عبدالرووف لیوال

 

دترکیې گولن کودتا ولې ناکامه شوه؟

دګولن ګوندچې اصلاٌ د (هیزمت ) یاد خدمت جنبش په نوم یادیږی ، ویل کیده چې مدرن اوبې آزاره ګوند به وی ،خو هغسې نه وو.

داګوند په لومړی سر کې د (عدالت اوپراختیا) حاکم ګوند ، یعنې داردوغان دپلویانو سخت  ملاتړی اوپه ټاکنو کې دهغه دبریالیتوب لامل شو.

خوداردوغان له لوری ددې ګوند دمدرسوتړل کیدل اودې ګوند پورې اړونده نوموتې ورځپاڼې (زمان) چې له دیرشو کلونو را پدیخوا خپریده او نامتو لیکوال (اکرم دومانلی) يې چلوونکی وو،مصادره کیدل اوهم دپولیسو له لیکونه ددې ګوند دسلهاوو پلویانوګوښه کیدل ،ضمناٌ داردوغان له خوا دګولن سترکاتل (اقتصادی سټې ) اوددې غورځنګ د رسنیزواوفرهنګی چارو لغوه کول سخته دښمنۍ رامنّځ ته کړه.

دفتح الله ګولن اورجب طیب اردوغان ترمنځ اختلافات هغه مهال ډاګیز اولابربنډشول چې دګولن غورځنګ   د۲۰۱۳م کال ددسمبر په ۱۷مه داردوغان دفساد ،شوکې اودرغلۍ ستره دوسیه رابرسیره کړه ،اودادوسیه هم دقاضی ذکریا(اوز) لخواچې دګولن دغورځنګ غړی و،څیړل کیده – په دې دوسیه کې خپله اردوغان دهغه دکورنۍ غړی سلمان اصلان ، ددولتی (هالک)بانک رییس ، لوی صراف رضاضراب او۱۲دکابینې غړی شامل وو.

سرکیس نعوم دلبنانی نامتوورځپاڼې (النهار) چلوونکی ولیکل دګولن غورځنګ له خوادفساد ددې لویې دوسیې سپړنه اردوغان ته ډیرسترسرخوږی جوړکړ.

فتح الله ګولن چې اوس ۷۳کلن دی ، دامریکا متحده ایالاتودپنسلوانیا ایالت دښار نه لری په دنچ سیمه کې په آرامه ژوند کوی ، خودهغه لارویان اوګوندیې چې دده په نوم یادیږی دترکیې په پولیسواومذهبییونوکې زښت پلویان لری ، هغه خپل پلویان تشویقوی چې دمسجدونو پرځای مدرسې جوړې کړی ، دپولیسودیوه لوړ پوړی چارواکی په اند (ګولن دترکیې په پولیسواو قضایی سټه کې زښت ډیر پلویان لری)

داغورځنګ دترکیې په رسنیز ډگر کې هم برلاسی دی دوکاله وړاندې دترکیې دوه څیړنیزخبریالان چې هغه ته یې څیړنیزراپورونه برابرول زندان ته ولویدل چې یویې احمد شکیب نومیده او کله چې دپولیسوله خوا نیول کیده داسې یې کریغه کړه (هرڅوک چې موږ ته لاس راوړی وبسوځی)

ګولن په خپله یوه ویډیویی وینا کې چې په ۱۹۹۹کي خپره شوه داسې وایی ((تاسې باید په داسې توګه دسیستم په رګونوکې رخنه وکړی چې څوک درباندې پوه نشی ، ترهغې چې ټولواک ته ورسیږی باید صبر ولری ، ترڅودواک په ګدۍ کینی ) خوهغسې ونه شول .

دکودتا دناکامۍ لاملونه :

الف :خلک دکودتاچیانوپرضد واټونوته راووتل .

ب : دکودتا هڅه له ډيره لرې ځای نه وه (تر مستقیمې اونږدې مشرۍ لاندې نه وه)

ج: کودتاه سمه اویوموټی سازمان شوې نه وه.

د : کودتاچیان یواځې دپولیسو په لیکه کې ول او که په پوځ کې هم ول هغه هم ډیر لږ.

ه : اردوغان له مخکې دا اټکل کاوه چې داسې یو څه به پیښیږی

ز : ددوی ډیری فعالیتونه بربنډ ول .

 

سرچینې : له نړیوالواو ترکیی منابعو نه ژباړه .

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت