اصلاحات څنګه راځي او اختلافات څنګه ورکېږي ؟

محمد انور ولید : ۲۲ ـ ۱ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

له نن څخه دری کاله وړاندې د کرزي صیب د وروستۍ دورې تر پای ته رسېدو مخکې کله چې په واک کې د کرزي د پاتې کېدو او صدر اعظم جوړېدو ټولې په لاره اچول شوې توطئې ناکامې شوې ، د افغانستان جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانوته بیا نوماندان وړاندې شول چې د جمهوري ریاست د نوماندانو شمېر په کې (۲۷ ) تنه ؤ . خو نوماندانو ته د نوماند کېدو له پاره ځينې شرایط اوملا ماتوونکي مالي قیودات وضع شوي وو چې هر چا په آسانۍ سره که څه هم ؤلسي ملاتړ به ور سره ؤ ـ په کې ګډون نه شوای کولی .

دا ځکه چې بانفوذه ؤلسي ملاتړ لرونکو نړیوال او سیمه ییز ملاتړ له ځانه سره نه درلود ـ خو پیسې او سیاسي ملاتړ یې نه درلود ، اوله بې نفوذه او پرته له ؤلسي ملاتړه کاندیدانو سره بیا سیمه ییز او نړیوال ملاتړ، پیسې او امکانات موجود وو . په (۱۳۹۳) لمریزکال کې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شول . ځکه خو یوازې همدغو ( ۲۷ ) تنود جمهوري ریاست کاندیداتورۍ ته لاره وموندله .

په دوی کې بیا د انتخاباتو د کمېسیون له خوا څو څو ځلې غورچاڼ راغۍ ، او په پای کې دوه تنه ( ډاکټر غني او دوکتور عبدالله )  د سیمې او نړۍ په خوښه پاتې شول ، ملت په لوی لاس په ژبو سره ووېشل شو . خوبیا هم ملت د خپل سر او خپلو ګوتو او لاسونو پرې کېدو په بیه خپله رأیه ورکړه . ولې متأ سفانه چې په ټولټاکنو کې د نړیوالو په شتون کې په خپله خوښه د تېر په څېرداسې غوښنې اوشرموونکې لاسوهنې وشوې ـ چې په یادولویې د ؤلسواکي او زورواکي دواړه د خپلو لاسته راوړنو د صفري محصلې ښکارېدو له امله وشرمېدل .

ځکه بری او ناکامي دواړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کرام الکاتبینو په لاس لکه د کفارو بېګناه اطفال په اِعراف کې ولوېدل . خبره آن تر دې پورې سره ورسېد له چې دواړو نوماندانو د پردیو په توشه د افغانستان جغرافیه د واک د ګدۍ پرسر سره وېشله . خود انتخاباتو د خپلواک کمېسیون خود مختاره ولې په اصل کې په کرزي پورې تړليو چارواکو بیاهم د ستونزې دلا ژورتیا اود کرزي اوامریکې ترمینځ د رسیمان کشۍ په خاطرپرحقیقت ویلو باندې پټه خوله نیولې وه او پوره شپږ میاشتې د انتخاباتو د پایلو اعلانېدل په لوی لاس وځنډول شول .

د نړیوالود صبر کاسه هم نوره ډ که شوه او د افغانستان په دغسې مجهوله خړه پړه سیاسي فضأ کې یې خپلې ګټې ځکه په خطرکې ولیدلې چې دوی په افغانستان کې د یوې په اصطلاح قانوني ادارې جوړېدو په تمه د امنیتي تړون لاسلیک کولو له لارې خپل حضورته په افغانستان کې مشروعیت ورکاوه ، ځکه خو د وساطت او منځګړتوب له پاره راوړاند ې شول ، د خلکو ( ۸) مېلیونه رأیو ته په سپکه سترګه وکتل شول او یوازې دو تنو بهرنیو چارواکو (( د امریکې د بهرنیو چارو وزیرجان کېړي ـ او د افغانستان او پاکستان له پاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي )) له خوا د یادو نوماندانو ترمینځ د (۱۳۹۳) لمریزکال د تلې ( میزان ) په (۷مه) نېټه د ملي وحدت د حکومت پرسرداسې هوکړه وشوه چې :

ښاغلی اشرف غني به ؤلسمشر، اوعبدالله عبدالله به تردووکلونو پورې ددې حکومت اجرأیه رئیس وي . له امریکایانو سره امنیتي تړون هم د ښاغلي اشرف غني د پلویانو له خوا لاسلیک شو ، همګرأیان په دې تمه د خیر په غونډۍ ورته ناست ووچې ګواکې ( ښځه مې دې نجل وي ـ زامن مې دې سل وي ) . اوس چې له یوې خوا د ملي وحدت د حکومت دوه کاله په پوره کېدو دي او له بل پلوه د افغانستان په اساسي قانون کې د اجرأیه ریاست پُست نه شته ، او دوه کاله هسې د هېواد د قانون خلاف دا پُست پرافغانانو باندې د خپلو ورپېښوکورنیواوسیمه ییزومجبوریتونوله امله ورتپل شوی ، خوله بله اړخه بیا ؤلسمشر اشرف غني اصلاحات راوستل غوښتل او د همګرایۍ ټیم بیا خپله ونډه اوپردوو برخو د واک او پیسو وېشل غواړي . اختلاف یې ترمینځ همداسې غځېدلی پاتې شو .

ولې کوم وخت چې  ؤلسمشر او اجرأیه رئیس امریکې ته تېرکال په سفر ولاړل ، نو همدغه جان کېړي عبدالله عبدالله ته د ؤلسمشر اشرف غني ترمخ وویل چې : ته بریالی نه وې ، موږ د وخت د ضرورت او د افغانستان د مجبوریتونو له امله تا ته د اجرائیه ریاست څوکۍ درکړه . خپله ماتې ومنه . خو کله چې له سفر څخه دواړه بېرته هېواد ته را ستانه شول ، نو د ډاکټر عبدالله پلویانو عبدالله ته وویل چې : مو ږ تا ته رأیه درکړې ، موږ ته خپل حق راکړه ، زموږ مصارف شوي ، تا ته ولې جان کېړي داسې خبره وکړه ! موږ خپل حق له تا نه غواړو .

ډاکټرعبدالله نه د جان کېړي له خبرې انکارکولی شوای او نه یې ملت ، قانون او خپلو ملګرو ته ځواب درلود . نوله اختلاف ښکاره کولو څخه پرته یې بل څه کار کړي وای ؟

بل لورته په سیمه او نړۍ کې د نړیوالې ټولنې اوامریکې هم خپل مجبوریتونه دي .افغانستان ددوی خپل سترا تژیک ملګری هېواد دئ . که دا مهال افغانستان خپلې سیاسیي ، اقتصادي ، امنیتي او نورې نیمګړتیاوې لري نو په خاوره کې خو یې تر اوسه پورې امریکایي پوځیان پراته دي .

امریکه اوغربي ټولنه د لته په افغانستان کې له تېرو (۳۸ ) کالو را هیسې د پخواني شوروي اتحاد ( او سنۍ روسیې ) او د هغوی د پلو یانو په وړاندې ښکېله ده . د روس اوامریکې تر مینځ په دغه پردۍ جګړه کې افغانستان ، افغانانو او افغان دولت قرباني ورکړې . د متحده ایالاتو (۵۲ ) سري ښامارترټوله آسیا چارچاپېره په سمندرنوکې خپله پوځي کلچه وهلي ، ( ۸۰ ) سترې جنګي اوبتلې یې په اوبو کې ورته ځای پر ځای کړې دي . خو روسان هم په قلاره نه دې ورته ناست ، ځکه خپله یې په سوریه کې د امریکې نقشه ورخرابه کړه ، هلته یې مداخله وکړه ، په یمن کې یې د سعودي تر مشرۍ لاندې جنګي ایتلاف د ایران د مداخلو له لارې ور مسخره کړ، شمالي کوریا د لیرې ویشتونکوبالستیکي توغندیوآزمویل پیل کړي . او دوی بیا خپله د تېر پېر په څېر په قطر کې (  بې  ـ ۵۲ ) بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کول غواړي .

نوامریکا ځکه له څوپرله پسې میاشتو را هیسې د خپلو بهرنیوچارووزیر په هوا کې تا ووي را تاووي ترڅود نړیوالو احتمالي بریدونو پیلېدوتر مخه د خپلوسیمه ییزو او نړیوالو پوستو د چارواکو تر مینځ د نړیوالې همغږۍ له پاره ددوی خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکې کېږدي .

افغانستان هم یو له همدې هېوادو یو دئ ځکه خو جان کېړي له عراق څخه افغانستان ته راغۍ ، ترڅو د ؤلسمشراشرف غني او اجرأیه رئیس عبدالله تر مینځ د اختلاف اور تر خپلو ایرو لاندې پټ کړي . بل خوا د منځنۍ آسیا ګټې هم د عمل پر پارکار باندې سپرې دي . خو ستر خنډ یې په وړاندې د اشرف غني اوعبدالله ترمینځ د واک پرسرد وېش خبره ـ اود پاکستان له خوا په افغانستان کې د ترورېزم د ورانیواو لاسوهنو پرسرله پاکستان سره اختلافاتو ته ګوته نیول شوې .

بل لورته کابل نیوز ویلي چې : کابل ته د جان کېړي سفر د اشرف غني او عبدالله تر مینځ د منځګړتوب او ستراتژیک سند د لاسلیک کولو پرسرؤ ترڅوله مخې یې د اجرأیه رئیس د کارموده تمدید ، او پارلماني ټاکنې یو کال نورې هم په شا وغورځوي .

رادیو نیوزیلنډ ویلي چې : ښاغلی کېړي نیت لري ترڅو ددې حکومت د راتلونکې په اړه ډېر سرخوږي پیدا کړي .

خو کتونکي بیا وایي چې : جان کېړي د افغانستان د خلکو ، اساسي قانون او ارادې خلاف نظر لري ځکه خو پرخلکو باندې د قانون خلاف حکومت اوچارواکو تپلو په هڅه کې دئ .

همدا لامل دئ چې جان کيړي د ؤلسمشر اشرف غني او اجرأیه رئیس تر مینځ د ملي وحدت د حکومت موده او ملاتړ له دوو کالو څخه پینځو کالو ته غځېد لی اعلان کړ او هم یې وویل چې خپلمنځي اختلافات باید حل شي او د لویې جرګې را بلل د ملي وحدت پر حکومت کوم تأثیر نه شی لرلی .

له دې ټولو داسې ښکاري چې امریکا یوازې د خپلو اهدافو تر لاسه  کولو له پاره کار کوي ، او د افغانستان د جغرافیې ، خلکو ، واحد اصلاح شوي نظام ، اساسي قانون ، خپلواکۍ او د خلکو د رأیو هېڅ خیال او پر وا نه ساتي . بلکې دوی په افغانستان کې د ننه یوازې د هغو خلکو تائید او ملاتړ کوي چې له پخوا را هیسې د ( سي ای اې ) په اشاره ورسره پټې اشارې ، مراودې او معاملې لري ، او له افغانستانه د باندې له شمالي ، غربي او شرقي ګاونډیانو سره پټې پښتون ضد یارانې او د سیسې چلوي .

زه خپله نېشنلېست نه یم ، خودوی پرافغانانو باندې د افغاني نېشنلېزم نوم اېښی ، ولې خپل ستمي یا مذهبي له تعصبه ډک نېشنلېزم ته هېڅکله هم ګوته نه نیسي . ځکه دوی خو اوس غیر مسؤول ، ظل الله او واجب لاحترام خلک دي . پر پښتوژبه ملنډې وهي ، په دولتي ادارو کې دوی پر پښتو ویلو او لیکنو ځانونه مکلف نه ګڼي ، خو پښتانه بیا پرته له دري ویلو او لیکلوڅخه د پښتو په ویلو او لیکلو مجرم ګڼي او پښتانه پر دري ویلو باندې مکلف بولي . په داسې حال کې چې پښتون اکثریت اوپښتو په افغانستان کې یوه رسمي ژبه ده . دوی په حکومت کې هم نیم په نیمه ونډه غواړي ، په تذ کرو کې هم دوی د الکترو نیکي تذکرو په بلمه د پښتون نوم او هویت له مینځه وړل غواړي .

 د سدوزیو او محمد زیو له شاهزا د ګانو سره خو ددوی خپلو اربابانو پټې یارانې لرلې ، نو اوس څه وشول چې د پردیو په لاس له پښتنو کسات او بدلې اخیستل غواړي . په داسې حال کې چې روسان او امریکایان دواړه زبرځواکونه همدوی افغانستان ته راوستل . لس کاله یې پښتون د بسمچې په نوم په سرو روسانواو ټولې وارسا باندې ـ او (۱۵) کاله یې ټول پښتون د ترورېستانو په نوم پرامریکایانواو ناټو ټلوالې باندې وځاپه . لا تراوسه پورې یې زړه نه دۍ یخ شوی . سوله هم دوی نه غواړي . جګړه هم همدوی د پاکستان په ملاتړ پر پښتون ټبر باندې ور تپلې ده او حق په جانب هم همدوی خپل ځانونه ګڼي . دېته وایي سپین سترګي . په داسې حال کې چې د افغانستان ټول اتباع که هغه تاجیک دي ، یا ازبيک دي ، یا ترکمن دي ، یا هزاره دې ، یا ایماق دي ، یا قزلباش دي ، یا پښتانه دې یا هندوان ـ ټول پښتنو ته د یو انسان او یو افغان په صفت حیثیت او شخصیت لري .

اصلاحات په اختلافاتو کې نه راځي ، او اختلافات په پردیو لاسوهنو نه ختمېږي . بلکې اصلاحات په همغږۍ او حسن نیت سره مینځ ته را ځي ، او اختلافاتو ته  د سره یو موټی کېدو په صورت کې د پای ټکی اېښودل کېږي .

همداسې پښتانه باوري دي چې دا نور ټول قومونه له پښتنو سره پرته له دغوڅو تنوقوم پلورونکو څخه چې د څوکۍ او شخصي مفاداتو په خاطر د قوم په نامه خپل تجارتونه کوي ـ هېڅ تضاد نه لري . ځکه دوی په خپلو سترګو لیدلي چې بښتانه د پردیو په وړاندې له دوی سره اوږه پر اوږه په یوه سنګر کې جنګېدلي او په عام دول یې د افغانستان له ناموس څخه دفاع کړې ده . نو بیا ولې پښتانه ته د واک پرسرد شپږمې ګوتې خطاب کېږي . او ولې پښتانه د پردي لالا پر مټ له واکه لیرې کېږي ـ شړل کېږي ؟

موږ ټول افغانان یو . موږ باید د جان کېړي په څېر د پردیوخلکو نېکتایي د هغه د ملاتړخپلولواوپه غیر قانوني شکل په واک کې د پاتې کېدو په خاطرورغوټه نه کړو . پردی کټ تر نیمې شپې پورې وي . خو د افغانستان مېشت ټول قومونه به تل په دې خاوره کې یو ځای ژوند سره کوي . نو باید خپل تاریخ ، خپله جغرافیه ، خپل هویت ، خپله خپلواکي او خپله راتلونکې په خپل لاس د نورو په لاس کې ور نه کړو ، چې بیا به زموږ او ستاسې ټولوبرخلیک د نړۍ د جټانو په څېرورک او نا معلوم وي .

و ما علینا الاالبلاغ       

 

   

        


بالا
 
بازگشت