حبيب الله غمخور

 

دښځودنړېوالی ورځې تاريخچه

دښځوپه وړاندي نړيواله بې عدالتي اودمارچ اتمې تاريخی خاطره  

 

حبيب الله غمخور

۲۰۱۶ م کال دمارچ  ۴مه

داليکنه دافغانستان تاريخی  شهيدي  اغلی فرخندې ته ډالی کوم ، کوم چې دانسانيت ،حق اوعدالت  پر خلاف  یې  دافغانستان په پلازمېنه کابل ښار زړه  او ارگ ته څېرمه  دټولوخلکو پر وړاندي دڅومزخرپواوکوڅه گښتو بنسټپالولخوا ديوه لعين ملاپه دروغجنه چېغه  په بې رحمانه بڼه په شهادت ورسېدل اوبيا یې دوحشيانو لخوا پاک اوسپېڅلی جسد ته اور واچول سو، دبشريت  تاريخ داسي  پېښي قرنونه پخوا هم له ځان سره نلري  .

يو سل  ۱۵۹کاله کېږي چي دبشريت پوره نيمايي دخپل حق دترلاسکېدولپاره مبارزه کوي خوله بده مرغه تراوسه لادوي پردې بريالی نشوې ،نارينه قانع  کړي چي دوي برابراويوشان حقوق لري!

دالانده څرگنده چي څولسيزي به  لانورې دا انسان دخپل طبعي او انساني حق څخه ددفاع اوترلاسه کېدو په لارکښي قربانی ورکوي  .

تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوته دزړه له کومي مباره کي اونېکې هيلي وړاندي کوم  پدې  هيله چي په گران افغانستان اوټوله نړۍ کښي   ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي شي . دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل انسانی ژوندته دوام ورکړي ، دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوند کي داجتماعی عدالت پر بنيادنارينه وو سره  برابره اوگډه برخه واخلي .

په بشری ټولنه کې مختلف عوامل  دانسان پر ژوند تاثير ښندی ،خو اقتصاد اوپوهه  دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري  .

دبېلگې په توگه په هغه ټولنه  کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي  اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي  عدالت له گټونه برخمن وي .

پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پرلوردرومي کله چې یې وگړي  دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري . که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنورو علمی  تجر يبولپاره لاره پرانيزي ،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثمار اوټولنيزو بې عدالتيوشاته پاته فرهنگی ښکېلاک نه  څخه ځان  خلاصولاي سي .

انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  اودهغې په نس  کي  را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراتروکېدل پدغوټولنو کښي  شتمن اودلوړي طبقې انسانانوپيدايښت  ددې لامل سوچي دغه لوړه طبقه وکولاي سي  د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت  دکار محصول  ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي ولري .په هراقتصادي سياسي  نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزه بې عدالتي  اودروځنيز ژوند ناانډو توب په وجودراوړي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري   دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل  تيروی  .

 دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار،  ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري .په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه  دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغير عادلانه بڼه کټه پورته کوي  ترڅو زياته  سرمايه  پلاس  راوړي .

د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران مجبور کړه چي دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړی  هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده ،دکارشرايط او چاپيريال يې  دومره نا وړه  و چي دډيري لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار توان  دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري  .دايوعلمی اصل دی په هر پيمانه  چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېځلې اوپر مختللې توگه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک بڼۀ پېچلې کېږ ي .

ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبا ر پراوږو اخيستۍ دی .هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال ددوي لپاره زورونکی   اودتحمل وړه نه وو. ديادولو وړده  همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې ته گام وراړولۍ دنړی په شاته پاته اوحتا پرمختللو هيوادو

کښي  ښځه دنارينه  سره ديو شان کارپه مقابل کښي  دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس تر نارينه کمه اويا کله کله دنارينه  دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي . دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته بيا هم دښځو تنخوا تر نارينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره زور زياتۍکيږي .دداډول چلند اوظلم مثالونه  په اسيا،افريقا،لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي .

شتمن تر ډېره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځو داستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودماشومانوروزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جواز نلري . مگر له بدمرغه دپيسو اوفابريکو خاوندان  ځانته دتېښتي لار پيدا کوي .

پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړيستلې چي دخپلو رواحقو قوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .

له نن څخه  ۱۵۹کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار گرانودکاردشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمېدو او تنخوادزياتېدوپه خاطر پداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديو سترلاريون په طرڅ  کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالولپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيلامه وبلل ،ځکه خوئې  ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره  لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانويې  دهغه وخت دامنيتی ساتونکو پوسيله مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم  راوپارول  اودپانگوالوسره دنفرت  روحيه ډېره غښتلې سول .

ددې تاريخي اونه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷  ,۱۹۰۸  او ،۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک اودنړۍ په يوشميرنوروهيوادو کي تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخوا دهغې تاريخي ورځې په وياړ ياد غونډي جوړي شو ې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته  اوپراخه وه  .

په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادوغيرتي ښځی پردې بريالۍ سوې  چې  پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف منلوته سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس  چي د ((۱۷ )) هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه نماينده گانو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې  اغلي ” كلارا زيتكين ”  لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکود ښځينه کارگرانودتاريخي لاريون اوله  هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني ، ټولنيز اوطبعي حقوقوڅخه  ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي . له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سودا ((۱۰۶)) کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ  وياړلي  ورځی نمانځنه په مختليفو بڼو تر سره کيږي .

 

” كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځې بنسټ ايښودونکې

په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه  په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډوکښي ښځو په انتخاباتو کې درايې ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب  حق تر لاسه کېدواودهيوادو په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قوددفاع  اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق  غوښتني  ا وړانديز ونه  مطرح سول .

په (۱۹۱۵ ،  ۱۹۱۶)  کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخالفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ  داتمي  ورځې په مناسبت  پراخي غونډی اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي  ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ  متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوندته نړۍ وال راوبلل، اوپه جگړه کښي ئې د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه په کلکه دجنگ دختمېدو غوښتنه وکړه .

د اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني  ټاکنوکې  ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داسترليا ،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان  په  ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو  په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق  تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې  په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي  چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال  پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی  ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله دنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .

په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دهمدې سازمان لخوا دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده کړه .

ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا دنړۍ په يوزيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواوشوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادودنفوسودشمير پوره نيمايي اويا هم تر هغه زيات وگړي ښځي دي . زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکو لومسله مطرح شوه ،يوشمير  بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته  دنارينه سره  دبرابر حق ورکولو پر خلاف  مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی ،د (  ۱۹۶۳) کال  داساسی قانون دتصويب  نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان  ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی ،افغانستان  په نړۍ کي يو له هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو کې دويادرښځو دا امکان تر لاسه کړ چي دوزارت اوياهغه معادل مقام کې دنده تر سره کړي ،پدې ورستيوکي يوشمير ښځوته لوړمقامونه ورکړه سوې خوبياهم که دنفوس انډول ته پام وسې دنړی په زيات شمير هيوادوکښي په دولتي لوړومقامونو،پارلمان اوسيمه ايزو شوراگانو کښي دښځو ونډه پکه  برېښي  . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو اونړيوالوسازمانودغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو، دولتي ادارو اونورو ټولنيزوسازمانو کې دگډکار حق ورکړه سو،اود اساس قانون  په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل چي : ((دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون  دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ.))

ددغو برياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلوسره دښځوپه وړاندي  قانون  ترپښولاندي کيږي اودښځوپه وړاندي دجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي،که په اوسنی عصرکښي دبشري نړۍ ټول سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت  ته په رڼوسترگو ځيرشو له ورايه څرگندېږي چي ترهرچا زيات ښځه په هراړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ سره لاس په گريوان وه او ده اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي .

داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف  استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري په ټوله نړۍ کښي ټولوته لمر غوندي  روښانه اوڅرگنده ده.

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگند بيان شوي نه دې ورکړه شوي  او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي))  دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتوضدکنوانسيون ، دملگرو ملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقير اوتيري پرخلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو،دزوراوزروخاوندانوپاملرنه نده کړې .

 اونه هم ښځوته دټولني په اقتصادي،اجتماعي،سياسي او فرهنگی  ژوند کي دفعال گډون امکا نات برابري سويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت  هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه  نده چې له يوې خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينوکښي يو شان مسؤليت او مکلفيت لرې ،مگر له بلې خواکله چې دصلاحيت ،برابرۍاوحقوقوخبره  مطرح شي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور،يابل نامه دښځوحق چي په حقيقت کښي  زموږ ((مور، خور، لور اوياکوردوانه ))ده تر پښو لاندي کيږي له تعصب اوتبعيض نه ډکه کړنه ورسره کېږي .

داخولاپرېږده چي زموږ دهيوادپه گډون په ډيرو هيوادوکښي زيات  وختونه دنارينه سره  دبرابری گناه په مقابل کي ښځې ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي ،په افغانستان کي سنگسارېږي  .

دنړۍ  دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځې له دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو او ټولنيزوبې عدالتيونه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگرو ملتو د سازمان غړيتوب هم  لري  ندی لاسليک کړی ، اويوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ  داچي څنگه پلی کېږي  که هر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيوپه اړوندکتابونه ليکل کېداي سي .

داپدې معناچي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي دښځوپه وړاندي دعاد لانه کړنواو په ټولنه کي دهغوي دمقام اورول نه سترگې پټېږي .تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي  په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د لومړي ځل لپاره یوه پنځه پنځوس کلنه میرمن دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیده. 

په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چې دتهران دښار دآرارت  په سپورتی لوبغاړې کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال دبازيو سيالي جوړه شوې  وه .په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي ،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت اوانصاف تبليغ کوی خوخپله  ئې دالوي او ارت ايران دبې دفاع  ايرانيانواوپه ځانگړې  توگه ښځوباندي  چي دټولنيزو ازاديواو اجتماعي عدالت  طرفدار ي  کوي په يوه تنگ ،تور اوتاريک زندان بدل کړۍ . هلته  څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواگانو نيولۍ دی .

همدا د۲۰۰۸ کال په ورستيو مياشتو کي څوځله هغه بېگناه ښځي  زنداني  شوې کوموچي داخوندي رژيم پر خلاف دښځو دحق  څخه ددفاع اواز اوچت کړ .

له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې اوپه ځينوکي بيا دوهمه  يا دريمه برخه ورکول کيږي  . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سبا تو پر اساس دښځه دميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي  (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل که هغه ماشوم هم وي  اويا سپينږ يری)بېله خوښي  په نکاح شي . داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطونه ددواړو خوا خوښی اورضايت  اساسي شرط بلل سوی دی ، په زورنکاح تړل په اسلام کي جوازنلري . خوپه عملي ډگر کي بياداسي نده ،هلته  نه يوازي داچي دښځي نظر دهغې دسرنويشت په ټاکلوکې نه غوښتل کيږي  بلکي همدا ډول دانتخاب  حق هم نه ورکول کيږي .دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادوکي دوديز ه بڼه  اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمو نواونارواکاروته اسلامی اومذهبي  بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه  ورته تراشل کېږي .پداسي حال کي  چي داکارپخپله له اسلام اواسلاميت سره خيانت اوجفاده .دايو شمير کسان اوډلې دي چي دخپلو شخصی گټواو خواهشاتو لپاره يي  اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي  ((ببو)) يعني بلا  معرفی کړی دی ،کنه داسي نده . داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي انصاف اوعدالت  ته پکښی زياته پاملرنه سوې ده .که چيري د اسلام پر مقدس دين باندي يوشمير سياسي سواداگر دخپلو سياسي موخولپاره دنورو اديانوپيروانوته د اسلام  مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅکله داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي .

اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات  دښځوسره دژوندپه ټولواړخونو کښي زور زياتۍ کيږې  دښځوزيات شمير دژوندداسي  اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت  په ځانگړو بازار ونوکې خرڅلاوته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې نه دې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواوبې عزتيو څخه وژغورل شې . له بده مرغه  په پر مختللې امريکا، ارواپايي ټولنې  جاپان ،يوشميراسيايي اوافريقايي  هيوادو،استراليااو عربی هيوادونو کې  ډيري پيغلي  اوښځی داقتصادي ستونزو اومجبوريتونوله امله خپل عزت په فاحشاخانو کي وپلوری .

په نړۍ کي دفحشاو ډير والۍ دښځودعياشۍ بيلگه نه  بلکي ددوي دژوند دناوړو اقتصادي  شرايطو،ټو لنيزو ظالمانه اوغير عادلانه اړيکواو مناسباتو،دژوندنيواړتياواو مجبوريتونو روښانه بېلگه  ده . هر کال داسيايې هيوادو،پخواني شوري جمهوريتونو،روسي،بلغاريا،رومانيا،البانيا، ترکيې ،چک ، سلواک،چين  ،کموديا ،ايران ،ويتنام تايوان اونورو دهيوادنونه  تر دوميلونوزياتي هغه انجونې چي عمر ئي د ۱۶ کالونه  تر ۲۷ کالو پوري  وي د اروپا ،امريکا ،تايلند ،هنکانگ،جاپان ،هند،پاکستان  اوعربي هيوادو دجنسي گټي اخيستني  بازارو (فاحيشه خانو) ته وړاندې کيږي .  هرکال په امريکاکښي  په سلهاو زره انجوني دجنسي تجاوزاو تيرې قربانياني وي،داکارپه اروپاکي هم رواج  لري ، همدا علت دۍ چي په نړۍ کې د ايډز ناروغۍ پراختيا موندلې ده ، له بده مرغه په نړۍ کې داسي هيواد نه پيداکيږي چي هلته دي  ددغه مرگونې مرض لمن  نه وې غوړېدلې . دکورنيو جگړواو مهاجر تونوله امله په افغانستان کې چې هيچا فکر نه کاوه د ايډز په مرض اخته کسانو شمير تر((۳۵۰۰)) کسانواوړي .

دهمدې اقتصادي ستونزوپايله ده چي  دبيوزلوغريبو اوترجنسي تيريولاندي ښځو په منځ کي  هره ورځ  دايدز ناروغی مخ پر زياتيدو ده . همدا اوس  د جنوبي افريقا په سلو کې ((۳۵)) په سودان ،سوماليا او نورو افريقايي هيوادو کي سره لدې چي  په ځينو کي يې بيچاره ښځي  په زور سونتوی خو بيا هم ددي وژو نکي ناروغی کچه ډيره لوړه ده،په کنياکي تر دوه نيم ميليونه زياتي ښځې اوماشومان پدي مرض اخته دي . په سيراليون،چچنيا،کانگو،پخوانۍ يوگوسلا ويا، رواندا،کامپوچيا،عراق ،سوريه ،سوماليا اونوروهيوادو کې دجگړو په جريان کې په زرهاو ښځي بي پته شوي اوپر هغوي جنسي  تيرۍ شوی. زموږهيوادهم له دې بلا نه په امان کې ندی پاته شوی ،دلته  هم دجنسی تېری هغه وحشيانه بڼه ليدل کېداي سي  .داتريخ واقعيت بايد ومنل سي چي پدې ډول جنسی تېرۍ دبشرپه تاريخ کښي بې مثاله دي کوم چي زموږ په پاکه خاوره کي ديوشمير ځناورولخواپر وړو ماشومانوترسره کيږي .

يومسلې ته بايد جدي  پاملرنه وسی چي  داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ چې زياتی یې داقتصادي بېوزليوزېږڼده دي په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری اونه بايد دیموکراسي په هغه بدنامه سي په حقيقت کي دموکراسی دفحشا اوفاحيشه گريوسره په مخالفت کي ده . داپه اجتماعی نظام کي داقتصادي ناانډولۍ اودتوليداتودغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ دځان غوښتنوپايله ده چي يو شمير ښځې دخپل ژونددبقالپاره له خپل عزت پلورلوته وړاندي کوي  .په شاته پاته هيوادوکې له ښځونه د ناروا استفادې  نوری بڼې  هم شته ،اوپه نورو ډولونودهغوي پرعفت اوشرافت  تيرکيږي . خومتاسفانه ددغو ټولو بې شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کې ټول اوياغوڅ اکثريت  چوپه خوله دي اوددې انسانی باورين  ننداره کوي . 

دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر ((۴۱۰۰۰)) زرو زيات شمير  ښځی خپل خوږ ژونددلاسه ورکوې ،په سودان،سوماليا اوڅونوروځايوکې پېغلی په زورسونتېږی،اويا په هر ثانيه کښې  يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي له زورزياتی  اوتاوتر يخولي سره مخامخ ده . داچې همدا اوس  دعش وحشی سازما له ښځو نه څه ډول استفاده اوياله هغوي سره څه ډول چلندکوی دبشريت دټولو وحشيو اوبربريت تاريخ یې بېلگې له ځان سره نلري .

دلاتيني امريکا په ځينو هيوادوکي اميدواري ښځې ته کارنه ورکول کيږي اوکارته د استخدامولو په وخت کي ښځه بايد ځانگړې معاينه تر سره کړي تر څو معلومه شي چي اميدواره نده ،اميد واري ښځي ته چي دلوږې مري څوک  کار نه ورکوي . همدلته دياد ولو وړ بولم  په اروپا کي چي شپه اوورځ دښځو او ماشوم دحق ددفاع ناري سورې وهل کيږي دفابريکو اونورو اقتصادي مؤسسو خاوندان هم ډيرکوښښ کوي په يوه اوبله بهانه هغه ښځو ته چې اميدواره وې او ياکوچنی ماشوم ولري دکارورکولوڅخه ډډه وکړې،حتا په دولتي اداروکي هم دکار گرو اوکارمندانوداستخدام په لمړنيو پوښتنو کي دماشوم ددرلودلو سوال حتمي دۍ .

دليکنې داوږدېدونه دمخنوی په خاطرپه نړۍ کښي دهمدغې دمارچ داتمي ورځې دنمانځلو لپاره د تشريفاتي محافلواوغونډو د جوړېدو ترڅنگ چې پکښي دښځو دحقوقوڅخه ددفاع خبري کيږي ،خوبياداټولې خبرې په همدغو سالونونوکښي تر بل کال  پوري پاتېږي  . دنړۍ په ټولو هيوادونوکي دټولنيزو ،سياسي سازمانو،فرهنگی اومدنی ټولنو ،علمی شخصتيونو،اديبانو،ليکوالو، ډله ايزو چاپي ،ږغيزو اوتصويری رسنيو نه هيله کوم  په خپلو تبلېغاتو اونشراتوکښي  دښځودمقام ،رول اوحقوقوپه اړونددعادلانه چلند په ارزښت دبشريت دپوهاوی لپاره معقولی هڅې اوتبليغ  وکړي ،ترڅوزموږ دبشری ټولنې دانيمايي چې په حقيقت کي زموږ دکورنج ژوند سمبالونکی دي دنارينه سره دبرابر انسانی حق څښتنې شي .

همدا ډول دنړۍ پر ټولو روڼ اندوښځو ږغ کوم چي حق څوک چاته په خيرات کي نه ورکوي ،بايد واخيستل شي،که تاسوپه  نړۍ ګښي دهغوپه وړاندي چي ستاسونه ئي دټولني په سياسي،اقتصادي ،فرهنگي او اجتماعي اړخونوکښي  ستاسو رواحق غصب کړی د۱۸۵۷ دنيويارک دښځوپه دودمقاومت ونکړی اودغاصبينوپه وړاندي راپورته نشی په پېړيو ،پېړيوبه په همدا ټولنېزي بې عدالتی سره لاس اوگرېوان ياست  .

وياړ په هغوپاک لمنو افغانو ښځواوپيغلوکوم چې دخپل ژوندپه قيمت دهيوادپه ټولنيز ،اقتصا دي،سياسی اوفرهنگی برخوکي دفعال اوبرابرگډون لپاره په سرښندنې سره دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره مبارزه کوي .

پدې هيله چي په ټوله  نړۍ کښي سوله اوټولنيزعدالت تاميناو دښځو رواحقوقوته  په عمل کي درناوی وشي . پاي

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت