افغان چارواکو او ټولو افغانانو! باخبر !

محمد انور ولید : ۲۹ـ ۱ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریزکال

له تېرکال را هیسې په افغانستان کې د ټیکاوپه تړاو د پاکستان له لوري د سولې ډنډورې غږول کيږي . افغان چارواکوهم د دولت د یوې مسؤولې مرجع په توګه نورخپل ټول اړوند دولتي کارونه په دې تمه شانه غورځولي اولومړیتوب یې سولې او ټیکاوراتلوته ورکړی چې ګواکي د پاکستان په خوله او د امریکې اوچين په منځګړتوب افغان مخالفین ورسره سوله کوي .

خود پردې ترشا نورڅه روان وو اودي . داسې برېښي چې دا هم د لېوالو مرکه ده ، ځکه هلته د سولې د خبرو په پلمه ژوندي اوښان په بډه وهل کېدل ، خو د سولې اوښ د کابل ـ اسلام آباد ، کابل ـ بیجېنګ ، او اسلام آباد ـ کابل ترمینځ څلورځلې دروند خو بې پایلې بارشو، کومه نتیجه یې ورنه کړه ، خو په پینځم ځل پرته له بارېدو خپله په پاکستان کې چو شو.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې : ( طالبان سوله نه غواړي او د سولې پرځای یې د جګړې لاره خپله کړې . او زیاته یې کړه چې : پاکستاني پولیس افغان کډوال په سرحد صوبه کې تنګوي او نیسي یې .) له دېنه داسې برېښي چې پاکستان د ملا عمر د زوی اوورور په څېر د هغو طالبانو تر مینځ د جوړجاړي خبرې پیل کړې وې چې هغوی د پاکستان قومانده مني اودخپل پلاراوورورمړی اووینې یې په پټو سترګود ملاعمر پرقاتل ( پاکستان ) باندې وپلورلې . خو نورسرغړوونکي طالبان بیا په بند کې اچوي .

خپله پاکستان ویلي چې : نور موږ افغانان پرته له پاسپوټ او ویزې په خپله خاوره کې نه پرېږدو . اوپه تورخم کې یې د افغان کډوالو (۳۱۸ ) کورونه ورنړولي . په پکتیکا او زابل کې (۷۵ ) کیلو متره د افغانستان خاورې ته د ننه را اوړېد لی او نوې تاڼې یې په کې جوړې کړې دي ، په خوست او ځاځیو کې یې نوې تعرضونه پیل کړي . په کونړاو ګوشتې باندې خو له څو کلونو را هیسې د کونړ ، علیشنګ او الینګار د اوبو خپلولو له پاره جګړه ورانه ده .

اې افغان چارواکو او ټولو افغانانو ! باخبر !

اوس چې پاکستان د طالبانو په خوله له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې ، د ملاعمر (۲۱ ) کلن زوی یعقوب ته یې په ظاهره د افغانستان د ( ۱۵ ) ولایتونو د جګړې قومانده ورسپارلې ، د ملاعمر له زوی څخه یې د نوروطالبانود ښکارکولو په نامه د کبانو توت جوړکړی ، خو په اصل کې په افغانستان کې دغه پراخه جګړه د شته امکاناتو په لرلوسره د پاکستان د ( آی اس آی ) قو ماندانان او جنرالان پرمخ وړي او دعمري عملیاتو نوم یې ور کړی ، چې په دې کې د پاکستان دوه هدفه دي :

لومړی هدف یې دادئ چې د ملاعمر زوی په پو ځي ډګرکې د افغان ؤلس قاتل او د ښمن جوړکړي ، او طالبان هېڅکله له افغان حکومت سره روغې جوړې ته ونه رسېږي ، ځکه پاکستان تل طالبانو ته ویلي چې : افغان حکومت ستاسې حکومت در ړنګ کړ ، خو دا نه ورته وایي چې ایتلافي ځواکونو ته خو پاکستان په خپله خاوره کې اډې او اجازه ورکړه ، طالب مشران خو پاکستان پر امریکایانو باندې و پلورل ، دا (۱۵ ) کاله خو پاکستان پر طالبانو باندې د ترورېزم نوم ور سپور کړی ؤ ، له امریکې څخه خو پاکستان دا (۱۵ ) کاله ټکس او باج واخیست .

دوهم هدف یې دادئ چې ورور یې ملا منان د قضأ له لارې د افغانانو د ښمن کړي . پاکستان به هغه افغانان ور ته نیسي او پر بېسواده ملامنان به یې د مرګ فیصلې صادروي چې د پاکستان قومانده او خبره نه مني او د پاکستان د کرغېړنو اهدافو ضد دي .

د ملا عمراصلي قاتل ملا اخترمحمد منصور به د خپلو قاچاقي ناروا مالونو ناروا تجارت کوي ، او پاکستاني مقامات به د افغانستان د توکړې کولو له پاره خپلې جنګي  خریطې ، پلانونه او نقشې جوړوي او پر دوی به یې عملي کوي . 

داسې برېښي چې چین او امریکه هم دواړه له پاکستان سره د پاکستان په دغه شومو پلانونو عملي کولو کې د پردې تر شا همغږي دي . ځکه پاکستان له چین څخه ددې جګړې د پرمخ بېولو په خاطر آن څو میاشتې د مخه ( ۲۶۰۰) میلیون ډالره له ګوادر بندر څخه تر ګلګیت پورې د تجارتي لارې جوړولو په پلمه اخیستي او له امریکې څخه یې بیا (۴۵ ) میلیارده ډالرد ترورېزم په پلمه ترلاسه کړي .

اوس دوی ټول په دې آند دي چې ګواکي په دې پیسو سره به افغان مرکزي نظام ته سقوط ورکړي . دوی داسې هم آنګېري چې ګواکي افغانستان په (۱۵) ولایتونوکې نه شي جنګېدلی . ځکه خپلې روسۍ وسلې یې ځینې د افغانانو په خپلمنځي جګړو کې ـ او پاتې یې امریکې د ( ډې ډي آر) او ( پي آر آر) په نومونو ترې ټولې او له کاره ورته وغورځولې . د نورو پرمختللو وسلو د پېراجازه هم نه ورکوي . طالب او داعش ته بیا هغه پر مختللې وسلې او مهمات د پاکستان په لاس ورکول کېږي چې هغه د پاکستان له پوځ  سره هم نه شته .

د ځمکې د سراو منځنۍ برخې زېرمې له ډېورنډ کرښې څخه آن تر آمو سیند پورې ټولې بهرنیو ځواکونو په غلا سره د خپلو جیولوجېستانو په مرسته د خپلو بېزونو له لارې په بوجیو کې وایستلې او په چینوک څلورڅرخه سترو الوتکو کې یې خپلو بحري قرارګاه وو ته وېوړې . ځکه دوی دا تېر (۹) کاله افغانان د پاکستان په مرسته په خپلمنځي جګړو کې او تېر (۱۵ ) کاله یې له پاکستان سره په ګډه په پردیو تپل شویو جګړو کې  لګیا سره ساتلي وو . دوی په افغانستان کې د امنیت راوستو په پلمه خيلې ناروا کیند نې او غلا ګانې کولې او پاکستان ته یې د خپل ور سپارل شوي مأموریت باج ورکاوه .

امریکا او ور سره ټلواله پاکستان ته په افغانستان کې د توطئیې جوړولو او عملي کولو له پاره مرستې ور کوي ، او افغانستان ته بیا د افغان نظام د تخریبولو او کاواکه کولو له پاره دوه سره پینځه کلن حکومتونه جوړوي ، تمدیدوي او اعلانوي .

د کندز په (۶) ؤلسوالیو او د بغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین ؤلسوالیو کې همدا اوس پراخ جبهه یي عملیات روان دي . وضع دومره کړکېچنه ده او دا نه معلومېږي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې داعش جنګېږي ، که طالب دئ یا پاکستاني او امریکایي جګړه ماران ؟

په هلمند ، پکتیکا ، ارزګان ، ورد کو ، ننګرهار ، کونړ، نورستان ، کاپیسا  ، بد خشان ، بخار ، سرپُل او فاریاب کې هم د ېته ورته جګړې او نا آرامۍ د وام لري . خو خبره داده چې د دومره پراخ جګړه ییز ماشین مدیریت او اکمالات د چا په لاس په افغانستان کې ترسره کېږي ؟ په داسې حال کې چې د یوې ورځې جبهه یيزې جګړې مصارف د یوه دولت د یوکلنو عایداتو سره برابر دي . نوطالب بیا دا دومره عایدات له کومه کړل چې په (۱۵ ) ولایتونو کې همزمان د افغانستان د (پینځه سوه زریزو ) ځواکونو په وړاندې جنګېږي ؟

له دېنه داسې معلومېږي چې افغان وسله وال مخالفین د افغانستان د ګاونډیانو او شته نړیوالو ځواکونو پر مټ تمویل ، تجهیزاو ملاتړ کېږي . که داسې نه وي نو د طالبانو پوځي او اقتصادي تغذیه له کومه ځایه ده ؟  

بل لورته بیا په درواغو خبرونه خپروي چې ګواکي افغان حکومت د سولې خبرو پروسه رد کړه . په داسې حال کې چې د اشرف غني لومړنۍ غوښتنه په افغانستان کې د سولې راوستل وو، نو اوس ځه ډول له سولې څخه پرشا شو .

ولې اصلي خبره داده چې پاکستان وار له مخه د پینځمې صوبې ( افغانستان ) خپلولو خوبونه لیدلي او د صوبې له پاره یې خپله بودجه هم د خپلو بهرنیو دوستانو ( انګلیس ، امریکې او چین ) په ملاتړ ځانګړې کړې ده . ولې خبرنه دي چې دوی په خپلو دغه ډول اعمالو سره د افغانستان ملت یوځل بیا لکه د روسانو په څېرد اوسنيواشغالګرو په وړاندې سره یو موټی کړ .

افغانان به هېڅکله هم هېچا ته د خپلو ځمکنیو زېرموغلاکولو اجازه ورنه کړي . افغانستان به د ناټو او وارسا دواړوله ځوځات څخه خپلې هغه شتمنۍ چې دوی په (۳۷ ) کالو کې له افغانستانه غلاکړې ـ پېرته وغواړي . اوهم به له هغو افغانانو سره حساب کتاب وکړي چې له دوی سره یې افغانستان ته ددوی په راوستوکې مرسته کړې ده . ځکه دواړو زبرځواکونو د افغانستان د ګاونډیانو په شمول په خپل نوبت سره هم افغانستان ړنګ کړ، هم یې افغانان په کې ووژل ، هم یې غلاګانې په کې وکړې . او هم یې د خاورې تمامیت په خطرکې اچولی . افغانان مردان او زمریان دي ، د مردانوکار په مدار سره وي .

لکه څنګه چې هرڅه پیداکېږي ، وده کوي ، ځوانېږي ، د عروج او پخېدومرحلې ته رسېږي ، همداسې د زړېدو او فنا کېدو قابلیت هم لري . د فرانسې لویي ګان څه شول ؟ ناپیلیون بنا پارت څه شو ؟ سکندر مقدوني چېرې دئ ؟ چنګېز، ګورګین ، مکناټن ، کېو ناری ، لیاقت علي ، برېژنېف ، اندروپوف ، بېنظیره ، جنرال اختر ،امام کرنیل ، پاشا ، او حمید ګل څه شول ؟ د اتحاد جماهیر شوري د نیمې نړۍ امپراتوري څه شوه ؟ د انګرېزانو توره امپراتوري څه شوه ؟

د مېږیانو چې د ورکې وخت را ورسېږي ـ نو وزرونه کوي . د امریکې په مشرۍ ناټو ټلوالې هم وزرې وکړې ، دوی به هم د روسانو په څېر سره وپاشل شي . خو افغانان او افغانستان به انشاءالله الرحمن پر ځای پاتې وي . بیا به خدای پاک د سلطان محمود غزنوي او احمد شا ه ابدالي په څېر یو کس په کې پیدا کړي ، هغوی به د خپل ایمان په زور د نړۍ د کاهنانو دغه بُت خانې په بر او بحر دواړو کې ور ونړوي . او د افغانستان ، سیمې او نړۍ د مظلومانوله اوږوڅخه به د اسارت او غلامۍ ژغ را ښکته او آخر به د افغانستان مظلومان او د مظلومانو وطن ښېرازه ، هوسا ، بسیا او خپلواک شي .     

 

  


بالا
 
بازگشت