مشفق

۷ حمل ۹۵

اوس دیووالی وخت دی

ملی یووالی د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې  داسې یودرمل دی چې زموږ زیات دردونه رغولی شی. له بده مرغه تېرو جګړو او دبهرنیانوتیریو په دې هیواد کې داسې بدمرغۍ په میراث پرې ایښي چې سمولو ته یې ډېر کارلازم دی. کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړنو دافغانستان ټولنه دجګړو له کبله په برخو برخو مجبوراًوویشل شوه، د هیواد د دفاع لپاره په کار ؤ چې همداسې وشي، شوروي  او ګوډاګی رژیم یې داسې ښارونه اوکلې ترجګړولاندې نیولې وو چې بېوزلي افغانان هرچېرې په خپلو کلیو، کورنو او سیمو کې محاصره وو، په یو هېواد کې سلګونه بریدونه یا سرحدونه  جوړ شوی وو ، نه یواځې په کوردننه مو داحال ؤ بلکه په میلیونو خلک مو هرلور او باندینو هیوادونو ته مهاجرشول.

د همدغو د بېلتون کرښو په پایله کې کله چې مجاهدین بریالی شول او شوروی اتحاد ړنګ شو او لاس کېنولی رژیم یې نسکور شو نو دجګړو په پایله کې جوړ شوی بریدونه تر ډېرې مودې زموږ په هیواد کې پاتې شول او لاهم لیدل کیږی چې خپلې اغیزې لري.

یو شمېر هیوادونو چې نه یې غوښتل افغانستان خپل برم او ځواک ترلاسه کړی نو لایې هم زموږ دقومونو، ولسونو، سیمو او مذهبونو دبېلتون اورته لمن ووهله او له بده مرغه چې په پایله کې یې افغانان په دې اور کې وسوځېدل.

په اوسنیو حالاتو کې هم کله ناکله داسې پېښې رامېنځته کېږي چې توکمیز رنګ لري او داسې څرګندېږي چې همغه پخوانیو دجګړو اغیزې دځان سره لري. لکه همدا تېر لنډ وخت کې له بده مرغه دهیواد په شمال دمزار شریف په ښار او یو شمېر نورو سیمو  کې داسې پېښې او حرکتونه رامېنځته شول چې تر ډیره بریده زموږ له ملي یووالي سره اړخ نه لګوي او که خدای مکړه دغې فتنې ته نوره هم لمن ووهل شي اغېزې به  یې په ټول هیواد کې خورې شي.

خو افغانان دې په دې باید پوه شي چې ددوی  بری یواځې او یواځې په ملي یووالي او پیوستون کې دی او بس.

نړۍ هغه ده په یوویشتمې پېړۍ کې دیووالې او نړېوال کېدو پر لور ګامونه اخلي اروپایې هېوادونه چې همدا څو تیرو لسیزو کې یې خپل منځي ډیر اختلافونه او جګړې درلودې دادی اوس دیووالی اوپیوستون پر لور ځې هغوی دیووالي په خوند پوه شوي، هغوی ته دپیوستون ګټې څرګندې دی یوازې په داتېرو څو کلونو کې کله چې اروپایی اتحادیې خپل دچلند اسعار یو کړل او یورو نړیوال ارزښت وموند نو څومره یې د دنورو اسعارو ارزښت له مېنځه یووړ او څومره یې خپل اقتصای استقلال ترلاسه کړ، همدارنګه څومره یې په دې اړوند اقتصادی او اداري ستونزې راکمې کړې. ددوو المانو په یو کېدوسره جرمنی یوځل بیا نړېوال ځواک شو او دادی دامنیت دشورا دغړیتوب دعوا کوی، امریکا کې سره له دې چې دنړۍ پر سر ټول توکمونه او مذهبونه کې اوسېږی چې دافغانستان میشت ټولې ژبې اومذهبونه یې یوه ډېره کوچنۍ  برخه ده بیاهم دنړۍ ستر پوځی او اقتصادی طاقت دی او په سلګونه نورې بېلکې چې جوتوي ځواک او پرمختګ په یوالي ، اتفاق او پیوستون کې دی.

افغانان دې پردې پوه شی چې له ملی یووالی پرته به یوهم ګټه پورته نه کړي دهیواد دټولو مشترک هیواد دی او ټول په دې کې ونډه لري، وړې وړې پېښې باید چې په دې برخه کې پر خلکو اغیز ونه کړي.

زموږ دهیواد بهرني دښمنان هم زیار باسي چې دافغانانو یووالی له مېنځه یووسي ، هغه مشهوره خبرده چې دانګریزوانو دښکېلاک په وخت کې به ویل کیده (( تفرقه واچوه حکومت وکړه )) اوس هم بهرنیان غواړي چې دافغانانو په مینځ کې د تفرقې په اچولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي او بېوزلي افغانان بیاهم دپخواپه څېر په ستونزو او جګړو کې اخته کړي.

موږ که یو بل ته درناوی ونه لرو، که موږ یو بل ته په حق قایل نه شو، که موږیو بل ته ګذشت ونه لرو که موږ یو بل ته ښه نیت ونه لرو نو ثابته خبره ته چې ټول به په ناوړه پایلیک اخته یو او که یو بل ته په حق قایل شو او خپلې ملی ګټې په پام کې ونیسو او هغه ټول اصول چې دیو هیواد وګړو ته په کاردی په پام کې ونیسو نو څرګنده چې هم موهیواد بریالی دی او هم به موږ خپله بریالی یو، هم به مو ملی ګټې تامین وی او هم به مو شخصی او اقتصادی ګټې تامین وی.

دافغانستان میشتو قومونو نور نو دتوکم غوښتنې او ځان غوښتنې دود ډېر زوړ شوی او هغه څوک یې چې لری داسې ښکاری چې ډیر دجاهلیت او ناپوهی په دریاب کې لاهودی ، داسې نه شی چې پر موږ هم همدا تور ولګیږی. که څوک غواړی چې له جاهلیت او ناپوهی نه مبرا اوسی نو دتوکم غوښتنې او ځانی ګټو پلویتوب باید ونه کړی .خپلو ملی ګټو ته دروناوی وکړي او داوسني عصر او اوسنۍ نړۍ غوښتنو ته دې لبیک ووایی.

زموږ هیواد کې که بیاهم څوک دتوکم، ژبې ، مذهب ،سیمې او یا کوم بل تبعیض اورته لمن وهی هغه دخپل ځان، قام او خپل هیواد دښمن بلل کیږي.

راځی چې نور وړې ستونزې په نورو لارو حل کړو راځۍ چې په ناپوهۍ کې هم خپل قام اوهم نور د بدمرغیوپه لمن کې ونه نغاړو. هوښیار افغانان نور د هزاره ، تاجیک ، پښتون، کوچي، ازبک، ترکمن او بلوڅ خبره نه کوی افغان نورباید یو افغان وی او که داسې ونه کړي نو خپله بدمرغي او تباهي به په خپل لاس ځانته راوبولي.

دقوم د مشرانو ، عالمانو او روښان فکرانو دنده ده چې خپل ټبر او خلک د بیلتون ، نفاق ، او دښمنۍ په ناوړه پایلو پوه کړي . هغوی دې دیووالي او پیوستون هغه مزایاوې چې هر چاته ورپه برخه کیږي خلک وپوهوي.  زموږ دهیواد  دښمنان غواړي چې دلته دپيسو په کارولو سره او دیو شمیر کسانوپه اجیرلو سره  خپلې ځانګړې پروژې عملي کړي خو افغان ملت باید چې په ناپوهۍ سره په دغو له غرضه ډکو جالونو کې ونه نښلی او ځان له ستونزو او هیواد له کړاو نه راوباسي او دیوې ښې راتلونکې په لور چې په یووالي او یو بل ته په درناوی سره لاسته راتلای شي ګامونه اوچت کړي.

 

 


بالا
 
بازگشت