د ایران سروشي افکاراو د امان الله خان ددورې وروستی تکرار

محمد انور ولید : ۴ ـ حمل ـ ۱۳۹۵ هجری لمریز کال

 

 هرژوندی جسم په ټېره انساني ځوځات په خپل ځان کې د ( D.N.A. ) په نامه یو ډول ارثي جېنونه یا جېنیتیکي مواد لري چې په خپل وخت او خپلو شرایْطو برابرېدو سره له خپلې لومړنۍ منبع ( اسلافو ) څخه ( اخلافو ) ته ، یا په بله ژبه  له ( مور او پلار ) ، یا یوازې له ( پلار) ، او یا هم یوازې له ( مور) څخه خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو  ته انتقالېږي او هلته تبارزاو وده کوي . موږ او تاسې ډېر ځله لیدلي چې د پلار څېره او ځينې خاصی ځانګړنې په زوی یا لمسي ، یا کړوسي او یا هم په څلورم او یا پینځم پُشت کې لیدل شوې ، همداسې د مور یا نیا څېره یا ځانګړنې په لور ، یا لمسۍ او نورو راتلونکو نسلونو کې په ویده ، نیم ژواندي اویا فعال شکل لیدل شوې دي . ځکه دغه جېنېتیکي خواص ( D.N.A. ) د نړۍ په پرمختللي طبي سیستم کې د امراضو د کشف او ارثي جرړو پیداکولوپه موخه په طبي لابراتوارونو ( آزمون ځایونو ) کې کارول کېږي ، ترڅو د صحت او یا عدم صحت منبع یې ځانته د خپل کره تشخیص او مدوا له پاره پیدا کړي .

دغه ډول خواص انسان د ځمکې ، هوا ، اوبو ، خوړواو نورو عناصرو له لارې د خپل جاذب خصلت له لارې په خپله وینه او ځان کې ځای کړي دي چې د رشد او تکامل پرمهال د عاطفې ، قهر، هوښ (زکاوت ) ، احساس ، صحت ، معلولیت او نورو په څېرپه انساني وجود کې د ابن خلدون د فلسفې پر بنسټ وده کوي ، ځوانېږي ، د اکمال ،  پخېدواو زړېدو مرحلې طی کوي او بلآ خره له مینځه ځي . ولې د ارثي خواصو دغه لړۍ یې د انتقال د کانال له لارې په راتلونکو نسلونو کې بیا له سره را ټو کېږي ، وده کوي . ځوا نېږي ، د اکمال ، پخېدو او پنځېدو مرحلې ته رسېږي او بلآخره زړېږي او فنا کېږي .

دا خو ټولو ته جوته ده چې انسان د عقل ، علم او حیأ څښتن یو داسې مخلوق دئ چې تل یې د خپل ژوند په اوږدو کې د ښو یا  بد و او یا هم دواړو کردار ادأ کړی او راتلونکو نسلونو ته یې په میراث تر شا پرې اېښي دئ ، تر څو راتلونکي نسلونه د خپلو اسلافو له نېکو کارنامو څخه د خپلې ټولنیزې ، سیاسي اوعقیدتي لارې مشال او خپل منل شوی وضعي دستوراو قانون جوړ کړي ، او له بدو ( رذ یله خصایْلو او افعالو ) یې پند او انتباه واخلي .  

همدغه وجه ده چې انسان د خپل انساني سلوک د ژوندي ساتلو له پاره د خپلو اسلافو پر پل باندې پل ږدي . د هغوی شاهکارونه ( کارنامې ) ، د هغوی تاریخي ویاړونه ، د هغوی یادبود ، د هغوی لاسته راوړنې ، د هغوی مثبت حمیده خصایْل ( سیرت ) د خپل وجود او خپلې ټولې هستۍ په بیه ژوندی او خوندي ساتي .

همدلته د اصلاح انسان ټکر د حق او باطل پر سر له غیراصلاح انسان سره راځي ، ځکه  اصلاح انسان نه غواړي چې د خدای او د خدایتعالی د صالحو بنده ګانو د سوونو پېړیو ټولې لاسته راوړنې دې د ذلت او رسوایۍ په غیرانساني خوسا ډنډونو کې ولوېږي ، او یا دي څوک د تېلمود او بایْيبل په څېرهغه تحریف کړي . د اسلام اکمل دین ( وحی کړای شوی قرآن ) د پیغمبر (ص) او صحابه کرامو( رض ) په وینو ، زیار زحمت او سر ښندنو سره ترموږ ټول امت پورې په امانته توګه را رسېدلی . قر آن او سنت له حضرت محمد (ص) څخه دوه را پاتې داسې میرا ثونه دي چې پر تعمیل یې پرخپل امت باندې ډېر ټینګارکړی دئ . دغه میراث زموږ ټولو پر اوږو باندې یوبار دروند امانت دئ چې راتلونکو نسلونو ته یې باید په امانته توګه سره له تعمیله ورسوو .

زموږ مکلفیت او وجیبه دا نه ده چې په قرآن او سنت کې له خپله ځانه د عبدالله بن سبا د دریڅې له لارې د سروشي منحرف تفکر د زاویې له کنجه د غوث زلمي په څېرګوتې ووهو ، او یا دا چې د سلمان رشتي په څېر د آیات شیطاني کارتونونه چاپ کړو، یا په عام محضرکې کوم ټوک قر آن کریم وسو ځوو ، یا د رسول علیه السلام په لار ښوونه د سنیانو ( حضرت عثمان ) (رض) په لاس را ټول شوی همدغه اوسنی قرآن العیاذ بالله جعلي وبولواود سوره یوسف په څېر سورې د قرآن وحی کړای شوې برخې و نه ګڼو،   او یا هم د ځینو کېمیاوي موادو د استعمال په وجه د انسان د بدن په ښکته نیو برخو د قرآن آیتونه د قرآن د توهین اوخپل کفري عناد ښکاره کولو په خاطر په مصنوعي ډول را څرګند کړو .

دا ، او د ېته ورته نورې ډېرې داسې پېښې په افغانستان کې له ښکېلاک سره سمې را څرګندې شوې چې د خدایتعالی ددین دښمنانو ته یې پرته له خپل ځان شرمولو او سپکولو نورهېڅ ځای ونه نیو . دوی په دغّه ټول غربي کلتوري یرغل سره  د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانان نورهم کلک او متوجه کړل . غربیان له افغانستان او افغانانو څخه د څو له پامه لوېدلیو مرستو په بدل کې د اسلام دین تحریفوي او دنیا یې له ځانه سره غلا کوي . تر څو افغانان له دین او دنیا دواړو څخه خلاص شي .

په بې هدفه او بې فرهنګه افغانانو یې خپل سوړ او مرموږ تجارت روان کړی ، لومړی یې په سمندري بېړیو کې د اورلوډ په شکل ور بار کړي ، پیسې یې په دوی پورې تړلي قاچاق بران ترې واخلي ، بیا یې په اوبو کې ور ډوب کړي ، وروسته یې په خپلو ښکاري بېړیو کې د نجات په نامه غلا کوي او په خپلو مرکزونو کې یې د بدن عړي په فني ډول ترې باسي ، د بدن اعضأ وې یې په نورو صحي مافیایي ډلو باندې په خورا لوړه ډالري بیه پلوري او جسدونه یې په اوبو کې څو اوونۍ او میاشتې پراته وي ، یا یې کبان او د اوبو تمساح ګانې وخوري ، او یا یې همدغه سمندري مافیایي ډلې را باسي او وایي چې موږ ددوی جسدونه وموندل ، د هغو پیسې ځانته د مړو له وارثانو څخه پرې اخلي ، افغاني مافیا هم په دې کې ستررول او لاس لري . خو کوم کسان چې غرب ته ورسېږي ، هغوی ته کومه آبرو مندانه دنده څوک نه ورکوي ، بلکې او لادونه یې د سالمې روزنې او پالنې په پلمه ګروګان ترې اخلي ، دوی چېرته د سپیو غاښونه برس کوي . غوا ګانې ور باندې لوشي او یا ګاو چراني ور باندې کوي . خو له او لادونو یې د غربي پر ورشګاه ووله برکته سوچه عیسویان یا یهودان جوړوي . له هغوی سره بیا هغه لږه افغاني او اسلامي عقیده هم بیا نه شته کومه چې دلته ور سره وه .

لنډه دا چې افغانستان یو سنتي ملت دئ چې ( ۱۵۰۰ ) کلنه اسلامي مخینه لري . ددې ملت انحراف ډېر سخت دئ . غربیانو او ایران اشتباه کړې چې دوی د افغانانو په کلتوراو دین کې لاسوهنه کوي . دوی د ځینو هغوافغانانو په مرسته چې په ایران کې یې لوړې زده کړې کړې ، قرآن تحریفولی نه شي او افغانان منحرفولی نه شي .

افغان چارواکي باید د پردیو دغه خام اټکل او خام ګام پورته کولو ته متوجه وي . چېرې نه چې دداسې کسانو له لاسه دا ملت یو ځل بیا د غازي امان الله خان په څېر د حکومت پر ضد د ګاونډیانو د لاس آله جوړ شي . شاه امان الله هم په خپلو پر مختیایي پرو ګرامونو باندې د پردیو له احتیاج څخه د خلاصون په موخه لګیا ؤ چې انګلیسانو د وزیرستان او لویي پکتیا له لارې بېرته همغه مفرور افغانان د خپل کسات او بدلې اخیستو له پاره په غاړه کې ور واچول ، کومو چې د شاه امان الله د پوځ له لیکو یې فرار کړی ؤ .

(( فراریان جمع د هغه وخت بې سیاسته ملا صاحبان جمع د انګرېزانو له خوا پر شاه امان الله خان باندې د کفر ټاپه لګول مساوي د غازي امان الله خان د لس کلن حکومت پرسقوط او له امان الله خان څخه  د استقلال په بدل کې غچ اخیستل . )) .

ښاغلی ؤلسمشره ! د تخت او بخت له آدرسه ستا ملي تدارکاتي دریځ ډېر پرځای دئ . خومذهبي ، سیاسي او دیني نزاکتونو ته هم لږ خپل پام ور واړوه . د بیان آزادي هم خپل حد لري . ستا په ځینو آزادو ورځپاڼو کې داسې مطالب په مستعارو نومونو نشرېږي چې ددین په اړه یې له خلکو سره سترې اندېښنې اوحساسیتونه را پارولي دي . زه ستا مشاورنه یم ، خو په مطبوعاتي اوتاریخي ډول مطبوعاتي حساسیتونه پېژنم . تا ته به څوک نه وایي . بده یې مه ګڼه . خو زه به درته ووایم . تاسو د افغانستان د مسلمان ملت منتخب جمهورریْس یاست . د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په دې اړه در وغواړۍ او د جامعه باز د آزادې ورځپاڼې د (( بررسی تحریف قرآن )) په نامه د پرله پسې نشر شوی مطلب په اړه خبرې ور سره وکړۍ . هغوی دې له علماوو شورا سره پرې خبرې وکړي . که د مطبوعاتو له لارې کومه پردۍ پاروونکې انحرافي لاسوهنه په کې ثابته شوه ، دولت دې د هغې رد په کتبي شکل خپورکړي . که نه نو ددې ډول لیکنو پایلې ډېرې له اندېښنو او خطرو سره تړلې برېښي . چېرې نه چې د امان الله خان د دورې وروستۍ پېښه بیا دلته تکرارشي . ځکه د افغانانو د لمسولواوانتقام حس تربل هرچا تېزاو پیاوړی دئ . د افغانانو ( D.N.A. ) په دې برخه کې له نورو سره تو پیرلري . کېدای شي د افغانستان دښمنان او کینه کښ ګاونډیان له دې تشي ګټه پورته کړي . ترهغو چې افغانان حق او باطل سره پېژني د افغانستان دښمنانو به یوځل بیا د کورله مینځه زموږ هرڅه د تېر په څېر را ته ګډوډ کړي .    

و ما علینا الا البلاغ  

 

 

 


بالا
 
بازگشت