د سولې د خبرو په پلمه د پاکستان د مخه طرحه شوي شرطونه

محمد انور ولید : ۱۹ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال  

پاکستان تل هڅه کړې چې پر افغانستان باندې له تپل شوې جګړې څخه د ځان په ګټه کارواخلي ، په افغانستان کې د خپلو روزل شوو ترورېستانو پر مټ حالات خراب کړي ، پر افغانستان باندې فشار راوړي ، پر سرحدي سیمو باندې پوځي یرغلونه کوي ، لویي اووړې انتحاري چاودنې تر سره کوي ، د افغان وسله والو مخالفینو جبهه یي جګړې رهبري کوي ، جګړې ته سیمه ییز او نړیوال رنګ او جهت ورکړي ، په دې پلمه نور نړیوال له ځان سره ملګري کوي ، او د افغان سولې په نامه خپل سترا تیژیک عمق ته له سیمه ییزئ او نړیوالې دریڅې څخه ددوی په خپله اصطلاح مشروعیت لټوي .

د پاکستاني چارواکو هم زړه کېږي ـ او هم یې ساړه . په دې معنا چې پاکستان هم د امریکې په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ملاتړ وکړ ، د افغانستان د اشغال او شاته لوېدو له پاره یې هم ایتلافي ځواکونو ته د پیسو په بدل کې

خپلې ځمکنۍ او هوایي اډې په واک کې ورکړې ، او هم په افغانستان او سیمه کې د امریکې منځمهال او اوږد مهال شتون نه شي زغملی .

د پاکستان په تاریخ کې یاد هېواد د خپل شتون د دوام په اړه له هېڅ ډول مشروع او غیر مشروع یاراني مخ نه  دئ اړولی . ددې هېواد سؤ تغذي پوځي او سیاسي چارواکو تل هڅه کړې چې خپل ځان له اقتصادي پلوه په سیمه کې د سیمې او خپلو ګاونډیا نو له شتمنیو څخه د پخوانیو استعماري مربیونو په توشې او لار ښوونې سره  مشبوع کړي .

له همدې امله په سیمه کې د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پاکستان مجازي نقشه د هغه فیته وي چینجي په څېر ده چې تل د افغانستان او هندوستان په کولموکې خپله پرازیتي تغذیه کوي . هندوستان خو په سیمه او نړۍ کې یو مخ پر ودې لوی هېواد دئ چې پر جغرافوي بدن یې د کشمیر له اړخه د پاکستان دغه ډول تغذیه کوم اغېزنه لري ، خو افغانستان یې له لومړي سره د سیمې او نړۍ د نورو پرازیتو په ملاتړ داسې له پښوغورځولی چې په خپل هېواد کې د ننه هم خپل مواد نه شي ترې خوړلی او هضمولای .

د افغانستان دولتي او حکومتي نظام د رغېدو پرځای ګام په ګام له پردیودوړو او خځلوڅخه ډک شوی ، او د اصلاح کېدو پرځای هغه لږ اصلاح شوي خلک هم له نظام څخه ایستل کېږي او پرځای یې په لوی لاس د افغانستان د خلکو، نظام ، خاورې ، اقتصاد ، کلتور ، او مذهب ضد داسې بهرنۍ خزوې او سرخسونه ځای پرځای شوي اوکېږي ، چې په اصل کې د خپل ځان اوخپلو بادارانودګټو خوندې کولو له پاره په شعوري ډول هغوی  له مینځه وړل غواړي .

دغه ډول پرازیت ډوله عناصر پر افغانستان باندې د سختو شپو ورځو راتلو ، پردیو یرغلونو او جنګ جګړو پر مهال ځانونه د حلزون ( ګوک ) په څېر په څو غلافونوکې پو ښلی او پټ ساتلی وي ، خوکله چې په محیط کې مرطوبه آب و هوا ور ته برابره شوې ـ نو بیا سمدلاسه د خپلې تغذیې له پاره د باندې راوتلي ، په مرکزي هستواو تصمیم ګیریوکې یې ځانونه ځای پرځای کړي ، نور یې محروم کړي او د خپل ناروا خوراک په لومړۍ کرښه کې داسې بډوهلي ولاړ وي ، ته به وایې چې افغانستان په ريښتیا سره همدوی فتح کړی ، د سر او مال قربانۍ هم همدوی وکړې ، او د افغانستان اصلي وارثین هم همدغه جنابان دي .

خو د افغانستان اصلي ناخبره وارثین ( خاموش اکثریت ) لا هم خبر نه دي چې ددوی پر ټپي جسد ( افغانستان ) باندې اوس هم د درملنې پرځای د پردیو ډېرانونو اوکثافاتو مچان له سیمه ییزو او نړیوالو مېکروبونو سره یوځای بڼېږي ، په ګډه تکثر په کې کوي او د افغانستان د انتي باډي اصلي کرویاتو ( وطنپرسته مسلمانو افغانانو )  پر ضد په پټه او شعوري ډول جنګېږي .

پاکستان او نورو کینه کښو تل له همدې تشې ګټه پورته کړې ، له افغانستان څخه یې د نا آرامیو او مرګ ژبوبلو اکواریم جوړکړی . د مدوا او درملنې پرځای تل د افغانستان په وجودکې وژونکي زهر ور پېچکاري کوي . پاکستان خو له یوې خوا د نړیوالوڅخه په مختلفوآنو بهانوخپل کلنګونه او باج او خراج اخلي ، او له بل پلوه له چین او روسیې سره پټ سترګکونه وهي . ځکه له چین سره په پوځي او صنعتي برخه کې د پاکستان ډېر ستر تجارت روان دئ ، د ګوادر بندرخو یې چینایانوته د څوکالو له پاره ورکړی ، او چینایان له ګلګیت څخه ترګوادر بندر پوري په ټول پاکستان کې ژوندی فعالیت لري . بل لور ته روسیه د پاکستانۍ دیپلوماسۍ پر مټ همدا اوس له طالبانو سره په اړیکوکې ده . ځکه خو د طالبانو په مشرتابه کې په ژبني او سمتي برخوکې بدلون راوړل شوی ، او ددې نظر مخالف طالبان یې یا خو وژلي ، او یا یې هم څنډې ته ددې له پاره ګوښه کړي دي ترڅو د افغانستان د مخالفو وسله والو تر مینځ د تل له پاره درځ موجود وي  ،  سوله فرار وکړي ، او په افغانستان کې تل د استعماري ځواکونو د پاتې کېدو د پلمې له پاره پردۍ تپل شوې  جګړې موجودې وي .

خوکه خبره ریښتیا همداسې وي ، نوبیا په امریکا کې د هغه پاکستاني الاصله  امریکایي نیول کېدل چې په افغانستان کې یې د امریکې پر پوځي چاوڼیو د بریدنو سترې حملې تنظیمولې ، اوهم د هغه ( ۱۰۰۰۰ ) ټنه چاودېدونکو توکو ډک موټر چې له ګوادر بندرڅخه د پېښور پر خوا پر لاره سره له اسنادو نیول شوی ـ څه معنا ده ؟

که په امریکا کې د پاکستانی الاصله امریکایي نیول کېدل په پاکستان پورې اړه ولري ـ نو د ګوادر له بندر څخه د پېښور پر خوا د ( ۱۰۰۰۰ ) ټنه چاودېدونکو توکو ډک موټرد پاکستاني پو لیسو له خوا نیول کېدل بیا د چاکار دۍ ؟ د پاکستان ، که د چین ، یا هم ددواړو ؟ اویا دا چې د پاکستان او امریکې کار دي ؟ ځکه دلته خو په افغانستان کې له امریکایي حضور سره دواړه ( پاکستان او چین ) مصرفي واردوونکي هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر په ټکر کې را ځي .

خوکه چېرته یوازې چين د (۱۰۰۰۰) ټنه چاودېدونکو توکو په انتقال کې لاس ولري ، ځکه د ګوادر بندرلا هم د چینایانو په لاس کې دئ ، نو بیا پاکستان په خپله خاوره کې ولې د چین پر ضد دغه ډول ګام پورته کړ ، په داسې حال کې چې د پاکستان زیاتره صنعتي اقتصاد پرچینایي مرستو باندې ولاړ دئ ؟ اوکه پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د چین د ماؤو پلوه ډلو د نفوذ د مخنیوي او بد نامولو ـ او له امریکې سره د خپل باور پخولو له پاره داکارکړی وي ، نو بیا چين دکوم هدف له پاره پاکستان ته لاس ورکړی چې په سیمه کې آن د افغانستان د سولې په اړه دومره پخه ملګري ور سره پالي ؟ په داسې حال کې چې چین په افغانستان کې هم د سترو پروژو قراردادونه لاسلیک کړي او پاکستان ددې قراردادونو مخالف دئ .

که چېرته په افغانستان او سیمه کې امنیتي حالات خراب او سوله د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو او توطیؤ قرباني شي ، ښکاره خبره ده چې د امریکې ، چین ، پاکستان او نورې نړۍ ټولې ګټې په خطرکې ور سره لوېږي ، ځکه د افغانستان امنیت اوګټې د سیمې او نړۍ له امنیت اوګټو سره ، او همداسې د افغانستان نا امني او زیانونه د سیمې او نړۍ له نا امنیو او زیانونو سره مستقیم تړاو لري .

که چېرته پاکستان د افغان سولې پر ضد د خپلو امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره دغه ډول حرکتونو ته د چین  په دستور لمن وهلې وي ، نو بیا خو د پاکستان د پوځ او نورو چارواکو اقتصادي روح د امریکې په ماشین سره چلېږي ، څنګه کېدای شي چې پاکستان خپل آب حیات په خپل لاس پر ځان باندې قطع کړي .

او که پاکستان د مخه له امریکې سره د خپلو امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره د کونړونو د اوبو خپلولو ، د ډېورنډ کرښې د په سمیت پېژندلو او منځنۍ آسیا ته د یو طرفه بې ټکسه ترانزیتي لارې موندلوکومې هوکړې ته رسېدلی او دغه څلور اړخیزه غونډه یې په اسلام آباد کې ور سره  منلې وي ، نودا بیا بېل اړخونه لري . دلته کېدای شي چین ، پاکستان ، روسیه او ایران هم  ددوی د خپلې خوښې په دغه میراث کې ځانونه ورګډ کړي . ځکه چې له روسیې سره د پاکستان او طالبانو پټ تارونه، له ایران سره د اړیکو خرابېدو په پلمه پاکستان ته  د سعودي واکمنو ورتګ ، د اسلام آباد په دغه څلور اړخیزه غونډه کې ایران ته د دوکتورعبدالله عبدالله له خوا د ایران د ورګډېدواو مداخلې بلنه ، او د طالبانو په مشر تابه کې د ژبې په لحاظ د پاکستان له خوا اصلاحات راوستل او موانع له مینځه وړل ټول ددې ښودنه کوي چې ترپلولاندې کومه بله مولۍ هم شته . ځکه خوکېدای شي پاکستان به د سولې د مېکانېزم ، وخت ، ځای اوڅه ډول طالبانودګډون په پلمه خپل د مخه طرحه کړي نه منل کېدونکي داسې شرطونه د سولې نه کېدو په خاطر ور ته را وړاندې کړي چې له دغه ډول شرطونو سره د افغانستان په داخل کې هم ځینې ګډې رېښې شتون لري . خود عملي کېدو پایلې به یې یو داسې مولود مینځ ته راوړي چې ترکلونوکلونو پورې به دا جګړه نوره هم ور سره اوږده او و غځول شي .

که څه هم په دغه څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو مستیال وزیر حکمت خلیل کرزی ګډون کوي ، خو افغان ؤلسمشر به د افغانستان د قانون له مخې د یوه ملي مسؤول او اعلی سر قوماندان په توګه هېچاته له هېچا سره د افغانستان پر سترو ملي منافعو باندې د معاملې کولو اجازه ور نه کړي . ځکه د ډېورنډ دکرښې ، د کونړونو د اوبو او د منخنۍ آسیا د ترانزیت د لارې رد یا تایْید د لویې جرګې ( عامه رېفرېنډم ) حق دئ . نه د حکومتي او دولتي چارواکو حق . که چېرته دداسې سترو ملي مسایْلو حق د دولتونو او حکومتونو وای ، نو اوس به د برلین دېوال هم پرځای ولاړ ؤ ،  او د شاه شجاع او رنجیت سنګ منحوسه کرښه به هم منل شوې وای . خو نه داسې نه ده . د ملتونو په غیاب کې د ملتونو له خوښې پرته په پټه ناروا او د زر ، زور او تزویر سندونه اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته هېڅ ملي او بین المللي ارزښت او اعتبار نه لري .     

د افغانستان د خاورې او مظلوم ملت راتلونکي برخلیک د همغه یوه الله ( ج) په لاس کې دي ـ نه دمعامله ګرو . د افغانستان ملت د خپل برخلیک اصلي وارث دئ ـ  نه نور خلک . سوله د خدای تعالی امر دئ . په طبیعت کې د لویو او سختو غرونو پر سر نرۍ لاره هم ددې ښودنه کوي چې د انسانانو تر مینځ له ستونزو ، کړکېچونو او جګړو وروسته لومړی سولې ته د بشري سوکاله ـ هوسا ـ بسیا او ورورۍ ژوند له پاره  سخته اړتیا ده . او دا اړتیا یو بل ته په ګذشت او تېرېدو سره په خپله روغه خوله او روغو خبرو پوره کېدای شي ـ  نه د بل په کږه خوله او کږو خبرو . د افغانستان ملت او دولت دواړه له امریکې او چین څخه غواړي چې په دې ناسته کې د افغانستان غمیزې ته د سیمې او نړۍ د ګټو او انساني کرامت ته د درناوي په خاطر نور د پای ټکی کېږدي ، او پاکستان دې په افغانستان کې نور له لاسوهنو او بېځایه نا امنیو جوړولو په قطعي شکل منع کړي .

ژوندی دې وي افغانستان . ژوندی دې وې د افغانستان یو موټی مجاهد او شهید پروره ریښتینی ملت . تل دې وي خپلواک افغانستان . مړه دې وي د افغانستان او ددې خاورې د اصیلو بچیانو کورني او بهرني قاتلین او دښمنان . تل دې وي ملي یووالی . مړه دې وي کورني او بهرني منافقین او درواغجن . مړه دې وي خاک فروشان . مړه دې وي د ملي شتمنیو او ځمکنیو زېرمو غله او مافیایي بانډونه او غدۍ . مړه دې وي تنظیمي غله او پله بین معامله ګر . ژوندی دې وي اسلام . ژوندی دې وې په افغانستان کې حقیقي با ضمیره نظام . تل دې وي حق . نابود دې وي باطل .

 

 


بالا
 
بازگشت