مشفق

۲۱ حمل ۹۵

اقتصادي خوځښتونه او راتلونکې هیله مندۍ

دادی د ستونزو جګړو، وژنو، بمونواو ناخوالو سره سره یو نیم د خوښۍ خبر هم له رسنیو څخه اوریدل کیږي او داځل داښه خبر دټاپی یعنی ( ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان اوهند ترمنیځ دګازو دنل لیکي دغزولو ) او له قرغزستان څخه دتاجیکستان له لارې پاکستان ته د بريښنا دلېږد  پروژې دي چې په اړه یې نوې پرمختیا وې رامېنځته شوي دي  چې په تیره افغانان دغه ډول مثبتو خبرونو ته ډیر په انتظار دي. دې ته په پام  سره چې پاکستان هیواد اوسنی حکومت چې دخپل هیواد اقتصادي مسایلو ته ډیره علاقه لري او له بل لوري دافغانستان په جګړو کې هم لوی لاس لري اوس به که دخپل هیواد لپاره هم وي دافغانستان دامنیت لپاره یوڅه ترسره کړي ، چې دنوموړي هیواد دپوځي مشرانو وروستي حرکتونه او هلې ځلې او افغانستان ته یی مسلسل سفرونه او ژمنې اوهم دافغانستان دسولې په بهیر کې دلیوالتیا ښودل  کیدای شي دهمدې مسایلو څرګندونه وکړي .

دټاپی پروژې  په هکله وروستی پرمختیا داده چې په ټاپي پروژه ۲۰۰ میلیون ډالره نوره پانګونه  هم کېږي او دغه پانګونه د افغانستان، پاکستان او هندوستان له لوري په دې پروژه کېږي چې له پخوانی پلان څخه علاوه پانګونه ده.

باید وویل شي چې د دې پروژې چارې مخکې له مخکې په ترکمنستان کې پیل شوي او کار یې په چټکۍ سره روان دی.

ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.

 ویل کیږي دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت آباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.

همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع شي  او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي.

بل اقتصادی خبر هم د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږدولو د پروژې کار دی چې دادی اعلان شوی چې د روان میلادی کال د مې د میاشتې په ۲۴ مه نېټه به يې عملي کار پيل شي اودخبرونو پر بنسټ  په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله د افغانستان په شمول څلور اړخیزه سرمشریزه غونډه هم  و شي. د دې پروژې موخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د برېښنا لېږدول دي چې د سیمه ییزو همکاریو یوه لویه پروژه ګڼل کېږي. او له قرغزستان څخه دتاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته به د۱۴۰۰ میګاواټه بریښنا دلیږد لپاره د یو میلیارډو  ډالرو په کچه پانګونه  پرې وشي.

افغانان اوس دداسې ښو خبرونو تږي دي چې واوري په هیواد کې یې دغه یا هغه اقتصادي حرکت په لاره واچول شو، شنونکي وایی چې په هیواد کې داقتصادي بوختیاوو په پراختیاسره به ډیری هغه خلک چې همدا اوس دبیکاری او بیوزلی له کبله په جنګي فعالیتونو کې بوخت دی اقتصادي فعالیتونوو ته مخه کړي.

یوه بله دهیله مندي خبره داهم ده چې ددغو پروژو دکارپه پیلیدوسره به دافغانستان په امنیتی حالت کي هم له دې کبله بدلون راشی چې دسیمی رقیب هیوادونه چي دافغانستان په جګړو کې ونډه لري دې ته به راضي شي چې نور دټاپي پروژې او هم دکاسا دپروژې لپاره  که هم وي دجګړو مخه ونیسي او دډیرو په باور چې پاکستان هیواد به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي . څه ډول چی ویل کیږي په دغه هیواد کې ګاز ددغه هیواد داقتصاداو دخلکو دژوند لپاره دبريښنا ترڅنګ حیاتي ارزښت لري نو ښه او ارزانه لاره یی همدغه د ترکمنستان څخه دګازو دواردولو او دبريښنا لپاره یې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه ده . په همدې توګه هندوستان هم چې هم دپاکستان رقیب هیواد دی او له شک پرته چې په خپل دغه رقیب دفشار اچولو لپاره دافغانستان په امنیتي  وضعیت کی هم مهم رول لري او دټاپی له پروژې څخه دغه هیواد هم ګټه اخلی نو هیله مندی شته چې دغه هیواد به دامن په راوستو کې حداقل په دې برخه کې هم مرسته وکړي.

په دې هیله چې ډیر ژر ددغو دواړو  پروژو عملي چارې چټکې  شي او له دې سره دافغانستان په جګړه اوناامنیو کې ښکیل هیوادونه هم وغواړي چې دغازو دنل لیکي او دبريښنا دستنو  دامنیت لپاره هغه سیمی چې دغه نل لیکه او ستنې ترې تیریږي  امن شي او هم دا شرایط په ټول افغانستان مثبت اغیز ولري او ورسره دافغانانو دکراری فصل پیل شي. 

 

 


بالا
 
بازگشت