عبدالقیوم

 

چا په فریب و خوړه، چا په دو کو وخوړه

چي حیا نه پیژني، د نیا هغو وخوړه.

تهمت :

له پاکستان سره خوا خوږي، (I,S,I ) ټراینګ کړی او یا هغه تر وخت تیر مخلوق چي اوس هم د پخوانی پاچهی  خوبونه ویني، هغوی کله ناکله چي د تلویزون پر پردو  را ښکاره سي، په  ډیره  بې حیا یي  سره غواړي و لسونونه  و غولوي. خلګو ته وایې  د (۱۹۷۸م )یا (۱۳۵۷ ) هـ کال د ثور د میاشتی نظامی پاڅون،  د دې  باعث سوو، څو پاکستان  د افغانستان په کورنیو چاروکي لاس ووهني وکړي، تر هغه  مخکي خو په هیواد کي خیر خیرت، امن و اماني وه، دوی پدې وایې چي امن و اماني وه، چي د  دوی د پلارو حکومت وو ، د ولس چي هر ډول حالت وو د دوی یې څه.

حقیقت  د مسلې خو دا دی چي افغانستان نه هغه وخت یو آزاد هیواد وو، نه اوس ازاد  دئ. دا  یولوی تاریخي بحث دئ، نه غواړم پر بیخ او ریښه یې وږغیږم،  اویا دلته د هغو حکومتونو پراصلیت او ما هیت  بحث وکړم.اما د خپلي خبري د روڼا وي  لپاره مجبور یم یوه  لنډه ایشاره وکړم.  ډیر لیري به  یې پریږدو، په خپره او مروجه  اصلاح  د افغانستان له استقلاله یې را اخلو، د افغانستان په  ګاونډیانوکي چي څه تیریدل، په طبي توګه زموږ خلګ له هغو متأثیره کیدل. د مثال په توګه ( د افغانستان تر استقلال اخیستي  دوه کاله مخکی زموږ په ګاونډ کي شوروي اتحاد جوړ سوو.  یعنی په ۱۹۱۷ م کي په شوروي کي د رومانوفانو یا تزاریانو د (۳۰۰)  درې سوه کلن حاکمت  ونړول سوو.

له هغه هیواده د جنګ او جګړو خبرو، د یو شمیر کورنیو را مهاجرتونه یوې خواته. له ترکیې څخه د محمود طرزي راتلل، دلته وو چي امان الله خان په ښکاره د انګریزانو له لاسه را ووتی، د افغانستان د استقلال اعلان یې وکړی. په دوام یې د انګریزانو د خوښي به غیر په (۱۹۱۹م)کال کي یې د وخت د شوروي سره نظامی تړون امضأ کی. دریم یې ۱۹۲۰م کال کي یې له ترکیې سره هم مثله عمل وکړی. ۱۹۲۱م کال د فبوري پر ۲۸ د شوروي سره نظامي قرار داد، په ۱۹۲۳م کال کي له فرانسې څخه د اسلحې رانیول.

انګریزانو ولیدل چي په افغانانوکي د ازادي روحیه پیاوړې سویده، نو هغه وو چي د امان الله خان دلیري کیدو کار یې بشپړ  او خپله  یې د کویټې  د لاري ښاغلی امان الله خان او  ټوله کورنۍ په خیر تر ایټالیا ورسول. اما  بیدارو  افغانانو (مشروطه غوښتونکو) ته  د مرګ سزا ورکړل.......... افغانان او افغانستان یې دتاریخ توري کندي ته  بیا ور ټیل واهه.

انګریزانو تر لنډ وخت  وروسته بیا د افغانانو د غلام ساتلو شرایط  را برابر  کړل، هغه و چي خپل فوځي افسران ( نادرخان، هاشم خان، عبدالعزیز خان او شاه محمود خان)  یې وافغانستان ته پرهغه لاره راوستول لکه دسقاو  بیچاره زوی  چي یې  پر را روان کړی وو. د خپلو افسرانو تر قائم  کولو او  واکمن کولو  وروسته د انګریزانو زړونه او غوږونه  دڅه وخت لپاره ارام سول. نادرخان  هم سمدستي  د سقاو دزوی  څخه  ژوندي پاته  روڼ اندي (مشروط غوښتونکي) په توطیو او د سیسو سره  مړه، زنداني، فرار، او تبعید کړل. په ۱۹۳۱م کال کي له انګرانو سره د اسلحي د رانیولو قراداد امضأ کی..

لږ  وروسته (۸) کاله وروسته ۱۹۳۹م کال کي دوهمه نړۍ واله جګړه و منښته چي  په (۱۹۴۵) م کي په داسي حال کي ختم سول  چي سر بیره  تر حساب ډیر اقتصادي  تاوان چي وایې ړول، تر (۷۰) میلونو ډیرو انسانانو  خپل ژوند د لاسه پکښي  ورکړي. د دې جکړې تر پای ته رسیدو وروسته  امریکا  هم د یوه زبر ځواک  په حیث په جهاني سیاست کي را میدان ته سوو، هرلوري ته یې  د خپل نفوذ د پراخولو تلاښونه کول، دساري په توګه؛  د جاپان پر ښارونو ( هیروشیما او ناګازاکي) ۱۹۴۵م کال کي د اټومي بمونه واچلول  چي د(۱۰۰) زرانسانانو ژوند یې واخیستۍ. بیا د ویټنام  جګړه چي (۱۹۵۵څخه یې ۱۹۷۵م )  شله کاله یې  دوام وکړی څو د امریکا په ماته تماسول. نور بیا

(۲)

د افغانستان بل اړخ ته ۱۹۴۷م کال کي له هندو ستان، افغانستان او بنګله دیش څخه  یوه یوه برخه خاوره را جلا کړل  سول او پاکستان ترې جوړ سو. د بنګله د یش  د ازادی بخښونکي جنبش  مبارزه  چي زیات تر (۳) میلونو انسانانو خپل ژوند  د لاسه ورکړی. په بریالیتوب  یې  په ۱۹۷۱م کال کي یې  یو جلا هیواد(بنګله د یش) په نوم جوړ کی.

ایا کیدلای سواي چي  د دې ټولو پیچلو پیښو تر منځ افغانستان  سلامت پاته وایې؟  نه هیڅ کله نه.  هغه وخت   د بهرنیو پټو شبکو تر څنګ، چي د افغانستان په  د نن کي یې  د خپلو اجنټو  پر لاس  فعالیتونه لرل، د برطانوي هندڅخه را پاته میراث  پاکستان تر نورو ټولوهیوادونو زموږ په کونیو چاروکي   ډیره لاس وهنه کول.  دا  انګریزان وه چي  په منطقه کي یې  دغم پیټۍ (پاکستان) پرې ایښود. د ساري په توګه؛  تر وروستیو (۶۰) کالو مخکي، پاکستان،  سعودي عربستان او امریکا  د انګریزانو په خوښه  و افغانستان ته پلان  لاره چي افغانستان  د پاکستان  برخه و ګرځي.

خوخبره داوه؛ کله چي  شپیته کاله مخکي پاکستان  له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان سوو،  د بنګال  جنبش  ورځ تر بلي غښتلی  کیدی، په هند کي خوځښتونو، انګریزانو نسوای کولای په یوازي سر منطقه په خاصه پاکستان له دغه بحران څخه  ژوندی را وباسي.نو هغه وو چي پاکستان  د انګریزانو په خوښه  له امریکي سره د نږدې کیدو لاس ورکړی.

په دغه  وخت کي امریکا هم چي  تازه د ویټنان په جنګ کي ماته خوړلې وه، د ایران په شاهي نظام کي سیاسي بحران لوړي کچي ته  رسیدلي  وو، دافغانستان  د شاهي حکومت په نس کي سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان په ښکاره شوروي ته نژدې سوي وه. نو امریکا د راتلونکي لپاره په منطقه کي د ځان لپاره ځاي لټاوه، امریکا په عمل کي له دې جغرافې څخه د ګوښه یا لیري کیدو په حالت کي ښکاریده. امریکا  د شک او تردېد سره سره  د پاکستان لاس نیوی وکی. پاکستان هم د امریکا لاس پر نیک پالا ونیوی. دا خبري  ډیر  مخکي تر( ۱۳۵۷)هـ کال وې.

دا چي پاکستان  به څونه  د امریکا  سره په ملګرتوب کي صاد ق وي؟ دا  بیا بله د څیړلو وړ مسلهء ده. پس له  نن څخه نژدې (۵۶) کاله مخکي یا (  ۱۳۳۹ هـ یا ۱۹۶۰م) کال کي په افغانستان  کي دامریکا د ډالرو په مرسته  د پاکستان  د لاس وهنی  او حتا د اشغال  تلاښ کیدی، یوه نمونه یی:

(۱۸) کاله  مخکي تر ۱۳۵۷ هـ کال یا  د ثور تر پاڅون "په کال(۱۹۶۰م یا  ۱۳۳۹ )هجری شمسی کال کي  هغه وخت  چي د افغانستان نوموتی  لیکوال ښاغلۍ علامه عبدالحی حبیبی  په پاکستان  تر لسو کلونو ژوند کولو وروسته بیرته و خپل هیواد افغانستان ته دراتلو په تکل سو  او پاچا ظاهرخان د نوموړی  دراتګ  سره  مؤافقه وکړه.

او هغه  ئې وبخښی ،  ترراتګ  څو  ورځي وروسته ښاغلي پوهاند علامه  عبدالحي "حبیبي"، پاچا (محمد ظاهر) ته په پا کستان کي د خپلوسترګو لید ني   او ارزوني او د پاکستان د واکمنو شوم   او د د ښمنيو ډک نیتونه د پاچا د غوښتني له مخي پر کاغذ ولیکلې او خپل کاغذ  ئې د پاچا و مخته کښیښود".

په لیک کي داسي  لیکل شوی وو : ترجمه

" هغه خطر چي   زموږ پر لورراروان دئ  "

زما د راتلو پر وخت ښاغلی والا حضرت معظم اشاره  تاً و فرمایل هغه څه چي   د پښتونستان په باب  پوهیږم ورته ویی  وایم.  دادی   سربیره پر  هغو مضامینو چي  جرایدو ته مي  لیکلي دي ، پدې ډول یو شمیر مهم څه په احترام  سره  وړاندي   کوم:

له هغو لوړو خطرونو څخه چي   زموږ د پرمختګ لاره  نیسي، ډیره ویره وونکي   او وحشت را وړوونکې هڅه هغه ده  چي  دامریکا د ډالرو په ملاتړ زموږ پر لور  راروا نه ده . دا هغه خطردئ  چي  زه هغه پاکستانی خطر بولم. ځکه  هلته  دیولسو کالو نږدی مطالعا تو  او دهغه هیواد  د لویانو  سره  په تفصیلي خبرو کي مي  پیداکړل، چي د غه  خطر زموږ ملي  ژوند ته ګواښ دئ.

او ان  هغه وخت چي  د پاکستان لمړی وزیر لیاقت علی خان په ټوله مانا په ښکاره  توګه وما ته  وویل: چي  د سرحد د سور پوښو "خان عبدالغفار خان"د حزب د پرابلم تر حل وروسته به هرو مرو  افغانستان  له پاکستان  سره  ګډ وو، او موږ ته دا کار اسا نه دئ  . . . . . ؛دا هغه  خبره  ده  چي   یولس کاله مخکي  له دې مي د جناح  داعتمادي شاګرد داستعمار دهوښیارد سیسه کار څخه اوریدلې وه.

مګر پنځه کاله وروسته کله چي  پاکستان دافغانستان او سرو اغوستونکو( د خان غفار خان حزب)  سره  لاس په ګریوان سوو، د سرحد ګورنر خواجه شهاب الدین  ما ته  وویل :

"په پا کستان کي د عبدالغفارخان د مقاومت  نه ما تید ل اونه حل کید لو، دافغانستان عمر اوږد  کړی. ځکه که د غه مقاومت  په منځ کي نه وای، موږ پوره وخت پیدا کاوه  چي  دافغانستان کارمو یوطرفه کړی وای"

په هر صورت :ما وروسته له ژورو څیړنو دا پیدا کړل، اوسل په سلوکي  ما ته  څرګنده  شوه چي  امریکا او پاکستان د سرحدي قبایلو له ما تولو وروسته هرومرود دیوند د کرښي دې لوري ته  خپل کار او فعالیت په ښکاره  پیل کوي.

ډیر امریکایان په دې  عقیده  دي چي  افغانستان  باید د پاکستان سټلايت وي ، نه دامریکاسټلايت. « مکاتیب افغانی »د ریم کتا ب  ۱۳۰مخ د داکتر محمود  حبیبی لیکنه.

ظاهرشاه ته د پوهاند علامه عبدالحی حبیبی لیک  ډیر اوږد دی ، ماد لته د بیلګی په توګه دا څو جملی رانقل او وژباړلی.

بیا چي د لیوني سر دار (داود) د  جمهوریت په مخالفت کي په ۱۳۵۲هـ ۱۹۷۵م کي له هیواده فرارافغانان د ضیالحق یا  پاکستاني(i.s.i ) نوکري  ومنل ،  او د (I.SI ) له خوا د ترور، وژنو او خرا بکاریو ټرانینګ ور کړل سوو، بیرته افغانستان ته د خرابکاري لپار را واستول سول، اوله حمله یې د جشن په شپه د احمدشاه مسعود په مشری  پر پنجشر ولسوالی  حمله  وکړل، د ولسوالی سلاح او وسایل یې غلا او بیرته پاکستان ته وتښتیدل.

نو  اصلی خبره  داده  چي  پاکستان  او دافغانستان  د ښمنانو په خاصه توګه د پښتون قوم د ښمنانو دافغانستان د خلق  د د موکراتیک ګوند تر جوړوني   مخکی د دې  هیواد او دې  قوم د خرابیدو او له منځه وړلو کار راشروع کړي وو.

زماد خبری د ښه باوری کیدو دپاره   هغه داده  چي  پر موږ باندي   لاس بری  بد مرغۍ او جاهلی کورنۍ  ټول  افغانان  زاړه اوځوانان د سياست، کتا ب، مطالعی او  پوهي لیري ساتلو. په د غه سبب په وطن کي سياسي  پوهه  او تجربه کمزوری وه. او له همدې کبله له تیروتنو اوناسمو کړنو سره مخ شوو.

داکتراکاد ميسن محمود حبیبی صاحب  سره  د دې   چي  د داود خان له حده  وتی ستاینه کوي خو ځای ځای دهغه وخت د واکمني کورنۍ غفلتونو ته چي  زه ئې خیانتونه بولم کوتي نیسي د بیلګې په توګه دې څو یادونو ته  یې وګورۍ:

ژباړه" پدې خاطر چي دیحيی کورنۍ  په هیڅ ډول د ډولو دې ته چمتو نه شوه، چي خپل ظالمانه  او د زوره ډک لاسونه  دي د بیچاره  ولسونو د غاړی څخه لیري کړي. او یادي د خلګوملی حقوق هغوی ته ورکړي.

همدا ډول د غی کورنۍ دازاد ۍ  غوښتونکو حرکتونو د وام ته چي  دافغان ملت دهر وګړی په زړه کي محکم ځای لا ره پاملرنه ونه کړه. زه تیر کال پا کستان ته راغلم. که چیری د ننه د وطن په خاوره کي، په ښکاره   مخالفت، د مشروع  او قانوني   لاري د سیاسي  جوړښت  او د مخکښو د غه  مقد س مسیر ته لاس رسی وای، هیڅکله به د ګران افغانستان د خاو ری څخه وپرد ی هیواد ته که د لنډي مودې لپاره  هم وای، نه وای را غلی اود غه ناخوالي مي هم نه ویلی. . . !»

اوس نیول شوی افغانستان په د غه حالت کي دی  . د ښاغلی پوهاند علامه عبدالحی حبیبی د لیکني    څخه د وی خبري ښې   واضح کیږي : د پا کستان لاسوهنی او د لاس وهنو  تاریخ چي   دهمدغه کتا ب په ۱۰۷مخ کي  داسي   راو ړی:

"د نورو جریانا تو له یادوني   څځه به تیرشم، خو دا به ووایم چي  اول په پیښورکي، پا کستانی مقاما تو زما پر اعزاز احترام کاوه   او ان کله چي  دافغانستان– پا کستان مناسبات لانور وخرابیدوته ورسيد ل، نوما ته  په جدی  او محرما نه توګه پیشنهادوسو چي   دیوه نږدی لس زریز پاکستانی عسکری فوځ په مشري، افغانستان  ته ورننوزم، او د کابل د حکومت دانقراض مقد مات برابر کړم "

فکر وکړی له نن ورځی( ۶۰ ) شپیته کاله مخکی پا کستان (۱۰۰۰۰۰) لس زره  فوځ دافغانستان داشغال اوخرابی دپاره  استعماله وه.

رښتیا هم د پا کستان د لاسوهنو لړی دافغانستان په کورنیو چارو کي ډ یره پخوانی وه. مثلاد پا کستان تر زوکړی لږ وروسته  پا کستانی هوایی ځواک  دافغانستان د پکتیادولایت د خوست  پر ولسوالی  د مغولګی  پر کلی بمباری وکړی. د پا کستان همدې عمل دافغانستان حکومت ته بها نه په لاس  ور کړه څوخپل پوځ ته وسلی واخلي.

بل  لوری ته  د ننه په افغانستان په د ننه کي واکمني سرداری کورنۍ او په خاصه سردار داؤد خان له مترقی عناصرو سره خیانتونه او جفاوی کولی. هیڅ وخت اوهیڅ کله یې  نه غوښتل چي  افغانان دي   خبري، انتقاد، سیاست او په سیاست  کي برخه واخلي بلکي ابدي باید د دوی د کورنۍ غلامي و مني. همد غه څه وو چي  پاکستان ته ئې دافغانستان په چارو کي د لاسوهنی ډګر پرانیستیو او د غه لاسوهنی د ۱۳۵۷ کال د ثور د پوځی پاڅون زیږنده  نه وی.

دافغانستان د خلق  د د موکراتیک جریان   مخالف  نظروال پرواقیعتونو سترګی پټوي، او ډیر ځله یې لیکلی دی    چي  د ۱۳۵۷هجری کال د ثورد میاشتي داوومی نیټی پاڅون د دې   سبب وګرځیدی  چي  پاکستان دافغانستان په کورنیو چاروکی لاسوهنه پیل  کړي.

ای کاشکی موږ هم د نورجهان په شان حکومتونه لرلاي، زموږ داحکومتونه نه وه صرف وژونکي، رشوت خواره، ډوډۍ خواره په خاصه  انګریزي سرداران  او افسران لکه :محمد نادر،محمد ظاهر اوسردارمحمد داود دوي د انګریزانو لخوا مقروه.

همدادی   چي  پا کستان  او امريکا خپل خوبونه رښتیا کړل. زموږ ولس لا هم له د وی  څخه په ميرا ث راپا ته  بی سوادی   کي سوځيږی او د د وی په وسلو وژل کیږي.

د لاس وهونو چانس یې زیات سوو.هو  د ۱۳۵۷ هجری کال د ثور د میاشتي د نظامی پاڅون څخه راوروسته،  په خاصه بیا د ۱۳۵۸ هجری کال د جدی  د میاشتي د ۶تاریخ یا د روسانو د نظامی تیری یې و تبر ته لاستی ورکړی، څو د  پاکستان  حکوت و افغانستان ته یوخروړی سپی سو او لاس وهنو یې نور زور واخیست. په درنښت معلم عبدالقیوم

پورته عنوان  د ښاغلي  لائق صاحب  د غزلي مطلع ده.

 

 

 


بالا
 
بازگشت