیک موقعیت له امله د سیمې او نړۍ دهېوادونو پام ځانته را اړولی . خو دا چې دوی څه ډول د افغانستان د خپلولو له پاره خپلې اړتیاوي محسوسوي ، دا بیا د هر چا بېلې ککرۍ ـ او بېل بېل خیالونه دي ، چې څوک د دروازې له لارې په خورا آسانۍ او سړیتوب سره دافغانانوکور ته ور ننوتي ، څوک د دریڅې او دېوال له لارې د غله په څېر ور اوښتي ،  او څوک د هوا او ځمکې له لارې د یرغلګر او نیواکګر په شکل په کې مېشت شوي .

موږ تاریخي ژوندي سندونه لرو چې سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو زبرځواکونود تاریخ په هره مقطع کې په افغانستان کې څه ډول نفوذ کړي ؟ څنګه یې زموږ په عامه خلکو او رسمي آدرسونوکې د فسق ـ فساد ـ فتنواچولو او ملي یووالي د ټوټې کولو تخمونه کرلي ؟ زموږ د خلکو او حکومتونو تر ټولوضعیفې نقطې دوی څه ډول پیدا کړې ؟ زموږ معالج ډاکټران چېرې وو او چېرې دي چې موږ له دغې وژونکې ، دوامداره او ساري ناروغیو څخه نور په خپل عالمانه تشخیص او درملنو سره وژغوري ؟

له کومې ورځې چې د کوه نور افغاني الماسو د غلو پښه د سمندر له لارې د آسیا په وچه باندې لګېدلې ، بیا آن تر نن پورې د دې وچې خلکو ښه ورځ نه ده لیدلې . انګرېزي تور استعمار د آسیایي هېوادونو ډېرې برخې له اقتصادي پلوه د خپل منافقانه او خايْنانه اوږد مهاله استعمارې سترا تیژیک پلان له مخې د سیمې د ( مېډ ان ـ انګلېنډ ) خود فروخته مصنوعي نوابانو ، اربابانو او حکامو په ملاتړ او ددوی د (۲۰۰ ) کلن پوځي حضور په صورت کې ټولې و ځبېښلې . د هغوی په ژبو ، افکارو ، دین ، کلتور او فرهنګ باندې یې پوره ( ۲۰۰ ) کاله ملنډې ووهلې . په دیني کتابونوکې یې لومړی د دیني زده کړو د ځیره خورو مهتممینو په لاس پراخې لاسوهنې وکړې . خپلسرې پوځي ، بدمعاشي ، ښي اړخې او کيڼ اړخې ډلې او ګوندونه په کې جوړ شول .

بریلوي ډلې نبوي سیرت ، مفتي ډلې قرآنکریم ، نوراني ډلې اسلامي فقه او چپي ډلو سیمه ییزکلتور مسخ کړي . انګرېزانو هم په لوی لاس په دې هېواد کې د زیات افراط او تفریط له کبله با ادبه او بې ادبه دواړه مشرکان تمویلول . فکري مکتبونه یې په کې را مینځته کړل . د درواغو او خیالي قصو بازار ( قصه خوانۍ بازار ) یې ور ته پرانست . خلک یې په خیالي درواغ ویلو باندې مصروف وساتل . خپله د پاکستانیانو په ژبه یې د بطلان ابدي ټاپه ور وهله  او پر ځای یې انګرېزي پوځ د خپل ځان د آسانه پوهېدو له پاره اردو ( پوځي ) نوې ژبه او رسم الخط ور ته اختراع کړل . قانون یې د اسلام خلاف همغه د انګرېز زوړ قانون دئ . چې اوس یې د آسیا او افریقې نیمې وچې پرې نا آرامه او بې ثباته کړې . هو!  ددوی استعماري زوړ پرو پوزل همدا ؤ چې په افغانستان کې یې د خپلو پنجابي حرفوي متخصصو مدیرانو په لاس او دځینو افغاني کسانو په مرسته په کار اچولی ، ترڅو له یوې خوا د افغانستان هغه اوبه او سترا تيژيکې نقطې پرې د ځان کړي چې پاکستان پرې خړوبېدای شي ، له بل پلوه منځنۍ آسیا هېوادونو ته پرته له  ټکس ورکولو څخه  یو طرفه ترانزیتي لاره پرې د ځان کړي . او بلخوا د ډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو په خاطر د فشار د آلې په توګه ترې کار واخلي .  

بل لور ته ایرانیانو او تاجکستانیانو په افغانستان کې د خپلو کلتوري ، مذهبي ،  اقتصادي ، توکمي او ژبنیو ګټو پروژې په لاره اچولې او د مذهبي ، ژبنیو او نورو لږکیو دکانالونو له لارې یې زموږ د ملي یووالي ونې او ملي تر مینالوژۍ ته تبرونه او تېشې نیولې ، غواړي پر دې سره زموږ د دین او ملي یووالي ایکي یوه ونه را وپرځوي . تر ځو پر دې سره ايرانیان د بابا غره د سلسلې اوبه له دې لارې پرې د ځان او په هزاره جاتو سیمه کې فدرالي نیمه خود مختاره اداره پرې را مینځته کړي ، او تاجکستانیان د روسانو په ملاتړ په شمالي ولایتونوکې یو فدرالي نظام جوړکړي .

 بلخوا د امریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونه هم دېته لېواله دي چې د افغانانو د ژر تر ژره  سره پاشل کېدو او کاواکه کېدو سره دوی ته ددې زمینه برابره شي ترڅو هم افغان خاوره د خېز د تختې په څېر وکاروي ، او هم یې ځمکنۍ ژېرمې یوازې دوی په ډېره ټيټه بیه او آن چې خوشې ترې یوسي .

دوی ټولو دخپلو دغو شومو پلانونواو سترا تیژیو د عملي کېدو له پاره وار له مخه د افغانستان په اړه د خپلو سترا تیژیکو مطالعاتو د څېړنو مرکزونه جوړکړي وو . تر تحلیل اوتجزیې وروسته له خپلو لنډ مهالو ، منځمهالو او اوږد مهالو پلانونو ، ستراتیژیو او پرپوزلونو سره یو ځای افغانستان ته په فزیکې شکل را غلي او ددې خاورې د هېوادوالو پرسینه یې د زر، زور او تزویر خبیثه خپسه ورکېنولې ده . څه یې د تخت او بخت د نشو پرګدیو ور بېده کړي ، پر ځینو یې پردۍ جګړه ور تپلې ، ځینې یې د خیالي دیمو کراسۍ قرباني کړل ، ځینې د غربي ژوند او سګ شویْیو په تمه د نهنګانو خوراک شول ، ځینې په پردیو استخباراتي لوبو او ځانوژنوکې د خپلو بې علمیو له کبله د جنت د حورو په نامه خسره دنیا والآ خره شول ، او ځینې د پوډرو قرباني شول . بېکیفیته پو هنتونونه خو بیا د هغه ماچسو فابریکه ده چې په کال کې په زرګونو بې کیفیته تولید شوي فارغان ورکوي ، خوپه ړنګ افغانستان کې کار روزګار ور ته نه پیدا کېږي .

د اختلافي پروژو خو هېڅ کمی نه شته . هېڅوک د افغانستان او افغانانو له پاره کار نه کوي . ټول د خپل جیب او خپلو بادارانو مزدوران دي . د پردیو ګټو له پاره ځانونه وژني . ځکه چې افغانستان د پردیو سیمه ییزو او نړیوالو سترا تیژیکو څېړنو او سیاستونو په محورکې پروت دئ . د افغانستان خاورې اوبې وزله  افغانانو د تورې په لحاظ سلطان محمود غزنوي ، میرویس نیکه ، شاه محمود هوتکي ، احمد شاه ابدالي ، وزیر محمد اکبرخان ، او شاه امان الله خان خوړلي . او د فکر او قلم په لحاظ یې افغان سید جمال الدین خوړلی . نو ځکه خو د لندن شاهزاده شغالانو د چورلکو له لارې په هلمند کې زموږ بېګناه افغانان وروڼه په نښه کول او پر مړو جسدونو باندې به یې ملنډې وهلې . ددیشو ؤلسوالۍ ټول خام یورانیم ـ او د موسی قلعې ؤلسوالۍ په ټنونو کوکنار او پوډر په غلا سره وړل خوددوی د خپلې خوښې کار ؤ . آیا داسې څوک په افغانانو کې شته چې ددغې پیشو په غاړه کې ګونګړي ور واچوي ؟ !!! که وي نو د مهد آخرالزمان دا بچی څه وخت افغانستان او افغانانو ته په درد خوري ؟ دا څه حال دئ . هره ورځ افغانان وژل کېږي . هره ورځ چاودنې دي . هېڅوک د افغانانو د ژوند ضمانت نه کوي .  

 

 


بالا
 
بازگشت