عبدالرووف  ليوال

 

تورخم که دبرلین دیوال

نازنینې له میاشتو راهیسې خپله کوچنۍ خور (وریښمینه) چې نوې پیښور ته واده شوې اوخپل خاوند ( نارنج) یې نه و لیدلی .

نارنج چې دتورخم هخوا پیښور کې دګنډوکار وبارکوی دورځې دوه ځلې له (علی مجت) نه تر صدره پورې دبایسکل په چټکه ځغاسته (  km/h90 ) ددې په خاطرچې دپاکستانی ملیشومنګولو ته ونه غورځی ، سودا ګریزتوکی لیږدوی اوشپږ-شپږمیاشتې وروسته دې خوامومندرې ولسوالی ته رااړوی (لکه ترهیدلی باز چې خپله مشوکه کې خواړه خپلوبچوته راوړی ).

دوه ورځې وړاندې خبرراغی چې هغه پاکستانی پولیسوجیل کې اچولی ، نازنینه سربیره پردې چې کړوپ پلار(سیدامیراکا)اودوه ماشومان ورپه غاړه دی ، په دې ورځو کې یې زمرک زوی هم تبې کوی اوپلار یې هم ناسازه دی ، ددې خبرپه اوریدویې واڼې وتښتیدې .

بیګاه شپه سیدامیر اکا په لړزیدلی غږنازنینې ته وویل :

[ لورې ! زمرک تبې کوی اوزه هم ناروغ یم ، راځی چې کښته (پیښور) ته لاړ شو]

نازنینې په پریشانه حالت کې ځواب ورکړ (( پلاره ! دومره روپۍ لروچې ایله ترتورخمه مو ورسوی ، وروسته به څه کوو؟ ))

هغه ستا دوه چرګې به خرڅې کړو – هسې هم یوه یې هګۍ نه اچوی .

په سبا یې چرګې په ارزانه بیه خرڅې او دتورخم په لوررهی شول ، خو کله چې تور خم ته ورسیدل دنازنینې په غیږکې ناروغ زمرک په ځگیروی پیل وکړ ، ( مورې یخې اوبه چیرته دی ؟) او سیدامیر اکا چې خپل بل لمسی یې له لاسه نیولی وو، نور نو دتګ نه و ، اړشول چې په یوڅوروپیوریړه کرایه کړی .

خو کله چې دتورخم دروازې ته ورسیدل ، نو پاکستانی عسکرو و ملیشو ورته وویل چې بیرته شی ! ترڅو چې پاسپورت ونلری یو هم دیخوا نه شی راتلای ، هرڅومره سپین ږیری سیدامیر ورته عذرزارۍ وکړې چې وړوکی لمسی مې مرګونی دی اوزه هم ناروغ یم دبیرته تګ پیسې هم نه لرو- زوم اوبله لور مې هم دتاسو خواته دی ، پرې مې ږدی .

خو دهغوی غوږونه کاڼه ول – ملیشو ورته ویل چې زوم او لوردې هم دروغواړه اوتاسې ناروغان هم کابل ته ددرملنۍ په خاطر ولاړ شی – جی ! کې هلته خوزبردست ډاکتران موجودهې .

افغانان که دبرلین دیوال نړولی شی      +     خپله خاوره هم بایللی شی

عبدالرووف لیوال .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت