محمداقا کوچی

 

نوی ۱۳۹۶ لمريز کال د نويو ستونزو سره

۱۳۹۵ کال پای ته رسيږي او نوی کال پيلېدو دی ، په تېر کال کې زموږ ولس په دوامداره توگه د اي اس اي پلاس د تورو توطيو په عملي کولو سره افغان ولس د وير په ټغر ناست وو د وينو روانۍ وېالې تاندی وساتلی په سلگونو  افغان ځلميو، تنکېو ماشومانو, بوډاگانو د وسلوال پوځ اړوند افسرانو ،سرتيرو د شهادت جامونه وڅښل پر کندوز دوه ځلی منظم يرغل وشو .

د عام ولس کور ونه په کنډوالو بدل شو ولسونه د خپل کور کلي نه کډه شول زياتره  قربانيان عام خلک وو پر هلمند ولايت، فراه، اوروزگان ننگرهار کنړ لغمان ، بدخشان ، بغلان فارياب او نورو ولايتو جنگونو زور اخستی په کابل، کندهار او نورو سيمو کې څوځله خونړي ځان وژنې سرته ورسيدلي د شهيدانو او ټپېانو شمېر يې له زرونه پورته دی، پخوا به د مخاليفينو سره خوا خوږي او مرسته کونکو هيوادونه مالوم وو اوس ورسره روس او ايران هم د مرستی لپاره ملا تړلی له همدی امله جمهورريس غني په وارسا، بروگسل المان د مونيخ په نړيوالو کنفرانسو کې وويل افغانستان د يو اعلان شوي جنگ سره مخ دی.غني د پاکستان پر وړاندي جدي ويناوی وکړی په تير کال کې پاکستان د ټولو منل شوو نورمونو خلاف يو ميلون کډوال په زور له پاکستان څخه وشړل، همدا اوس او تير کال څو ځله دوی د ډيورنډ د منحوسی کرښی دروازی وتړلی،پر افغان خاوره څو ځله راکيټي بريدونه وکړل خلکو ته مالي او دسر زيانونه واوښتل پاکستاني پوليس په پاکستان کي دافغانانو سره داسی چلند کوي چی د نړی په بل گوټ کی ندی ليدل شوی پاکستان د ديورنډ کرښې دواړ ه غاړو ته پراته ولسونه زوروي د کرښې بلی خوا پراته پښتانه چی نيمه ازادي لري دوی کوښښ کوي چی تر خپلی ولکې لاندی راولي او هغه نيمگړی خپلواکي تری واخلي.

دسولې لپاره مکارې ويناوی چی پاکستان پېل کړی وی په ټپه ودرولی،د غني حکومت په ۱۳۹۵ کال کې د حکمت ېار  حزب سره دسولی پرتوکول لاس ليک کړو د طالبانو سره د سولی دروازی خلاصې کړي خو اي اس اي د خبرو ايجازه نه ورکوي.

په تير کال کې لاسته راوړنې داوی  دتاپي پروژی د کاسه پروژی، د سلما بند پرانستل د هيواد يو شمېر ولاياتو ته د برښنا د مزو او پايوکښينول پېل شو د چين ،هندوستان او نورو سره د يو شمېر پروژو لاسليکول،د کورنيو عايداتو لوړوالی د يو شمير پخوانيو پروژو دکار دوام لپاره د پيسو امده کول د ټاکنو د کميسون د نوو غړو ټاکل د بريښنايي تذکرو لپاره اقدام د يو شمېر فساد کونکو محکمه کول د وسلوال پوځ لپاره دولس ملاتړ اونهم دکب ددوی په نوم يادول او نور.

ولې هېواد اوس هم د سترو ستونزو سره مخ دی د بېلگو په توگه يو څو ستونزی را اخلم اود واکمنو چارواکو توجو ورته راگرځوم

،هغه په لاندی توگه ليکم.

اول.د هيواد دوسلوال پوځ حقوق پوره نه ورکول کيږي بايد ددی ستونزی د حل لپاره کوټلي گامونه واخستل شي. د وسلوال پوځ د  شهيدانو کورنيو ته پاملرنه  وشي. اود وسلوال پوځ لپاره مجهز ی او د درنی وسلی په واک کی ور کړل شي دا اوسنې وسلی ديوه اعلان شوي جنگ لپاره کفايت نه کوي ،په څو هليکوفترو د هېواد دفاع نه کيږي زموږ هيواد بايد يوه قوي هوايي قوه ولري . د نجيب الله د هغه وخت د وروستي جمهور ريس دوخت وسلوال پوځ په کوم شکل مجهز کړی وو زموږ هوايي  او ځمکنۍ پوځ په سلگونه هر ډول ، توپچي راکيټي، ټانگونه سکاټ، لونا  اورگان او قوي راه دار در لودل اوس چی ټوله نړي ددی وخت له حکومت سره مرسته کوي ولی وسلوال پوځ په پرمختللو وسلو نه مجهز کوي که موږ ځواکمن هوايي دفاعي قوه درلودی ايا پاکستان کولای شول چی زموږ پر حريم هوايي گزمې  او يا بمباردمان سرته ورسوي،  دخپلي خاوری د ساتلو لپاره قوي ځواکمنه اوردو په کار ده يوازی ۲۲ ميليارده ډالر امريکا مرسته کوي ايا پر دغه مرسته شوو پيسو وسله نه اخستل کيږي

په نوي هجري کال کې به بيا جنگونه زور واخلي  حکومت پلان لري د ولسي جرگی او ولسواليو لپاره ټاکنې سرته ورسوي په دا ډول جنگي حال کې به رڼې ټاکنې امکان ولري،د يو شمېر اقتصادي پروژو عملي کول په جنگ جگړو کې ستنزمن ښکاري، په خپله حکومتي چارواکو کې زياتی ستونزی شته دوستم، داکتر عبدالله خپله د ستونزو په سر کې ځای لري فساد ، د مخدره موادو توليد کرهڼه قاچاق هم لوی ستری ستونزي دي د کډوالو ستونزه تر بلی هری ستونزی لويه ستونزه ده، دزورواکو سره د غيری قانونی وسلی درلودل د مافيايي کړيو شتون د قوم پالنې ستونزی هم شتون لري د بهرنيو مرستو کول هم شرايط لري دا ټولې ستونزی او زمو ږد ولس بد حالت درلودل بدلون را تلای شي خو که حکومت په ملي دموکراتو سياسي گوندونو ملي شخصيتونو باور وکړي .

په هېواد کې د بيکاری له امله ځوان نسل بهر ته له هيواده د مهاجرت ژوند ته ترجيح ورکوي  د بېلگې په توگه يوازی په2016زکال کې اروپاته 186000 تنه مهاجر شوي چی اکثريت يې ځوانان دي.  د پارلمان وکيلانو ،د جهادي مشرانو او زور واکانو لخواپر دندو د گمارلو پروسه کې رشوت اخستل کيږي په پاکو سپېڅلو مسلکي سياسي متغهدو کسانو باور نه کيږي  .

پر دندو کې ونډه نه ورکول کيږي ځکه هغوی پېسې نه لري چي چارواکو ته رشوت ورکړي سپېځلي انسانان خو د رشوت ورکولو او اخستلو پر وړاندی مبارزه کوي، ولی په تاسف چی اوس د کار لپاره رشوت ورکول او پټې ماملی سرته رسيږي  يدا کار بار  دود او کلتور گرځېدلی ددی مخنوی هم د اوسنې واکمنې اداری له وسه بهر مالوميږي،

 دا وو زموږ د هېواد راتونکی نوی کال او سترې ستونزې.

 

 


بالا
 
بازگشت