د شیـــــطاني فرضیــومثـــلـــث

محمد انورولــید: ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د لیندۍ ۷ مه

نږدې څلورلسیزې پرافغانستان باندې پردۍ نیابتي جګړې داسې مهندسي شوې او تحمیل دي چې ګټې یې پردیو یووړې او بیه یې په پرله پسې توګه د سر، مال او ټولومعنوي اوملي ارزښتونو په له لاسه ورکولو سره مظلوموافغانانو پرې کړې او دا لړۍ همداسې روانه ده .

دافغاني حوروجنت نشانه افغانستان دا مهال د ځمکې پرمخ یو داسې جهنم جوړشوی چې تولد ، مرګ اوسوځېدل یوازې دافغانانوپه برخه په کې رسېدلي دي .(۳۸ )کاله په دې خاوره کې د استعمارګروبېرحمه اوربل دئ ، خو یوه ګړۍ هم د یرغلګرو د آتشکدې دغه بل کړی انګارخاموش نه شو. د سمندر په نامه چینجي یې هم خپله افغانان دي چې له دې اورسره اوس عادت دي ، ځکه تولد ، ژوند او مرګ یې ټول د جګړې په اورکې دي .     

هو! دا داسې جګړې دي چې د مبتداء ، خبراوانجام دری واړو واګې یې د اړوندواستخباراتي چینلونوپه لاس کې دي . پرد يوله موږ څخه د خپلې خاورې تمامیت ، ملي شتمنۍ ، د ځمکې اوهوا واک اختیار، زموږ د خپلمنځي اختلافاتو، بدیو، محرومیتونو، تعلیمي تشو، هراړخیزفساد ، مافیایي بانډونو، مخدرو توکو، بېکاریواوچټلې حکومتولۍ په بدل کې ټول اخیستي اوموږ ته یې د ژوند په ټولواړخونوکې یوازې مجبوریتونه ، بېوزلۍ او د سوال یارۍ په میراث پرې اېښې دي .

خوښه اوتلوسه زموږ ، اواراده په کې د الله (ج) وه . موږغوښتي ، اوالله (ج) ورباندې اړولي یو. د  اعمالُکم عُمالُکم د فورمول له مخې خپل عملونه پرموږ باندې حاکم دي . چې څنګه غروي ، کربوړی یې هم په همغه رنګ وي . یا په بله ژبه ؛ همدا د ېګ ، او همدا شلغمه . همدا ملت ، او همدا یې حکومتونه .

چې په پټوسترګو د بل په خوله پرته له خپل سوچ اوتفکیکه موږ خپل سترملي اودیني امانتونه ، د خپلو بې وسه کورنیو ، خپلومعصومو ماشومانو له هیلو او اسرو ډ که راتلونکې او برخلیک څوڅو ځلې د نورو په واک کې ورکړي اوزموږ د خپلې بېباکانه پرېکړې له امله له څلورولسیزو را په ایسته د دوی پر پسرلیو باندې بېوخته خزان ګډ ، تنکۍ او ځوانې هیلې یې ټولې نیمه خواه اوله خاورو سره خاورې شوې . ژوند یې تباه او برباد اوعزت النفس یې پایمال شو.

خپل اولادونه موږ په لوی لاس په داسې حال کې له تعلیم څخه را ایساراو د استعماري کړیو په چوپړکې واچول چې د حرفوي اصلي دلالانواولادونه د نړۍ په لوړه کچه تعلیمونو باندې بوخت وو . بس چې د هرچا ښه استعماري پردۍ ژبه زده ده اوله استعماري کړیو سره د خپلو پټواو ښکاره معاملواو زدو بندونو له پاره روانه ترجماني پرې کولی شي ، همغه به په هېواد کې د وخت د استعمارله خوا پرمظلومو افغانانو باندې چارواکی جوړېږي . ځکه شرائط به داسې ورته برابرکړي چې د صدارتي او پارلماني دواړونظامونوله پاره به جمهوررئیس،صدراعظم،کابینه، پارلمان اوقضائي سیستم د مادي امکاناتوترڅنګ د ګوندي او مذهبي تړاو ، پېژندګلوۍ اوسیمه ئیزاونړیوال ملاتړپه صورت کې له بل ځای څخه په دېکتې شوي اومهندسي شوي شکل ټاکل کېږي.ترڅودداسې حکومتي نظامونوټول سیستمونه د خپلوڅوکیوساتلواو

د کلدارو، روبلونو ، ډالرو ، یورو ، ریالونواونورو مروجه ـ خوپه اصل کې د تورو پیسو ترلاسه کولو په بدل کې یوازې د استعماري ګټو او د هغوی د سترا تیژیکواهدافوله پاره کاروکړي .

همدلته ده چې ترلومړیو معامله ګرووروسته هم د هغوی اولادونه هڅه کوي چې پرموږ باندې د استعماري ملاتړپرمټ  په میراثي توګه ملي ضد حکومتونه وچلوي او د خاموش اکثریت اولادونه هر وخت په دې پلمه چورلټ ترې وتلي چې ګواکي دوی واجد شرائط نه دي . که هغوی هرڅومره ریښتینې ملي څېرې وي ، خوچې پیسې ونه لري او د تعلیم کچه یې تردوی ټيټه وي او یا یې شک پرې راشي چې دا به د استعمارګټې په خطرکې واچوي ، نو هغوی ته په بېلچه کې مستې وکړي اوورته وایي چې تاسو د کادیدېدوحق نه لرۍ .

د استعمارددې کارترسره کولو له پاره ترټولوسترې پلمې او حربې د بشري حقونوکمېټې ، مدني فعالین ، د نړیوالې ټولنې په اصطلاح (۳۳ ) فقره ئي مادې او د ښځوهغه حقوق دي چې دوی خپله ترپښولاندې کړي او د ښځوټولو انساني کراماتو ته یې په خورا ذلیله او سپکه سترګه کتلي دي .

پوره لس کاله پخواني شوروي اتحاد د خپلوڅوتنوملحدو پلویانوپه غوښتنه په افغانستان کې خپل پوځي حضورد بېګناه افغانانو په مرګ ژوبلو، وژلو، د زندان په توروسلولونوکې په ناحقه شکنجوورکولو، په هجرت مجبورولو ، د پخواني شوروي اتحاد مختلفو جمهوریتونو ته د (۳۶۰۰۰ ) مسلمانوافغان ماشومانو د وړلو او تري تم کېدلو ، په ډله ئیزه توګه په پولیګونونوکې د اسلام په جرم دوژنو، په زورسره د هغوی په غیاب کې د بندي د جرم د ثبوت له پاره اقرارونه تیارد کمونېستانو له خوا لیکل کېدل او په مرګ د هغوی ګوته ورباندې لګول او بیا یې مړي ډله ئیزقبرته ورګوزارول ، د مسلمانو ښځو په رحم کې د سختو شکنجو له امله ماشوان ور وژل ، د مسلمانو کورنیو د بندي سړیانو وژنه او د ښځو په غېږو کې یې (یو نیم کلن ) ماشومان  د اقراراخیستو په خاطر د برقي منقل په سره تبي ورکېنول چې د کوناټیواو ورنو تنکۍ غوښې یې د منقل په تبۍ ورسرېښ او ماشوم به بې سده شواو ماته اوس هم هغه ژوندۍ بېلګه را په یاد ده ځکه هغه ماشوم اوس هم ژوندی او فلج دئ خو پرمورباندې یې لومړی څو څو ځلې جنسي تېری وکړ او وروسته یې په شهادت ورسوله .

له نن نه څو کاله پخوا زه په کراچۍ کې یوه رستوران ته د ډوډۍ خوړلوله پاره ورغلم ، پاکستاني هوټل والا په قصدي توګه د بالا حصارویدیو یي فلم واچاوه ، چې پینځه ښاري ښخې یې په زورسره ملېشوله ښاره بېولې وې ، ځکه ددوی ګډا هم نه وه یاد او د وېرې او ډارله امله ، هلته په یوه تیاره هال غوندې ځای کې شاوخوا ملېشې ورته ناست او ټولې یې محلي ساز ته په زور سره ګډولې ، چې بیا به یې کومې یوې ته زړه وشو ، هغه به یې یوې خواته کړه او بدکاربه یې ورسره وکړ، بیا به یې بله بل کس کش کړه ، همداسې ترآخره پورې همدا حال ؤ . هره یوه به یې چې کش کړه ، کله به چې بېرته د ګډا ځای ته راغله ، په ژړا به ښکارېدله . دغه وېدیو ټولوهغوافغانانولیدلې ده چې هلته هغې رستورانت ته ورغلي دي . بیا موږ هغه رستورانت ته له شرمه نه ورتلو .

د ښاغلي کرزي اوښاغلي اشرف غني په دوروکې هم ډېرداسې ډله ئیزقبرونه اوجسدونه وموندل شول چې خپل خپلوانو ته یې حکومت د خپلو مړو پېژندلو اعلانونه وکړل ، حکومت یې فاتحې واخیستلې . په باګرامیو ؤلسوالۍ کې خو یې په ډله ئیزه توګه انسانان په ولاړو ژوندي ښخ کړي وو . د خیرخانې کوتل پرسرخوهم خلکوهغه ځوانان په وېدیوکې ولیدل چې کندې ته ورټېل وهل شول او بیا په ګلېډروخاورې ور باندې ور واړول شوې او ژوندي یې ښخ کړل .

همداسې په مزار، هرات ، کندهار، زابل ، غزني ، پروان ، کندز، ننګرهار، خوست او نورو ولایتونو کې کمونېستانواوسرولښکروهمداسې کارونه اوجنایتونه ترسره کړي دي چې جبیره یې تاریخ هم نه شي کولی .

روسانوخو د خپلو شومواوسترا تیژیکواهدافوپه خاطرد ځمکې اوهوا له لارې افغانستان اشغال کړ، دوی د هند سمندرګي اوګرمواوبوته ځانونه رسول ، ترڅوهلته دامریکایي جنګي ماشین په وړاندې خپل نظام قراول په ګرمو اوبو اوآرام سمندرکې ځای پرځای کړي . خو دا خوب یې اوبوترې وېوړاو د افغانانوله عامه ملي خود جوشه پاڅون سره مخ شول . افغانانوپوره لس کاله د روسانو د پرمختللې جنګي تکنالوجۍ په وړاندې نا انډوله جګړه پرمخ یووړه ، خپلې سینې یې ورته سپرکړې ، په تش لاس دوارسا د زبر ځواک توپونو، ناپالم بمونواو ( بي ـ 52) په وړاندې په پوره متانت اومېړانه د خود ارادیت او قربانۍ په ژوندي حس سره ودرېدل . نوم یې پرځان مرګ کېښود ، اوځای يې ځانته د ځمکې خېټه وټاکله . که هر څومره ووژل شول ، د زندانونو په تورو سلولونو کې واچول شول ، هجرتونوته مجبورشول ، خواېل یې نه کړل . ځکه دښمن ته تسلیمېدل د افغانانو په قاموس کې نه شته .

روسي ښکېلاک په افغانستان کې خواوشا یو نیم مېلیون افغانان په شهادت ورسول ، دوه نیم مېلیونه نور یې ټپیان کړل ، (5) مېلیونه خلک یې د خپل هېواد پرېښودوته اړکړل ، (8) مېلیونه نورپه کورد ننه هجرت ته مجبورشول ، ټول افغانستان یې ړنګ کړ. ځیره خورو روسي پوځیانود بسمچي په نامه هم په ناحقه قتلونه کول ، هم یې غلاوې کولې اوهم یې خپلومعامله ګروته د ورغلې قووې په نامه د نورواصلي مجاهدینو پرضد وسلې او مهمات وروړل .

د روسي ښکېلاک بل جنایت د مسلمانوافغانانولادینه کول او د اسلام نوم او د افغاني درانه کلتورختمول او له مینځه وړل وو، چې له نېکه مرغه داسې ونه شول . خکه د مارکس اولینېن پوچه آئډ یا لېستي اود ماټر یا لېستۍ خیالي سفسطه اومفکوره هېڅکله هم مسلمانوافغانانونه خو زغملی شوای اونه هم منلی .

ځکه خوپه افغانستان کې د ننه یوې خواته د وینواوبلخوا د هجرتونوسېلابونه روان شول ، خوزموږ دووجنوب ختیځواوسوئل لوېدیځونامرده ګاونډیانوله دې تشې اودافغانانوله شرعي مجبوریته ناوړه ګټه پورته کړه ، افغانانو ته یې د خپل مکراو تمساح غېږه پرانستله ، له چتراله تربولانه ، اوله تفتانه تراسلام قلعې پورې یې په قصدي توګه ټولې پولې اوسرحدونه له مینځه یووړل ، د ګاونډیواستخباراتو پوځي ، سیاسي اواقتصادي دوکتورینوهره ورځ با قاعده کارورباندې روان کړی ؤ، ستراتیژیک پلانونه او لومړیتوبونه یې په کې ټاکل ، د افغانانو اندروني نفاق او دښمنیو ته یې په داسې مهارت لمن وهله چې هم یې روسان ورباندې ووهل ، اوهم یې په خپل مینځ کې د نفاق اوسره پاشلوګراف داسې ورته ترسیم کړی ؤ چې دروسانوله وتوسره جوخت یې دسمت ، ژبې ، نژاد ، مذهب اوګوند تېل ورباندې وپاشل اودافغانستان ترخولې پورې وسله وال اوټرېنېنګ شوی اوآزمویل شوی ملت یې په ډېرلږوخت کې په داسې کورنۍ اوخونړۍ جګړه سره اخته کړچې بیه یې دسره استعمارتروتو وروسته د ټولې افغان اردو په ړنګولو، د (۴۰۰۰) روغو ټانکونواو (۵۰۰) جنګي جوړوالوتګو ، (۶۰۰۰۰) جوړو( ډی سي ، میلان ، ۸۵ ، هاوانونواو زیووواونورو ډول ډول مدافع هوا توپونو) ، په لکونومیله سپکواو نیمه درنو وسلواو په میلیونونواومیلیاردونومرمیواومهماتواو د وسلو ترمیمولواوجوړولود مجهزو ورکشاپونو په له مینځه تلو، د ګاونډیانود پراخې هراړخیزې مداخلې ، انتحاري حملواو دنړیوال ائتلاف له خوا د افغانستان پربیا اشغال باندې تمامه شوه ، اودادي اوس دهغه له امله سره له دې چې پرفساد ککړه اداره اوپرمعاملواخته ځیني حکومتي خلک هم لرو، له تېرو (۱۵) کالو را په ایسته د افغانستان (۴۵۶۰۰۰) نوربېګناه افغانان هم په دغه ډول پردي پوځي حضورکې ووژل شول ، افغانستان لوټ اوخلک یې د خپلو سیندونوپه غاړه له تندې مړه شول اود خپلو زېرمو په شتون کې له لوږې مازدیګرڅملي .

هره ورځ په پردیو دروازوکې کچکول په غاړه کرځې اوکلنګونه ټولوي .خودحاتم طائي (ناټو) پردسترخوان باندې ورشریک افغانان اوس هم وږي او پرګېډو باندې یې له لوږې تیږې تړلې دي . خدای خبرچې څه وخت به دوی ماړه شي . ځکه دا تېرشپاړس کاله خویې ډالري سپین چکونه د ژبې ټک هم نه شول . که مړښت په نغدومرستوباندې وای ، نودافغانانوله سپنګوبه په دې تېرو(۱۶) کالوکې اوس ډالرې بېرون ته راوتلې وې . ولې په تأسف سره چې دغه معجزه موهم ونه لیدله ، ځکه د پیسوپه بدل کې دداسې معجزو پرځای موږ اوس په دوبۍ ، استامبول ، هند ، سُوِیس ، ډنمارک اونوره نړۍ کې ددوی په لسګونو داسې بېلډینګونه وینوچې دارزښت خبره یې سوونواومیلیاردونوډالرو ته رسېږي .

له دېنه داسې مالومېږي چې د توربازار( هېرو ئینو، تریاکو ، انساني قاچاق ، ملي شتمنیو پلورلو او پرښځو باندې د بېزنس ) په کارو بارکې له سیمه ئیزواو نړیوالو سترو قاچاقبرانو سره د همدې خلکو لاس ؤ او دئ . ځکه له نورو لارو دداسې سترو پانګو پیدا کول له عقل څخه وتلې خبره ده . په دې مانا چې دوی له خپل واک څخه په ناوړه ګټې پورته کولو سره له نړیوالو او ګاونډیانو دواړو سره پرناروا زدو بندونه او معاملې ترسره کړې او خپل ملي ارزښتونه یې پرنورو باندې بلورلي دي .

خو اوس یې چې ؤلسمش اشرف غني حساب کتاب ته را ټینګ کړي ، ورسره سم له خپل ځان څخه د خلکوعامه پام اړولوپه خاطرشوراوغوغا پورته کړي اووایي چې ګواکي قدرت ټول له یوه قام سره دئ نورقامونه له واک څخه ایستل شوي اوراتلونکې یې خرابه ده . په داسې حال کې چې پخواني او اوسني حکومتونه ټول همدوی ریظرف کړي وو اواوس هم همدوی د فساد په ځایونو کې پرڅوکیو باندې ناست دي . دا ځکه چې دوی ټول کارونه د پردیواستخباراتو په دستورسره ترسره کوي او افغان حکومت یې په ټوله نړۍ کې بدنام کړی دئ .      

دا په داسې حال کې ده چې پخوا به ددغه ډول خلکو د پلارپه درمنده باندې سپی څملاست ، لکۍ به یې له قُلا ( حق الله ) څخه هم آخوا وتلې وه ، خونن هغوی داسې لک پتي شوي چې دیوه دولتي متوسط رتبه مأمورمیاشتنی معاش د هغه د کورني د ماشوانو ورځني سګرېټ هم نه کېږي ، اودوی اوس د سیمې اونړۍ له سترو پانګوالوګڼل کېږي . دوبۍ ترکوټه سنګي ورته نږدې ده ، هره ورځ مازدیګردوبۍ ته ځي ، شپه هلته تېروي ، ځکه فامیلونه یې په دوبۍ کې دي اود ورخې له دوبۍ څخه د خپل نا مشروع کاروباراوخپلومعاملوله پاره بېرته کابل ته راځي .

نړیواله ټولنه یې هم په نال اومېخ دواړو باندې وهي . ځکه چې هم د همدې مفسد فی الارض خلکو پټ ملاتړکوي اوهم یې پړه پرافغان حکومت ورغورځوي اوخپله جګړه یې په افغانستان کې ورباندې توده ساتلې ده .

ځکه خولاهم د افغانستان برخلیک مالوم نه دئ ، پرته له حزب اسلامي څخه افغان شموله سوله وجود نه لري او دا مهال سوله په افغا نستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې یوه داسې معما جوړه شوې چې هېڅوک باور پرې نه شي کولی او افغانستان ورځ تربلې د ژورتاریخې کړکېچ خواته ورروان دئ .

څو ورځې مخکې په کورنیو او بهرنیورسنیوکې داسې خبرونه خپاره شول چې پاکستان ، روسیې او چين په خپلوکې د افغانستان د ستونزې په اړه د خبرویوداسې د يپلوما تیک دری ضلعي منافقانه او شیطاني مثلث جوړکړی چې په هغه کې د پاکستان اوروسی پلوه طالبانوهم ګډون لاره ، خوافغان دولت ته د یوه رسمي آدرس په توګه په کې د ګډون هېڅ بلنه نه وه ورکړشوې .

روسي پوتین اوس له خپله ځانه دامریکې د وخت جمهوررئیس ریګن جوړکړی . هغه فکرکوي چې روسی ریګن به امریکایي ګورباچوف د ېته وهڅوي چې خپلې لښکرې له افغانستان څخه پرې وباسي ، آرام سمندر، هندې سمندرګی ، دعربو بحیره اود فارس خلیج به خوشې کړي . په دې سره به دامریکې یکه تازۍ اونړیوالې سرمشریزې ته د پای ټکی کېښودل شي ، امریکه به هم لکه پخوانی شوروي اتحاد (۵۲) ټوټې شي ، منځنۍ آسیا به بېرته دوی ته ورپاتې شي ، اود افغانستان اوعراق غچ به په افغانستان کې ترې واخلي .

که د امریکې نوی ؤلسمشرټرامپ د خپل واک په دوران کې د افغانستان په اړه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي امپراطورګورباچوف تمثیل په افغانستان کې وکړي ، کېدای شي چې د پوتین خوبونه ریښتیا شي . ځکه خویې چین اوپاکستان له ځان سره ملګري کړي اوله افغان طالبانو یې د خپل ښکارله پاره همرنګ اراضي څېره جوړه کړې ده .

چېرته یې چې زړه وي، هلته یې دامونه اوبمونه ورباندې تړلي وي ، د طالب اوترهکرنوم ورباندې کېږدي اود سیمې اونړۍ د هېوادوهغه نقطې ورباندې ګواښي چې هلته د متخاصموسیمه ئیزواونړیوالو سیالانودعبوراومرورله پاره دمداخلې دروازې اوورودي کانالونه شتون لري.که له امرڅخه یې سرغړونه وکړي ، نوبیا خو یې نوم د ملا محمد عمراوملا اخترمحمد منصورپه څېرد مرموزو وژنو په تورلېست کې دئ ، چې ملاعمر یې خپله مړکړ، او ملا اخترمنصوراو ملا دادالله منصوریې پرامریکایانوباندې مړه کړل ، ملا هبت الله لا معلوم نه دئ چې دا به د کوم اور خوراک کېږي . ځکه چې ملا هبت الله اوس د روس ، چین ، پاکستان اوایران په استخباراتي لابراتوارکې ترآزمېښت لاندې دئ .

دا به خپله وخت و ټاکي چې ملا هبت الله دداعش په وړاندې د مقابلې جوګه کېدای شي که څنګه ؟ که ملا هبت الله په دې آزمون کې بریالی را وؤت ، نو کېدای شي چې روس ، چین ، پاکستان او ایران څلو واړه خپلې آسپې نورې هم په افغانستان او سیمه کې تېزې کړي ، اوکه ناکام را وؤت ، نو بیا خو یې برخلیک معلوم ، او هغه هم د ملا عمراو نورو طالب مشرانو په څېر.

خو زه فکر نه کوم چې پاکستان ، روس ، چین اوایران دې په دې تازي باندې خپل ښکارترلاسه کړي ، ځکه چې د امریکې بهرنۍ سترا تیژي د څېرو په بدلېدو سره بدلون نه مومي . امریکې لا دمخه دا تصمیم نیولی چې ځان به منځنۍ آسیا ته رسوي او د روس د تو سعه وي ، د چین د اقتصادي ، د پاکستان ددوه مخي او د ایران د په اصطلاح مذهبي سیاست مخه به نیسي . ځکه خو یې خپلې هغه ( ۸۰ ) لویې اوبتلې د نړۍ په سترا تیژیکو سمندري نقطو کې ځای پرځای کړې چې پخوا یې په تاریخ کې چېرې ساری نه ؤ لیدل شوی .

نو د روس ، چین او پاکستان د فرضیو دغه شیطاني مثلث به هېڅکله هم نتیجه ورنه کړي ، او نه خو به د دوهم تل ابیب ( ایران ) دا اسرائیلي خوب ریښتیا شي ...........

                                                                   فاعتبروا یا اولی الابصار

 

 


بالا
 
بازگشت