د قدرت پر مهال مې په پټه خوله کې ګټه ډېره وه

مفسر : ۳ ـ ۱۱ ـ ۱۳۹۴ هجري لمریزکال

(( وايي چې په یو ه بې څښتنه کورکې ځنګلي پیشوګی  د خدای د پاره موږک نه نیسي . انسانا ن پو هېږي چې د زاړه تجربه کار پشوګي موږک نیول په کورکې د اعتبار زیاتولو په خاطر له امیدوارې پیشوګۍ سره یو ځای د څه وخت له پاره د سیاسي واک د غار په خوله کې سره تېرېږي ـ شپې ورځې شماري . په داسې حال کې چې د کور پخوانیو موږکانو کور سوړې سوړې درولی ؤ .  شغالان ، ګیدړان ، شرمښان ، مچان ، غالبوزې ، غوماشې ، لړمان ، ماران ، ملاچرګک  ،  ټپوسان ، ککوي او نورګڼ شمېر پرازیتي حشرات هم خوا وشا د خپلې ناروا تغذیې له پاره په کې سره را ټول شوي ـ او تور غوبل یې په کې جوړ کړی ؤ  . مچ او مېږي ګډ په کې اوښتل .

کله چې د ځنګلي پیشو ګک د کور په ځنګله کې ځای پر ځای شو ، نو د خپل قدرت پر مهال یې له خپل پيشو ډوله نظام څخه سم دم چړیاګړ ( ژوبڼ ) جوړکړی ؤ . د ځنګل د انسانانو ترڅنګ د دنیا د ځناورو ، مرغانو او حشراتو هم څه کمی په کې نه ؤ ، د پیشو ډوله نظام کارونه به هم د ځنګل انسانانوکول  ، او امتیازات به ټول د هغوګرانو ځناورو او حشراتو په نصیب وو چې مشر پیشو ګي ته به په چاپلوسۍ ، چل ول او درواغو ویلو کې ډېر ور نږدې وو .

واکمن پیشوګي هم د ځنګل هرڅه د خپل واک پر مهال تباه او برباد کړل . دوی په ګډه چور ، تالان ته ډېره وده ورکړه ، ټول ځنګل ـ او د ځنګل شتمني یې لوټ کړه . هره ورځ به یې له خپلو حریفانو سره جنګ جګړې وې . څه نه په کې بودېدل . پیشوګی له خپل دارو دستې سره یو ځای د راتلونکې وېرې له امله له ځنګله څخه وؤت . پرځای یې د زور له سوړې بله ډله راغله ، او دې ډلې د خود رویه ځنګل ټول واک له غیر قانوني لارې د ځان کړ . څوکاله دغه صحرایي پیشوګان هم په دې کور او ځنګل کې سره اخته وو ، خو ددغو مزدور ډوله پيشوګانو ښکار به تل دنورو پردیو صحرایي موږګانو خوراک ؤ . ور پسې بله داسې دابه الارض پر دې کوراو ځنګل  باندې د هوا له لارې را نازله شوه چې هغوی په کور کې ځانته نورې سوړې جوړې کړې . بهرنۍ او کورنۍ ټولې شتمنې یې د یوه ستر ښامار په څېر تر ستوني تېرې کړې . اوس ددې هرڅه یوه یوه نمونه د اصلاح شوي مافیایي نسل د بقا ء او پاتې کېدو په خاطر ټول د څلور لارې په سفینه البرکې د زاړه پیشوګي تر مشرۍ لاندې د مبادا له پاره سره را ټول شوي ، او د کور او ځنګل د راتلونکي واک ترلاسه کولو په موخه په خپلوکې د شرشرې له موږکانو سره په ګډه ایتلافونه او اپوزیسیونونه جوړوي . نا اهله ، بې ادراکه او وږي ځناور یې په خپله ټوله واکمنۍ کې د حال په ژبه طوطي ډوله زده کړو ( جاسوسي ژبو ) ته چې د ځنګل د ودې او ساتني هېڅ اړتیا ورته نه محسوسېد له ـ ور ټېل وهل  ـ  اوپه بدل کې یې انسانان د قال په ژبه کورټ ترې محروم او لیرې وساتل . او آن چې د کورنیو انسانانو د اولادونو په ( آی .کیو. ) او استعدادونو کې یې د سترې دښمنۍ مېخونه ور ټکوهل . ))

پخواني ؤلسمشر هم کټ مټ همغه د ځنګل د پیشوګي پالېسي په افغانستان کې ځانته غوره کړې وه . همغه ډول دد منېشه ، کینه کښو ، غلو ، چاپلوسانو ، بې سویې اختلاس ګرو ، غاصبینو ، مافیایي بانډونو ، او پردیو جاسوسانو ته یې ډېره وده ورکړه . د مستحقواو په کار پوه کسانو حق به یې په خپلو انډیوالانو او بانډېستانو باندې تار و مارکړ . امتیازونه به دده خپلو کسانو اخیستل  او مزې چړچې به یې ور باندې کولې ، خوکارونه به یې پر نورو باندې کول . په بیت المان او خزانه کې خویې دومره خلاص لاس چلېده چې د خواجه میر او خرم په څېر په اووه ویشتم پُشت ور شریکو عادي خپلوانو ته یې هم په کې ښې غوښنې برخې ورکړل شوې دي . خواجه میر به په سپینه شګه کې له مجبورۍ او لوږې څخه د مجاهدینو ښمڅې په اجاره نیولې او کیندلې ، خو زوی یې د وزارت معارف پر غلاوو باندې موړ نه شو .بیا یې د خرم له لارې د ریاست جمهوري د امکاناتو پر همیانۍ باندې د ډاکټر سمېع د اخښي جاوېد کوټوال له لارې پیل وکړ . ځکه د هغه په واسطه د خرم د غلاوو راز سا تل شوی ؤ . د خرم هغه کسان چې په رسنیو او ارګ کې موجود دي هغوی ټولو ته یې له کرزي څخه دوې دوې اصلي ترفیع ګانې ، فوق رتبه لومړي او دوهم بستونه او د کورونو فوق العاده امرونه واخیستل او هغوی وپلورل . تېرکال یې دکرزي په دفترکې مېلمستیا او عصریه ورته تر تیب کړې وه ، هغوی ټولو ته یې په رسنیو کې د بېسواده ساپي تر مشرۍ لاندې دنده سپارلې وه چې دوی دې لومړی لاس راپورونه خرم ته د کرزي صیب له پاره ورکړي ، دولت ته یې دې نه ورکوي ، چې په دې برخه کې د تحلیل د برخې دوو تنو د هغوی خبره او امر ونه مانه او دوی بیا بېرته ارګ ته د هغوی دواړو څخه د یوه تن د لېږلو مکتوب ولیکه . خو دا هغه وخت ؤ چې خرم نور هلته نه ؤ او سمېع واک نه درلود چې د منفک کېدو امر یې له کرزي څخه اخیستی وای . ځکه هغه دوهمه او درېیمه رتبه مأمورین وو . او ددوهمې رتبې مأمور د انفکاک صلاحیت له خرم سره نه ؤ .

د شهرک امارات د ښارګوټي ټول اپارتمانونه یې لومړی پرخپلو خپلوانوباندې وېشلي ، او پر نورو پاتې اپارتمانونو باندې یې داسې قرعه کشي کړې چې د چا خوښه ده او د چا نه . ددوی ځینوخپلوانو هغه اپارتمانونه ټول پر نورو باندې پلورلي او د درېیمو مېکروریانو په نویو بلاکونوکې یې ځانته نوي اپارتمانونه پرې را نیولي دي . دا چې د ځمکو له غاصبینو سره د ځمکو په غصب کې څومره لاس او ونډې لري ، دا به خپله دولت ته معلومې وي .

د پولیتخنیک تر مخ د ښاروالي اپارتمانونه خو یې بیا په خپله خوښه خپلو کسانو ته ورکړي دي . یوه میاشتیني او دوه میاشتیني او نور تعلیمي بورسونه خو ددوی د پلار او نیکه خپل میراث ؤ .

خرم د شنبې په ورځ په تاند کې چې ددوی خپل سایټ دئ د ښاغلي کرزي او خپل ځان د کلېیرېنس او سپینا وي په خاطر یوه مقاله خپره کړې ، چې سرلیک یې دئ : ( که امضأ ونه کړې سوله نه شته ) . په دې مقاله کې نوموړي په لویه مشورتي جرګه کې د صبغت الله مجددي خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي : ( امنیتي تړون لاسلیک کول غواړي ) . بیا یې د ښاغلي کرزي له خولې ویلي : ( تر هغو چې امریکایان سوله یقیني نه کړي ، لاسلیک نه کوم . )

خو ښاغلي خرم دا نه دي ویلي چې ښاغلی کرزی څه ډول واک ته ورسېد ؟  له پېښور څخه د پېټر تامسن له فلتره څه ډول را وؤت ؟ د یو نیکال له دفتره څه ډول ( اوکې) شو ؟ د قیوم کرزي د ښځې له خوا څه ډول امریکایانو ته تضمین شو ؟ له ارزګان څخه پر موټر سایکل باندې څه ډول تر امریکایانو پورې را وړل شو ؟ خو دبوش د دوه میاشتینیو رخصتیو تېرولو په تفریحي پارک کې چې یوازې ښاغلی کرزی ، د بوش مېرمن او خپله بوش په چکر وتلي وو ، بوش ډرېوري کوله ـ او ښاغلی کرزی او د بوش مېرمن له شانه څنګ ترڅنګ سره ناست وو او د یو نیکال د کمپنۍ ، افغانستان ، کانونو ، اود سیمې پرحالاتو او د قراردادونو په لاسلیک کولو یې  ورسره خبرې کولې . او بیا یې وروسته هم نور تړونونه له امریکایانو او د ناټو له نورو هېوادو سره په ډېره بې صبرۍ او بې پروایۍ باندې لاسلیک کړل ، او خپل ورور یې قیوم کرزي په ډکه خوله د رسنیو له لارې وویل چې (۵ ،۹۹ اعشاریه ۹۹ ) فیصده امنیتي تړون له امریکایانو سره لاسلیک شوی ، ( اعشاریه نیم فیصد ) پاتې دئ .  ده په خپله خوله وویل چې : ټول قراردادونه لاس لیک شوي ، خو لکۍ یې زما تر ګونډه لاندې ده ، ترڅو چې زما ونه مني ، زه به هغه لاسلیک نه کړم .

ګرانو لوستونکو  او سیاسي مبصرینو ! پو هېږۍ چې د ښاغلي کرزي صیب هغه شرطونه څه وو ؟ خومتأ سفانه چې خرم صیب نه دي ویلي .

هغه شرطونه داوو چې کرزي صیب ویل :

لومړی : ــ  امریکایان دې زما د واک موده تر (۲۰۱۸ ) زیږدیز کال پورې تمدید او سپوټ کړي ، خو دیمو کراتو امرکایانو ور سره  ونه منله .  دا خبرې همغه مهال ډېرو رسنیو نشر کړې هم دي .

دوهم : ــ کرزي صیب بیا د لویې مشورتي جرګې  رابللو په خاطر تش د اصلاحات اداري په نامه یوه پروژه ددې له پاره جوړه کړه چې ګواکي کرزی صیب ریښتیا هم اصلاحات راولي ، خو نه داسې نه وه ، ده د خپل ځان او خپلې ترسیم کړې راتلونکې په خاطر دا کا رکاوه . ځکه خو یې له امنیه قو ماندانانو او ؤلسوالانو څخه را

نیولې بیا آن تر ځینو والیانو او د والیانو تر مرستیالانو پورې په دې پلمه خپل کسان وټاکل . هغوی ته یې دندې وسپارلې چې لویې مشورتي جرګې ته باید ددوی پلویان خلک را وغواړي . دوی دا کار وکړ ، لویه مشورتي جرګه را وغوښتل شوه ، هغوی یې پر پنځوسو کمېټو باندې سره ووېشل ، او د هرې کمېټې په سر کې یې خپل کسان وټاکل ، خو بیا هم هغسې چې دوی غوښتل ونه شول ، په لویه مشورتي جرګه کې شخړې وشوې ، فزیکي برخوردونه وشول ، مېډیا یې سانسورکړه . ځکه هغوی له ؤلسمشر څخه صدر اعظم ته  د واک د لېږد په مادو کې د اساسي قانون له مېډن کرزی قانوني مسودې منلو څخه ډډه وکړه  چې حبیب الله غالب د همدې قانون د مسودې له پاره د عدلیی وزیر ټاکل شوی ؤ . او هم یې له بهرنیانو سره د امنیتي تړون په برخه کې خپل مخالفت وښود .

د کرزي صیب له دې مسودې څخه مقصد داؤ چې زلمی رسول به د مېدودوف په څېر بې واکه وټاکي ، واک به ټول له کرزي صیب سره وي . ښه ډېره نوره غلابه هم وکړي ، خپل ټیم به یې ور سره وي .  او بیا به خپله د درېیم ځل له پاره ځان کاندید کړي ، تر لسو کالو پورې به بیا په قانوني واک کې پاتې وي ، بیا به میرویس جان زلموټی شي او پاچاهي به خپله میراثي شي . د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې له سره مردار طرح کړی او جوړ کړی ؤ . خو داسې ونه شول . زلمی رسول ناکام شو . خرم صیب پر دې خبرو هم خاورې ور اړولې دي او په دې اړه یې هېڅ هم نه دي ویلي .

کرزي صیب د افغانستان د ټولو تثبیت شویو (۴۰۰) کانونوهغه نقشې د سروې جیولوجي له مسؤولینو واخیستلې او امریکایي جیولو جېستانو ته یې په لاس ورکړې چې پخوا د افغانستان واکمنو او روسانو پرې کارکړی ؤ . امریکایانو ( ۵۰۰ ) خپل جیولوجېستان د ټول افغانستان د سروې له پاره امریکایي عسکروته د بارکونو جوړولو په پلمه د انجنیرانو په نامه را وستل ، هغوی لنډ مهالې ، منځمهالې او اوږد مهالې سروې ګانې وکړې . ( ۱۸۰۰) کانونه په ټول افغانستان کې تثبیت شول . د شمال د حوزې د پټرولیم تر ټولو ستره حوزه تثبیت شوه . د افغانستان د ټولو کانونو اټکلي بیه تر ( دری ) ترېلیونو ډالرو پورې اعلان شوه . کرزي صیب یو خپل نږدې خپلوان  د شمال د پټرولیم د حوزې ریْس وټاکه او ( ۳۰۰ ) کماندو یې د قوماندان عطأ او جنرال دوستم د مخنیوي په خاطر په واک کې ورکړل . تر شا یې بهرني ځواکونه ولاړ وو . ځکه دغه ډول ستر قراردادونه خپله کرزي صیب له امریکایانو او نورو دوستانو سره کړي وو . خو ښاغلي خرم صیب دې ټکو ته هم شا ور اړولې ده ، او هېڅ یې په دې اړه نه دي لیکلي .

د سولې په پروسه باندې خپله کرزي صیب او ټېم یې ( ۱۴ ) کاله ملنډې ووهلې ، ځکه د سولې په سرکې یې داسې څوک درولي وو چې په اصل کې د لانجو او جګړو اوسنی بهیراو د اختلافونو فرضیه او طرحه  له هغوی څخه په میراث را پاتې ده . خو زمزمه به یې یوازې چاپلو سانو او پرازیت ډوله مداحانو کوله . ځکه افغان سوله دوی ته دوبۍ وه او دوبۍ ده . چې پرته له خپل جیب ډکولو څخه یې بله هېڅ ډول سترا تیژي او پلان د سولې په اړه نه درلود او نه یې لري . ځکه سوله داسې نه وي چې له بې واکه افرادو سره خبرې پرې روانې وي او واکمن  قوماندان یې پرځای باندې ناست وي .

د بګرام او ګوانتانامو په څېر ددهشت او وحشت څخه ډک  زندانونه امریکایانو د کرزي صیب په زمانه کې جوړ کړل  . امرکایانو ، پاکستانیانو او افغان امنیتي ځواکونو به د افغانستان پر خلکو چاپې اچولې ، هغوی به یې نیول ، وژل او د ایدیما په څېرخپلسرو پټو بې آدرسه زندا نونو ته به یې پرته له څه ثبوت او جرم څخه  وړل . خپله پر کرزي صیب به خلک عرضي شول او ور ته وبه یې ویل چې د خدای په خاطر د انګرېزانو او امریکایانو له ظلم څخه موږ خلاص کړه . موږ او تاسو ډېرو د هلمند د خلکو خبرې واورېدلې چې ویل به یې : د شبې له خوا انګرېزان را شي ، دوه دری کلي ناڅاپه محاصره کړي ، سپین ږیري بو ډاګان  ، سپین سرې ښځې او د مقابلې ځو انان وولي ، او بیا د محاصره کړي کلي په تنکیو او عفیفو ورشو ګانوکې د انګرېزانو وږې سمندري قافلې څري .

خو خرم صیب پردې واقعیت باندې هم پښه ور اېښې ده .

یوازې په کندهار کې (۱۲۰۰) قومي مشران ، او په نورو ډېرو ولایتونو کې هدفي مرموزې وژنې تر سره شوي خرم صیب لکه چې پر دې یوه هم پرته له رسنیو څخه نه ؤخبر .

پاکستان د افغانستان د کانو وزیر جمعه محمد وروسته له کنفرانس څخه په مرموز ډول وواژه او مړی یې په سمندرکې وغورځاوه . د ترانسپورټ وزیر عبدالرحمن ووژل شو ـ  قاتلین یې سعودي ته ولېږدول شول . د افغانستان د مسلمانانو ستر قاتل ( اسد الله سروري ) یې د سترې محکمې له خولې څخه د مقتولینو له وارثانو څخه و تښتاوه . خو خرم صیب پر دې ټولو پېښو نه ؤ خبر .

کله چې په پارلمان کې د سیاف او یو نس قانوني تر مینځ د پارلمان په ریاست باندې لانجه وه ، نو کرزي صیب د سیاف صیب له پاره ـ او شمالي ټلوالې د یونس قانوني صیب له پاره په لکونو ډالر په نیم ساعت کې سقاط ووېشه ، خو خرم صیب پردې هم نه ؤ خبر .

کله چې د جهادي مشرانو تر قو ماندې لاندې دولتي او غیر دولتي ځمکې زورواکو غصب کولې او په پردیو ځمکو کې یې شهرکونه جوړکړل ، نو پر هغو باندې هم خرم صیب پټه خوله نیولې . د ګوشتې پر پوسته او دروازه  ـ  او د انګور اډې پر دروازې باندې یې خوله پټه نیولې او هېڅ نه ور باندې لیکې . د کونړ د اوبو پر سر چې له پاکستان سره یې معامله کړې او هغوی د کونړ اوبو ته ( دداسو) ( څلور زره ) مېګا واټه برښنا تولیدوونکي بند پیل کړی ، پر هغو باندې هېڅ نه وایي . د ملابرادر د خیالي شاه شجاع ډوله معاملې په اړه هېڅ نه وایي . په چورشویو بانکونو او د مرستو پر میلیاردونو ډالره ورکو او غلاکړیو پیسوهېڅ نه لیکي  ،  او دلته پر هغه تړون خبرې کوي چې پیل او اساس یې هم دوی خپله اېښی ؤ . ستاسې او سپهسالار صالح محمد تر مینځ هېڅ فرق نه شته ، هغو هم په ناجلو پیسو باندې د افغانستان مشرقي زون وپلوره ، او تاسې هم په تورو پیسو افغانستان او د افغانستان ټولې ملي شتمنۍ او د جهاد افتخارات وپلورل . تاسې د خپل قدرت پر مهال پټه خوله نیولې وه . ځکه هلته ستاسې ګټې ډېرې وې . لږ شرم په کار دئ . که له مخلوق څخه نه شر مېږۍ ـ نو له خدایه وشرمېږۍ . نور بس دئ . خپل سریال همدلته وتړۍ ، که نه نو ستاسې حقیقي څېرې به هم ټولو افغانانو او نړۍ ته افشأ شي . ؤلس نور ستاسې له مداري ګېریو څخه ډېر خسته او ستړی شوی دئ . افغانستان او افغانان به وي ، خو تاسې به بیا په تاریخي فیصله باندې محکوم وۍ .  

 

 

     


بالا
 
بازگشت