مشفق

۲۵ حوت ۹۴

داوبود بندونو جوړول مو د اقتصادي ودې  لپاره اړین دي

داوبو بندونه دهرهیواد په تیره افغانستان داقتصادي لپاره ډېر مهم دي ځکه له کرنې او بریښنا سره چې دیو هیواد د خلکو اساسی اړتیاوې و غوښتنې  دي نیغ په نیغه تړاو لري.

 له بده مرغه په تیرو کلونو کې په هیواد کې لویو او کوچنیو داوبو بندونوجوړولو ته لږه پاملرنه شوې په داسې حال کې چې هم مو کرنه او هم مو بریښنا له دې لارې تأ مینیږی او اقتصاد مو ورسره وده کوي.

په وروستیو کې دملي تدارکو دکمیسیون په ۴۳ مه  غونډه کې د انرژي او اوبو وزارت له خوا د بندونو جوړولو د پروژو پر تطبیق او تخنیکي مطالعاتو باندې بحث تر سره شوی چې په کې د ۲۹ لویو، منځنيو او کوچنيو بندونو د تطبيق د امکان، تخنيکي مطالعې، مالي او بودجوي اړتياوو د برناموپه برخه کې دغه کمیسون ته پیشنهاد  وړاندې شوی، چې دغه بندونه د جغرافيايي موقعيت له پلوه د هيواد د زونونو د پراختيا ټولې برخې را نغاړي.

په هغه خبر کې چې په همدې برخه کې رسنیو خپور کړی په کې ویل شوي چې  جوړې شوې برنامې او ارزونې په درېیو برخو کې دي او هغه غوښتنې چې د مالي تمویل له پلوه ددغو پروژو د پیل او عملي کېدو له پاره وخت او تخنیکي ظرفیت ته اړتیا ده ، په کې نغښتي.

که چیرې دغه ۲۹ بندونه کوم چې د ابو او بريښنا وزارت یې وړاندېز کړی جوړشي او مالي سرچینې یې هم ژر ترژره برابرې شي د هیواد  او هیوادوالو لپاره ښه خبردی.

 همدا اوس یو خووچکالي ده او د ابو کومې ذخیرې چې د واورې اوریدو په پایله کې به مو درلودلې لږې دي او له بل لوري هغه بریښنا چې زموږ له کورني تولید څخه وي ورته ډیره اړتیا لیدل کیږي داوبو دبندونو دجوړیدو له لارې تأمینېږي .

 دادی وروسته له اوږده انتظار څخه داسې ښکاري چې د سلما داوبو بند چې د افغانستان او په تیره بیا د هیواد لویدیزو سیمو او هرات ولایت د اقتصادي ودې لپاره به ډیر مهم وي دبشپړیدو په درشل کې دی. او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخستنې ته چمتو شي او دا به په وروستیو کلونو کې دابو په برخه کې ډیر ستره پروژه وي چې هم داوبو او هم د بريښنا لپاره ګټه ترې اخستل کیږي.

لازمه ده چې دولت او اړوند چارواکي ددې بند او نورو بندونو  دراتلونکي لپاره هم ښه پراخ سنجول شوي پلانونه ولري ترڅو خدای مکړه بیاهم وروسته له ګټې اخستنې کومې ستونزې رامینځته نشي.

په اوس وخت کې زموږ هیواد دخپل اقتصادپیاوړي کیدو او پرځان بسیا کیدو لپاره  ډیره اړتیا لري او همدغه ډول بنسټیزې پروژې کولای شي زموږ اقتصاد په خپلو پښو ودروي او دنورو له احتیاج نه مو خلاص کړي.

دغه راز لازمه ده چې نورې ورته پروژې دهیواد په نورو برخو کې هم باید په لاره واچول شي او هغه چې په لاره اچول شوي باید بشپړې شي. د کابل دشمال دشکردرې په سیمه کې دبندعروس پروژه چې یوه له دغو څخه شمیرل کیږي اوډیره موده کیږي چې  کاریې  پیل شوی وو خو دادی ویل کیږی چې دمالي ستونزو له کبله یې کار دریدلی دی لازمه ده چې څومره ژر چې کیږي بشپړ او ګټې اخستو چمتو شي ، چې هم دکابل ښار ته دڅښاک اوبه برابروي او هم به یو اندازه بریښنا تولید کړي. په همدې ډول  دآمو ، کنړ، هلمند ، کوکچې او نورو سیندونو څخه هم دزیربنایی پروژو او دسلما دبند غوندې دپروژې دجوړیدو لپاره کار واخستل شي ، پردې برسیره لازمه ده چې داوبو نورواړه بندونه کوم چې دبريښنا وزارت په پورتنیو یادووشوو ۲۹ بندونو کې نه راځي  هم دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړ شي څوچې داوبو له اړخه هغه نیمګړتیاوې چې په وروستیو کلونو کې او ابو او اورښت دکمښت له امله رامیځنته شوي رفع شي.

یوڅه چې ډیر مهم دی هغه داچی دملي یووالی حکومت له کله نه چې خپل کار پیل کړی خلکو ته یی غټې غټې وعدې ورکړي خو څه ډول چې تراوسه لیدل شوي په دغو غټو وعدوکې لایوه مهمه ژمنه هم نه ده ترسره شوې. سمه ده چې پر موږ بهرنۍ مرستې کمې شوې اوپه سیاسی برخو کې له یوشمېر ستونزو سره مخامخ شوي یو خو دا په دې مانا نشي کیدلای چې موږ دې ژمنې وکړو او بیادې هغه ترسره نه کړو.

داوبو او بندنو دجوړلو کومه طرحه چې وړاندې شوې باید چې ژر ترژره عملی شي او دا دنورو ژمنو په څېر هسې دکاغذ په مخ پاتې نشي . دولت دې هم په مالي برخه له نورو برخو ډیر همدې پاملرنه وکړي څو چې عملي بڼه غوره کړي .

دابواو کرنې په برخه کې په  بریالیتوبونو سره کولای شو دهیواد کورني اقتصاد ته ښه وده ورکړه او نه یواځې داچې دخلکو دژوندانه حالت به ښه شی ، کورني عواید به مو لوړ شي بلکې تریو بریده به دبې روزګاری او له هیواد څخه دخلکو دتېښتې مخه هم ونیسو.

------------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت