سه موټه ماما او د چین ماچین ښاپېرۍ

محمد انور ولید : ۲۸ ـ۴ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

زموږ هېواد افغانستان خورا ښکلی او هېواد وال مو ډېر خدای دوسته ، دین دوسته اووطن دوسته خلک دي . ددوی دغه دوستي اوخپلمنځي مینه محبت ددوی په خټه کې اخښل شوی . ښکلو منظرو ، منرالي اوبو ، څپانده سیندونو ، لوړو آسمانڅکو په ځنګلونو پټوغرونو او سر درو ، سُرابي دښتو او ښکلې هوا موږ ته دیانت ، انسانیت ، اسلامیت اوافغانیت را بښلی . روا هڅو او آندونو زموږ د وجود او ټولنې ماشین په خوځښت راوستی . د خپل هېواد ، خپلې سیمې او خپل ټاټوبي آبادۍ ته یې هڅولي یو . په خپل زیار زحمت ګاللو باندې یې روږدي کړي یو . موږ افغانان  وږي ـ تږي په خپله بوریا او شړۍ باندې پرا ته خوښ یو ، خونه د بل چا د منت دارو خورو ـ  او نه د دون همتو پر اوبو باندې خپله تنده ماتوو .

افغانستان د پرد یود ښکار کولو له پاره کوم نخجیر ( ښکارځای) او کوم پو لیګون نه دئ او نه خو افغانان ثوري مرغۍ دي چې اجنبیان ور باندې لکه په هلمند کې د بریتانیې شهزاده شغال له هوا څخه خپلې سترګې او خپل نښانونه پاخه کړي . افغانان هغسې غلام بازان هم نه دي چې تل پټې سترګې د بل په تسمه ناست وي او د بل په اشارو ښکار هم هغوی ته ور وړي . که داسې څوک وې ـ نو د هغه وینه سوچه نه ده .

افغانستان یوه لرغونې خپلواکه جغرافیه ده چې ملکوتي حماسې او اتلولۍ یې د خپلو تاریخي حافظو له آرشیف څخه اوس هم په سردرو ، دښتو او متمدنو ښارونو کې خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسل څخه بل ته ـ او له یوې مور څخه بلې ته کټ مټ پرته له اسرائیلي ډوله تحریفه زمزمه کېږي اوپه اخلافو کې یې  ولولې را پاروي .

افغانستان د تاریخ په هره مقطع کې د استعماري عادت له مخې وروسته له هرو (۷۰ ) تر (۱۰۰) کالونو پورې یو ځل د پردیو یرغلګرو په سوټه کرا تیکو دیمو کراسیو باندې د وخت د تکنالوجیکې زور پرمټ نیول شوی ، ځپل شوی او لوټ شوی دئ . خو اېل شوی نه دئ . او د وخت  یرغلګرو هم د افغانانو د اېل کولو آرمان ګورته ورسره وړی . ځکه افغانستان په آسیا وچه کې یوه داسې وادي ده چې هرڅوک په آسانۍ سره ور ننوتلی شي ، خو ژوندي نه شي ترې وتلی . که نړیوال او د سیمې خلک یې نه مني ـ نو وردې شي له سکندر ، هلاکو ، ګورګین ،  مکناټن ، کېو ناري او روسي ماتې خوړلي پوځ څخه دې د حال او تاریخي آرشیف په ژبه وپوښتي چې په افغانستان کې څه ور باندې تېرشوي دي ؟

داخو ټولو ته معلومه ده چې جګړه په انساني معاملاتو کې د ماتې خوړلي منطق او استدلال وروستی دریځ دئ . خو جګړه د انسانانو تر مینځ د حل لاره نه شي په ګوته کولی ، ځکه له جګړې سره مرګ ژوبلې ملې وي . او مرګ ژوبلې خپله د ورانیو په معنا دي . په ورانیو کې رغونه او جوړښت نه ترسترګو کېږي . چېرته چې ورانی او فساد حاکم وي ، هلته روغه جوړه او حقیقت تل د بې انصافیواو بې عدالتیو په سولۍ (غرغره ) کې په دارځړول شوی وي .

دافغانستان خاوره د ټولو افغانانو هغه عفیفه ښکلې بډایه مورده چې د سیمې او نړۍ د ډېروسترو کمپنیو خاوندانو او چارواکوله خورا لیرې فاصلو څخه په کې سترګې ښخې کړې دي . خو متأ سفانه چې ددې اصیلې لرغونې خاورې ځینې شره ( خېټورو ) زامنو خپله مور په یو موټی پردیو نخودو(پیسو)  باندې پلورلې ده ، دوی د سوال خپل نخود خوري او له مورـ او د مور له بډایو زېرمو سره یې پردي ځوانان خپلې عشقي لوبې کوي .

اې افغانانو ! اې ددې خاورې اصیلو زامنو ! چېرته مو ځانونه غیب کړي او که د چا په جال کې بند پاتې یاست او د سکوت ټاپې مو پرخولو درلکول شوې دي ؟ څه آسماني ټکه در باندې لوېدلې ده چې مور مو له ټولو شتمنیو سره یو ځای پردیودلالانو ، یا په بله وینا ؛  سه موټه ماما ګانو او د چین ماچین  ښاپېریانو ( د منیژې ، ګوګوش او بېنظیرې زامنو او لوڼو ) د یوموټی تورو نخودو په بیه در څخه په وقفو وقفو وپلورله او تاسې لا هم د فیل په غوږ کې ورته بیده یاست ؟

ځکه همدغه ډول عناصرو په کور کلي او هېواد کې د ننه  ځانته د ځای او سیاسي واک پیدا کولو له پاره هرډول ناروا حربې او حیلې ته لاس اچولی ، په شیطانتو یې لاس پورې کړی ، او د کور خاوندان د پردیو پر مټ له بېخه ورکول ، ایستل ، له مینځه وړل او ځان د واک پر ګدۍ باندې کښېنول یې ستر آرمان دئ .

همدا لامل دئ چې موږ یې په کور دنه او له کوره د باندې د استعماري پلانونو په زور په خپلو کې سره شل شل کړي او وېشلي یو . څوک یې په ځيلونو سره وېشلي یو ،.څوک یې د پنجاب تر واکمنه څپېړه لاندې را وستي یو ، پر چا یې د ترورېست ټاپه لګولې ، څوک یې پر ډله ئییزو وژنو باندې تورن کړي دي ، څوک یې تش په نامه سوله کې سره مصروف ساتلي ، خو د سولې واک او مشري هم د سولې له اصلي دښمنانو سره ده . چې تل یې له سولې څخه خپله ( ان جي او ) جوړه کړې او پر سوله باندې همدا اوس هم خپل ربابونه او کبابونه وهي .

پوره (۳۷ ) کاله پښتون ټبر په مادي ، سیاسي ، او معنوي لحاظ وځپل شو او په لوی لاس له سیاسي صحنې لیرې ایسار وساتل شو. ځکه په افغانستان کې لږه کي استعماري ځواکونوپه لوی لاس د امکاناتو په بدل کې د خپلو موخو تر لاسه کولو په خاطر په څنګ کې ور سره ساتلي او هر اړخیز ملاتړ او ننګه یې کوي . په سیاسي ، نظامي ، اقتصادي ، تعلیمي ، قضأ یي ، او نورو حکومتي برخو کې هره ورځ وده ورکول کېږي ، رېښې غځوي ، خو په بدل کې یې د ډېورنډ دواړو غاړو ته یوازې پر پښتون ټبرباندې پردۍ جګړه ور تپل شوې او تحمیل شوې ده ، چې له هرڅه یې پرې ايسار کړی دئ .

 ځکه استعماري ځواکونه او د افغانستان استعمار پلوه عناصردواړه د پښتون ټبر د سره یو موټی کېدو او ملي یو والي څخه وېره او کرکه لري . او د خپلې نابودۍ څېره د پښتنو په یووالي کې ویني . نو ځکه یې یو بل ته لاسونه سره ور کړي او په ګډه یې د پښتنو پر ځپلو ، وژلو او سره پاشلو لاس پورې کړی دئ . لګیا د ي چې پښتانه چورلټ له واک څخه وباسي . او واک ټول د افغاني مافیایي عناصرو په لاس کې محدود پاتې شي .   

اې افغانانو ! آیا پر تاسو باندې دامور ( د افغانستان خاوره ) حق نه لري ؟ آیا تاسو ددې خاورې په غېږ کې نه یۍ لوبېدلي ؟ او ستاسې وینه سوچه نه ده اوکه  مورمو له شا څخه رودلې ده . څه در باندې شوي ؟ څه خبره ده ؟

که غواړۍ چې خپل اصالت مو ژوندی او خوندي وساتۍ ، نو د محمود خان  اڅکزیي په څېر د ټولو لرو او برو پښتنو مشران په مدبرانه توګه د یوه باوري ځنځير په شکل داسې را خپل کړۍ چې استعماري ځواکونه یې د تېر په څېر در څخه په نښه نه کړي .

دا مهال خو د انګلیسانو همغه  پخواني استعمارپه لوی افغانستان کې له امریکا یانو څخه د خپل لاس آله جوړه کړي ده ، ځکه چې دوی د امریکا یانو په لاس هم له افغانانو څخه خپل غچ واخیست او په لر او بر دواړو غاړو پښتنو کې یې د پښتنو په زرګونو مشران څه په خپله او څه د پاکستان په لاس ور مړه کړل ، هم یې  د افغانستان طبیعي زېرمې غلاکړې او هم یې د (اویا مېلیونه ) پښتنو بدي دامریکا یانوغاړې ته ور واچوله . ځکه یو ځل خو انګرېزانو د پښتنو پر سینه باندې خپله توره کرغېړنه کرښه را کاږله او خوشې په خوشې یې د افغانستان په خاوره کې بې ولده هېواد تشکیل کړ چې لا هم چا په رسمیت نه دئ پېژندلی .

په دې اړه یوه افغان د سردار محمد همدرد په نامه د (( پښتانه مه سره وېشۍ )) تر سر لیک لاندې خپل نظر داسې لیکلی : 

(( د نړۍ د جوړښت سره سم چې د انسانانو خلقت په دې نړۍ کې وسو د انسانیت او انسان پېژندنې څخه راوروسته انسانان په قومونو سره وویشل سول.

نړۍ کې شاوخوا۷۵۰۰۰ زره قومونه شتون لري، زه نه غواړم چې ډېر لوی بحث ته ولاړسم زه غواړم چې د پښتون قوم په اړه يوڅه څه ووایم:

که تېر تاریخ ته ځیر سو که موږ د برم او عظمت خبرې کوو د لوی امپراطورۍ خبرې کوو په دې کې د پښتانه نوم له ورایه څرګندیږي او ونډه یې مالومه ده.

نو همدې تاریخ دا نومیالی قوم داسې په یوه نامه او بل نامه باندې ځوریږي، هغه د چا خبره خپل زوړ تاریخ د پښتنو د پلرونو او نیکونو کارنامو په ګناه یې نیولې یوو، په اوسني معاصروخت کې او په خاص ډول د افغانستان په جګړه کې د پښتنو دښمنان دې ته ناست ول چې پښتانه څنګه ووژل سي او څنګه له دې خاورې څخه محوه سي.

دوی ته یې دا چانس په لاس ورکړ چې د پښتون د وژلو لړۍ یې روانه وساتله د پښتون په منخ کې د نفاق اچولو، د غلجي او دراني، د خیل او زایی له نامه څخه یې له ورایه په ګټه اخیستنې خپلو ناوړو کړنو ته ادامه ورکړه.

د پښتون سره ظلم هغه وخت ډیر څرګند سو چې بریتانویانو زموږ  پاکه خاوره د ډیورنډ په نامه یوه کرښه رامنځ ته کړه او یو وجود یې په دوو ټوټو وویشي او دا کار یې هم د پلان له مخې ترسره کړ.

د همدې ډیورنډ کرښې له وجې موږ ځوریږو، شاوخوا زموږ ۵۰ میلیونه پښتانه د پولې هاغاړې ته اوسیږي او هلته پاتې سول چې دا زموږ له وجود څخه د ډیورنډ کرښې په نوم جلا سول او هلته د نورو محرومیتونوسره سره د پښتو ژبې د ورکیدو سره مخامخ سول.

دې ټولو ناخوالو ته په کتو سره اوس هم د پښتون قوم په وړاندې لوی توطیې روانې دي، هم یې د ژبې د ورکیدو هڅې شروع دي او هم په سیاسي لحاظ له لویو ننګونوسره مخامخ دي.

اوس پښتون هم په کور دننه لوی دښمنان لري او هم په کور دباندې، او پر دی باندی شعوری کار روان دی ترڅو دا د یو ملت په توګه ځانونه ثابت نکړي.

که خپله یو تعداد پښتانه د غلجي او دراني، د خیل او زایی تر نامه لاندې ډېر ناوړه سیاست کوي چې دا اکثره وخت هغه سیاستوالو دا کارکړی چې خپلو ناروا موخو لپاره کار کوی، خو پښتون یو ملت ثابتول یووالي ته سخت ضرورت لري.

موږ باید نور په غلجي او دراني، په زایی او خیل باندې ځانونه ونه ویشو، موږ باید نور د لهجې په نامه یو بل نفي نه کړو، ملي يووالي، ژبې، هېواد او خپل تاريخ ته کار وکړو، خپل تاريخ له ورکېدو وژغورو، ژبه مو غني کړو، سپېڅلی کلتور مو نړيوال کړو او نړۍ ته دا وښايو  چې موږ څوک نه سي بېلولی.

کله چې د پښتنو په منځ کې د قومونو او وېشونو خبره کېږي نو دا خبرې زموږ دښمن ته قوت ورکوي، موږ د دومره لویو ستونزو سره مخامخ یو چې زموږ ګاونډیان لکه پاکستان زموږ د ورانولو او وژلو لپاره لاسونه سره یو کړي، د هرې ممکنه کړنې څخه یې کار اخیستی، په دې برخه کې کار کوي او د دې ترڅنګ ایران هیواد بیا زموږ د ژبې او فرهنګ په ورکولو کې بې دریغه هڅې کړي، شعوري کړنې ترسره کوي ترڅو په دې برخه کې ځان بریالی کړي.

راځئ نور له دغه حالته راووځو، دا اوس چې زموږ هېواد کې کوم ناورين روان دی،  زموږ په هر کور کې چې  غم جوړ دی، پر موږ چې اوس نړيوال او ګاونډيان کومې لوبې کوي او زموږ پر سرونو چې تجارت او سوداګري کوي، دا ټول زموږ د بې اتفاقۍ، د قوم پرستۍ او د  يو بل د نفي کېدو پايله ده، پاچاخان کلونه وړاندې ويلي دي خو دا خبره به تر قيامته د کاڼي کرښه وي، چې: «يو کېږو،ګنې ورکېږو.» هو! که موږ قومي کوله، که موږ لهجه پرستي کوله، که يو پښتون پر بل پښتون د حکومت کولو نيت درلود نو ورک به سو، داسې به ورک سو چې تاريخ به مو هم خاورې سي، ښه خبره، غوره لار او مهم کار دا دی چې يو سو، يووالي ته کار وکړو، پر فکر جوړونې کار وکړو او د دې هېواد رغونې ته مټې ونغاړو.

د ټولو پښتنو د يووالي په هېله! ))

همدا اوس په حکومتي دستګا ه کې د پښتنو ونډه ډېره پیکه ده . امنیتي ارګانونه او نور ټول کلیدي وزارتونه ، قضأ او پارلمان د همدغه ډول  خلکو په واک کې دي ، اوغواړي پښتانه نورهم له قانوني مجراوو څخه څنډې ته کړي . ځکه د ټاکنیزو ارګانونو واک اختیار او د ناټو د امکاناتو ژرنده همدا اوس د راتلونکې واک خپلولو له پاره له دوی سره ده . خو زه حیران د ېته یم چې د امریکې په مشرۍ ناټوټلوالې  ولې د ځایي پښتنو دومره سترې تاریخي بدۍ ته ملا تړلې ده ؟ !!!...... چې پیل یې انګرېزانو کړی ؤ ، روسانو یې پر پله پل کېښود  ، او امریکې دغه بدي نوره هم د طالب ، القاعده ، داعش او ترهګرو په پروژو سره  تازه کړه چې د ورکېدو سر یې د پېښو په دریاب کې پروت  دئ . ترکیه د ناټو غړی قانوني هېوا دئ چې غوڅ ؤلسي ملاتړ له ځانه سره لري ، ویل کېږي چې امریکې د هغوی قانوني نظام ته لکه د مصر په څېر نظامي چیلک ور واچول ، خو کودتا یې ناکامه شوه ، نو زموږ پر نظام باندې څه بنده ده . خو آخر به څه کېږي ؟ آیا پښتانه به ورک شي ، او که به امپراتورۍ ړنګې شي ؟ خو زما یقین دئ چې خدای پاک د حقې لارې مل دئ . پښتانه په حقه دي او انشاء الله آخر به بري ته ورسېږي او ددوی د استعماري پلانونو دغه پر مختللې ټکنالوجي به په همدې خاوره کې ددوی د ظلمونو له امله له خاورو سره خاورې کېږي .

د یوموټی خپلواک افغانستان اود افغانانود ملي یووالي او واحد خپلواک اسلامي نظام په هیله 

 

   

 

 

  

  


بالا
 
بازگشت