23 اکتوبر 2016

 

 

په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو د انجمن خبر تیا

د انجمن ښاغلو غړو او درنو دوستانو او مینه والو ،

په پام کې ده په اروپا کې د فغان حقوقپوهانو انجمن خپل دریم کلنی علمي –مسلکي کنفرانس د «افغانستان او د قانون حاکمیت » تر سرلیک لاندې د۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۱۹ د هالند دشاهی دولت د هیلموند په ښار کې جوړ کړي .

ددی موضوع د ټاکلو انګیزه په هیواد کې د جګړې او بحران ددوام او له هغو نه راولاړشوي عوامل دي چې ټولنه ، دولت او د وطنوالو دحقوقود ساتنې ارګانونه یې له ستونزو سره مخامخ کړي چې په پایله کې یې د قانون د پراخ حاکمیت بعد یعنې د قانون تطبیق او د وطنوالو د حقوقو حمایت یی تر پوښتنې لاندې راوستی .

دا کنفرانس به مهمې او په زړه پورې موضوعګانې د مقالو او دنظر د تبادلې په ترڅ کې وڅیړي او یو شمیر مهمو پوښتنو ته به افغانستان د ملی او نړیوالو ګټو پر بنسټ ځواب ووایې .کنفرانس به بی له شکه خپل لید لوری ټولنې،رسمی او غیررسمي سیاسی او ټولنیزوکړیو ته دهیواد په دننه او بهر کې وړاندی کړي،تر څوانجمن خپل ملي او وطني دین د حب وطن او د افغانستان دستر ولس او خلکو پر وړاندې په دننه او بهر کې تر سره کړي .

دا کنفرانس په د خپلو امکاناتو په حدودو کې لاندې مهم موضوعات مطرح کړي :

د قانون د حاکمیت اړتیا ،د مشروعیت دبحران پر وړاندې د مقابلې لارې،د اساسي قانون د تغیر ضرورت ،د نړیړالو میثاقونو دتحقق ستره اړتیا،د جګړه ځپلو،بیځایه شویو مهاجرو( په اروپا کې دافغان مهاجرو په ګډون)له حقوقو څخه دفاع ،د قانون پربنسټ عادلانه سوله ،او دافغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې حقوقي او اخلاقي مسوولیت .

مونږ د یوی پرتمینې او له محتوا ډکې غونډې لپاره ستاسي د ګډون او مسولیت دترسره کولو له هیلې سره ستاسی مقالو ،وړاندیزونو، نظریاتواو همکاریوته سترګه په لاره یو .

دا کنفرانس مختلفی برخې لری او په وروستۍ برخه کې یې یوه فرهنګي پروګرام ته ځای ورکړل شوی دی .

د انجمن ښاغلي غړي او مینه وال  کولای شي د خپل ګډون په هکله په میشت هیواد کې د انجمن د مسولینو له لارې او دهغه تیلفون ،الکترونیکي ادرس او د فیس بوک له لاری چی د انجمن په ویپپاڼه کې یې ترلاسه کولای شئ د هبري شورا ته خبر ورکړئ .همدارنګه د هیوادنو دانجمن شعبی د ګډون د مینه والو نوم او مشخصات د انجمن مسول سکرتر ته ورسپاري تر څو د سالون د ظرفیت او امکاناتو په نظر کی نیولو سره د کنفرانس بلنلیکونه ورواستول شي .

د غوندې پروګرام،بروشور او بلنلیک به وروسته دخپل الکترونیکی پتې له لاری ترلاسه کړئ .

مهرباني وکړی او د کنفرانس په ورستۍ برخه کې فرهنګي پروګرام مه هیروئ

اړیکې : دانجمن فیس بوک

 http://www.hoqooq.eu       /             editors.hoqooq@gmail.com

د کنفرانس نیټه : شنبه د۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۹

د کنفرانس وخت :د ماسبښین له ۱۳ نه د شپې تر ۲۱ بجو پورې

Wijkhuis Bredeschool De Fonkel Address: Prins Karelstraat 131, 5701 VL Helmond د کنفرانس پته  : :Phone: 0492 597 444

 

په درناوۍ ،په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو د انجمن رهبري شورا

 

 

 


بالا
 
بازگشت