د سولې کوړکه چرګه ، او د جګړو جوړه پلمه

محمد انور ولید : ۲۳ ـ ۱۰ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

وایي : چرګه مې ناجوړه ده ، پلمه مې ورته جوړه ده .

په افغانستان کې له تېرو ( ۳۷ ) کالو را هیسې جنګ جګړې روانې دي . خو دا کړکېچونه او جګړې کله د ټول هېواد په کچه ، کله په یوه زون کې ، اوکله هم د سیمې او نړۍ په کچه روانې وي . څوک دا جګړې خپل حق ګني او په نورو باندې یې په زر ، زور او تزویر سره ورتپلې د ي . چا په خپل لاس خپله آسماني ټکه پر بې وزلو افغانانو باندې ورغورځولې ده . افغانان یې په کې مړه ، ژوبل ، بندیان ، ورک او تبعید کړل . کلي ،کورونه ، ښارونه او ملی تأسیسات د افغانانو په کې ونړېدل . مالي او ځاني زیانونه افغانانو ته په کې واوښتل . خو پوځي ترېنېنګونه نورو بهرنیانو په کې وکړل . اتومي سرګلولې نورو ځانته جوړې کړې ، خو اتمي توپالې ، کنجاړې اوخام یورانیم او هایدرو جني مواد یې په افغان خاوره کې تر زرګونو پېړیو پورې د افغان راتلونکو نسلونو د تباهۍ او بر باد ۍ له پاره واچول . لویې او وړې اتومي آزموینې پردیو ځواکونو په کې وکړې ، اوبه ، هوا ، نباتات او ژوندنی محیط د افغانانو په کې ککړ شول ، چې له امله یې په کې معیوب او ناقص الاعضأ افغان بچیان شول . د وسلو پلورلو اقتصادي بازارونه د نورو په کې تاوده شول ، مافیایي ډلې نورو په کې په وسلو سمبال کړې ، خو په خپلمینځي اختلافاتو او دښمنیو کې افغانان سره اخته شول . جګړې پر افغانانو باندې روانې دي ، خوپر هډوکو ، عزت ، خاوره ، شتمنیو او خپلواکۍ باندې یې نور خلک سوړ تجارت کوي . د سولې خبرې د افغان حکومت او افغان وسله والو مخالفینو پر سر روانې وي ، خو د چندو د څادر پيڅکې یې د نورو په لاس کې وې .

دا مهال له افغان سولې څخه د طالبانو غوا جوړه شوې ، چې هر سپین پګړی ویني په خپله خوله ورته وازه کړي هر زوړ او ځوان ، نر او ښځه یې غاښونه ګوري چې ګواکي افغان سوله څو غاښۍ ده . زړه ده اوکه ځوانه ؟

اوس خو د افغانانو سوله د تیرا له هغې بازار څخه هم بې ارزښته ده چې هلته په کې پټ مخې او لوڅ مخې ښځې پلورل کېږي او بدلېږي . ځکه د ښځو د بازار په هغه ورځ خو د زړو او ځوانو ـ رنګینه او بدرنګو ښځو بیې بېلې بېلې معلومې وي ، خو د افغان سولې بیه هم نه معلومېږي ، بس حرفوي کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو جګړه مارانو ، او سیاستوالو سوله د جګړې په بستر باندې د تسلیخ له پاره د عملیاتو پر مېز له څوکالو را په ایسته همداسې بې څښتنه اچولې ، او د کمپنیو له مالکانو او دونرانو څخه د جومات جوړولو په څېر چندې پرې را ټولوي او په خپلو جیبونو کې یې اچوي ، خپل پوځونه ور باندې اکمالوي او د نورو توطیؤ جوړولو تابیا وې ور باندې نیسي .

سوله نه ده ، سم دم د کبانونیولوهغه توت دئ چې سیمه ییز او نړیوال کب نیوونکي یې په خپله سیاسي چنګکه کې ورکوي او بیا د جګړو په ډنډ ( افغانستان ) کې خپل کبان ور باندې نیسي .

سوله نه ده ، سم دم مرګ موش دئ چې پرته له تلک څخه افغاني ښکېلې ډلې او عامه افغانان په کې مري .

سوله نه ده ، سم دم د غڼې سیاسي جال دئ چې یوازې د افغانستان په څېر غریب هېوادونه او خلک په کې ښکار کېږي ، وینه یې ځبېښل کېږي او جسدونه یې په پرله پسې ډول ایسته غورځول کېږي . خو د سیمې نورې ځواکمنې حشرې بیا ددوی داسې جالونه ور دانګ دانګ کړي .

داسې سولې ته یوازې د سیمې او نړۍ د سیاسي کب نیوونکو ، سیاسي غڼو او سیاسي حرفوي دلالانواو معامله ګرو تمه وي . خپلواک او هېواد دوست سیاسي مبصرین او شنونکي ور باندې بې باوره دي . ځکه چې پاکستان  په وار وار دا ډول سوله ییزې ډرامې د خپلو ډایرېکټرانوپه دستور جوړې کړې ، تمثیل کې ، اوپایله یې د افغانانو او افغان نظام پر ضد په خپله ګټه څرخولې ده .

پاکستان او ور سره لوبغاړي په دغه ( ۳۷ ) کلنه جګړه کې ښه ټرېنېنګ او پاخه شوي . ډېرې تجربې او مهارتونه یې په کې تر لاسه کړل . دوی او متحدین یې افغانانو او افغان حکومت ته دا فرصت نه ورکوي چې د خپل ځان ، خپل هېواد ، خپل نظام او خپلو خلکو د رغاوي په اړه روغ فکر وکړي . ځکه د افغانستان او افغان نظام  پر ضد په سیمه او نړۍ کې ډېرې سترې توطیْې په لاره اچول شوې دي . په یوه توطیْه پسې یې بله ده ـ چې یوه یې لټوې ترې لاندې بله ده .

نن سبا افغان سوله ډېرداسې کورني او بهرني دښمنان لري چې د هغوی ګټې د سولې په راتلو سره له مینځه ځي . هغوی په هېڅ بیه په افغانستان کې دایْمي سوله نه غواړي . ځکه دوی ته د افغانستان تپل شوې جګړه دوبۍ ده دوبۍ . د افغانستان جګړه د افغانستان دښمنونهنګانوته یو تیار جوړ شوی سمندر دئ چې یوازې ددوی ژوند او ګټې په کې خوندي او تضمین دي . ځکه خو د افغان سولې کوړکه چرګه هره ورځ ناجوړه وي  ـ  او د سولې قاتلین یې د مرۍ پرې کولو له پاره چاړه په لاس خوا وشا ورته ګرځي ـ  راګرځي . ترڅو په دې پلمه ګام په ګام په افغانستان کې د خپلو شوموناروا ګټو ساتلو له پاره پردۍ جګړه پر افغانانو باندې په افغانستان کې پرله پسې نوره هم توده وساتي .

که له یوې خوا د افغان سولې برخلیک د افغانستان له سترا تيژيک موقعیت ، خپلو ځمکنیو زېرمو او د منځنۍ آسیا له زېرمو سره تړاو لري ، خو بل لور ته د افغانستان سنګر له درېیمې نړیوالې اتومي جګړې سره هم تړلی برېښي . ځکه نړیوال اتومي ځواکونه خپل ځانونه ، خپل هېوادونه او خپلې ګټې په پردیو شاته لوېدلیو هېوادو کې ګوري . دوی په لوی لاس په افغانستان کې خپل ځواکونه د تمرین له پاره داسې تاوده ساتلي چې په افغانستان کې د پاتې کېدو په خاطر پاکستان اود افغانستان  نوروګاونډیو هېوادو ته باج ورکوي . د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې  ټیکاو را تلو او سولې ته صادق نه دئ .

دوی افغانان له خپلو دوو زاویو څخه څاري : لومړی د تخریب له زاویې څخه ،  دوهم د ترمیم له زاویې څخه . کله چې افغانانو په خپلوکې په بنسټیزو ورانیوکې له افغان دښمنه ډلو سره لاس یوکړی وي ، په هغه صورت کې دوی هغوی ته نوره هم هوا ورکوي او افغانانو ته د بنسټيزو پروژو پرځای د علم او تمدن ضد کارونه او حرفې ور یادوي ، پر هغوی باندې پانګونې کوي ، هغوی تمویلوي او اکمالات یې کوي . د بېلګې په ډول : ستارهْ  افغان او د عروسۍ تالارونه .

که چېرته فلمي ستوري او د عروسۍ تالارونه دومره ګټور وي ، نو امریکا او غرب په خپلو هېوادو کې ولې دومره ډېر فلمي ستوري او د عروسۍ تالارونه نه جوړوي ؟  هلته خو د خپلو اولادونو له پاره آن په کودکستان کې د خپلو اولادونو ( آی کیو ) ته سخته پاملرنه کوي ، نو په افغانستان کې ولې پر افغان بچیانو دومره زړه سوی نه کوي . په داسې حال کې چې افغانان دا مهال طبي ، تخنیکي ، اقتصادي ، دیني ، تجارتي او نورو تولیدي زده کړو ته ډېره اړتیا لري . ځکه افغانستان ټول ړنګ دئ ، ژوبل دئ ، معیوب دئ ، بې ډوډۍ او بې کوره دئ . ستاره ْ افغان خو نه کوم مسلکي انجینیردئ او نه هم کوم ډاکټر ، اقتصادي متخصص یا کوم ادیب . نو د څه له پاره یې پانګونه ور باندې کړې ده ؟ !

د ترمیم له زاویې څخه د افغانانوټول حرکات څارل کېږي ، که چېرته داسې څه په کې محسوس کړي ، نو سمدلاسه د تخریب په تلېسکوب کې د هغوی مخه ډپ کوي . او د جوړېدو وړ مدیریت او پلانګذاري یې په نطفه کې ورخنثی کوي . ځکه خو په حکومت کې د ننه  ـ او له حکومت څخه د باندې زموږ ټولنیز نظام او معاشره یو پربل نه سره ګډېږي . دلته د سپک او درانه ـ عالم او بې علمه ـ تجربه کار او بې تجربې ـ د دستار دسړي او پوډري ـ مسلکي او غیر مسلکي تر مینځ تول نه شته . بلکي تول او دروند والی د هغه سړي زیات دئ چې په قاچاق او مخدرو موادوکې ښکېل وي ، له نړیوالې مافیا سره ژورې اړیکې ولري ، په اداري فسادکې تر ستوني پورې ډوب وي ، لاسونه یې د بېګناه افغانانو په وینو سره وي او بهرنۍ پروژې او اعتبار نامې په پټو سترګو ورکول کېږي .

له اصیلو افغانانو څخه خو یې د اقتصادي توان وزرې آن له پخوا را هیسې ایستلې دي . له چا سره چې پیسې او امکانات شته ـ هغوی په مختلفو نومونو خپلوځانونوته ایتلافونه او اپوزیسیونونه تر ټاکنو مخکې جوړوي ، او خاموش اکثریت د زر ، زور او تزویر له لارو له ځان سره ملګری کوي ، او د دوهم ، درېیم ، څلورم او پینځم ځل له پاره خپل ځانونه په نورو نومونو واک ته ور باندې رسوي ، ځان په اصطلاح قانوني کوي او بیا په ملي او بین المللي کچه پر ټول افغانستان او افغانانو باندې له پردیو سره د خپلو ګټو په خاطر ناروا معاملې کوي ، پردیو جګړو ته روایت ور بښي چې قرباني او د سون توکي به یې هم همدغه افغانان وي .

اې افغانانو ! مه پرېږدۍ چې نور ستاسې خاوره او ستاسې او لادونه د پردیو شومو اهدافو قرباني شي . لږ په خپل ګرېوان کې سرونه ټيټ کړۍ ! ستاسي د خپل ځان ، خپل ناموس ، خپلو اولادونو او خپلې خاورې ساتنه ستاسې مسؤولیت دئ ، دغه دروند رسالت که څه هم ستاسې د سر په بدله سره تمامېږي دا کار باید وکړۍ ، ځکه که چېرته تاسې پرون دا کار کړی وای ، هغه به په لږه بیه در ته تمام شوي وای ، اوس به په (۱۵ ) کالو کې د        (  پینځه نیم لکه ) افغانانو قرباني ستاسې برخه نه وای .

موږ او تاسو ټولو پر خپلو ځانونو او راتلونکو نسلونو باندې خپله ظلم کړی . که چېرته موږ له لومړي سره لومړی د روسانو ، ور پسې د پاکستانیانو او بیا د نورو یرغلګرو په مقابل کې درېدلي وای ، اوس به په خپله خاوره کې د مېلیونونو ځاني او مالي قربانیو شاهدان نه وای . موږ او تاسې ټول باید دا خبره په یاد ولرو چې د آخرت په ورځ تر حساب کتاب وروسته ظالم د خپل ظلم له امله ، او مظلوم ددې په خاطر چې له خپل حق څخه یې دفاع نه ده کړي دواړه یو ځای دوزخ ته لوېږي .

ولې د خدایتعالی د نورو بنده ګانو او افغانانو تر مینځ تو پير په دې کې دئ چې نورګناه کاران به د قیامت په ورځ دوزخ ته غورځول کېږي ، خو افغانان په دنیا کې هم په دوزخ کې پراته دي  ـ  او په آخرت کې به هم وي .

 راځۍ نور د دنیا او آخرت له غذابونو خپل ځانونه خلاص کړو . یوکلک هوډ وکړو چې بیا به په پټو سترګو چاته د خپل اولاد ، خپل ناموس او خپل برخلیک په خاطر په پټو سترګو رأیه نه ورکوو ، او نه به په چا پسې د څټه ځغلو هر څه به د ایما ن په رڼا کې پر مخ وړو . ځکه آزموده را آزمودن خطاست .

دغه وروستي اپوزیسیونونه ، ډلګې ، د مخالفینو بهرني اوکورني دفترونه ، ایتلافونه ، شا پر شا ، څنګ پرڅنګ او مخ پر مخ خبرې ټولې له معاملو او توطیؤ ډکې دي . دوی ټول د پردیو سفارتونو ترحلاجې تېرېږي ، خپل فنډ اخلي او بیا خپل کارونه پر مخ ور باندې وړي . دوی د افغانستان له متن او بطن څخه نه دي را وتلي . د استعمار ملکان به د استعمار او خپل جیب ډکولو له پاره کارکوي ، نه د افغانستان او افغانانو له پاره . غوره بېلګې یې پخواني واکمان دي چې اوس هم د بیا قدرت نیولو له پاره په خارج او دا خل کې اپوزیسیونونه ، ایتلافونه او ډلګۍ جوړوي . پيشو د خدا له پاره موږ نه نیسي ، او دوی د افغانستان د آزادۍ او سوکالۍ له پاره ایتلافوونه ، ډلګۍ او اپوزیسیونونه نه جوړوي . ددوی موخه یوازې خپل ځان قدرت ته رسېدل ، او دا هېواد او هېواد وال په نورو بدمرغیو باندې اخته کول دي او بس . اې هېواد والو ! متوجه اوسۍ چې یو ځل بیا له دې سوړو او آدرسونو څخه ونه چیچل شۍ .

ومن الله التوفیق    

 

 

 


بالا
 
بازگشت