پیرصیب په ريښتیا ټکنۍ سوله ريښتینې کړه

ابو دانیال  :۱۰  ـ ۳ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

سوله د هغه چا خوښه ده چې اورپرې بل او په ځاني ، ما لي او معنوي لحاظ سوځېدلی او له تاوتریخوالي او پردیو تپل شویو جګړو نور ستړي شوي وي . خو تر ټولو مخکې سوله د عالمونو د رب ( ج ) ډېره خوښه ده ، ځکه چې رب العلمین ذات (ج) د خپل بِلاکیف ذاتي خصلت له مخې په خپل خلق کړي نظام کې هېڅکله هم په ورانیو او بې انصافيو خوښ نه دئ . او ورانۍ او بې انصافۍ تل له فطري قانون څخه دعدول او انحراف په صورت کې د عباد الشیطان حرام خوروعلمبردارانو په واسطه مینځ ته راځي . له همدې امله دوي مزدوراو سر کشه نفس او شیطان دواړه خپل انساني ژوند ته په قلاره نه پرېږدي . همدا لامل دئ چې د سوله ئیز ځواکمن مد یریت په نه موجودیت کې د حق او باطل تر مینځ تل اخ و ډب روان او د وچو له زوره لانده هم په کې سوځي .

که په افغانستان ، سیمه اونړۍ کې د خپلوضعیفومدیریتونوله امله چې په پلانیزه شکل د مثبت تخلیق ، تولید او تصد یر فکرورسره نه وي ، تل به د پردیو زدو بندونواوتوطئو ښکارکېږي . ځکه دوی به د مسؤولیت له احساس څخه پرته یوازې په تورید او طفیلي ژوند اوعیاشیو باندې خوښ وي . دوی به د عمل اتلان نه ـ بلکې یوازې د بې مسؤولیته نا سنجیده خبرو پهلوانان وي . دوی به یوازې خپل ځانته ملي شخصیت ، خپلو افکارو او نظریاتوته ملي افکار، خپلو هیلو ته ملي هیلې ، خپلو کورنیو او خپل خپلوانو ته ملت ، خپلو آرمانونوته ملي آرمانونه  او خپلو ګټو ته ملي ګټې وایي . خو په اصل کې به د خپلو ملتونو د هیلو او ارادو پر خلاف په لومړیو لیکو او سنګرونو کې همدوی خپله ورته کښېول شوي وي .

د پردیو دښمنانو هم همداسې کرېکټرونه د خپلواستعماري لوبو د تمثیل له پاره په کاردي . چې موږ او تاسو یې ښکاره او ژوندۍ بېلګې په دغه څلورو لسیزو کې په افغانستان اوټوله سیمه کې په رڼو سترګو ولیدلې او وینو یې . ځکه دغه ډول کورنیو دښمنانوتل پردۍ تخریبي جنګي پروژې په خپلو یا پردیو هېواد وکې په اجاره را نیولې او پردۍ جګړې یې د خپلو هېواد والود سر، مال او ټولو ملي شتمنیو او ارزښتونو په بیه په کور د ننه او له کوره د باندې د پردیوګټو له پاره تودې ساتلې دي . داسې عناصرو په ملي او بین المللي خورجینو کې خولې ښخې کړې او ټول ملي مَن او سلوا دوی او ددوی اولادونه خوري . خو د مظلوم ملت بچیانو ته بیا موعودو جنتوته د رسېدوله پاره د انتحاراوځان وژنې واسکټي  ټکټونه ، او د لاسلیک له پاره ریموټي بټنې ورکوي ، د کونډې بچی سنګرـ او خپل زامن او لوڼې نړیوالو پو هنتونونو ته د لوړو زده کړو او راتلونکو واکمنېدو له پاره لېږي .

ولې استعماري کړیو خو بیا دین په دین ، مذهب په مذهب ، هېواد په هېواد ، ولایت په ولایت ، سیمه په سیمه ، قام په قام ، ژبه په ژبه ، نژاد په نژاد ، کلي په کلي او کور په کور د بدیوداسې بریدونه ورته اېښي چې یو د بل تش نوم اخیستل هم نه شي سره زغملای . دا ځکه چې په دغه نا انډوله پردۍ تپل شوې جګړه کې خو د چا سرونه او رمې ولاړې او د چا په کې ورکې ارتینې ولاړې . خو خوندونه او ګټې هغو معتادوکسانو ترې واخیستې چې خوشې په خوشې د بېوزلو په ژوبلو ، مرګونو ، در په دریو ، وینو او اوښکو باندې خپل سوړ تجارت کوي .

ځکه د ملتونو د برخلیک په هره تاریخي مقطع کې همدغه حرفوي دلالان د ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو معاملو له پاره په پټه ورغوښتل کېږي ، د مېډ یا له لارې مطرح کېږي ، ګام په ګام د خپلو پروژوعملي کولو پروګرامونه او آجنداوې ورکول کېږي . بهرنیان اسیرو ملتونو ته د خپل شتون ، خپلو ګټو خوندي ساتلواو خپلو امتیازاتو تر لاسه کولو په بدل کې د واک او وېرې شارتونه او شکنجې ورکوي ، حقوق یې تر پښو لاندې کوي ، او په بدل کې یې ښکېلاکګر دښمن ته دغه ډول چارواکي د یوه پیره داراو څوکيدار په څېرغلاکړي ګودامونه او ترا نزیتي لارې ساتي . که په قرارداد کې لږ تاوان ور واوړي ، ور سره جوخت ددغه ډول چارواکود بخت ستوری هم ولوېږي ، بخت یې کوټه او تخت یې چپه شي او د واک پر نیلۍ باندې یې بیا بل داسې څوک ور سپورکړي چې د جګړې او تاوتریخوالي موازنه په سیمه کې ژوندۍ وساتلی شي .

همدا لامل دئ چې زموږ په هېواد ، سیمه او نړۍ کې سوله نه راځي . ځکه د سولې او جګړي واګې د سره وېشلي ملت په واک کې نه ـ بلکې د پردیو په لاس کې دي چې هر وخت پرحکومت باندې د خپلو شرطونو منلو له پاره د فشار واردولو په خاطرد ریموټ د بټنو په څېرکارترې اخلي . د د يپلوماسۍ د اړیکو کوم تارونه چې سره غړل کېږي ، هغه هم په سیمه کې خپلو لنډ مهالو ، منځمهالو او اوږدمهالو استعماري پروژو ته د لارې هوارولو له پاره تر سره کېږي . او کوم قراردادونه چې لاسلیک کېږي ، هغه دهمدغو پروژو د عملي کېدو له پاره کېږي .

استعماري پروژې د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ د ځمکنیو قېمتي زېرمو د راایستلو او غلاکولو له پاره د مخه پلان شوې دي ، چې پرمټ یې په افغانستان ، سیاسي ګوندونو او ټوله اسلامې نړۍ کې سرې او سپینې کودتاګانې کېږي ، مشران یې په ښکاره او مرموزډول وروژل کېږي ، او یوبل ته یې له نږدې کېدو څخه ډېرلیرې ساتي . ځکه په نفاق او ټوټه کېدو کې یوازې د استعماراو مافیایي کړیو ګټه ده اود ملتونو په خپلمنځي نفاق کې په خوراآسانۍ او لږې بیې سره د ملتونوپه مینځ کې نفوذ کوي او ملي ګټې د کورنیو خائنانو پرمټ ترلاسه کولی شي .  خو په ملي یووالي کې د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ ګټه ده چې په آسانۍ سره استعماري مرموز ځواکونه نفوذ نه شي په کې کولی ، او ددوی ټولې ملي ګټې تر یوه قانون او خپلواکه ملي اراده لاندې ژوندۍ او خوندي وي . او دا خوندیتوب په ریښتینې سوله او سوله ئیز ژوند پورې تړلی دئ . خو ترهغو پورې رېښتینې سوله نه راخي ، ترڅو چې ټول ملت په یوه خوله سره یو موټی شوی نه وي او د سولې واګې خپله ریښتینو افغانانو په خپل لاس کې نه وي اخیستې .

 هو!  د سولې اصلي کیلي او د جګړې ختمېدو ریښتینې نسخه او مدوا همدغه ده .

که د ناروا کاروبار بازارونه په ريښتیا سره چلېدلی ، نو اوس به په ټوله نړۍ کې د تور کاروبارمافیایي سوداګرو هم قانوني مجوزترلاسه کړی وای . خو نه داسې نه ده ، پر د سیسو باندې د پوهواو هوډمنوخلکو په واړندې دغه ډول کورنۍ ، سیمه ئیزې او نړیوالې دسیسې او تو طئې لکه د صراف په مخ کې ناچلې پیسې هېڅ نه چلېږي .

دغه ډول سوله چې په پټه او ښکاره زموږ په خپلو هېوادو، سیمه او نړۍ کې د خپلو نظامونوخپل مخالفین په سیاسي ، اقتصادي او نظامي لحاظ تمویلېږي اکمالېږي ، هېڅکله هم نه راځي . ځکه د پلانیزه پردۍ جګړي په وړاندې ریښتینې سوله کلک ایمان ، ملي ژمنتیا او هوډ غواړي .

افغان سوله له همغې ورځې ټکنۍ شوه ، په کومه چې د امریکې د واکمن ډونالډ ریګن اوروسي واکمن کوباچوف ترمینځ له افغانستانه د روسي پوځونو ترایستلومخکې شمالي ټلوالې ته پرواک سپارلواو په راتلونکې کې د پښتون مېشتو سیمو پرځپلو باندې هوکړه وشوه . چې له مخې یې د ډاکټرنجیب په امر د شمال ملېشې اوځواکمن قوماندانان ټول دیوه د مخه دستورله مخې شمالي ټلوالې ته تسلیم اود پښتون مېشتواو پښتون ټبره افغانانو پرضد ترآخره پورې وجنګېدل . ښکاره بېلګې یې جنرال نبي عظیمي ، جنرال مؤمن ، جنرال بابه جان ، جنرال دوستم ، جنرال جرائت ، او نوروو چې یو راکټ به یې د چهار آسیاب خواته ، او لس راکټونه به یې د استوګنې پرکورونو باندې د پښتنو پرضد د کرکې پیدا کولو له پاره ور ویشتل . ما په خپله هغه صحنې د شهید استاد حمزه د جنازې پرمهال په کابل کې ولیدلې .

د پښتنو پرضد په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د لږه کیو یو ائتلاف جوړشو ، او په ښکاره یې ملاتړکېده . پرحکمتیار باندې جګړه وروتپل شوه ، په صدارت او وزارت داخله کې پرې نه ښودل شواو د وزیرانو شورا به د غونډې له پاره چهار آسیاب ته نه شوا ی ورتلی .

خو ددې په څنګ کې طالب د امریکې او پاکستان بله ګډه او پټه پروژه وه چې په افغانستان کې یې د امریکې د نظامي مدا خلې زمینه پرې برابره کړه . او په ګډه یې پوره شپاړس کاله پښتون ټبرپرې وځاپه . بهرنۍ مرستې اوقراردادونه ، کورني عائدات ، کانونه ، خپلسرې کیند نې او نورې ملي شتمنۍ همدغو کورنیو اوسیمه ئیزو او بهرنیو مافیایي واکمنو په بډه ووهلې . اوس چې د ملي یووالي د حکومت دوران راغلی ، د ؤلسمش اشرف غني لومړی پیغام داؤ چې : زه به دې هېواد ته سوله او ټیکاو راولم . پخوا تر دې خو د کرښې دواړو غاړوته له سولې څخه یوه ( ان جې او ) او شخصي پروژه او د درامد ملي ضد دروازه جوړه وه ، ځکه له کرښې آخوا د طالبانو مشران وژل کېدل او پر ځای یې نوې څېرې ټاکل کېدلې او دې غاړې ته بیا د سولې شورا یوه کورنۍ او ګوندي ( ان جي او ) وه او بس . 

خو جمهور رئیس لومړی ددې جګړې  د تعریف هڅه وکړه ، او په کې ویې موندل چې دا جګړه پردۍ او پر افغانستان  او افغانانو باندې ور تپل شوې ده .

بیا یې افغان وسله وال مخالفین او بهرني ترهګر په کې تشخیص کړل ، او افغان مخالفینو ته یې د روغې جوړې او سولې دروازه پرانستله . کله چې د افغانستان اصلي دښمنان په کې په ګوته شول ، نو بیا یې د سولې ځای او درېیمګړي ورته بدل کړل . له طالبانو سره یې په قطر، پاکستان او چین کې خبرې وشوې ، خو چې خبره ورځ تر بلې سپینې ته را ووتله ، نو پاکستان افغان سولې ته لومړی چیلک د ملاعمر د مړینې په نامه ور واچاوه او طالبان یې په خپلو کې سره اخته کړل . بیا یې د کندز ، بغلان ،  فراه ، بدخشان ، جوزجان ، هلمند ، عزني ، کونړ ونو ، او ننګرهار جګړې او توغندیز بریدونه او نوې دروازي جوړول پیل کړل . اوس دادي ددوی تر واک لاندې سیمه کې د حکمتیار پر راتګ سره ملا اختر منصورووژل شو . او په داخل کې هم ځینې کړۍ له حکمتیار سره خپل مخلفت ښیي ، څوک یې شیطان بولي او خپل دوې لوېشتې ولایت ته د پرښتو نوم ور کوي ، او څوک له حکمتیار سره د مخالفت کولو پټې غونډې جوړوي او رسنیو ته د حکمتیار ضد تبلیغاتو سپارښتنه کوي . څوک یې ترشا پټ پر ضد د تخریبولو دستورونه ورکوي او خپله په الله شادي کې ورته ناست دي . د حکمتیار اصلي دښمنانو ( شعله یانو) خو هسې هم ټولو په اصطلاح حقوق بشرکې سنګر ورته نیولی دئ . ښاغلی حامد کرزی او څو تنه د ټیم خپل ملګري یې هم غیر ارادي سترګکې ورسره وهي . داسې ښکاري چې داخلي کړۍ هم له روسانو ، پاکستان او ایران سره همغږې دي . خو حکومت او حکمتیار په رسمي ډول د سولې وروستي پړاو ته سره رسېدلي دي او امریکې او ملګرو ملتو یې هم ملاتړ کړی دئ ، حزبیان هم ټول سره یوه خوله شوي . نو ددوی دا تبلیغات هسې د خپلو خولوهوایي بړاس دئ چې راباسي یې .

نو پیر صیب ته په کار ده چې دا ځل د افغان سولې واګې بل څوک ترې  ترلاسه نه کړي ، چې بیا به خدای مه کړه تر پېړیو پورې په افغانستان کې سوله په سترګو ونه ګورۍ . د افغان سولې په وړاندې ستر خنډونه همدغه داخلي اپو زیسیون ډوله پر حکومتي سینه ور ناسته واکواله خپسه ده چې هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او یو موټی پښتون ټبر نه غواړي . ځکه که سوله راشي، او پښتانه بېرته سره یو ځای شي ،  نو دوی خو بیا په دې واکواله کاسه کې ټول نه سره ځائیږي ، د افغانستان په نفاق او توکړې کېدو کې دوی ته د فدرالي ـ یا ځانګړي نظام (هغه چې د ستمیانو اصلي هدف دي ) ګټه ده ، خو کله نا کله د ترکستان بزرګ خوبونه هم ویني . خو خبر نه دي چې د بدخشان بزرګ او هزارجات بزرګ پروژې همزمان ور سره جوختې روانې دي . دوی خوبیا دا ښه بولي چې : هغه متل دئ چې وایي : ( زه دې وم ، لیلادې وي ، یو ګوډی اوړه دې وي . ) اوس هم ( دوی دې وي ، مافیا دې وې ، مرستې او کورني تولیدات ، پیداوار، خپلسرې کیندنې او اداري فساد دې وي ، او دغه ډول جګړه دې وي ) او بس . بلخوا پاکستان او نور ګاونډیان هم نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله او ټیکاو مینځته راشي . ځکه ددوی په هاند د افغانستان امنیت ددوی سیمه ئیزې او نړیوالې ګټې په خطر کې غورځوي ، خود ا هېڅکله هم نه شي کېدلی . ځکه افغانستان تر بل هرڅه مخکې سولې او امنیت ته اړتیا لري ،او له سولې او امنیت پرته په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې ټیکاو نه راځي .

اوس چې یو جهادي مشر پیر صیب سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا مشرتوب پرغاړه لري ، په ریښتیا یې هغه پخوانۍ ټکنۍ سوله ریښتینې کړه . ور ته لازمه ده چې دغه ریښتینې سوله بیا ترې ټکنۍ نه شي . او خپلې لاسته راوړنې دې پراوبو نه ورلاهو کوي . د سولې کورني او بهرني دښمنان سخت وارخطا دي . که زما خوښې ته ګورۍ ، نو بیړه وکړۍ او ژر تر ژره ددغې سولې افتخار خپل کړۍ .

په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې سولې په هیله     

 

  

  


بالا
 
بازگشت