طالب د توراو سره استعمار په لاس ورغلې وسله

محمد انور ولید :  ۵ ـ ۲ ـ ۱۳۹۵ هجري لمریز کال

وسلې په افغانستان ، سیمه اونړۍ کې ډېرلرغونتوب اوقدامت لري ، خونوښت اوډولونه یې د عصرونواو پېړیود اړتیاوو زیږنده دي . وسله معمولاً د دښمن په وړاندې استعمال شوې او استعمالېږي . خودښمن دوه ډوله دئ : پټ دښمن ، ښکاره دښمن .

پټ دښمن دوه ډوله دئ : حیواني دښمن ، انساني دښمن .

په حیواني پټو دښمنانو کې ضرر رسوونکي حشرات ، څيروونکي ځناوراو ځينې وژونکي مېکروبونه او وایرسونه شامل دي . چې د وقایې ، مخنیوي او له مینځه وړوله پاره یې وارله مخه ورته تابیا نیول اړین دي . د مېکروب د مخنیوي له پاره لومړنیووقایوي طبي آسانتیاؤ، لارښوونو ، تشخیص او درملنوته اړتیا ده اوپه وړاندې یې له همدغه ډول مسلکي وسلو او وسیلوڅخه باید کار واخیستل شي . خو دغه ډول درملنه ژورې طبي حیاتي سترا تیژۍ ، پلان او روغ باهدفه طبي مدیریت ته اړتیا لري ، ترڅو په انساني هستۍ کې ضعیفې او کاواکه نقطې او د مېکروبونو ډولونه ، د درامد کانالونه ( سلولونه ) او مرکزي سټې اوځالې تشخیص ، په ګوته ـ اوبیا یې  د مینځه وړو په خاطر خپل اوپرا تیفي طبي عملیات د خپلې نسخې له پلان سره سم د درملنې له لارې په عملي او اغېزمن ډول ګام په ګام عملي کړي .

خو د ددمنشه ځناورو د مخنیوي او د مینځه وړو له پاره بیا داسې وسلې او وسیلې باید ترلاسه اووکارول شي چې لږ تر لږه د موزي ځناوروله ضررڅخه ځان پرې وساتل شي . ځکه هغوی د خپل ذاتي خصلت له مخې یوازې د خپلې ګېډې مړولو له پاره زموږ د انساني هستۍ پروا اوخیال نه ساتي . د هغوی له پاره لومړيتوب د ښکار پیدا کول او ددوی د خپلې ګېډې مړول دي . ځکه خو د غرونو او دښتو لېوان ، پړانکان ، زمریان ، ماران او اژدهاوې د خپل ښکارله پاره تل په کمين کې چېرې پټ وي ترڅو پریو بل ژوندي شي باندې خپلې ژامې تودې او خپله ګېډه ور باندې مړه کړي .

ولې انسان ددغه ډول دښمنانو په وړاندې د خپل رسالت او وجیبې له مخې مکلف دئ چې په هره ممکنه ځارګره وسیله اووسله باندې دداسې څیروونکوځناورومخه ونیسي ، اوهغوی له مینځه یوسي . ځکه ترداسې بې هدفه ځناورو د انسان شتون ډېرارزښتناک دئ . 

خو په انساني پټو دښمنانوکې د سؤ نیت ټول هغه کسان شامل دي چې په شخصي او ټولنیزډول د مقابل لوري په وړاندې خپله دښمني پالي . دغه ډول دښمنان په ځانګړې توګه د خپل دښمن په وړاندې د مخه د یوه طرحه شوي پلان له مخې خپله د ښمني پرمخ وړې او ځان له هرې ممکنه لارې څخه هدف ته پرې رسوي . خوپه ټولنیزه برخه کې بیا پټ دښمن د هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه د پټوسازمان یافته دسیسوله مخې په د ېکتې شوي ډول د یوې وسیلې په توګه عیارېږي اواستعمالېږي . خو دا هم یوه مسلکي سترا تیژي ، مدیریت اوپلان ته اړتیا لري .

دغه ډول سترا تیژۍ او پلانونه معمولاً د لنډ مهال ، منځمهال اواوږد مهال له پاره جوړېږي . دښمن ددغه ډول سترتېژیواوپلانونود تطبیق له پاره تل په هڅه کې وي چې خپل هدف ته د ژراو پروخت رسېدوله پاره له داسې کرېکټرونوڅخه کار واخلي چې تربل هرچا هغوی ورته ارزانه او مؤثر تمامېږي .

دغه کرېکټرونه عبارت دي له هغو مزدورانو څخه چې په خورا ټيټه بیه د خپل حریف له کوره په پټه اخیستل کېږي ، ټرېنېنګېږي ، تمویلېږي ، تجهیزېږي اواستعمالېږي . خومزدوران هم د هغوی له استعداد او ذ‌وق سره سم په مختلفو کته ګوریوکې استعمالېږي .

که موږ د صفی الله همفراو داسې نورو جاسوسانو استعمال ته وګورواو بیا هغوی ددې وخت له پرمختللوجاسوسانو سره پرتله کړو ، دا به راته جوته شي چې اوسنۍ جاسوسي شبکې د همغو پخوانیو جاسوسي شبکوزیږنده او میراث د ئ . ولې تو پیر یې یوازې په دې کې دئ چئ اوسنۍ جاسوسي شبکې له تېرو څخه په درس اخیستو ، تجربې او پرمختللې تکنالوجۍ سره سمبال دي ، ولې پخوانيو جاسوسانو بیا د اوس په څېر دغه ډول پر مختللې تکنالوجي نه لرله .

هغه وخت به د جاسوسۍ له پاره د روزل شویو کوترو ، خاصو درباري رقاصو، په پوځ او نورو ادارو او سازمانونو کې د روزل شویواجېنټانو، ملي ضد مفکورو او نورولاروڅخه کاراخیستل کېده ، بیا به پر هغوی باندې کار کېده ، پلانونه او سترا تیژۍ به ورته جوړېدلې او وروسته به هغه پلانونه او سترا تيژۍ دواړو خواوو ته په درنوتلفاتو وراوښتو سره عملي کېدلې . خو نن ورځ هغه زوړاستخباراتي سیستم په اوسنۍ تېکنالوجۍ کې په درد نه خوري .

د سیمې او نړۍ څارګرو ادارو په غریبواوکاواکه هېوادوکې خپلې استخباراتي شبکې ددې له پاره فعالې کړې دي چې هغوی لومړی په خپلو کې په ګوند ، سمت ، ژبه ، مذهب او نورو مفکورو باندې سره ووېشي ، ملي یووالی یې ور ټوټې ټوټې کړي ، اقتصاد یې د اداري فساد له لارې په صفر کې ورته ضرب کړي ، ضعیف او محتاج یې کړي ، په مستقیم اوغیرمستقیم ډول یې  د خپلې تعلیمي مافیا پر مټ د اړوند او ضروري تعلیم او تعلُم مخه په کې ونیسي او له اصلي ښوونې او روزنې څخه یې په لوی لاس مخ د بېسوادۍ او تحمیلي پردیوجګړو پرمخ بېولوخوا ته لکه د اوس په څېر پرې واړوي . حکومتونه په رشوتو او اختلاسونو ، او نور خلک په پوډرو ، هېرو ئینو ، حرفوي وژنو ، طبي مافیا ، انسان تښتونو ، غلاګانو او نورو رذیله خواصو خپلولو باندې معتاد او روږدي کړي .

د افغانستان ، خلیجي هېوادو ، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا په څېرهېوادو کې یې هم لومړی د قوم ، ژبې ، سمت اومذهب په نومونو فکري اواېډیولوژیکي متضاد امواج اوڅپې تشکیل کړې ، د هغوی د ټکراو تصادم په نتیجه کې یې ستر ستر فزیکي بدلونونه مینځ ته پرې را وړي ، نوې جغرافیې یې په کې تشکیل کړې ، او د ګوتو په شمېرڅو تنه یې په هغوکې په پټه او ښکاره تمویل او تجهیزکړي ، دخپلو مافیایي تشکیلاتومختلف بانډونه یې په کې ځای پرځای او فعال کړي دي ، ټولنې او ؤلسونه یې په خپلو کې سره اخته ساتلي او وېشلي دي ، اوبه یې خړې کړې او خپل کبان په کې نیسي .

په افغانستان کې له تېرو (۳۸ ) کالو را هیسې داسې پردۍ تپل شوې جګړې روانې دي چې د قوماندې ریموټ کنټرول یې په کابل کې د مېشتو سفارتونو او د سیمې او نړۍ د استخباراتي مقاماتو په لاس کې دئ . له (۱۳۴۲ لمریزکال څخه تر۱۳۹۵ لمریز) کال پورې زموږ د برخلیک قوماندې د پردیو استخباراتو په لاس کې وې او دي . ځکه په پردیو استخباراتي مرکزونو کې د افغانستان پرضد توطئیې جوړېږي ، د سفارتونو له لارې کودتاوې په لاره اچول کېږي ، د یوه له سرڅخه د واک تا ج اخلي او د بل په سر یې د همدغو افغانانو د ککرو په بیه ور ږدي . عزل او نصب ټول زموږ له بل ځایه پر موږ باندې تل تحمیل شوی او تپل شوی دئ .

په افغانانو کې د خپلې فاع له پاره د قربانۍ خود اراد یته حس ، سیاسي جوړښت ، سیاست چلولو ، ستراتیژۍ ، پلان جوړولو او رغنده مدیریت کولو استعداد شته . خو د راز ساتلو ، پلان عملي کولو او خپلمنځي غورچان برخه یې تل د پردیو توطئیو ښکار ګرځېدلې ده . ځکه خو تر وخت د مخه زموږ پر سر له بل ځای څخه زموږ مصنوعي برخلیک په پردیو لاسونو ـ د پردیو په خوښه ټاکل کېږي او پر موږ باندې د پرله پسې مجبوریتونو پرمټ تحمیلېږي .

که پرون افغان چپیان د افغانستان د نیواک او اشغال له پاره د (K.G.B. ) پروژه وه ، چې بیا وروسته د سراومال په تاوان ورته تمامه شوه ، خو نن همغه زاړه چپي کرېکټرونه په همدغه جګړو ځپلي افغانستان کې د (C.I.A.  ) پروژه ده .

ولې له بده مرغه چې طالب بیا د ( M.I._ 6 ) ، (C.I.A. ) ، ( K.G.B. ) ، (I.S.I. ) او ( موساد ) یوه داسې ګډه پروژه ده چې هم یې افغانستان ور باندې وځاپه او هم عربي نړۍ او د افریقې شمال شرقي برخې ، ځکه په دې پروژه کې د طالب په نوم مطلق جهالت او د سیمې او نړۍ استخبارات حکم فرما دي او په غیر ارادي ډول د پردیو استخباراتو ترقوماندې لاندې په افغانستان کې د بېګناه افغانانو په وړاندې جنګول کېږي . په داسې حال کې چې ددوی مشران هم همدغو د سیمې او نړۍ استخباراتو په مرموز ډول وربند یان اومړه کړل . بدنام هم همدغو استخباراتو کړل . واک ته یې هم همدغو پردیو استخباراتو د پای ټکی ورکېښود . په ټوټو هم همدغو استخباراتو سره ووېشل . په خپلمنځي جګړو کې هم همدغو استخباراتو ښکېل کړل . عزل اونصب یې هم د پاکستان د استخباراتو له خوا دئ .

خو اوس یې دمنځنۍ آسیا هېوادو ته د لاس رسي په موخه له روسیې سره نګاح وتړله . ځکه د افغانستان له پاره د پوتین ځانګړي استازي ( زمیر کابلوف ) او ور پسې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپل رسمي خبر پاڼه ( انټر فاکس ) کې خپله ویلي چې : روسیه حاضره ده د داعش په وړندې د مبارزې له پاره د ناټو تر څنګد افغانستان په بېل شمالي کانال کې ځای ورکړي .

دا په داسې حال کې ده چې داعش هم له مرکزي آسیا څخه افغانستان ته راغلی ، نو روسان ولې په خپله سیمه کې دداعش مخه نه نیسي چې جنګ دلته په افغانستان کې ور باندې تود ساتي ؟  

بل ځل یې ویلي چې : د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصورله ولاد یمیرپوتین سره وکتل . بیا یې ویلي چې : روسیې له طالبانوسره خپلو ناستو ته په مکرر ډول دوام ورکړی . اوس یې ویلي چې : روسیه له طالبانو سره دداعش پر ضد جګړې له پاره مرستو ته حاضره ده .

له دېنه دا څرګندېږي چې : طالبان د هرچا د لاس آله دي . ځکه پرون همدغه طالبان په خپلو مذهبي او عقیده وي افکاروسره د ماکیاؤل د زامنو په وړاندې د ټولو جهادي تنظیمونوپه مشرۍ په جهادي سنګرونو  کې په پاشلي حالت کې جنګېدل . ورپسې د جهاد د بریاوو پرضد د امریکې اوانګلیس په دستورد پاکستان د لاس آله شول . پرته له نظارشورا نورمجاهدین ورسره ونه جنګېدل . د امارت اسلامي په نامه یې پینځه کاله ( آی اس آی ) پرافغانستان باندې حاکم جوړکړی ؤ . جهادي ارزښتونه ټول د وخت حکومت په خپلوتېروتنواوغرضي نفوذ سره ترپښولاندې کړل ـ او دیني ارزښتونه ټول طالبانو پر پاکستاني مقاماتو باندې بدنام کړل . ځکه همدغه پاکستاني مقامات وو چې القاعده او نورې ډلې یې د طالبانو په لیکو کې د خپلو ناولیو موخو له پاره تنظیم کړې او نړیوالې ټولنې ته یې د افغانستان د اشغال زمینه پرې برابره کړه .

د طالب رژیم یې ورباندې ړنګ کړ، بیا یې د وزیرستان یاغي اوعایقې سیمې پرې وځپلې . خود طالبانود ځپلوپروژه مستقیماً پاکستان له امریکایانو څخه اخیستې وه ، د ترورېستانو د روزلو ، تمویل ، تجهیزاوقو ماندې واک یې پاکستان ته په اجاره ورکړی ؤ ، ځکه هغوی په افغانستان کې د جګړې ددوام اوهر تخریب پرسر پیسې ورکولې .

خو اوس چې د ناټو ټلوالې مخ د مرکزي آسیا هېوادو پرخوا وراوښتی نو د پاکستان قبله هم د روسیې خواته ور سره کږه شوې . له همدې امله یې د خپلو لوړپوړو چارواکو دید او وادید له روسي چارواکو سره زیات شوی . تېرکال یې د نواز شریف سفرونه تاجکستان ، ازبکستان او روسیې ته په همدې تړاو وو. ځکه خو په کندز ښار باندې د تېر کال برید له همغو لارو څخه د پاکستاني او روسي چارواکو تر مینځ پلان شوی ؤ. خو په بدخشان کې بیا روسان او پاکستانیان ځکه ناکام شول چې هلته امریکې په واخان سیمه باندې د خپلو لیرې ویشتونکو اتومي لانچرو ځای پرځای کولو له پاره قبضه کړې ده .

اوس چې پاکستان په خپلو ټولو توطئیو کې پاتې راغۍ ، د عمري عملیاتو پسرلنۍ لړۍ یې هم له ماتې سره مخ شوه . نواوس مجبورشوي چې له روسیې سره خپلې اړیکې تینګې کړي . دادي یوځل بیا پرافغان طالبانو باندې له روسیې سره د طالبانو د پلورلو معامله ترسره شوه . ځکه خو په ډکه خوله پوتین اعلانونه کوي چې ګواکي روسیه له افغان طالبانو سره اړکې او همکارۍ پالي .

لنډه دا چې طالبان مخکې د پاکستان د لاس آله وو ، ور پسې د امریکې او انګلیس د لاس آله شول ، بیا د قطر له لارې د تل ابیب ( موساد ) د لاس آله شول . اوس د روس د لاس آله دي . خو سبا ته معلومه نه ده چې بیا به د چا د لاس آله شي . دغو دواړو زبرځواکونو د خپلو موخو له پاره پرطالبانو باندې د جګړې د اور سرې بټۍ په افغانستان او سیمه کې په نوبت سره  تودې ساتلې دي . خو په کې سوځي به افغانان او د سیمې خلک . ځکه د منځنۍ آسیا زېرمې را ایستل کېدای شي سوونه کاله دوام وکړي . امریکا به ترې لاس په سر کېږي نه او د روسانو به زړه نه صبرېږي .

همدلته به د استعمار د تانستې جګړه ییزماکو د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادو تر مینځ یوې او بلې خواته ښوري . غلاوې به نور خلک کوي او د سر او مال بیه به یې افغانان او د منځنۍ آسیا خلک پرې کوي . ځکه اوس مهال طالب د توراو سره استعمارپه لاس ورغلې وسله ده . چې چېرته یې د استعمالولو نیت لري ـ هلته یې ور باندې استعمالولی شي . پرافغان حکومت او ټولو روڼ آندوباندې فرض ده چې ژرتر ژره د جګړې د پلمې دغه عنصرد پردیو له منګولو را وباسي او ترخپل واک لاندې یې دې راولي . که نه نو استعمار به په دغه په لاس ورغلي ګوجي ( طالب ) باندې د ډېرو پردیواو زموږ د خپلو جکونو کوچ غلا کړي ، کور به مو لوټ او معاشره او نظام به د تل له پاره را ته خراب کړي .

ځکه اوس په خپل کورکې د پردۍ را باندې تپل شوې جګړې دغه بدنام او د ننګ اهار د همدغو حکومتي چارواکو په غاړه کې پروت دئ . چېرې نه چې د تل له پاره د تارخي پړې ټاپه هم د همدغو چارواکوپر ټنډه ور ولګول شي . 

 

 

  


بالا
 
بازگشت