ترصفرښکته ـ صفرـ ترصفرپورته سترا تېژیک عمق

محمد انور ولید : ۸ ـ حمل ـ ۱۳۹۵ هجری لمریزکال

صفریا ټکی د ریاضي او منطق په ژبه په ارقامو کې کارول کېږي ، چې تر صفر پورته ارقامو ته مثبت ، او تر صفر ښکته ارقامو ته منفي ارقام ویل کېږي . مثبت ارقام په څيزونو کې ډېری وختونه د شي په موجودیت او ګټه ، او منفي ارقام د شي په عدم موجودیت یا نقصان باندې دلالت کوي . په تجارت او د راکړې ورکړې د نغد یا جنس په حسابي معاملاتوکې هم دغه ډول ارقام د انسانانو تر مینځ د معاملې د بیلانس ( تعادل او انډول ) ساتلو په خاطر استعمالېږې .

په مېترولوجۍ ( هوا پېژندنې ) کې دا ډول ارقام د جوي حلاتو معلومولوله پاره استعمالېږي ، ترڅود هوا د سړوالي اوتودوالي درجې ، دهوا یخې اوتودې څپې اود هغې مسیراو چټکوالی اود اورښت امکانات پرې معلوم کړي .

په طبي برخو کې د ناروغ د روغتیایي حالت ( د تبې د حرارت لوړه او ټيټه درجه ، د زړه د ضربان ګراف او نور خصوصیات ) پرې معلوموي .

په دولتي ادارو په تېره د ما لي ( بانکي ) چارو د تنظیم او اقتصا د په برخو کې له تېرو کلونو او میاشتو سره د کارڅرنګوالی د ( تېز ، منځني او پڅ بهیر) د پرتله کولو له پاره د مګزي مم او مني مم له ګراف څخه په کې کاراخیستل کېږي .

په تري ګونو متري ( مثلثاتي ) اصطلا حاتوکې له (۱+ ) تر (۱۸۰+ ) درجو پورې زاویې له پاره مثبت ، اوله ( ۱ــ ) تر (۱۸۰ــ ) درجو پورې زاویې له پاره ورته منفي ویل کېږي .

په پوځي ( توپچي او هوایي ) برخوکې ددغو زاویو او دایرو د نښان تړلو له پاره د تام او مېلیم پیدا کولو له پاره د پارابولونو اوهای پربولونو په نومونو سیستمونه ، اعداد او ارقام استعمالېږي .

او په سیاست کې د سیاسي وجوهاتو ( تېروتنو او پرځای جیوپو لیتیکي ) کارونو( اړیکو ) ترسره کېدو یا نه تر سره کېدو له پاره هم داسې ارقام او اعداد کارول کېږي چې هم مثبت ګراف ولري او هم منفي . خو صفري ټکی په کې د دواړو تر مینځ  مشترک دئ .

د ځمکې پرمخ هم داسې فرضي کرښې شته چې د جدی له کرښې ورآخوا په ټولو هېوادونو او سیمو کې ټوله هوا ترصفر ورآخوا منفي درجې ده ، د سرطان پرکرښه هوا مثبته او معتدله ده ، خو د استوا پرکرښه بیا هوا ډېره توده ده .  

په متنازع فیه اولانجمنو سیمو کې هم د موجود تاو تریخوالي او فشارونورا کمولو او ځینو مصلحتونو او مجبوریتونوله مخې د نسبي ( مؤقت ) جوړجاړي له پاره سیمه په درېیو برخو سره وېشله کېږي ، چې دوې برخې یې د دواړوښکېلواړخونو، او منخنۍ برخه یې د صفري (عایْقې ) سیمې په نامه سره د ټکر د مخنیوي په خاطر یاده کړي ده .

صفري ( عایْقې ) سیمې ترهغو پورې چې برخلیک یې په قطعي شکل معلوم شوی نه وي ، له ښکېلو خواووڅخه یو یې هم نه شي کولی چې یو د بل په وړاندې له هغې برخې څخه د خپل تصرف پښې ور وغځوي . خو د افغانستان او پاکستان په څېرهېوادونو تر مینځ د پرتې عایْقې سیمې توپیرد نړۍ  له نورو لاجمنو سیموسره په دې کې دئ چې له چتراله تر بولانه پورې اوسنۍ ټوله پښتونخواه د لوی افغانستان د خاورې یوه برخه وه او ده .

د افغانستان او هندوستان تر مینځ دغه نا انډوله ، غیر منطقي وېش د رنجیت سنګ په زمانه کې په سیمه کې د بریتانوي استعمار لېوانو د خپلو ګټو له پاره تر خپل موجویت پورې له  تزاري روسیې سره کړی ؤ ، او عبدالرحمن خان خو له رنجیت سنګ څخه ددې سیمې په بدل کې د اوس وخت د ( ۵۰۰۰ ) مېلیارده ډالرو په ارزښت هندي کلدارې کلنی باج اخیست او خپل حکومت یې ور باندې جلاوه . افغان حکومت د کوم معیار او کوم مجبوریت له مخې د خیرپه غونډۍ ورته ناست دئ ؟ 

اوس خو نه بریتانوي استعمار په سیمه کې شته ، او نه هم بریتانوي هند دلته وجود لري . انګرېزانو د سیمې جغرافیه په پردیو مقبوضه ځمکو ( هند او افغانستان ) کې په خپل سر د خپلو ګټو خوندې کولو له پاره بد له کړه او د پاکستان په نامه یې بل نوزاد حکومت  د (۲۱ تمې ) پېړي د لومړۍ لسیزې له سره سریال پیلېدو په خاطرجوړکړ. هغه ته یې وخت پر وخت هوا ورکوله ، ویې بړساوه . خو افغان حکومت یې په وړاندې څه کوي ؟

اوس چې د ډېورنډ د کرښې ( سل ) کاله تېرشوي ، او د دې کرښې اصلي طرف ( هند ) هم له موږ سره په پوله نه شته ، پا کستان مشروعیت هم نه لري . خو دادي بیا یې هم د افغانستان د عایْقو سیمو لاندې کولو او توسعې له پاره خپل پوځي  برید ونه پیل کړي .

د ګوشتې در وازه یې جوړه کړه ، خو د شهید قاسم خان غوندې عسکرو په څېر د افغانانو له  سخت غبر ګون سره مخ شول ، پر شمشاد باندې یې حمله وکړه خو د عبدالسلام ملا راکټي له سخت غبر ګون سره مخ شول . د داعش په نامه یې پر اچین ؤلسوالۍ باندې بریدونه پیل کړل ، د وېرې او تره هې اچولو له پاره یې لس تنه بې ګناه افغان مشران پر بمونو والوزول ، ماشومان یې د خپل پلار په غېږ کې سره مصله او و شکول . خو د حاجې ظاهر له سخت غبرګون سره مخ شول .

د کونړ، علیشنګ اوالینګارد اوبواوځنګلونو خپلولو له پاره یې پرکونړیانو باندې ځمکني اوهوایي بریدونه پیل کړل او خلک یې کډه کېدو ته اړ کړل . د بدخشان د کانونو را سپړلو اوغلاکولو له پاره یې ډول ډول حملې او تو طیْې پلان کړې .

په هلمند کې یې له افغانستان څخه د غلاکړیو یورانیمو تو پالې او کنجاړې وغورځولې . جوړ ټانکونه او جنګي الوتکې یې پر افغان مزدورانو باندې کباړ او افغانان یې ور باندې بې وسلې کړل . بیا یې د انګور اډې در وازه جوړه کړه . له ببرک تاڼې څخه تر کندهار پورې له ( ۴۵ ـــ ۷۵) کیلو مترو پورې د افغانستان په خاوره کې د ننه دوی نوې تاڼې جوړې کړې دي . د پکتیا پر سرحدونو باندې یې په ځاځیو او منګلو کې حملې وکړې ، خو هغوی ور سره و جنګېدل او دوی پرشا شول . په خوست باندې یې خپلو حملو ته زور ور کړی ، خو اوس یې د پکتیکا په درېیو ؤلسوالیو کې نوې تاڼې او پوستې جوړې کړې ، د سیمې خلک چیغې وهي ، خو افغان حکومت له استاد رباني څخه نیولې بیا آن تر اشرف غني پورې پټه خوله دي او هېڅ ور باندې نه وایي . او آن چې ویل کېږي افغان ځواکونه ترې پر شا شوي دي .  افغانان نه پوهېږي چې د یادو سیمو پر سر څه ډول معاملې شوې دي ؟؟؟...بلخوا افغاني ډېورنډ ( ګلاب منګل ) هم چې پرکومو سیمو باندې تېر شوی او له چا سره یې چې لاسلیکونه کړي ، هغه هم تر شک او تردید لاندې دي . ځکه چې په هغو سیمو کې مخالفینو استقراراو امن موندلی دئ . او ددغه سرحدي سیمو جغرافیه خو د نوموړي له ورتلو وروسته بدله شوې ده . چې دا یې لا څه ډول تاکتیک او نخره ده او نوم به یې څه وي ؟    

له پېنډۍ نه ترکونړونو او چترال پورې یې د پاکستاني طالبانو سریال ته وده ورکړه ، اوس پرهغوی باندې د داعش نوم اېښودل شوی چې ټول ننګرهار، کونړونه ، نورستان ، لغمان او بدخشان یې ورسره نآآرامه کړي دي . په وزیرستاني طالبانو یې د حقاني شبکې نوم اېښی ، او حقاني شبکه خپله د پاکستان د استعباراتو یوه ترورېستي ډله ده چې د مجاهدینو تر مینځ به یې د درځ اچولو ، دښمنیو ، له یو بل څخه د کسات او بدلې اخیستو له پاره د مجاهدینو مشران په نښه کول چې موږ یې ښکاره بېلګې په پېښور کې د جضرت صبغت الله مجددي د زوی ترور ، په آبدره روډ کې د افغان ملت د ګوند د یو مخکښ مشرترور په چراټ روډ باندې د ملانسیم آخند زاده ترور، د سپین جومات ترشا د ډاکټر بهأ ؤ الدین مجروح ترور ، په کوټه کې پر سر کاتب عطا محمد باندې حملې په ګوته کولی شو ، ځکه هلته ددغې شبکې ځينې کسان ژوندي ونیول شول او په خپله خوله یې اقرار وکړ چې (( موږ د ( آی اس آی ) د استخباراتي سازمان د حقاني شبکې غړي یو او ویل یې چې موږ ځکه دا کارونه کوو چې مجاهدین په خپلو کې تیت پرک او په خپلمنځي جګړو کې بوخت سره وساتو . چې بیا پاکستان مداخله وکړه او هغوی یې په زور له ټپي کړي سر کاتب عطا محمد څخه یو وړل .))

یو نیم لک پنجابي پوخ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سیمه ییز ژورنالېست سېلاب مسید له خولې (۵۰۰۰) پښتانه مشران وژلي . پاتې مخالفین یې افغانستان ته را واړول ، او خپل ځان یې د ترورېزم له بد نامې حمایتي ټاپې څخه پرې خلاص کړ . اوس خو ګرګ هم در قبر جبار او دزد هم در قبرجبار. ټول په افغانستان کې دي او اسلام آباد د مصنوعي جرګو ، مرکواو نویو تو طیؤ جوړولو ځای شو . د ملا رسول په شمول (۱۳ ) تنه هغه طالب مشران یې هم نیولي چې د پاکستان له مداخلو پرته یې په خپلواکه تو ګه له افغان حکومت سره سوله کول غوښتل ، د قطر او کوټې شورا د چرګانو کلمې خو یې هسې هم په واسلینو باندې ورغوړې کړې ، ځکه چې څو څو ځلې پاکستاني ډبل نوازه مشران هلته ورغلل، هغوی یې قانع او دېکتې کړل ، اوس یې تر خولې سوڼ هم نه وځي . نو پرسوله به افغان حکومت له چا سره خبرې وکړي ، او دغه ډول سوله به څومره اغېزمنه او وزمینه وي ؟

آیا ریښتیا به د اسلام آباد له لوري په افغانستان کې سوله راشي ؟ په داسې حال کې چې پاکستان په خپل زړه پر افغان حکومت باندې د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل ، پاکستان ته د افغان بهېدونکو اوبوخپلول ، په افغانستان کې منځنۍ آسیا ته د یو طرفه پرته له ټکس ورکولو لارې پیدا کول ، په افغان پوځ کې د (۴۳ ٪ ) خپلې خوښې افغان نما پوځیان ګومارل ، په افغان حکومت کې د دوی د خپلې خوښې طالب کسان ځای پرځای کول او د هغوی په رسمیت پېژندل ، افغانستان د خپلو بې کیفیته توکو د مصرفي مارکېټ په تو ګه استعمالول ، له هند سره د دیپلوماتیکواړیکوپرېکول اوداسې نورشرطونه لري چې دا د افغان حکومت له وس او صلاحیت دواړو څخه  وتلی کار دئ . خو بل لورته  پاکستان له یوې خوا هم د افغان سولې کوربه ځان بولي او هم پر افغانستان باندې خپلې حملې او دماکې تر سره کوي . دېته وایي تر صفر ښکته ـ صفر ـ تر صفر پورته سترا تژیک عمق او د ماشین محاربوي غوندې سیاست ، چې شپږ طرفه انداخت کوي . خو افغان چارواکي د یوې مسؤولې تاریخي مرجع په صفت ، او ټول افغانان د خپل سوچه  تاریخي ـ ایماني او افغاني وجدان په صفت باید دې تشې ته د خپل ځان په بیه ځواب ووایي ، که نه نو تاریخ  به یې محکوم او را تلونکي نسلونه به یې د ستالین په څېرآن هډوکي هم محاکمه کړي .    

 

 


بالا
 
بازگشت