مشفق

۱۳۹۵ کال د جوزا ۳

راځی ملي یووالی خپل کړو

په اوس وخت کې مو هیواد له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې ترټولو غټه ستونزه یی بې امنی او جګړه ده ، او همدغه بدمرغي مو له لسیزولسیزو راروانه ده ، آیا زموږ دغه ستونزې دحل لار نه لري ؟ ولې به افغانستان له اوږدې مودې راهیسې کړیږي او خلک به همداسې ناهیلي وي ؟ موږ به څه ډول وکولای شو خپلو دغوستونزو ته دپای ټکی کېږدو؟ او دحل اساسي لار کومه ده ؟

که نورو هیوادونو ته وګورو نو دا به را ته څرګنده شي چې په اوس وخت کې ددغو هیوادونو د بري راز اوداچې په دغوهیوادونو کې ولې کراري ده ، ان جګړه ځپلي هیوادونه څه ډول وتوانېدل چې خپل حالت سم کړي او له ستونزو راووځي یو مهم او ډاډمن ځواب مو مخې ته څرګندیږي چې هغه د خلکو په مینځ کې پیوستون او ملي یووالي دی چې د دوی د بري اساسی راز جوتوي. زموږ په هیواد کې هم کیدای شي زموږ اوږدو بدمرغیوته دپای ټکی همدا زموږ ملي یووالی کېږدي چې بشپړرسېدوته یې ټول باید په ګډه هڅه وکړي او په دې لارکې هرډول قربانۍ او تیریدنې ته حاضر شي.

ملی یووالی د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې  داسې یودرمل دی چې زموږ زیات دردونه رغولی شی. له بده مرغه تېرو جګړو او دبهرنیانوتیریو په دې هیواد کې داسې بدمرغۍ په میراث پری ایښی چې سمولو ته یې ډېر کارلازم دی. کله چې شوروی اتحاد په افغانستان یرغل وکړنو دافغانستان ټولنه دجګړو له کبله په برخو برخو مجبوراً وویشل شوه ، شوروی او تر حمایه لاندې رژیم یې داسې ښارونه اوکلي ترجګړولاندې نیولې وو چې بېوزلی افغانان هرچېرې په خپلو کلو، کورنو او سیمو کې محاصره وو، په یو هېواد کې سلګونه بریدونه یا سرحدونه  جوړ شوی وو ، نه یواځې په کوردننه مو داحال وو بلکه په میلیونونو خلک مو هرلور او باندنیو هیوادونو ته مهاجرشول. د همدغو د بېلتون کرښو په پایله کې کله چې مجاهدین بریالی شول او شوروی اتحاد ړنګ شو او لاس کېنولی رژیم یې نسکور شو نو د جګړو په پایله کې جوړ شوی بریدونه تر ډېرې مودې زموږ په هیواد کې پاتې شول او لاهم لیدل کیږی چې خپلې اغیزې لری.

یو شمېر سترو او دسیمې او ګاونډیو هیوادونو چې نه یې غوښتل افغانستان خپل برم او ځواک ترلاسه کړي نو لایې هم زموږ دقومونو، ولسونو ، سیمو او مذهبونو دبېلتون اورته لمن ووهله او له بده مرغه چې په پایله کې یې افغانان په دې اور کې وسوځېدل او لاهم سوځي .

په اوسنیو حالاتو کې هم کله ناکله داسې پېښې رامېنځته کېږی چې توکمیز رنګ لری او داسې څرګندېږی چې همغه پخوانیو دجګړو اغیزې دځان سره لری. 

یو شمېر کورنۍ حلقې او څېرې دخلکو له خوا رټل شوي او له هغوی سره په مخامخ کېدو کې شرمېږي نو ددې لپاره چې په خلکو کې خپل حضور پیدا کړي او ټولنې نه تجرید نه شی دملت قام او ژبې په نامه په خپلو جنایتونو پرده غوړوي او له دې لارې دخلکو له احساساتو کار اخلي او دقام په بانه له هغوی سره د خواخوږی په پلمه د هغوی له کسات نه ځان خلاصوی او هم غواړي خپل پخواني جنایتونه په دې توګه پټ کړي او د هیواد په خلکو کې په نفاق غورځونې سره ملت مصروف او ځان له محاکمې نه خلاص کړي  او یاهم په اوس او راتلونکي کې له دې لارې ځانته امتیاز او ګټه ترلاسه کړي.

خو افغانان دې په دې باید پوه وي چې ددوی  بری یواځې او یواځې په ملی یووالی او پیوستون کې دی او بس. او کله دې هم دمغرضو کسانو په لمسون چې له شک پرته به بهرنۍ مادي او معنوي ملاتړ هم ورسره وي نه غولېږی او هغوی ته دې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او ملی یوالی سره دې د پرمختګ او بریالیتوبونو پر لور ګامونه اوچت کړي .

نړۍ هغه ده په یوویشتمې پېړۍ کې دیووالې او نړېوال کېدو پر لور ګامونه اخلی اروپایې هېوادونه چې همدا څو تیرو لسیزو کې یې خپل منځي ډیر اختلافونه او جګړې درلودې دادی اوس دیووالی اوپیوستون پر لور درومي  هغوی دیووالی په خوند پوه شوی، هغوی ته دپیوستون ګټې څرګندې دی یوازې په داتېرو څو کلونو کې کله چې اروپایې اتحادیې خپل دچلند اسعار یو کړل او (یورو) نړیوال ارزښت وموند نو څومره یې د نورو اسعارو ارزښت له مېنځه یووړ او څومره یې خپل اقتصادی استقلال ترلاسه کړ؟ همدارنګه څومره یې په دې اړوند اقتصادي او اداري ستونزې راکمې کړې؟  د دو المانو په یو کېدوسره جرمني یوځل بیا نړېوال ځواک شو او دادی دامنیت دشورا دغړیتوب دعوا کوی، امریکا کې سره له دې چې دنړۍ پر سر ټول توکمونه او مذهبونه اوسېږي چې د افغانستان دمیشتو خلکو ټولې ژبې اومذهبونه یې یوه ډېره کوچنۍ  برخه ده خو بیاهم دنړۍ ستر پوځي او اقتصادی طاقت دی او په سلګونه نورې بېلکې چې جوتوی ځواک او پرمختګ په یوالی ، اتفاق او پیوستون کې دی.

افغانان دې پردې پوه شی چې له ملي یووالي پرته به یوهم ګټه پورته نه کړای شي هغه پښتو مشهور متل دی چې وایې : ( که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم نه به ته یې نه به زه یم   اوکه زه وایم چې ته یې او ته وایې چې ته یې هم به زه یم هم به ته یې)

موږ که یو بل ته درناوی ونه لرو، که موږ یو بل ته په حق قایل نه شو، که موږیو بل ته تېریدنه  ونه لرو که موږ یو بل ته ښه نیت ونه لرو نو ثابته خبره ده چې ټول به په ناوړه پایلیک اخته یو او که یو بل ته په حق قایل شو او خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسو او هغه ټول اصول چې دیو هیواد وګړو ته په کاردی په پام کې ونیسو نو څرګنده چې هم موهیواد بریالی دی او هم به موږ خپله بریالی یو، هم به مو ملي ګټې تأمین وي او هم به مو شخصي او اقتصادي ګټې تأمین وي.

دافغانستان میشتو قومونو نور نو دتوکم غوښتنې او ځان غوښتنې دود ډېر زوړ شوی او هغه څوک یې چې لری داسې ښکاری چې ډیر دجاهلیت او ناپوهي په دریاب کې لاهودی ، که څوک غواړي چې له جاهلیت او ناپوهۍ نه مبرا اوسي نو دتوکم غوښتنې او ځاني ګټو پلویتوب باید ونه کړي. خپلو ملي ګټو ته درناوی وکړي او داوسنی عصر او اوسنۍ نړۍ غوښتنو ته دې لبیک ووایی.

زموږ هیواد کې که بیاهم څوک دتوکم، ژبې ، مذهب ، سیمې او یا کوم بل تبعیض اورته لمن وهی هغه دخپل ځان، قام او خپل هیواد دښمن بلل کیږي. راځی چې نور وړې ستونزې په نورو لارو حل کړو راځۍ چې په ناپوهۍ کې هم خپل قام اوهم نور دبدمرغیوپه لمن کې ونه نغاړو. هوښیار افغانان نور دهزاره ، تاجیک ، پښتون، کوچي، ازبک ،ترکمن او بلوڅ خبره نه کوي افغان نورباید یو افغان وي او بس.

 د رسنیو دنده ده چې د نفاق خورونې پرځای  خپل خلک د بیلتون ، نفاق ، او دښمنی په ناوړه پایلو پوه کړي . هغوی دې دیووالی او پیوستون هغه مزایاوی چې هر چاته ورپه برخه کیږی خلک وپوهوي.  زموږ دهیواد  دښمنان غواړی چې دلته دې نفاق ، بېلتون او جګړې وی هغوی په ډول ډول دسیسو لاس پورې کوی څوچې خپله دغه موخې ترلاسه کړي. دپيسو په کارولو سره او دیو شمیر کسانوپه اجیرلو سره  خپلې پروژې غواړې عملي کړي خو افغان ملت باید چې په ناپوهۍ سره په دغو له غرضه ډکو جالونو کې ونه نښلی او ځان له ملي خیانت او دخدای له غضب نه د تل لپاره خلاص کړي . او که چیرې داسې وشول نو ډاډمنه خبره ده چې په ډيرو ستونزو به بریالي یو ، که خدای کول جګړه به هم نه وي ، اقتصادبه مو هم ښه وي ، او له ډیرو ناخوالواو بدمرغیو به مو ځان خلاص کړی وي.

 

 


بالا
 
بازگشت