عزیزاحمد خوارمل

 

په نړی کې فیدل کاسترو  باید د« انقلاب»  دسمبول، دیو انقلابی شخصیت او دمقاومت دیو کلک او ټينګ مبارز  د سمبول په توګه  وپيژندل سی!

دانټرنیټ دفارسی سرچینو څخه

ژباړونکی : عــزیزاحمد خـوارمل

 

    دکیوبا دستر مشر اوانقلابی شخصیت فیدل کاسترو  نوم دنړی دسیاسی پيښلیک(تاریخ) سره غوټه يې خوړلی او  ورسره تړل سویدی ،  دفیدل کاسترونوم دنړی دانقلابی جنبشونوسره،دختیځ اولویدیز سره  اوهمدارنګه دکمونیزم او کاپټالیزم سره هم غوټه يې خوړلی او ورسره تړل سویدی .

     په نړی کې کاسترو  باید د« انقلاب»  دسمبول، دیو انقلابی شخصیت او دمقاومت دیو کلک او ټينګ مبارز دسمبول په توګه وپيژندل سی د ده دغه کلک والی اوټينګ والی په نړیوال ډګر کې ډېر په زړه پوری دی ،اوداسی یو کلک والی اوټينګوالی  وو چې دلاتینی امریکی په سیمه او دنړی په نورو سیمو او ځایونوکې  دانقلابونو دپراختیا او دملی او آزادی بخشونکی مبارزی  د رامنځته کیدو سبب وګرځیدی .

   په نړی کې  دکیوبا دانقلاب دمشر فیدل کاسترو   دژوندانه په هکله  دوه  ډوله لړ لیده شته والی لری :

    ۱- د نړی  د مظلومانو او تر ستم لاندی خلکو لړلید.

۲ - هغه لړ لید چې دنړی ظالمان يې د ده په هکله لری .

    دکاسترو کار نامی د هغه  عمل او کړنی دهغه دلیکونو،خبراترواو بیانونو څخه را خلاص سوی دی او ددی ښکارندوی دی چې دکیوبا ستر مشر خپل ټول عمر او ژوند یې  په بیساری مبارزه کې دنړی دمظلومانو او مستضعفانواو په ځانګړی توګه دلاتینی امریکی دخلکو دپاره  په خدمت کولوکې  یې تر سره کړیدی .

  فیدل کاسترو دکیوبا  دخلکو انقلاب يې  په ډېر  زړه ورتیا او سر ښندنی  سره و بریالیتوب ته  ورسول او کاسترو دکیوبا دخلکو دانقلاب وروسته خپل واکمنتیا اوځواکمنتیای  يې بربنډه کړ او دامریکا دهیواد دخاوری په نهوی ۹۰کیلومتری کې يې د خپلو خلکو او دکیوبا دخلکو دانقلاب څخه يې دامریکا په وړاندی يې په ټینګه سره دفاع وکړ او دامپریالستی  نظام دیرغل په وړاندی په کلکه سره ودریدی اوپه ټينګه يې مقاومت وکړ کاسترو د ۵پينځو لسیزو په موده کې دکیوبا دانقلاب د لار ښودنی په ترځ کې بریالی سوتر څو دانقلاب  لاسته راوړنی وساتی   او دهغه څخه  په کلکه دفاع وکړی او هغه ته پراختیا ورکړی ،د  کیوبا د خلکو  وښوونی او روزنی ته،  او دهغوی و روغتیا،سلامتیا او تداوی  ته جدی پاملرنه  رامنځته کړ   اوپه هر اړخیزه توګه دټولنیز عدالت رامنځته کیدل دفیدل کاسترو بنسټیز پیل دکیوبا په ټولنه کې ګڼل کیږی .

دکیوبا د انقلاب مخکی  دکیوبا خلک اتیا (۸۰) په سلو  ۱۰۰ کې خوار او غریب او بی سواده ول دکیوبا دهر و شپږو ۶تنو  اوسیدونکوڅخه  پینځه ۵ تنه يې په کوچنی کورونو  کې ژوند تر سره کول  اویا هیڅ سر پناه ی هم نلرل، دهر و ۳ دری تنو  کیوبایی کوچینیانو څخه  ۲ دوه تنه يې کولای سول چې و ښوونځی ته ولاړ سی او دغه وضعیت دکیوبا  دانقلاب را وروسته و بل ډول ته را اړول  کیږی او پرمختګ کوی او د دی هیواد دپرمختګ شاخصونه  د ښوونی او روزنی ،روغتیا او سلامتیا او په علمی ډګر کې دنړی د خاصو او عامو خلکو پر ژبو باندی پورته او کښته کیږی او خبراتری ورباندی کیږی دکیوبا  دانقلاب لاسته راوړنی یوازی او یوازی  دفیدل کاستر و په مشرتابه او لار ښودنی او دکیوبا دخلکو دمقاومت په فیض او برکت سره تر لاسه سوی او تر ننه پوری  هم ساتنه ور څخه سویدی  .

دکیوبا انقلاب په بل پړوا کې دلاتینی امریکا دخلکو ومبارزی ته ډېر ګټور رامنځته سو. دهمدی دلیل پر بنسټ دی چې  دکیوبا  دانقلاب په پايښت  سره دوروستیو لسیزو په تیریدو سره یو شمیر بریالیتوبونه يې  رامنځته کړ  او دغه بریالیتوبونه د ونزویلا، نیکاراګوا او داکوادور په هیوادونو کې رامنځته سو .  او د دغه هیوادونو دمقاومت دجبهی مشران  څو،څو ځلی  بربنده ویلی وو چې د دوي  ټول کړنی او لاسته راوړنی  دفیدل کاسترو دلارښودنی او رهنمودونو تر اغیزه لاندی رامنځته سوی دی ،دکاسترو مړینه  یوازی دکیوبا خلک یې ندی غمجن کړی سربیره دکیوبا دخلکو د نورو هیوادونو او دلاتینی امریکی ، دونزویلا،هندوراس او دالسالوادور دهیوادونو خلک دکاسترو په مړینی سره غمجن سویدی دهمدی کبله د فیدل کاسترو مشری او لارښودنه  یوازی  دکیوبا وجغرافیای بشپړتیا پوری تړلی او ځانله ندی پاته سوی .

دفیدل کاسترو مېنه او محبت د آزادی غوښتنی او استقلال غوښتنی پر پاڼو باندی په پيښلیک(تاریخ ) کې درج او ثبت سویدی او دکاسترو همداسی کړنی او دچارو تر سره کول د نړی د مظلومانوپه منځ کې انقلابی کړنی او دظالمانو په منځ کې د ژور بد لړ لید سبب وګرځیدی . کاسترو دهغه ټولو خلکو مل او ملګری وو چې داستقلال او آزادی غوښتنی دپاره يې مبارزه کول ،کاسترو په نړی کې دمقاومت او مبارزی ډېرستر انځور او مثال وو ،اوهم هغه ډول چې دمظلومانو په منځ کې محترم ،او زړونو ته نږدی کس او دروند کس   او دمظلومانو په زړونو کې يې ځای درلود.مګر  دظالمانو په منځ کې بد کس ښکاره کیدل او د ظالمانو دغه کړنی دکاسترو په وړاندی چندان د ارزښت وړ  کړنه ندی ګنل سوی .

نړیوال ظالمان په هر ځای کې د آزادی غوښتونکو خلکو دمبارزی اومقاومت سره مخامخ سویدی او دهغوی څخه بل انځور  يې وړاندی کړی  او هغوی  د ډېرو تورنو سره مخامخ کړیدی . او ویلی به یې چې په کیوبا کې دیموکراسی  نسته دی  او دلته دیکتاتوری نظام واکمن دی  او دغه ویل او تورونه  رښتینی او واقعی ندی .

دکیوبا دیموکراسی دنړی داصیلو دیموکراسیو څخه ګڼل کیدل . په دیموکراسی کې  دخلکو برخه اخیستنه دخپل سرلیک په کنترولو سره و دخلکو برخه اخیستنه په دولتی واکداری کې او دخلکو برخه اخیستنه او رول د خلکو داستازو په ټاکلو کې د واکداری او حاکمیت  د واک په سر کې بلل کیږی پر همدی بنسټ  دکیوبا په هیواد کې دیموکراسی بیله هیڅ  ډول  وسیلی څخه  دقانون په چوکات او دقانون په واکداری سره په کیوبا کې پایښت لری .

نن ورځ یو کیوبایی کارګر او یا یو کیوبایی کلیوال  دحکومتی اوسیدونکی پر ځای ستاسو  سره خبری کوی او دحکومت  دسیاستونو او کړنی څخه دفاع اوملاتړ کوی  دا په دی معنا چې  خلک ځان  په واک کې  دلوړ پوړی  چارواکو څخه نیولی او تر کښته واکداری پوری برخه لرونکی بولی  .

د کاسترو په مړینی سره  دایران اسلامی  انقلابی دولت خپل یو تل پاته ملګری يې دلاسه ورکړ فیدل کاسترو داسلامی انقلاب  دبریالتوب څخه دایران  دانقلابیانو څخه يې غوښتل چې خپل انقلابی  لړ لید او تفکر دنړی  ونورو  اسلامی هیوادونو اوخلکو ته  يې وړاندی کړی  او ور  ولیږی   دتیرو کالونو  په تیره موده کې چې دایران انقلاب دامپریالستی هیوادونو تر یرغل لاندی  قرار درلود فیدل کاسترو دایران دملت تر څنګ  ولاړ  وو . کاستر سربیره یوازی دایران دملت تر څنګ  دلبنان او دفلسطین دمقاومت دجبهی تر څنګ هم په کلکه سره ودریدی او ولاړ وو کاسترو سربیره پر دی کړنی  باندی حتی فعال نظامی ځواکونه يې هم  ودغه هیوادونو ته  ور ولیږل تر څو د امپریالیزم  په وړاندی  يې مبارزه وکړل .

د کیوبا  دولت  دری سوه اتیا زره  ۳۸۰۰۰۰سربازان يې و افریقایی هیوادونو ته  دهغه جملی څخه والجزایر ته  يې ولیږل تر څو د دغو هیوادونو دمظلومو خلکو تر څنګ مبارزه وکړی او دهمدی کبله یې دوه زره څلور سوه ۲۴۰۰ سربازان يې  دافریقایی وګړو په دفاع کې په شهادت رسیدلی دی  او همدا اوس دکیوبا دنړیوالو شهیدانو قبرستان ددی ښکارندوی  دی چې  دکیوبایی انقلابیون سری وینی نه یوازی د کیوبا دانقلاب په لاره کې  بلکی  دنړی دنورو خلکو  دانقلابونو په لار کې توی سوی او قربانی سویدی .

دفیدل کاسترو ځای په پیښلیک (تاریخ) کې یو ځانګړی ځای دی ، دهغه دمبارزی ځای،دهغه دمقاومت او ټينګی ارادی ځای دهغه شته والی دخپلو اولسونو تر څنګ دهغه ساده ژوند کول  دنړی دټولو خلکو او حکومتونو او دولتونو ته یوه پيژندل سوی موضوع  ده . دکیوبا دخلکو مقاومت او مخامخ کیدل دامپریالیزم په وړاندی څه ناڅه پرځای پاته دی . دنظام ساتنه دټولنیز عدالت پر بنسټ او ټينګار يې  دانقلاب داصولو پربنسټ پایښت لری .

دفیدل کاسترو نوم  دکیوبا او دنړی دانقلابیونو په زړونو او ذهنونو کې تل تر تله به پاته وي .

 

 


بالا
 
بازگشت